Home خانه
لوګر کې ۱۵۰ تنه ښوونکي له روزنیز ورکشاپ څخه فارغ شول
لوګر کې ۱۵۰ تنه ښوونکي له روزنیز ورکشاپ څخه فارغ شول
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
شنبه، شعبان المعظم ۱۳ مه ، کب ۵ مه
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د ۲۵ منځنیو ښوونځیو او لېسو ۱۵۰ تنه نارینه او ښځینه ښوونکي د علمي او مسلکي وړتیا لوړونې له روزنیز ورکشاپ څخه فارغ شول.
د یادو ښوونکو د فراغت په مناسبت د محمدآغې د هلکانو په عالي لېسه کې مراسم جوړ شوي وو چې په کې د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو او د ښوونکو د روزنې آمر حاجي ابراهیم حمدي، د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ آمر قاري محمد یعقوب اورمړ، د پوهنې آمر مولوي عبدالله محمدي، محمدآغې لېسې آمر عبیدالله جهاني او روزل شویو ښوونکو ګډون کړی وو.
یاد اته ورځنی روزنیز ورکشاپ د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیریت له خوا د ښوونکو د علمي او مسلکي سویې لوړولو په موخه جوړ شوی و.
د دغه ورکشاپ له لارې د ۲۵ منځنیو ښوونځیو او لېسو ۹۰ نارینه ښوونکو او ۶۰ ښځینه ښوونکو ته د کیمیا، بیولوژي، فزیک، ساینس او ریاضي مضمونونو د تدریس او تجربو اړوند عملي او نظري روزنه ورکړل شوې ده.
د یادونې وړده،چې تر دې وړاندې هم د لوګر د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیریت د برکي برک ولسوالۍ د ساینسي او یاضي مضمونونو ۱۸۰ تنه نارینه ښوونکي له ورته روزنې دورې څخه فارغ کړي او په روانه اوونۍ کې به د پل علم ښوونکو ته هم ورته روزنیز پروګرام جوړ شي.