Home خانه
د لوګر د پوهنې ریاست د سواد زده کړې کارکوونکو او ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو
د لوګر د پوهنې ریاست د سواد زده کړې کارکوونکو او ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، شعبان المعظم ۱۴ مه ، کب ۶ مه
د لوګر د پوهنې ریاست د سواد زده کړې د ۳ کارکوونکو او ۵۴ ښوونکو د ظرفیت لوړاوي په موخه لس ورځنی روزنیز ورکشاپ شو.
دا روزنیز ورکشاپ د پوهنې یوې همکارې مؤسسې (HHOA) له خوا په لاره اچول شوی چې موخه یې د سواد زده کړې کارکوونکو او ښوونکو کاري ظرفیت لوړول دي.
د دې روزنیزې دورې ګډون والو ته د سواد زده کړې نصاب او درسي توکو پېژندنې، د لوست ورکولو نوېو لارو چارو او نالوستو کسانو ته د سواد زده کړې زمینې برابرولو په هکله روزنه ور کول کیږي.
تر یادې روزنې وروسته به د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې نالوستو کسانو ته د سواد زده کړې ۸۴ بابه نهه میاشتني کورسونه جوړ شي، چې ۱۲۶۰ نالوستو کسانو ته به د سواد زده کړې زمینه برابره شي.