Home خانه
د یوه هزاره ورور یادښت !
د یوه هزاره ورور یادښت !
ژباړن مهیدي :
د دوو باوقاره قومونو ګډ درد!
د جمهوریت په وخت کې ما له اغلې انارکلي هنریار سره نږدې او له متقابل احترام لرونکی ډکه اړیکه لرله ؛ هغه چې د هېواد د هندو او سیک له ټولنې یوازینۍ غیرمسلمانه استازې وه او زه له هزاره لږکي، موږ سره له دې چې په بڼه او مذهب کې توپیر درلود، دوه ګډ دردونه مو لرل:
د تبعیض درد، او د دوهم درجه وګړي په توګه ژوند په هغه وطن کې چې باید د ټولو ګډ کور وای.
د افغانستان د هندو ــ سیک ټولنه، لکه د عبدالرحمن په دوره کې د موږ هزارهوو برخلیک، درې ځله له بېکوره کېدو، غصب او جبري کوچ سره مخ شوې ده:
۱. لومړی ځل له خپل پلرني ټاټوبي او کورونو څخه په خوست کې، د هغو خلکو په لاس چې انسانیت یې د مسلمانۍ په ترازو تللو.
۲. دوهم ځل د حبیبالله کلکاني ــ چې د بچه سقاو په نوم مشهور و ــ په وخت کې، چې د هېڅ قانون او اجازې پرته یې کورونه او شتمنۍ ترې واخیستل شوې.
۳. درېیم او ښايي تر ټولو تریخ ځل، د معاصرې «ډیموکراسۍ» په دوره کې، د قسیم فهیم په لاس چې ځان ته یې د احمد شاه مسعود او د شورا نظار د مکتب استازی باله.
د ۲۰۰۱م د سپتمبر له پېښې وروسته، چې د دوو برجونو د نړېدو په پایله کې مجاهدین بیا کابل ته ورسېدل، فهیم – د جمعیت اسلامي تکړه قوماندان – په کارته پروان کې د سوربیرسینګ په نوم د یوه ستر هندو ـ سیک تاجر ښکلی اپارتمان بې له کوم سند او قبالې غصب کړ.
هغه بېوسه تاجر یې وډاراوه چې تر یوې معینې نیټې باید کور پرېږدي، خو نه د کور کلي او نه قباله ورسره وړلای شي .
سوربیرسنگ د ضربالاجل له ختمېدو مخکې خپل ځان او کورنۍ خوندي ځای ته یووړل؛ او اپارتمان په بشپړ ډول د فهیم په واک کې لاړ.
خو یوې غصب شوې خونې دې قوماندان ته بسنه ونه کړه. لویه نقشه یې جوړه کړه:
ده د خپل شاوخوا د ټولو هندو او سیک اوسېدونکو مخ ته وویل:
«زما د امنیت لپاره باید ضمانت راکړئ چې هېڅ خطر راته نه جوړېږي؛ که نه، سیمه پرېږدئ، تر څو زه پر تاسو احسانمند پاتې نه شم.»
دغه د «امنیت» تر نامه لاندې چل د هغوی د کورونو د غصب نوې وسیله شوه. په همدې توګه فهیم – چې لا یې د «مارشال» لقب ته څو پړاوونه پاتې وو – یو په بل پسې د دې مظلومو څښلګرو کورونه خپل کړل.
د هندو – سیک د بېکوره کېدو کیسه یوازې د هغوی تاریخ نه دی؛ دا د افغانستان د ټولو لږکیو ګډ درد انځوروي:
د تبعیض درد، د بېوسۍ درد، د هویت، کور او هیلې د لوټلو درد.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























