Home خانه
د افغانانو څخه غلا سوی عالم او فلیسوف
د افغانانو څخه غلا سوی عالم او فلیسوف
فېسبوک مو عجبه سره ګډؤډ دى؛ ځيني تعليم يافته مو په قومي ګندګيو کي لتاړ دي، ځيني بيا مفليسۍ پر سر اخيستې پيزاوو ته حملې وروهي، ځيني بيا پرديو ته پر خپل هوئيت خط راکش کي خو دښمن د نورو بېرانيو سره - سره خپل عالمان لا راڅخه هېر کړل؛ همسايګان بيا په کمين کي ورته ناست دي پخپل ځان پوري يې وتړل.
ابونصر فاريابي درښووم؛ دئ د اسلام په طلايي دوران کي خورا لوى عالم تېر سوى دى، د دين پر برابر زموږ ؤ ستسي حنيفي ؤ، پر فلسفې سر بېره يې په منطق، ټولنپوهني، رياضيات او موسيقي کي کوټلې مطالعه هم درلوده.
دى د ۸۷۰م کلونو په شاوخوا کي د اوسني افغانستان د فارياب ولايت په وسيج کي زېږېدلى او په ٩٥٠م کال کي په دمشق کي وفات سوى او هلته پسي ښخ سوى دى.
اصلي او غټه خبره داده چي په لومړي ځل يې د ارستو منطقي ليکنو (ارگانين) باندې لمنليکونه وکښل او په عربي ژبي يې د لومړى ځل د پاره وژباړل چي عربو او اعرابو بيا انکشاف پسي ورکړ او تر دې ځايه پوري په را ورسېدل چي اوس په سپوږمۍ کي تندوري پسونه په وهي خو موږ تر اوسه لا په دې کي سربند يو چي د اوغانستان پلانکی باچا په قوم چشي ؤ او بيستانکی امير په پلانکيزؤ کي د کمي پښې ؤ.
نوټ: په لاندي اول، دويم او درېيمو کمينټونو کي د باب الصغير هديرې عکسونه دي چي دى پکښي ښخ دى؛ دا هديره د سوريې په دمشق کي موقعيت لري.
دوهم نوټ: څلورم کمينټ سوى عکس د موسيقۍ د هغه آلې د تشريح دى چي ده خپله کړې ده، او ددې آلې پر ٧ تاره يې سربسته يوکتاب کښلى دى.
درېيم نوټ: پنځم کمينټ سوى عکس د ارسطو پر ارګانين آثر باندي دده لمنليکونه دي.
څلورم نوټ: د شپږم کمينټ څخه بيا تر ١٩ کمينټ پوري دده ځيني اثار دي چي په عربي ژبه يې ليکلي او ما يې فقط نومونه درته پښتو کړي دي چي په لاندي ډول دي.
٦ کمينټ - د یوتوپین ښار د خلکو نظریات او د دوی مخالفتونه- ټولنپوهنه
٧ کمينټ - په منطق کي زيات کارېدونکي الفاظ - منطق
٨ کمينټ - د فارابي مفاهيمه – منطق
٩ کمينټ- د فارابي په نظر د منطق قاعدې؛ څلور پنډ پنډ ټوکونه – منطق
١٠ کميټ - پر عقل باندي يوه رساله – منطق
١١ کمينټ - د هوښيارو نظريو مجموعه – فلسفه
١٢ کمينټ - له قران څخه تر فلسفې پوري – فلسفه
١٣ کمينټ - د فلسفې قاموس – فلسفه
١٤ کمينټ - استخراج سوي ټولګي – فلسفه
١٥ کمينټ - دوه فلسفي ليکونه – فلسفه
١٦ کمينټ - خوښى ته د رسېدو لاره – فلسفه
١٧ کمينټ - د فارابي سياست- سياست
١٨ کمينټ - مدني تګلاره – سياست
١٩ کمينټ - عالي موسيقي – موسيقيپوهنه او ځيني نور






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























