Home خانه
صلیبي جګړې: له یرغل څخه تر ماتې پورې د تاریخ اوږده کیسه
صلیبي جګړې: له یرغل څخه تر ماتې پورې د تاریخ اوږده کیسه:
لیکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت:
د صلیبي جګړو: لنډه پېژندنه:
صلیبي جګړې (۱۰۹۵–۱۲۹۱م) هغه اوږدمهاله پوځي یرغلونه وو چې د لویدیځې اروپا عیسوي عسکرو د پاپانو په مذهبي او سیاسي تحریک د اسلامي نړۍ پر خاورو، په ځانګړي ډول د بیت المقدس، شام او نږدې سیمو، ترسره کړل.
دا جګړې د منځنیو پېړیو له مهمو نړیوالو تاریخي تحرکاتو څخه ګڼل کېږي. په دغو لښکرکشییو کې د اروپا بېلابېلو ټولنیزو طبقو ګډون درلود؛ پاچاهان، اشراف، مذهبي مشران، نایټان او عام خلک ټول د صلیب تر شعار لاندې راټول شوي وو.
د دغو جګړو انګېزې څو اړخیزې لکه: مذهبي تبلیغاتي، د کلیسا د نفوذ پراخوونکې، سیاسي رقابتي، اقتصادي ګټې محوره، او د ختیځو سیمو د شتمنیو ترلاسه کوونکې وې.
د «صلیبي» اصطلاح د لاتیني کلمې «کروکس» څخه اخیستل شوې چې د عربي ژبې د صلیب(هغه نښه چې د عیسویانو په باور حضرت عیسی ع د په دار کولو) معنا لري.
عیسویانو به د خپل وفادارۍ د څرګندولو په موخه د جامو پر سر د صلیب علامه لګوله.
دا جګړې د اسلامي نړۍ پر خاورو بهرني یرغلونه ګڼل کېږي، چې مسلمانانو د څو پېړیو په اوږدو کې د مختلفو دولتونو (سلجوقي، زنګي، ایوبي او مملوکي) تر مشرۍ لاندې پر وړاندې یې سپېڅلی مقاومت وکړ او بالاخره یې اسلامي حاکمیت بېرته ټینګ کړ.
د صلیبي جګړو پیل:
صلیبي جګړې په ۱۰۹۵م کال کې د پاپ اربان دوهم له خوا د فرانسې د کلرمون په شورا کې اعلان شوې.
هغه اروپایي عیسویان د بیت المقدس او ختیځو اسلامي سیمو لور ته د لښکرکښۍ لپاره وهڅول او هغوی ته یې د ګناهونو د بښنې او د اخروي اجرونو ژمنې ورکړې.
دا اعلان د اروپا په کچه د مذهبي احساساتو د پارېدو لامل شو، او زرګونه کسانو ګډون وکړ. د صلیبیانو مشهوره ناره «دیوس وولت» (خدای همدا غواړي) وه.
لومړۍ صلیبي جګړه (۱۰۹۶–۱۰۹۹م):
لومړۍ صلیبي جګړه د صلیبیانو تر ټولو ستره نظامي بریا ګڼل کېږي.
له دې جګړې مخکې د بیزانس امپراتور الکسیوس لومړي کومنینوس د سلجوقي ترکانو پر ضد له لویدیځو ځواکونو د مرستې غوښتنه کړې وه، چې دا د جګړې د پیل یو مهم سیاسي لامل شو.
لومړی د عامو خلکو بې نظمه لښکر د پطرس راهب په مشرۍ حرکت وکړ، خو په اناتولیه کې له سختې ماتې سره مخ شو.
وروسته منظم صلیبي لښکر د اروپا د اشرافو په مشرۍ لاندې ښارونه ونیول:
۱- نیقیه (۱۰۹۷م).
۲- انطاکیه (۱۰۹۸م).
۳- بیت المقدس (۱۰۹۹م).
د بیت المقدس له نیولو وروسته د مسلمانانو سخت قتل عام ترسره شو او څو صلیبي دولتونه جوړ شول:
۱- د بیت المقدس سلطنت.
۲- د الرها ولایت.
۳- د انطاکیې امارت.
۴- د طرابلس ولایت.
دا مرحله د اسلامي نړۍ لپاره د ژور سیاسي بحران پیل و، چې وروسته د زنګي او ایوبي دولتونو د راټوکېدو لامل شو.
دوهمه صلیبي جګړه (۱۱۴۷–۱۱۴۹م):
کله چې عمادالدین زنګي د الرها مهمه سیمه بېرته د مسلمانانو تر واک لاندې راوسته، اروپا د نوې صلیبي هڅې لپاره راټوله شوه.
د جرمني پاچا کونراډ درېیم او د فرانسې پاچا لوئیس اووم پکې ګډون وکړ، خو د مسلمانانو د مقاومت له امله صلیبیان خپلو موخو ته ونه رسېدل.
درېیمه صلیبي جګړه (۱۱۸۷–۱۱۹۲م):
دا جګړه د حطین له جګړې وروسته پیل شوه، کله چې صلاح الدین ایوبي«رح» په ۱۱۸۷م کال بیت المقدس له صلیبیانو آزاد کړ.
د اروپا درې لوی واکمنان د دې جګړې برخه وو:
۱- فریدریک لومړی بارباروسا.
۲- فلیپ دوهم اګوستوس.
۳- ریچارډ لومړی (زمری زړه).
فریدریک په لاره کې ساه ورکړه، فلیپ بېرته خپل هېواد ته ستون شو، او یوازې ریچارډ پاتې شو.
ریچارډ که څه هم ځینې ساحلي سیمې ونیولې، خو د بیت المقدس په آزادولو بریالی نه شو. په پای کې د صلاح الدین ایوبي«رح» سره تړون وشو چې د زیارتونو اجازه پکې تضمین شوه.
څلورمه صلیبي جګړه (۱۲۰۲–۱۲۰۴م):
دا جګړه د پاپ اینوسنټ درېیم له خوا اعلان شوه، خو صلیبیان له اسلامي سیمو واوښتل او د قسطنطنیې پر ښار یې برید وکړ.
په ۱۲۰۴م کال کې ښار ونیول شو، لوټ شو او ستر زیانونه یې ولیدل.
دا پېښه د صلیبي لښکرکشیو د موخو اصلیت څرګندوي، چې مذهبي شعارونه پکې د سیاسي او اقتصادي موخو لپاره زمزمه کیدل.
د ماشومانو صلیبي حرکت (۱۲۱۲م):
په فرانسه او جرمني کې ګڼ شمېر ماشومانو او تنکیو ځوانانو د دې باور له مخې حرکت وکړ چې د ایمان ځواک به بیت المقدس آزاد کړي.
خو د نظامي تیاریو او مدیریت نشتوالي له امله ډېری یې د لوږې، ناروغیو او سختیو ښکار شول.
پنځمه صلیبي جګړه (۱۲۱۷–۱۲۲۱م):
صلیبیانو هڅه وکړه چې لومړی مصر ونیسي او بیا بیت المقدس ته لاره خلاصه کړي.
دوی دمیاط ښار ونیو، خو وروسته د اسلامي لښکرو لخوا له سختې ماتې سره مخ شول او ښار یې بېرته له ولکې بهر شو.
شپږمه صلیبي جګړه (۱۲۲۸–۱۲۲۹م):
دا جګړه د جرمني امپراتور فریدریک دوهم په مشرۍ ترسره شوه.
هغه د مستقیمې جګړې پر ځای د سیاسي خبرو له لارې د بیت المقدس ځینې برخې ترلاسه کړې، چې له همدې امله دې ته «دیپلوماتیکه صلیبي جګړه» ویل کېږي.
اوومه صلیبي جګړه (۱۲۴۸–۱۲۵۰م):
د فرانسې پاچا لوئیس نهم پر مصر برید وکړ.
خو صلیبیان مات شول، لوئیس د اسلامي شجاع لښکرو لخوا ونیول شو او وروسته د لویې فدیې په بدل کې خوشې شو.
اتمه صلیبي جګړه (۱۲۷۰م):
لوئیس نهم یو ځل بیا شمالي افریقا ته لښکر یووړ او د تونس پر لور روان شو.
خو ناروغۍ پوځ سخت وځاپه او لوئیس مړ شو، چې له دې سره جګړه پای ته ورسېده.
پایله:
صلیبي جګړې نږدې دوه پېړۍ دوام وکړ. که څه هم صلیبیانو په ځینو پړاوونو کې بیت المقدس او نورې سیمې ونیولې، خو د مسلمانانو له سپیڅلي مقاومت د زنګیانو، ایوبیانو او وروسته مملوکانو په مشرۍ چې یې دوام وموند. په پای کې د صلیبیانو وروستۍ مهمې اډې له منځه ولاړې او اسلامي نړۍ خپل سیاسي حاکمیت بېرته ټینګ کړ.
دا جګړې د اسلامي نړۍ او اروپا ترمنځ په سیاسي، نظامي او فرهنګي اړیکو ژور اغېز وکړ او د منځنیو پېړیو د نړیوال تاریخ مهم بدلونونه یې رامنځته کړل.









































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























