Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

جون 2026
دسچپجشی
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 199 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۴۰۴

مرحوم احمد نبی محمدی

مرحوم تورن جنرال الحاج نصرالله خلیل

مرحوم احمد ولی مشهور به شیر اغا

الحاج جنرال عبدالمجید خوشیوال

مرحوم الحاج كندك مشر سيدعلم خان خوشيوال

احمد شاه ابدالی

دست پخت غذاهای افغانی

معرفی داکتر صاحب فضل الله مجددی

لوی پاسوال غلام مجتبی پتنگ

پوهاند دوکتور نذیر احمد شهیدی

پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت

سوانح مختصر داکترعزیزالله لودین

وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر

نقشه ولایت لوگر

فیض محمد لوگری وزیر امور داخله

معرفی تیم فوتیال زرغونشهر

پلان انکشافی ولایت لوگر

افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر

ښاغلۍ تمهيد الله سيلاني

د لوګر د جریدي چاپ شوی ګڼي

ښاغلۍ شیرمحمد (ستانکزی) د لوګر اونیزې مسؤل مدیر

د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ

د لوګر د ځوانانو ټولنیزي او کلتوري ټولنه

د مرحوم انجنرسردار خان لنده پپيژندنه

حافظ قرآنکریم و انجینیر

تیم گل بابا قهرمان کرکت در لوگر شد

شهید انجنیر محمد صابر مشهور به ټپک

معدن طلاى حصارك ولايت لوگر

مرحوم الحاج انجینرمحمد نعیم (محمدی)

"خواجه یعقوب چرخی" كيست ؟

Statistik

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.3.30
MySQLi
10.11.16-MariaDB-log
زمان
23:17
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1658
نمایش تعداد مطالب
4397506

محمد نبی عیسی خیل

داكتر سید الف شاه غضنفر

پهلوان شاه محمد لوګرى پيژنئ ؟

محفل توزیع اطلاعنامه‌ های شاگردان لیسه عالی خصوصی زرغون‌شهر

محمد ابراهیم کمیدان

شهيد دگرجنرال پیلوت مصطفی قهرمان

شهید بسم الله خان ستانکزی

عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي

دکتورعبدالصبورستانکزی

کلپ های ویدیویی استاد دری لوگر

کلپ های ویدیویی سلام لوگری

خبر نگار تلویزیون طلوع در ولایت لوگر

Login Form

د حج د سفر پړاوونه

Home خانه

د مدیریتي دندو تحلیل او مقایسه

د مدیریتي دندو تحلیل او مقایسه:

ليکنه: ماسټر حسیب الله وحدت:

مقدمه:

ماسټر حسیب اللّٰه وحدتمدیریت په معاصرې نړۍ کې د هر ډول سازمان، ادارې او ټولنې د بریالیتوب بنسټیز عنصر ګڼل کېږي. که څه هم امکانات او سرچینې مهم رول لري، خو د همدې منابعو اغېزمن استعمال د مدیریت له دندو سره مستقیم تړاو لري. مدیریت هغه پروسه ده چې له لارې یې د ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو لپاره بشري او مادي منابع منظم، رهبري او کنټرول کېږي.

په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د مدیریت دندې د بېلابېلو مشهورو پوهانو له نظره وڅېړل شي، تر څو وکولای شو د مدیریت د عملي اړخ په اړه بشپړ درک ترلاسه کړو. همدارنګه دا روښانه کېږي چې د مدیریت دندې یوازې نظري مفاهیم نه دي، بلکې په عملي ژوند کې د هرې ادارې د بریا لپاره حیاتي اهمیت لري.

د بریالي مدیریت ځانګړنه یوازې دا نه ده چې مدیر د ځان لپاره قناعت بخښونکی عمل ترسره کړي، بلکې دا هم ده چې د خپل سازمان لپاره مسؤلیت منونکی ماموریت ترسره کړي، د ادارې اهداف په مؤثر ډول تحقق ورکړي او د سازمان د پرمختګ لپاره مناسب شرایط برابر کړي.

د مدیریتي دندو په اړه مهم نظریات په لاندې ډول مطرح کیږي:

په مدیریتي علومو کې بېلابېلو پوهانو د مدیریت دندو ته بېلابېل لیدلوري وړاندې کړي دي. دلته د څو مشهورو نظریو لنډه یادونه کوو:

۱- هنري فایول (Henri Fayol – 1916):

د هنري فایول له نظره مدیریت پنځه اساسي دندې لري:

  • ـ پلان جوړونه.
  • ـ تنظیم.
  • ـ همغږي.
  • ـ رهبري.
  • ـ کنټرول.

فایول د مدیریت د کلاسیکي نظریه‌ لرونکو پوهانو څخه ګڼل کېږي او د هغه دا ډلبندي د مدیریت په علم کې تر ټولو ډېره منل شوې ده.

۲- لوتر ګوليک او ارویک (Luther Gulick & Urwick – 1937):

د دوی له نظره مدیریت اووه دندې لري:

  • ـ پلان جوړونه.
  • ـ تنظیم.
  • ـ ګمارنه (استخدام).
  • ـ لارښوونه.
  • ـ همغږي.
  • ـ راپور ورکول.
  • ـ بودیجه جوړونه.

دا نظریه د ادارې د عملي فعالیتونو پراخ انځور وړاندې کوي او د مدیریت د اجرایي اړخونو تفصیل پکې زیات دی.

۳- د امریکا مدیریتي انجمن (AMA)

د امریکا د مدیریتي انجمن له مخې د مدیریت اته دندې پېژندل شوې دي:

  • ـ پلان جوړونه.
  • ـ تصمیم نیونه.
  • ـ تنظیم.
  • ـ ګمارنه.
  • ـ اړیکې.
  • ـ انګیزه ورکول.
  • ـ رهبري.
  • ـ کنټرول.

دا نظریه د مدیریت ټولنیز او انساني اړخ ته ځانګړې پاملرنه کوي، په ځانګړي ډول اړیکو او انګیزې ته.

۴- فریدریک ټایلور (Frederick Taylor):

د فریدریک ټایلور له نظره مدیریت شپږ اساسي دندې لري:

  • ـ پلان جوړونه.
  • ـ تنظیم.
  • ـ ګمارنه.
  • ـ لارښوونه.
  • ـ همغږي.
  • ـ کنټرول.

ټایلور د علمي مدیریت (Scientific Management) بنسټګر ګڼل کېږي او د هغه نظریه تر ډېره په عملي او تولیدي ساحو کې اغېز لري.

د ذکر شويو نظریاتو تحليل په لاندې ډول دی:

د دې نظریاتو له مقایسې څخه څرګندیږي چې که څه هم د پوهانو ترمنځ د دندو په شمېر او نومونو کې توپیر موجود دی، خو په اصل کې ټولې نظریې په څو اساسي ګډو عناصرو راڅرخي، لکه: پلان جوړونه، تنظیم او کنټرول.

پلان جوړونه د ټولو نظریو مشترک ټکی دی، ځکه هره اداره د هدف د ترلاسه کولو لپاره پلان ته اړتیا لري.

تنظیم د منابعو د ترتیب او همغږۍ لپاره اړین دی.

کنټرول د دې لپاره دی چې معلومه شي، ټاکل شوي اهداف تر کومه بریده ترلاسه شوي دي.

ځینې نظریې لکه د ګوليک او ارویک نظریه د اجرايي اړخونو (لکه راپور ورکول او بودیجه) ته زیات تمرکز کوي، په داسې حال کې چې د AMA نظریه انساني اړیکې، او انګیزه د مدیریت مهمه برخه ګڼي. له بلې خوا، د فایول نظریه د مدیریت یو متوازن او جامع چوکاټ وړاندې کوي چې تر ډېره د کلاسیک مدیریت بنسټ جوړوي.

نو ویلای شو؛ چې هېڅ یوه نظریه په یوازې ځان بشپړه نه ده، بلکې د ټولو نظریو ګډ استعمال کولای شي یو مدیر ته د ښه او مؤثر مدیریت لپاره جامع لاره برابره کړي.

پایله:

په پای کې ویلای شو چې د مدیریت دندې د بېلابېلو پوهانو له نظره په مختلفو بڼو وړاندې شوې دي، خو په بنسټ کې ټولې نظریې یو ګډ هدف تعقیبوي، هغه د سازماني موخو ترلاسه کول دي. د فایول نظریه د مدیریت یو منظم او ساده چوکاټ وړاندې کوي، په داسې حال کې چې د نورو پوهانو نظریې د مدیریت دندې لا نورې پراخې او تفصیلي کوي.

د یو بریالي مدیر لپاره اړینه ده چې د مدیریت د دندو په ټولو اړخونو پوهه ولري، او په عملي توګه یې تطبیق کړي. همدارنګه د مختلفو نظریو ترمنځ توازن ساتل، کولای شي، د سازمان د موثریت او کامیابۍ کچه لوړه کړي.

You have no rights to post comments

جغرافیایی تاریخی لوگر

Logar Hitori.png 200نویسنده:
پوهندوی استاد شاه محمود محمود

شهید قومندان نصرالله حسین خیل

43 دعا از قرآن و 79 دعا از سنت

شهید مولوى نصرالله منصوررحمة الله

مرحوم ملک قادر خان عزت، افتخار و وقار مردم غیور زرغونشهر

مرحوم الحاج مولوی عبدالله فیض الباری

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی

sepasalar ghulam haider khan charkhi as

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی


خلص سوانح غازی سپه سالار غلام حیدر خان

نایب سالار(جنرال)غوث الدین خان لوگری

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

abdul malek khan abdurahzai s

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

معرفی عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

شهید پوهاند استاد محمد جان احمدزی

غلام نبی خان چرخی

شهید داکتر محمد ولی ناصری

مرحوم الحاج دگروال عبدالجلیل میرباز

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

Ziakhel Madrassa 1 200

بنیاد خیریه پیمان

الحاج محمد اکبر ستانکزی نماینده لوگر

Mohammad Akbar Stanekzai 200الحاج محمد اکبر ستانکزی
نماینده منتخب لوگر

بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی

شهید الحاج داکتر اسدالله همتیار

بیوگرافی مختصر مرحوم پوهاند دوکتورعبدالواسع سلطانی

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

د لوګرد پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

logar pohani reasat 200aد لوګر د پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

داكتر محمداشرف غنی احمدزَی

زيار مدني ټولنې په لوګر کې

zeyaar s

د لوګر مدنی ټولنه / جامعه مدنی لوگر

آموزش حج وعمره همراه با عکس

آثار بودايي پيش از اسلام در ولايت لوگر

د زرغون ښار د هلکانو لیسه

زرغون شهر بستررنگین ولایت لوگر

معرفی قریه زرغون شهر ولایت لوگر

بند آب سرخاب ولایت لوگر

وب سایت حقیقت

مرکز اسلامی افغانها در سویدن

کمپیوتر سرویس

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 Part 1 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

لوګر له باب الجهاده تر باب الفساده

هشت ثور روز پیروزی ملت مجاهد افغانستان

هفت ثور 1357؛ از سیاه ترین و دردناکترین روزها در تاریخ افغانستان

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.logar.nu ولایت لوگر

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.logar.nu All Rights Reserved.