Home خانه
د لوګر ولایت پېژندنه
د لوګر ولایت پېژندنه
لوګر ولایت د هېواد له مهمو، لرغونو او تاریخي ولایتونو څخه دی، چې د شمالي عرضالبلد په ۳۳ درجې او ۶۰ دقیقو او د ختیځ طولالبلد په ۶۹ درجې او ۸۸ دقیقو کې موقعیت لري او د افغانستان له مرکزي ولایتونو څخه شمېرل کېږي.
د لوګر ولایت مرکز (پلعلم ښار) د کابل ښار په جنوب کې د کابل–گردېز د عمومي لویې لارې پر غاړه، شاوخوا ۶۰ کیلومتره لرې پروت دی. دا ولایت له شماله له کابل، له جنوبه له پکتیا، له ختیځه له پکتیا (یوه برخه قبایلي سیمه پاړهچنار) او د ننګرهار ولایت له حصارک ولسوالۍ، او له لوېدیځه له میدان وردګ او غزني ولایتونو سره ګډه پوله لري.
لوګر تر ۱۳۴۳ لمریز کال پورې د کابل ولایت برخه وه، خو له همدې کال وروسته له کابل څخه جلا او د یوه خپلواک اداري واحد په توګه وپېژندل شو. د لوګر اوسېدونکي له پښتنو، تاجکانو او هزاره قومونو څخه دي. تر تېرو څلورو لسیزو پورې د برکي برک ولسوالۍ په برکي راجان سیمه کې د هندو کورنیو محدود شمېر هم اوسېده. د دې ولایت ډېری خلک په پښتو او دري ژبو خبرې کوي، او سربېره پر دې یو شمېر اوسېدونکي په اورمړي، زرګري او سنگتویي ژبو هم خبرې کوي.
د لوګر ولایت مساحت ۴۵۶۸ مربع کیلومتره دی، او د ۱۴۰۰ لمریز کال د سرشمېرنې له مخې یې نفوس شاوخوا ۴۳۴،۳۷۴ تنه (نارینه او ښځې) اټکل شوی دی. د دې ولایت اقلیم په اوړي کې ګرم او په ژمي کې تر منفي ۳۵ درجو پورې سوړ وي، او له سمندر څخه شاوخوا ۲۰۰۰ متره لوړوالی لري.
ولسوالۍ:
لوګر ولایت له مرکز سره یو ځای ۷ اداري واحدونه لري. مرکز یې پلعلم ښار دی، او ولسوالۍ یې محمدآغه، برکي برک، چرخ، ازره، خوشي او خروار دي.
د اوبو بندونه:
لوګر ولایت درې مشهور د اوبو بندونه لري، چې د سرخآب بند، د خروار بند او د خوشي د آبتک بند په نومونو یادېږي. د دغو بندونو اساسي رغونه به د کرنیزو ځمکو د لا ډېرې خړوبولو لامل شي. همدارنګه د مرحوم سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال د لوګر د پرمختیايي پلان له مخې د لوګر سیند پر سر، د وردګ د تنګي په دوهآب سیمه کې د «کړومبي بند» په نوم د یوه اوبهګرځوونکي بند د جوړېدو طرحه موجوده وه، خو تر اوسه نه ده عملي شوې. برسېره پر دې، د لوګر عمومي سیند ترڅنګ د «درې اوبو (سياو)» په نوم یو بل سیند هم شته، چې د چرخ او خروار له غرونو سرچینه اخلي او د بابري او دهمغلان په سیمو کې له لوګر سیند سره یوځای کېږي. په دې ولایت کې نورې اوبیزې سرچینې هم شته.
فرهنګ:
په لوګر ولایت کې فرهنګي هڅې له پخوا راهیسې د میاشتنۍ، اوونیزې او کلنۍ خپرونو له لارې په رسمي ډول پیل شوې دي. د لوګر د تاریخي مخینې له مخې، په دې ولایت کې سلګونه عارفان، شاعران او لیکوالان تېر شوي، چې له نېکه مرغه اوس هم سلګونه تنه یې ژوندی دي.
همدارنګه په لوګر کې ګڼې ادبي او فرهنګي ټولنې جوړې شوې دي، او ډېر فرهنګیان ادبي ناستې لري او یا د نوو شاعرانو او لیکوالانو د اثارو د چاپ زمینه برابروي. د سنجد ګل دودیزه مېله او مشاعره هر کال په دې ولایت کې لمانځل کېږي. برسېره پر دې، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست عامه کتابتون، د لوګر پوهنتون کتابتون، او د برکي برک، محمدآغه او چرخ ولسوالیو کې درې نور کتابتونونه فعال دي. سربېره پر دې، په ښوونځیو کې هم کوچني کتابتونونه شته، چې خلک ترې ګټه اخیستلای شي.
په لوګر ولایت کې د ښوونځیو ترڅنګ پوهنتون هم شته، چې د ښوونې او روزنې، جیولوجي او کانونو، کرنې او شرعیاتو پوهنځي لري. همدارنګه دارالعلومونه، دارالحفاظونه، دیني مدرسې، تخنیکي او مسلکي لیسې، دارالمعلمینونه، حمایوي مرکزونه، انسټیټیوټونه او بېلابېل کورسونه، په ځانګړي ډول د ښکلي خطاطۍ کورسونه فعال دي، چې زرګونه زدهکوونکي پکې زدهکړه کوي. همدارنګه د «حسان ډیجیټل اسلامي سټوډیو» په نوم یو سټوډیو هم شته.
د یادونې وړ ده چې د لوګر د جمعې بازار د هېواد له مشهورو بازارونو څخه دی، چې د نورو ولایتونو خلک هم د جمعې په ورځ د موټرو د پېر او پلور لپاره ورته راځي.
لوګر ولایت د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې رغنده رول لوبولی دی. دا ولایت لرغونی فرهنګ لري او له تاریخي پلوه د افغانستان له مهمو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، ځکه پکې بودایي او زردشتي مرکزونه، د آریایانو او کوشانیانو لرغوني آثار، او د اسلامي دورې تاریخي پاتې شوني موجود دي.
کانونه:
لوګر ولایت د معدني موادو له پلوه ډېر بډای دی. دلته د کرومایټ، نفرایت، جست، سرب، مګنیزایت، د سرشوي خټه، تالک، د کاشۍ خټه او نور کانونه شته. تر ټولو مشهور یې د مسو کان دی، چې د نړۍ په کچه دوهم مقام لري او په همدې ولایت کې موقعیت لري.
مشهورو شخصیتونو:
لوګر ولایت د خپلو افتخاراتو ترڅنګ، له پخوا تر اوسه پورې ګڼ علمي، جهادي، سیاسي او ټولنیز شخصیتونه روزلي دي او د هېواد د علم، هنر او ادب له مهمو مرکزونو څخه ګرځېدلی، چې د دوی نومونه د تاریخ په زرینو کرښو کې ثبت دي.
رسنۍ:
په لوګر ولایت کې د یوې دولتي چاپي رسنۍ (میاشتنۍ لوګر) ترڅنګ، ملي راډیو ټلویزیون لوګر، راډیو البدر، او څلور خصوصي غږیزې رسنۍ د راډیو زینت، راډیو پیوند ملي، راډیو مهال او راډیو اتحاد په نومونو فعالیت لري.
معارف:
په تېرو څو کلونو کې د معارف بهیر په لوګر ولایت کې د پام وړ وده کړې ده. دا مهال په دې ولایت کې شاوخوا ۲۷۵ ښوونځي شته، چې له دې جملې ۷۶ لیسې، ۷۸ متوسطه او ۱۲۱ ابتدايي ښوونځي دي. اوس مهال په دغو ښوونځیو کې ۱۴۸،۲۴۸ زدهکوونکي زدهکړه کوي، چې ۱۰۲،۵۸۶ یې هلکان او ۴۵،۶۶۲ یې نجونې دي. سربېره پر ښوونځیو، په دې ولایت کې ۲۷ دیني مرکزونه هم شته، چې له دې جملې ۲ دارالعلومونه، ۳ دارالحفاظونه او ۲۲ دیني مدرسې دي. همدارنګه ۵ دولتي او ۲ شخصي انسټیټیوټونه، ۷ تخنیکي او مسلکي لیسې او ۲۴ شخصي ښوونځي هم فعالیت لري.
کرنه:
لوګر ولایت له کرنیزو ولایتونو څخه دی، او د دې ولایت د خلکو شاوخوا ۸۰ سلنه اقتصاد پر کرنه ولاړ دی. خلک خپل د ژوند اړتیاوې له اوبو لرونکو او للمي ځمکو پوره کوي. کروندګر هر کال زرګونه ټنه کرنیز محصولات لکه غلې دانې، سبزيجات او مېوې راټولوي. په دغو محصولاتو کې غنم، جواري، وربشې، وريجې، ماش، لوبیا او نخود شامل دي. همدارنګه سبزيجات لکه کچالو، شلغم، مولۍ، مرچ، پیاز، ګندنه، زردک، نعناع، بامیه، بادرنګ، ګشنیز، کدو، بانجان رومي او تور بانجان هم کرل کېږي. د مېوو له ډلې انګور، مڼه، زردالو، شفتالو، ګیلاس، الو بخارا، ناک، بهي، تربوز، توت او وچې مېوې لکه بادام، چهارمغز، جلغوزه، سنجد او نور شامل دي. سربېره پر دې، غیر مېوهلرونکې ونې لکه چنار، سفیدار، بید، پنجهچنار، شنګ او ګز هم په زیاته کچه شته، چې د کورونو د پوښښ او د نجارۍ په صنعت کې ترې ګټه اخیستل کېږي.
ورزش:
لوګر ولایت د ورزش په برخه کې هم د پام وړ لاستهراوړنې لري او ډېر ورزشکاران یې روزلي دي. د بېلګې په توګه، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ډېری لوبغاړي د لوګر ځوانان دي. له پخوا راهیسې دودیزې لوبې لکه پهلواني، دوش، توپدنده او د ډبرو غورځول هم دود لري. سربېره پر دې، فوټبال، والیبال، باسکټبال، تکواندو، ووشو، کانګفو او بوکس هم په دې ولایت کې رواج لري او ډېر مینهوال لري. همدارنګه په لوګر ولایت کې یو د فوټبال سټډیوم، څو جمنازیومونه او یو د کرکټ میدان هم جوړ شوی دی.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























