Home خانه
ملي قائد حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله!
ملي قائد حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله!
حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د شاعالم خان زوی چې په 1084 ھ سپوږمیز ـ 1673 زېږدیز کال کښې زېږېدلی وو.
د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله پلار شاعالم خان [ښاعالم خان] د اوسني زابل ولایت د سوری اولسوالۍ کره اوسېدونکی او پخپل مهال کښې د هوتکو د ټبر یو هوښیار نومیالی او مخور مشر وو.
د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله مور بي بي نازو آنا د د اوسني زابل ولایت د توخیو د ارغنداب کره اوسېدونکې او د توخیو د ټبر د نومیالي مشر سلطان ملخي توخي لور وه.
حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله په زلمیتوب کښې د هغه مهال مروجه علوم ولوستل او له زدکړو وروسته په تجارت بوخت شو او د تجارت کولو پر مهال يې د ابدالیانو ټبر دهغه مهال د مشر جعفر خان سدوزي له لور خانزادۍ سره نکاح وکړه، جعفر خان سدوزی د پوپلزیو پرګنې د سدوزیو له څانګې څخه وو او د اوسني کندهار ولایت د معروف اولسوالۍ کره اوسېدونکی وو.
د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله تجارت دومره پراخ شو چې د هندوستان او افغانستان ترمنځ به یې لوی لوی کاروانونه لیږل او رالیږل، د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د تجارت کولو ترڅنګ د افغانانو سیاسي ژوند ته پام واوښت او دا اند وسره وټوکېدی چې افغانان باید له افغانانو رغول شوی په افغاني دود ولاړ او د افغانانو له هیلو او غوښتنو سره سم یو یوموټی ځواکمن مرکزي ملي او خپلواك حکومت نظام او هیواد ولري، حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د تجارت ترڅنګ د افغانانو یووالي او سیاسي ويښتابه ته هم مټي را ونغاړل، کله چې صفوي شاه حسین په 1106 ھ سپوږمیز کال کښې د ایران پاچا شو نو ګورګین چې په خټه ګورجی وو او نوی مسلمان شوی وو کندهار ته دخپل حکومت د استازی په توګه را ولېږه، ګورګین چې ډېر ظالم او بې رحمه سړی وو نو له راتګ سره سم يې پر افغانانو ظلمونه پیل کړه، هیڅ څوک نه وو چی د بېګنا افغانانو مظلومیت او د ګرګین وحشت ته ځواب ووايي، ګرګین د افغانانو د تلپاتي او لا غلام کېدو په موخه د افغان پرګنو او ټبرونو د مشرانو په وژلو پیل وکړ چې ډېر افغان مشران یې په بیلابیلو درواغجو تورونو ووژل، د افغانانو د امید سترګي یواځي او یواځي حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله ته شوې، هغه وو چې د هرې افغان سیمې پرګنې او ټبر ملایانو او سپین ږېرو له حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله څخه غوښتنه وکړه ترڅو د افغانانو د یو افغان مشر په توګه د افغانانو سره د ناحقه روان ظلم مخنیوی وکړي او پر افغان خاوره د ایران یرغلګر او وحشي ظالم حکومت وپوښتي چې ولي او تر کومه؟
حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د افغان ملت او هیواد چوپړ له تجارت او هرڅه ښه وګڼی او د افغانانو دا غوښتنه يې ومنله چې د افغانانو د خپلواکۍ او مذهب د دښمنانو په وړاندي ودرېږي، حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله تجارت پرېښود او ټولو پرګنو او ټبرونو ته یې د تربګنۍ او خپلمنځي ستونزو لمنځه وړلو لارښودنه وکړه او پدې هڅه کښې شو چې څنګه ګورګین ته ځان نژدې کړې او ګورګین ته په نژدې کېدو سره د اصفهان له دربار او پاچا سره اړیکي ټینګي کړي او د ګرګین او پاچا ترمنځ په بې باورۍ رامنځته کولو سره ګورګین له واکه وغورځوي او دی يې ځایناستی شي، حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله په لږه موده کښې دخپلې ځیرکتیا او وړتیا له مخي ځان ګرګین ته نژدې کړ او د ګرګین له راشه درشه انډیوالانو څخه شو، ګرګین څه موده وروسته د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله په موخه پوه شو او پدې هڅه کښې شو چې څنګه کوالای شي چې د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله ژوند ته د پای ټکی کښېږدي، ګورګین د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله په اړه د اصفهان دربار ته ولیکل چې د میرویس خان په نوم سړی افغان قبائل د حکومت په ضد پاڅون ته هڅوي او غواړي نور د قبائلو له سیمې د اصفهان د حکومت ټغر ټول کړي او زه نوموړی درلیږم ترڅو هلته يې بندخونې ته واچوئ.
ګورګین حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله ته وویل چې د اصفهان دربار غوښتی یې ترڅو د قبائلو د یو مشر په توګه ستا سره لیدنه وکړي او د وضعیت د لا ښه کېدو په موخه ستا سپارښتني واوري او عملي یې کړي.
حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د اصفهان دربار ته لاړی او له ځان سره یې بیلابیلي ارزښتناکه ډالۍ یووړې چې دا ډالۍ يې د دربار مخورو ته ورکړې، د دربار مخور چې اکثریت یې رشوت خوړونکي او ځیني یې وجدان لرونکي د دربار له کړنو ناخوښ وو د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د ډالیو او شخصیت تر اغیز لاندي راغلل او پاچا ته یې وړاندي د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله تر لیدنې د ګرګین راپور غلط وګڼی او حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله یې دربار ته یو ډېر مخلص او د افغانانو په نبض پوه د افغانانو امین مشر ور وپېژندی، د اصفهان پاچا د ګرګین د راپور برعکس د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله ډېر درناوی وکړ او ورته ويې ویل چې ته له دې ورسته د اصفهان د دربار له اړخه د ګرګین په دربار کښې د افغانانو د مشر په توګه وګمارل شوې، حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د اصفهان د پاچا څخه د مننې ترڅنګ دا غوښتنه وکړه ترڅو بیت الله ته د تګ اجازه ورکړي او له حج کولو وروسته به پخپلې دندې پیل وکړي، پاچا د حج کولو اجازه ورکړه، حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د حج کولو پر مهال د مکې معظمې او مدینې منورې دیني علماوو ته دخپل افغان ملت اسارت او د ایران سیاسي او مذهبي استبداد بیان کړ او حللاره یې ورڅخه وغوښته؟ د مکې معظمې او مدینې منورې دیني علماوو په غوڅ اکثریت یوه لیکلې فتوا له لاسلیکونو سره ورکړه چې د ایراني یرغلګرو ځواکونو او ایران ته له ژمنو خلکو سره دي افغانان جهاد وکړي او له ایرانیانو او ایران پلوو سره جهاد پر افغانو فرض دی.
حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله له حج ادا کولو وروسته فتوا له ځان سره پټه را واخیستله او بیرته د اصفهان دربار ته ولاړی، پاچا له حج څخه د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د راتلو تود هرکلی وکړ او له څو شپو تېرولو وروسته یې کندهار ته د ستنېدو اجازه سره له هغه فرمان ورکړه چې د اصفهان د دربار له اړخه د ګرګین په دربار کښې حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د افغانانو د ټبرونو استازی او مشاور ټاکل شوی وو.
حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله کندهار ته راستون شو، د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله په را ستنېدو او ورسره د اصفهان د دربار په فرمان ګرګین لا وارخطا شو، ګرګین پوهېدی چې حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله ترهغو په قرار نه کښېني ترڅو چې ایران ته له وفادارو ملیشو او حکمرانانو د افغانانو غچ وانخلي او د افغانانو پر اراده ولاړ یو افغان خپلواك حکومت رامنځته نکړي.
له هرې سیمې افغانان د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله لیدو ته راتلل او له یون څخه د را ستنېدو ترڅنګ يې د حج نېکمرغې ورته وئیله، حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله هم د موقع څخه په ګټه اخیستنې افغانانو ته د حرمینو د امامانو فتوا ورښکاره کړه او ګړده یې د ایراني حاکمیت په وړاندي جګړې کولو او خپلواکۍ ګټلو ته را وبلل.
ګرګین په دې هڅه کښې شو چې څنګه حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله ته یوه بهانه جوړه کړي ترڅو له تېغ یې تېر کړي، ګرګین له خپلو ملګرو سره تر ډیرو مشورو کولو وروسته حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله ته وړاندیز وکړ ترڅو خپله لور د ګرګین زوی ته په نکاح ورکړي، ګورګین پوهېدی چې حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله دا خپلوې نه کوي او که یې کوي هم نو نور افغانان یې نه ورسره مني او که دا خپلوي وکړي نو افغانان به مخ ورڅخه واړوي او حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله به یواځې پاتي شي، حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله له ګورګین څخه غوښتنه وکړه چې د غوّر او مشورې کولو لپاره مهال ورکړي؟ ګورګین ورسره ومنله، حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د جرګې په څېر د افغانانو مخور را غوڼد کړل او د ګورګین وړاندیز یې د حرمینو له فتوا سره ورته ووایه؟ مشرانو پرېکړه و کړه چې اوس لا جګړې کولو او خپلواکۍ اخیستلو ته بشپړه چمتووالی نلري نو د اوس لپاره به یوه بله ښځه چې ښایسته وینځه وي د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د لور په نوم د ګرګین زوی ته په نکاح کوي او ددې جرګې ګړده غړي به دا راز پټ ساتي.
د جرګې له پرېکړې سره سم د ګرګین د زوی واده وشو او حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله پدې کار سره د ګرګین دربار او کور ته لا ډيره او پیاوړې لار وموندله.
حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د ګرګین د دربار او ځواك له ارزونې وروسته د ملي پاڅون کولو په موخه په پټه د شپې دویمه جرګه را وغوښتله؟ جرګې پرېکړه وکړه چې لمړی به د شالکوټ او د شالکوټ د شاوخوا سیمو بلوڅان ترینان کاسیان بړیڅان او کاکړان ددې ملي پاڅون بنسټ داسي ږدي چې د ګرګین په مشرۍ صفوي حکومت ته د مالیې ور کولو څخه به ډډه وکړي، ددغو ټبرونو پدې کړنه سره به ګرګین وخښمیږي او له کندهار ښار څخه به پخپله ددوي د ځپلو په موخه ووځي، کله چې ګورګین له ښار څخه ووځي نو د شالکوټ اولسونه به ګورګین او ملګري یې له منځه وړي او د ښار او شاوخوا سیمو اولسونه به د وردګو غزني، لویې پکتیا او وزیرستان د اولسونو سره د ښار او شاوخوا سیمو پر صفوي لښکرو برید پیل کوي ترڅو صفوي لښکري لمنځه لاړي شي او خپلواکې لاسته راوړل شي.
د شالکوټ [ توبې، کوږک، کاکړستان، ګلستان، کوټې، بلوڅستان...] او دې سیمو ته څېرمه ټبرونو د جرګې پرېکړه عملي کړه او ګورګینخیلو ته له مالیې ورکولو څخه یې ډډه وکړه.
ګورګین له خپل شپږ زره کسیږ لښکر سره پر ژوب شالکوټ او بلوچستان برید کولو ته چمتو شو او له حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله څخه یې هم وغوښتل چې د شا لخوا دده او لښکریانو په مرستې پسې ورشي، حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله هم د اووه زرو افغان ملا تړلو نګیالیو زلمیانو سره د ګرګین په څار پسې شو، پر ګرګین موخې ته له رسېدو وړاندي شپه راغله، د شپې د شالکوټ د بلوڅانو ترینانو کاسیانو بړیڅانو کاکړانو او نورو ټبرونو پر خپلواکۍ مَیَن غازي زلمیانو د ګرګین پر لښکرو د مخ له اړخه او حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د شا له اړخه برید وکړ، ګرګین له خپل ګړده لښکر سره پوپنا شو.
حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د ګرګین جامې واغوستلې او ملي ځواکونو ته یې د ګرګین د لښکرو جامې واغوستلې ترڅو ښار ته په رسېدو سره صفوي لښکري د ګورګین ګومان پرې وکړي او د ښار ورونه ورته پرانیزي.
سهار د اذان پر مهال افغانان د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله په مشرۍ د کندهار ښار ورونو ته ورسېدل، په ښار کښې پاتي صفوي لښکرو د ښار ورونه ورته پرانیستل او افغان ځواکونه په ښار ننوتل او په ښار کښې د الله اکبر په ملکوتي غږونو پر صفوي لښکرو د افغانانو بریدونه پیل شول، د جرګې له پرېکړې سره سم ښار ته څېرمه او شاوخوا سیمو د پرګنو او ټبرونو توریالي هم چمتو ناست ول او د تکبیر په اورېدلو سره هغوي هم پر ښار ورغلل او د صفوي ظالمانو په لښکرو یې ناتار ګډ کړ.
ګهیځ ته په ګړده ښار کښې د خپلواکۍ نغاره ووهل شوه او کندهار ښار د صفوي لښکرو له شتون څخه سپیڅلی او د افغانانو د خپلواکۍ پلازمینه شوه.
د ګرګین په مشرۍ د ایران د اشغالګرو او نیواکګرو ځواکونو له پوپنا کېدو وروسته حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله په کندهار کښې دریمه او لویه جرګه را وبلـلـه ترڅو افغانان خپل د حکومت او نظام څرنګوالی برخلیك او مشر وټاکي، د جرګې ګډونوال چې د اوسنۍ خیبر پښتونخوا، وزیرستان، بلوڅستان او اوسني افغانستان له جلال آباد لغمان کابل وردګ غزنی څخه تر فراه او نیمروز پوري مخور او مشران ول په غوڅ اکثریت یې حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله خپل د اولسونو حکومت او نظام مشر وټاکی خو حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله له هر ډول مشرۍ کولو څخه ډډه وکړه او ويې ویل:«زه د یو عادي افغان په توګه غواړم د افغانانو په خپلواك هیواد کښې د یو خپلواك افغان حکومت تر سیوری لاندي ژوند وکړم، زمونږ د ملت خاورې او مذهب له دښمنانو ایرانیانو سره زمونږ جګړه زمونږ دیني او ملي فریضه او في سبیل الله جهاد وو، الحمدلله د پردیو د ظلم او ناروا کمبله ټوله شوه، مونږ اوس هر اړخېز خپلواك او مسلمان ملت یو، دا خپلواکې مو له سلګونو کلونو وروسته د بېشمېره شهیدانو په قربانۍ لاسته راوړې ده، خپلواکې زمونږ هرڅه دي، الله ﷻ ته دعاء کوم او تاسي ته لارښودنه کوم چې خپلواکې مو تلپاتې واوسې، زه هیڅ مشرې نه غواړم او نه یې کوم».
د مشرانو له پرلپسې ټینګار سره سره حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله اړ شو ترڅو ځان واکمن یا پاچا اعلان کړي، حکومت او نظام رامنځته شو او د حکومت ګړدو ملکي او نظامي مشرانو د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله له اجازې ماسیوا هیڅ اجراآت نه کول او ګړده چاري د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله په لارښودنه مخته تللې.
جونا هنوي چې د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د خپلواکۍ د ملي پاڅون او بدلون پرمهال یې ژوند کاوه لیکي:«حاجي میرویس خان پاچاهي اعلان کړه او فرمان یې صادر کړ ترڅو په نوم یې سکه ووهل شي».
او په 1947 زېږدیز کال کښې خلیل الله خلیلي لیکلي دي چې د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله پر سکه دغه بیت لیکلی وو!
سکه زد بر درهم دارالقرار قندهار
خان عادل شاه عالم میرویس نامدار.
حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د افغانانو د هر اړخېزه بشپړه خپلواکۍ توغ اوچت کړ او له سلګونو کلونو وروسته یې یوځل بیا له افغانانو جوړ د افغانانو د خپلواك حکومت او نظام بنسټ کښېښود.
د ایران پاچا شاه حسین صفوي له 1709 ز کال څخه تر 1710 ز کال پوري بشپړه یو کال پرلپسې خپل استازي حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله ته څوڅو ځلي راولېږل ترڅو د هر ډَوَل مالي او سیاسي امتیازاتو په وړاندي کولو سره کندهار د اصفهان د دربار فرمانونو منلو ته وسپاري او کندهار د ایران د سیاسي حاکمیت برخه شي خو حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د اصفهان د دربار ټول وړاندیزونه رد کړل او ایراني استازو ته یې سپارښتنه وکړه چې د ایران او افغان دواړو ملتونو د خير لپاره باید د اصفهان دربار کندهار د افغان سیمو د خپلواك حکومت د پلازمینې په توګه ومنې او د دوو ګاونډیو ملتونو او هیوادونو په څېر اړيکي وسره ورغوي او وپالي.
د اصفهان دربار او شاه حسین صفوي چې کله د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د خپلواکۍ له غوڅ دریځ سره مخ شول او نور یې دا تمه وخته چې حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله او کندهار به ددوي اطاعت کوي نو د ګرګین د وراره کیخسرو ګرجي په مشرۍ یې 30000 دهغه مهال سمبال او پیاوړي ځواکونه کندهار ته راولېږل ترڅو د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله په مشرۍ د افغانانو نوی رامنځته شوی خپلواك حکومت لمنځه یوسي او کندهار بېرته د ایراني خاورې او حاکمیت برخه وګرځوي.
کیخسرو ګرجي پر کندهار برید وکړ او کندهار ښار يې محاصره کړ، نوموړې محاصره نژدې یو کال وغزېدله چې په پایله کښې يې افغانان د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله په مشرۍ بریالي شول، له 2300 ډېر ایراني یرغلګر ووژل شول او کیخسرو ګرجي له نژدې 700 یرغلګرو سره بېرته اصفهان ته وتښتېدی.
د کیخسرو له تېښتېدلو وروسته د اصفهان پاچا شاه حسین صفوي د کندهار د پخواني ایرانپال حاکم محمدزمان په مشرۍ یرغلګر ځواکونه کندهار ته راولېږل خو له نېکمرغه چې محمدزمان له خپل لښکر سره یوځای د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د ملي ځواکونو منګولو ته ولوېدی او د افغانانو لخوا د لښکر سره یوځای د مړېنې کندې ته ولوېدی.
د اصفهان درباریانو او شاه حسین صفوي چې د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله لخوا له پرلپسې ماتې خوړلو وروسته د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله په مشرۍ د افغانانو د تورې شړنګ او نه تسلیمېدونکی د خپلواکۍ کلك هوډ او دریځ ولیدی نو حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله ته يې د پخلاینې [سولې] وړاندیز وکړ.
حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله له ایرانیانو او په ځانګړې توګه د اصفهان له یرغلګر او اشغالګر دربار او شاه حسین صفوي سره روغه جوړه کول په دغو دریو شرطونو ومنله
1 د افغانانو په مشرۍ د کندهار حکومت به د تل لپاره له ماليې ورکولو څخه بخښل کیږي؟
2 ایراني ځواکونه دي د کندهار حکومت له پولو لیري کړل شي؟
3 د کندهار حکومت ګړده ملکي او نظامي کارکوونکي به د کندهار د حکومت [حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله] فرمان منونکي او تابع وي؟
پورتني درې شرطونه چې اصلاً په کندهار کښې د افغانانو د خپلواك حکومت د رسمیت پېژندلو په معنٰی ول د ایرانیانو لخوا هيڅ ډَوَل ځواب ورنه کړل شو او همداسي له کندهار څخه د افغان ملت د سیاسي او مذهبي جابر دښمن ایران لاسونه وایستل شول.
حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله په 1119 ھ سپوږمیز ـ 1709 زېږدیز کال کښې له ایرانیانو څخه هر اړخېزه خپلواکې واخیستله او د اوسني کندهار ولایت د مرکزي ښار په سویل کښې یې د افغانانو د یو خپلواك ملت د هیواد حکومت او نظام بنسټ کښېښود.
حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د خپل مهال متقي، ځېرک، پیاوړی، ننګیالی، توریالی، نومیالی، حنفي مذهبه جید عالم او د افغانانو ریښتینی مشر وو، افغانانو د خپل ملي مشر او معنوي نیکه ترڅنګ نوموړي ته دخپل هغه مهال د ستر مذهبې دیني او روحاني مشر په سترګه هم کتل.
افغانانو څو ځلي د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله په مشرۍ د خپل مذهبي او هیوادني دښمن ایران د ناڅاپي او لویو لویو یرغلونو سره په بشپړه ایمان او افغاني غرور جګړې وکړې او هر ځل د الله رب العٰلمین ﷻ په مرسته او د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله په مدبرانه لارښودنو بریا او سوبه د افغانانو وه.
حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د خپل ملت تر نژدې 8 کلونو مشرۍ کولو وروسته د 1127 سپوږمیز کال د ذالحجې میاشتې په 28 نېټه په کندهار کښې له دې نیمګړې نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پوټي کړې او د کندهار ښار د کوکران په سیمه کښې خاورو ته وسپارل شو.
اِنّاللهِ وَاِنّااِلَیهِ راجِعُون.
حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله دوه زامن او یوه لور درلودل لکه محمود خان چې د پلار د وفات پر مهال 17 کلن وو چې بیا وروسته یې اصفهان فتح کړ او په شاه محمود هوتکي وپېژندل شو، حسین خان د پلار د وفات پر مهال 14 کلن وو چې د شاه محمود هوتک او شاه اشرف افغان د واکمنۍ پر مهال د کندهار والي وو او د شاه اشرف افغان تر سقوط وروسته یې ځان په کندهار کښې واکمن اعلان کړ او په شاه حسین هوتک وپېژندل شو، بي بي زینب چې د یوې پیاوړې عالِمې ترڅنګ د پښتو ژبې یوه پیاوړې ادیبه او شاعره هم وه.
کله چې د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د زکندن شېبې وې نو دا مهال د افغان ټبرونو او پرګنو مخور او ټول حکومتي چارواکي هم ناست ول، حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د وصیت په توګه نوموړو مشرانو ته وویل:« خپل هر رګ او پله پیاوړي کړئ (یعني خپل ملي یووالی لا پیاوړی کړئ او خپلمنځي اختلاف مه پرېږدئ، خپل د حکومت ټولي سیاسي اړيکي د ملي ګټو په رڼا کښې پیاوړي کړئ، د حکومت ټولي نظامي او ملکي ادارې ځواکمني کړئ).
هیڅکله د فارسیانو اطاعت مه کوئ (یعني د فارسیانو په وړاندي په هر حالت کښې د خپل ملت، خپلې خاورې او خپلواکۍ ساتنه وکړئ).
جګړه په مېړانه وکړئ (یعني د هر پردي ظالم یرغلګر اشغالګر او نیواکګر په وړاندي په مېړانه وجنګېږئ).
د دښمن له ډېروالي او ځواك څخه مه ډارېږئ، ځکه چې تاسي پر خپل رب ﷻ توکل کړی او يوموټی یاست، کله چې پر الله ﷻ توکل او یووالی وي نو زه ډاډه یم چې بریا ستاسي ده.
اصفهان فتح کړئ (یعني ایرانیان دېته مه پرېږدئ چې پر تاسي برید وکړي، تردې وړاندې چې هغوي پر تاسي بريد وکړي او جګړه ستاسي کور ته راوړي او ستاسي هیواد او عامه نظم ویجاړ کړي نو تاسي بريد پرې وکړئ او د هغوي کورته جګړه وروړئ، د هغوي هر شته داسي لمنځه یوسئ ترڅو بیا هیڅکله ستاسي لُورَی ته په خیرنو سترګو او سپك و نه ګوري)».
له وصیت وروسته حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د شهادت کلیمه وویله او لنډه ساه یې واخیستله، روح یې حق ته وسپاری.
د افغانانو د معنوي نیکه او ملي مشر حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله اروا دي ښاد وي او یادونه دې تلپاتي وي، تګلاره او کړنلاره دې ځلانده واوسي، آمین






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























