Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

آوریل 2026
دسچپجشی
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
27282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 139 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۴۰۴

مرحوم تورن جنرال الحاج نصرالله خلیل

janral nasrullah khalil A 200سوانح مختصر مرحوم الحاج تورن جنرال نصر خليل

پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت

مرحوم تورن جنرال یحیی نوروز

janral20yahya20nawrozمرحوم تورن جنرال یحیی نوروز مسکونه قریه کلنگار ولایت لوگر.

الحاج جنرال عبدالمجید خوشیوال

مرحوم الحاج كندك مشر سيدعلم خان خوشيوال

دست پخت غذاهای افغانی

معرفی داکتر صاحب فضل الله مجددی

لوی پاسوال غلام مجتبی پتنگ

شهید انجنیر محمد صابر مشهور به ټپک

سوانح مختصر داکترعزیزالله لودین

وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر

معرفی تیم فوتیال زرغونشهر

پلان انکشافی ولایت لوگر

افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر

ښاغلۍ تمهيد الله سيلاني

د لوګر د جریدي چاپ شوی ګڼي

ښاغلۍ شیرمحمد (ستانکزی) د لوګر اونیزې مسؤل مدیر

د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ

د لوګر د ځوانانو ټولنیزي او کلتوري ټولنه

د مرحوم انجنرسردار خان لنده پپيژندنه

حافظ قرآنکریم و انجینیر

تیم گل بابا قهرمان کرکت در لوگر شد

معدن طلاى حصارك ولايت لوگر

"خواجه یعقوب چرخی" كيست ؟

Statistik

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.3.29
MySQLi
10.11.14-MariaDB-log
زمان
15:22
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1450
نمایش تعداد مطالب
4238677

محمد نبی عیسی خیل

داكتر سید الف شاه غضنفر

پهلوان شاه محمد لوګرى پيژنئ ؟

محمد ابراهیم کمیدان

شهيد دگرجنرال پیلوت مصطفی قهرمان

شهید بسم الله خان ستانکزی

عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي

دکتورعبدالصبورستانکزی

کلپ های ویدیویی استاد دری لوگر

کلپ های ویدیویی سلام لوگری

خبر نگار تلویزیون طلوع در ولایت لوگر

Login Form

Home خانه

دزرملوال صاحب سره زمانه هېرېدونکې خاطره

دزرملوال صاحب سره زمانه هېرېدونکې خاطره

د هيواد دملی مبارز اوملی شخصیت الحاج مرحوم زرملوال صاحب سره زماد لومړني يدو خوږه اونه هېرېدونکې خاطره :

په ۲۰۰۷ کال کي دافغانستان دحالاتوپه اړونددهالنډپه هيوادکي يوه غونډه جوړه سوې وه ،پدې غونډه کي دگډون لپاره ماته هم بلنه راکړه سوې وه. کله چي سهاردغونډي تالارته ننوتلم هلته مي دافغان رسالې پرمسول مدير ښاغلي حاجي احمد شاه هوتکی اوډاکتر نثاراحمد صمد سترگي ولگېدې ،په لېدوئې ډيرخوښ سوم چي دوي راغلي وه . په همدې ورځ په تفريح کي له دوي سره ترستړې مسې وروسته دوي ماته ښاغلی زرملوال صاحب اوډاکتر هاشميان دآيينۀ افغانستان مجلې مسول مديرراوپيژاندل اوزه ئي هغوي ته معرفي کړم . زه ددوي په ليدو او معرفي کېدوباندي دومره خوښ سوم چي تراوسه ئي دقلم په مټ نسم منعکسولاي .

ددې غونډي په ورستۍ ورځ ماذديگرموږ اودوي رخصت سره واخيست که څه هم عبدالله احسان دلراوبر ويب پاڼې مسول ماته بلنه راکړه اوراته وئې ويل چي دوي يې ميلمانه دي بايد ورسره ولاړسم خو ما دسفر پروگرام بل ډول سنجولی ووبايد هغه مي پلی کړی واي.زه دخپل دوست ډاکتر ظفر لرغون صاحب سره ولاړم ترڅو دهغو افغان کورنيو خبرواخلم کوم چي ماپه پلان کي نيولي وه.دشپې يولس بجې وې چي عبدالله احسان تليفون راته وکړ ترستړې مشي وروسته ئي راته وويل چي زرملول صاحب اوډاکتر صاحب هاشميان وايي غمخورخو وويل زه درځم هغه څه سو؟

موږ ورته وويل چي هغه بل ښارته ولاړ اوس ناوخته دی اوهغه ښارهم له امستردام څخه ليري پروت دي،خو زرملوال صاحب وايي نه وعده ئي کړې وه بايد راسي.داچي زماسره مي دوست مرسته کول اوهغه زه يوه اوبل کورته رسولم نوله هغه نه مي پوښتنه وکړه امستردام څومره له دې ځاي نه ليري پروت دي هغه وويل ديوه ساعت لارده که غواړې زه به دي تر ۱۲ بجوپوري ورورسوم خوپدې شرط چي ماله ځان سره ونه ساتی زه بيرته راځم . زه حيران پاته سوم له يوې خوانه غواړم زرملوال صاحب راباندي په قهر اورانه خفه سي اودبلې خوامي دخپل ملگري دادلاري تگ اوراتگ ته فکروکړ په چرت کي پاته سوم ،هغه بيا ږغ راباندي وکړ ،له دې دوستانوڅخه رخصت واخله دادي ودي ليدل ځه چي هغوي ته دې ورسوم .

تر يوه ساعت وروسته پر نيمه شپه داحسان جان کورته راغلوچي دوي ټول (زرملوال صاحب ،ډاکتر صاحب هاشميان ،ډاکتر فاروق اعظم ،حاجي احمد شاه اوډاکتر نثاراحمد صمد ) ناست اوپه خواږه مجلس اخته دي.ددوي سره په خبرو اوبحث کي دومره ډوب سولوچي دشپې تردريو بجو ناست وو.

کله چي متوجه سولو ناوخته دی دخوب تياری ومونيوله،دهريوه لپاره ځاي ترتيب سوی وو اوبيده سولو.سهاروختي موږ ټول زرملوال صاحب پداسي حال کي له خوبه راويښ کړو چي خپله درشي يې کړې وه اوځوان غوندي ولاړ وو اودډاکتر صاحب هاشميان سره ئي زياتي مسخرې کولې پر هغه ئي ږغ وکړ ،تاحالي خواب هستي؟تمامي روزرابه خواب تيرکردي .اوبيائي پرموږ ږغ وکړ تاسوچي ټوله ورځ په خوب تيروي دانورکارونه څه وخت کوي ،پورته سي سره غرمه ده .

بلې!

د((۹۰))کلن زرملوال صاحب لپاره چي دشپې پرڅلوربجو ايله ويده سوی وو، ځکه په ځايوکي موهم خبري سره کولې دسهار اته بجې سره غرمه وه ،داچي زرملوال صاحب څه وخت راکښېنستلی و موږ پوه نسوو.

زرملوال صاحب يو ډيرخوږ مجلسي اوټوکی سړۍ وو ،هغه ته ډيري تاريخي قصې تراوسه ورپياد وې اوپه زيرو زورئي کولي .

دهغه په مجلس اوخبرو څوک نه مړېده اوعلاقه یې پيداکول چي يوازي دهغه خبري واوري،دومره خوږې خبري کولي اوپه خبروکي يې هرومرويوه نيمه ټو که هم کول چي دسړی له خندا هغه دچاخبره پښتورگی چاودل .

هغه دسن په لحاظ ډيرمشرخوکرکټراودانډيوالانو سره ئي اړېکي ډيري ځوانې وې.هغه داسي ټوکې اوخوږ مجلس کوي ته به وايي شل کلن ځوان دي .

تر ټولومهمه اودقدروړخبره داده چي زرملوال دهيواد ځوان نسل سالمي تر بيې اوروزنې ته جدي پاملرنه کوي اوپدې لارکي دوالدينو،اړونده ادارو اوساز مانومسوليتونوته جدي گوته نسي،له بې احساسه ځوانانوڅخه ئې ډير بدراځي . زرملوال صاحب پدې باوردی چي هر افغان ته داوطن اوخپل ولس بايد گران وي ،هغه دهرډول توپير اوتفوق سره مخالف دی.زرملوال تل په خپلو خبروکي دايوه خبره کوي ((وطن دټولوگډکوردی په آبادی ئي ټول آباد اوپه خرابۍ ئې ټول خرابېږي. ))

دورځی په نيمايي کښي مودوي دکاناډاپه لورترهوايي ډگرپوري بدرگه کړل ، درخصت اخيستلوپه وخت کي ئي ماته خپل يوټوک کتاب ((پرافغانستان در پنج قرن اخير))کتاب باندي له نويوزياتونوسره دانتقادي مقالومجموعه اوڅو ليکنې ديادگارپه توگه راګړې اوراته وېې ويل دادومره ليکنې دي چي دروزگان خپرونې لپاره دي يوکال بس دي ،هغه وخت ما دروزگان مهالنۍ هم چلوله . دپورته يادسوی کتاب په هکله ئي دروان کال دمارچ دمياشتي پر ۱۴مه دشپې په تليفوني خبروکي راته وويل.زه په هندوستان کي وم چي افغانستان درپنج قرن اخير دمير محمد صديق فرهنگ ليکلنه چي احسان اله مايار چاپ کړی وو يوجلد ئې سيدمحمد ميوند ته هندوستان ته راولېږلی وو.يوه ورځ زه دهغه کورته ولاړم چي دچايوپر ميزئي داکتاب پروت و،ماهغه دلوستلولپاره دهغه نه واخيست کله چي مي ولوست نويوه انتقادي مقاله مي پر وليکله اوهغه مقاله دلومړي ځل لپاره په مجاهد ولس کي خپره سول.بيانوروهم مقالې پر وليکلې اومادا ټولي ليکنې راټولي اوکتاب مي تري جوړ اوچاپ کړ .

دزرملوال صاحب سره دهغې شپې خوږه خاطره اودهغه درنې اوښوونيزي خبري به مي هيڅکله هم هيري نسي .

همدا اوس هم چي له کومي ستونزي اوسوال سره مخامخ سم دهغه نيکي مشورې چې هغه وخت به مې په تليفون کي پوښتنه ورنه کول راپيادسي، دهغه سره دزړه خواله دانسان روح ارامول بې کچي مهربان اوخواخوږی احساس لرونکۍ مشر وو .

ځاي به یې دافغان فرهنگی اوسياسي جونگړه کې ترډېره خالی وي.

روح دې ښاد اوياددې ابدي وي .

You have no rights to post comments

جغرافیایی تاریخی لوگر

Logar Hitori.png 200نویسنده:
پوهندوی استاد شاه محمود محمود

شهید قومندان نصرالله حسین خیل

43 دعا از قرآن و 79 دعا از سنت

مرحوم الحاج مولوی عبدالله فیض الباری

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی

sepasalar ghulam haider khan charkhi as

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی


خلص سوانح غازی سپه سالار غلام حیدر خان

نایب سالار(جنرال)غوث الدین خان لوگری

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

abdul malek khan abdurahzai s

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

معرفی عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

شهید پوهاند استاد محمد جان احمدزی

غلام نبی خان چرخی

شهید داکتر محمد ولی ناصری

مرحوم الحاج دگروال عبدالجلیل میرباز

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

Ziakhel Madrassa 1 200

بنیاد خیریه پیمان

الحاج محمد اکبر ستانکزی نماینده لوگر

Mohammad Akbar Stanekzai 200الحاج محمد اکبر ستانکزی
نماینده منتخب لوگر

بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی

شهید الحاج داکتر اسدالله همتیار

بیوگرافی مختصر مرحوم پوهاند دوکتورعبدالواسع سلطانی

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

د لوګرد پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

logar pohani reasat 200aد لوګر د پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

داكتر محمداشرف غنی احمدزَی

زيار مدني ټولنې په لوګر کې

zeyaar s

د لوګر مدنی ټولنه / جامعه مدنی لوگر

آموزش حج وعمره همراه با عکس

آثار بودايي پيش از اسلام در ولايت لوگر

د زرغون ښار د هلکانو لیسه

زرغون شهر بستررنگین ولایت لوگر

معرفی قریه زرغون شهر ولایت لوگر

بند آب سرخاب ولایت لوگر

وب سایت حقیقت

مرکز اسلامی افغانها در سویدن

کمپیوتر سرویس

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 Part 1 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

لوګر له باب الجهاده تر باب الفساده

هشت ثور روز پیروزی ملت مجاهد افغانستان

هفت ثور 1357؛ از سیاه ترین و دردناکترین روزها در تاریخ افغانستان

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.logar.nu ولایت لوگر

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.logar.nu All Rights Reserved.