Home خانه
ډګر جنرال محمد ظاهر سوله مل !
ډګر جنرال محمد ظاهر سوله مل !
خوست د 1991م کال په اپرېل میاشت کې تقریباً د یوې نیمې لسیزې کلابندۍ او سختو جګړو وروسته په یوه نا انډوله جګړه کې سقوط شو ، ډاکټر نجیب الله په خوست کې د مېشتو او پر جګړه بوختو ځواکونو د مورال لوړ ساتلو او ښې همغږۍ لپاره خپل مرستیال انجینر نظر محمد او د ملي دفاع وزارت مرستیال ډګر جنرال محمد ظاهر سوله مل خوست ته لېږلي و ، د خوست ښار له سقوط وروسته انجینر نظر محمد کابل ته پر تګ بریالی شو او ډګرجنرال محمد ظاهر سوله مل د مجاهدینو په لاس اسیر او میرانشاه ته ولېږدول شو.
تاسې په ویدیو کې وینئ چې ښاغلی سوله مل په میرانشاه کې د مجاهدینو په یوه دفتر کې خبریالانو ته د خوست د سقوط په اړه توضیحات ورکوي. د خوست د سقوط په دریمه ورځ ولسمشر ډاکتر نجیب الله د ملي تلویزون په پرده راڅرګند شو او یوې غونډې ته یې پخپلو خبرو کې یې وویل: خوست په يوه نا انډوله جګړه کې سقوط وکړ، موږ له خپله اړخه هېڅ ډول اقدام درېغ نکړ، د هوا حالات هم زموږ په زیان و، په سوق او اداره کې هماهنګي او ګډه مرسته نه وه، مورال کمزوری و خو له دې ټولو سره موږ باید دا ومنو چې خوست نور زموږ په واک کې نه دی، خو موږ خوست داسې نه شو پرېښودی، پر خوست ښايي داسې گوزارونه وکړو چې هلته هېڅوک ژوند ونشي کړای دا ډول چې که خوست زموږ نه دی د بل چا هم باید نشي ، هماغه و چې له کابله د خوست ښار پر یو شمېر برخو د لیرې واټن ویشتونکو سکاډ توغندیو ګوزارونه وشول .









































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























