Home خانه
جنرال محمود د حامد کرزي په څېره کې!
جنرال محمود د حامد کرزي په څېره کې!
په 2001 م کال کې د 11 سپتمبر له پېښې وروسته حامدکرزی مخکې لدې چې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ته ځان ورسوي لومړۍ په راولپېنډۍ کې د ISI له مشر جنرال محمود احمد سره ویني او هغه ته قناعت ورکوي چې په افغانستان کې تر ما بل ښه بدیل نشئ پیدا کولای او نه په شمالي ټلواله کې داسې څوک شته چې تر ما ستاسو ګټې په افغانستان کې ښې خوندي کړي کله چې جنرال محمود د کرزي څخه د پاکستان د ګټو د ساتنې په اړه بشپړ ډاډ ترلاسه کوي له هغه وروسته کرزی صیب د امریکا سفارت ته ځان رسوي هلته له سټلایټ تیلیفونونو او هدایاتو ترلاسه کولو وروسته کوېټې ته ځان رسوي په سټلایټ ټاون کې له کوره جامې او نور ضروري شیان له ځان سره اخلي د ISI د صوبایي دفتر سره تماس نیسي بیا په کوېټه کې د ISI د صوبایي دفتر په مرسته د ارزګان ولایت د دهراود خړو غونډیو ته رسول کیږي.
وروسته چې د بن پروسه مخې ته راځي کرزی 2 او عبدالستار سیرت 9 رایې ترلاسه کوي خو دا چې د کرزي د ولسمشر کیدو خبره د بن له غونډې وړاندې جنرال محمود په اسلام اباد کې د امریکا له سفارت سره خلاصه کړي وه کرزی د افغانستان د موقتې ادارې مشر اعلان شو ، کرزي چې په شپږو میاشتو کې پاکستان او امریکا ته خپل اخلاص څرګند کړ همداسې د هغه اخلاص پر اساس د ده د ولسمشرۍ دوره پسې وغځیده .
جنرال محمود اوس هم ژوندی دی ، د ISI د عمومي رئیسانو خو ما لیکل شوي کتابونه ندي لیدلي خو مرکې یې شته چې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په اړه یې کړیدي که کوم ژورنالېست د حامدکرزي د ولسمشر کیدو په اړه له نوموړي دا پوښتنې مطرح کړي چې څه ډول له سټلایټ ټاون څخه د کابل تر ارګه ورسید پدې سره به لږ تر لږه ولس ته د کرزي او کارمل په مقایسه کې اسانتیا رامنځته شي.









































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























