Home خانه
علیحضرت ظاهرشاه بابا
علیحضرت ظاهرشاه بابا
د افغانستان یو ۴۲ کلن واکمن و، چې منظم اردو او یو منظم حکومتي نظام یې درلود. هغه د خپل واک په دوره کې د نظم او ثبات لپاره پېژندل کېده.
خو له دې سره سره، د درملنې لپاره به بهرنیو هېوادونو ته تللو. همدارنګه د ظاهرشاه بابا له دورې را وروسته تر ننه پورې ډېری افغان سیاسي مشران او رهبران هم د درملنې لپاره یا شرقي هېوادونو ته تللي او یا اروپایي هېوادونو ته سفر کوي.
دا موضوع دا پوښتنه راپورته کوي چې ولې افغانستان تر اوسه پورې داسې یو معیاري او مجهز روغتون نه لري چې پکې لوړپوړي مشران او عام خلک خپله درملنه وکړي.
دا هم عجیبه خبره ده چې موږ تر اوسه داسې نه دي لیدلي چې اروپایي یا بهرني مشران د درملنې لپاره افغانستان ته راغلي وي.
په نړۍ کې خلک کله ناکله دا ډول پوښتنه هم کوي چې:
ولې داسې هېواد چې مشران یې بهر درملنې ته ځي، لا هم په خپل هېواد کې پرمختللي روغتونونه نه لری؟









































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























