Home خانه
نجات څلی یوازې یوه وداني نه وه، بلکې د وختونو، نسلونو او خاطرو چوپه ژبه وه
نجات څلی یوازې یوه وداني نه وه، بلکې د وختونو، نسلونو او خاطرو چوپه ژبه وه
نن یوازې د ډبرو او سمنټو یو څلی ونه نړېد؛ نن د تاریخ د حافظې یوه پاڼه وشکېدله. نجات څلی یوازې یوه وداني نه وه، بلکې د وختونو، نسلونو او خاطرو چوپه ژبه وه.
هغه د کابل د اسمان لاندې کلونه کلونه ولاړ و، د جګړو لوګي یې لیدلي وو، د خلکو دردونه یې اورېدلي وو، او د افغانستان د تاریخ د بېلابېلو فصلونو خاموش شاهد پاتې شوی و.
کله چې تاریخي نښې ورانېږي، په حقیقت کې یوازې خښتې نه لوېږي؛ د ملت د یادونو یوه برخه خاورې کېږي. یو ملت چې خپل تاریخ له لاسه ورکړي، لکه هغه انسان ته ورته وي چې حافظه یې بایللې وي.
افغانستان له جګړو، دردونو او ویجاړیو ډېر زخمونه خوړلي دي؛ خو تر ټولو دروند زخم هغه وي چې د تاریخ پر مخ لګېږي. ځکه تاریخ یوازې د تېر وخت کیسه نه وي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره یوه هنداره وي. که هنداره ماته شي، راتلونکی نسل به خپل مخ په څه کې وویني؟
تاریخ د ټوپک په زور نه بدلېږي، او یادونه د دیوالونو په نړولو نه ختمېږي. ډبرې لوېدلی شي، خو د ملت حافظه تر هغو ژوندۍ وي چې خلک یې په زړونو کې وساتي.
مونږ افغانان له اوسنیو واکمنو غوښتنه کوو چې د نجات تاریخي څلی بېرته په خپل اصلي او مناسب شکل ورغوي، ځکه تاریخي اثار یوازې د تیرو زمانو نښې نه دي، بلکې د یو ملت هویت، حافظه او ګډ میراث دی.
که د داسې تاریخي ارزښتونو ساتنه ونه شي، نو د دې څلي د نړېدو مسئولین به د تاریخ په پاڼو کې د هغو کسانو په توګه یاد شي، چې د یو ملت د تاریخي میراث د خوندي ساتنې پر ځای یې د هغه د له منځه تلو لاره خپله کړې وي.
د افغانانو کلتوري ټولنه کولن ميشينيش جرمني.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























