Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

آوریل 2026
دسچپجشی
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
27282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 65 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۴۰۴

مرحوم تورن جنرال الحاج نصرالله خلیل

janral nasrullah khalil A 200سوانح مختصر مرحوم الحاج تورن جنرال نصر خليل

پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت

مرحوم تورن جنرال یحیی نوروز

janral20yahya20nawrozمرحوم تورن جنرال یحیی نوروز مسکونه قریه کلنگار ولایت لوگر.

الحاج جنرال عبدالمجید خوشیوال

مرحوم الحاج كندك مشر سيدعلم خان خوشيوال

دست پخت غذاهای افغانی

معرفی داکتر صاحب فضل الله مجددی

لوی پاسوال غلام مجتبی پتنگ

شهید انجنیر محمد صابر مشهور به ټپک

سوانح مختصر داکترعزیزالله لودین

وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر

معرفی تیم فوتیال زرغونشهر

پلان انکشافی ولایت لوگر

افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر

ښاغلۍ تمهيد الله سيلاني

د لوګر د جریدي چاپ شوی ګڼي

ښاغلۍ شیرمحمد (ستانکزی) د لوګر اونیزې مسؤل مدیر

د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ

د لوګر د ځوانانو ټولنیزي او کلتوري ټولنه

د مرحوم انجنرسردار خان لنده پپيژندنه

حافظ قرآنکریم و انجینیر

تیم گل بابا قهرمان کرکت در لوگر شد

معدن طلاى حصارك ولايت لوگر

"خواجه یعقوب چرخی" كيست ؟

Statistik

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.3.29
MySQLi
10.11.14-MariaDB-log
زمان
11:30
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1450
نمایش تعداد مطالب
4237428

محمد نبی عیسی خیل

داكتر سید الف شاه غضنفر

پهلوان شاه محمد لوګرى پيژنئ ؟

محمد ابراهیم کمیدان

شهيد دگرجنرال پیلوت مصطفی قهرمان

شهید بسم الله خان ستانکزی

عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي

دکتورعبدالصبورستانکزی

کلپ های ویدیویی استاد دری لوگر

کلپ های ویدیویی سلام لوگری

خبر نگار تلویزیون طلوع در ولایت لوگر

Login Form

Home خانه

شاه محمود دُرانی!

شاه محمود دُرانی!

588452289 863067052938911 2272699120179397266 nشاه محمود درانی د تیمور شاه دُراني رحمه الله زوی، د بابای ملت، لوی احمدشاه ابدالي بابا رحمه الله لمسی چې په 1769 زېږدیز کال کښې پخپل ابایي ټابوبی اوسني هرات ولایت کښې زېږېدلی وو.

شاه محمود دُرانی په 1777 زېږدیز کال کښې نژدې نهه کلن وو چې د خپل پلار تیمور شاه دُراني رحمه الله لخوا د پوخ عمر او تجربه لرونکو مشاورینو په ملتیا د هرات والي وټاکل شو.

کله چې د 1793 زېږدیز کال د "می" میاشتې په شلمه شپه تیمور شاه دُرانی رحمه الله په پېښور کښې د خپل خوب په خونه کښې له کټ څخه د را لوېدلو له امله په 45 کلنۍ کښې ځوانېمرګ شو او بيا په کابل کښې خاوروته وسپارل شو نو د نوموړي لخوا د ولیعهد نه ټاکلو او د زامنو ډيروالي یې چې 33 وو د واکمنېدو په سر د زامنو ترمنځ کړکيچ را منځته کړ چې پدې منځ کښې د تیمور شاه دُراني رحمه الله پنځم زوی زمان شاه دُراني چې ډير هوښیار ځيرک او وړتیا لرونکی ځوان وو د سردار پاینده محمد خان بارکزي په لارښودنه او ملاتړ وکوالای شول چې د کندهار له والي همایون دُراني او د هرات له والي شاه محمود دُراني پرته نور خپل ټول واکمنې غوښتونکي وروڼه بندخونې ته واچوي او پنځمه ورځ یې دېته قانع کړي چې بیعت ورسره وکړي.

زمان شاه دُراني په کابل کښې له میشت وروڼو تر بیعت اخیستلو وروسته د خپل ثکه ورور شاه شجاع ملک او سردار پاینده محمد خان بارکزي په ملتیا په کندهار کښې د همایون دُراني د بغاوت د نسکور کولو په موخه کندهار ته خوځښت وکړ چې کندهار له رسېدو سره سم د همایون دُراني پلویانو او وسلوالو بېله کومې نښتې هرکلی ورته ووایه او بیعت ورسره وکړ خو همایون دُراني بیعت ونکړ او سند ته وتښتېدی.

شاه محمود دُراني چې د همایون دُراني له تښتېدلو واورېدل نو زمان شاه دُراني ته یې وړاندیز وکړ چې بیعت درسره کوم خو ما به د هرات د والي په توګه پرېږدې؟ زمان شاه دُراني د دربار د مخورو په سپارښتنه د شاه محمود دُراني بیعت او وړاندیز ومنل.

کله چې زمان شاه دُرانی د سند د حاکمانو د بغاوت ځپلو په موخه لاهور ته ولاړی نو شاه محمود دُراني په کابل کښې د زمان شاه دُراني د نه شتون څخه په ګټه اخیستنې په هرات ولایت کښې ځان پاچا ونوماوه او دویم ځل بغاوت یې وکړ، زمان شاه دُرانی د شاه محمود دُراني د بغاوت کولو له امله اړ شو ترڅو د سند د حاکمانو سره روغه وکړي او په مالیه ورکولو سره یې بېرته د سند حاکمان وټاکي.

زمان شاه دُرانی له سند څخه پېښور او بیا کابل ته ستون شو او له کابل څخه کندهار ته او بیا هرات ته ولاړی، په هرات کښې تر خونړۍ جګړې وروسته ټول باغیان ووژل شول او یواځي شاه محمود دُرانی د سل ملګرو سره ژوندی وژغورل شو، شاه محمود دُراني خپله مور زمان شاه ته ولېږله چې شاه محمود دُرانی وبخښي؟ زمان شاه دُراني د مور په سپارښتنه شاه محمود دُراني ته بخښنه وکړه خو د هرات والي یې دا ځل خپل زوی شهزاده قیصر وټاکی.

زمان شاه دُراني ته د هندوستان د مسلمانانو علماوو مشر شاه عالم او د هندوستان د مسلمانانو نورو مشرانو څو ځلي پرلپسې لیکونه را ولېږل چې په نوموړو لیکونو کښې له شاه زمان دُراني څخه غوښتنه شوې چې د مسلمانانو د مشر په توګه دي پر هندوستان برید وکړي او په هندوستان کښې د انګلیس له دسیسو او د ګورګانیانو، مرهټیانو، سیکانو او نورو سرکښه ظالمانو له ظلم څخه مظلومان او په ځانګړې توګه مسلمانان وژغوري.

زمان شاه دُراني په هندوستان کښې د مظلومانو په غوښتنه او د احمدشاهي جغرافیې د لا پراخوالي په موخه پر هندوستان د برید کولو چمتوالی وکړ او مخ پر هندوستان یې یون پیل کړ، زمان شاه دُرانی چې کله لاهور ته ورسېدی نو خبر ورکول شو چې په هرات کښې عطأالله خان علیزی د پنځه سوه کورنیو سره د شاه محمود دُراني ملاتړ کړی او شاه محمود دُرانی د دریم ځل لپاره باغي شوی او ځان یې پاچا نومولی؟

زمان شاه دُرانی بېرته چټک له لاهور څخه پېښور او بیا کابل ته او له کابل څخه کندهار او بیا هرات ته ولاړی او باغیان یې بیا وځپل.

شاه محمود دُرانی ایران ته وتښتېدی او هلته د ایران پاچا ته ورغی، د ایران پاچا د شاه محمود دُراني سره دا ژمنه وکړه چې بېرته یې د هرات والي کوي خو په دې شرط چې هرات به د ایران د حکومت برخه وي؟ شاه محمود دُراني د ایران د پاچا شرط ومانه او په 1798 زېږدیز کال کښې له ایران څخه د ایران او انګریزانو په ملاتړ د امیر عليخان قائني او امیرحسن خان طبسي په ملتیا پر هرات ولایت د برید کولو په موخه هرات ته نژدې شو، د هرات مرستیال والي زمانخان له شاه محمود دُراني سره یوه سیاسي لوبه وکړه:«داسي یو جعلي لیک یې امیرحسن خان طبسي او امیرعلي خان قائني ته ولیکی چې د لیک څخه داسي برېښېدل چې ګویا ایرانیانو د شاه محمود دُراني پر سر له افغان حکومت سره سودا کړې ده او یو جاسوس يې ولېږی چې ځان د شاه محمود دُراني په ساتونکو ونیسي ترڅو شاه محمود دُرانی لیک ترلاسه کړي».

په لیک کښې لیکلي وه:«تاسي د شاه محمود دُراني د سپارلو په بدل کښې ژمنه او تړون غوښتی وو، اوس مې تاسي ته قرآن مجید چې په حاشیه کښې یې د شهزاده قیصر لیک او ټاپه دي در ولېږی، ترڅو شاه محمود دُرانی مونږ ته وسپارئ او مونږ به ستاسي څخه په ښه توګه مننه وکړو.

جاسوس له هرات څخه ووتی او د شپې یې ځان د شاه محمود دُراني قرارګاه ته ورساوه او د شاه محمود دُراني ځانګړو ساتونکو ونیوی، جاسوس له لیک سره شاه محمود دُراني ته وړاندي کړل شو، شاه محمود دُرانی تر لیک لوستلو وروسته په خپلو ایراني ملګرو بشپړه بې باوره شو او بېرته ایران ته په همغه شپه وتښتېدی او له ایران څخه بخارا ته وتښتېدی».

د شاه محمود دُراني له تېښتې سره سم د هرات والي شهزاده قیصر او مرستیال یې زمانخان د شاه محمود دُراني او ایرانیانو پر قرارګاه برید وکړ چې په پایله کښې یې ډير باغیان او ایرانیان ووژل شول او پاتي یې وتښتېدل.

څه موده وروسته د زمان شاه دُراني سفیر د بخارا له امیر څخه غوښتنه وکړه چې شاه محمود دُرانی دي افغان حکومت ته وسپارل شي؟ د بخارا امیر د افغان حکومت غوښتنې ته د رد ځواب ور نکړ خو د خپلو ملایانو په مشوره یې شاه محمود دُراني ته وویل چې له بخارا څخه دي ووځي او هرې خواته چې کوالای شي نو ولاړ دي شي؟ شاه محمود دُرانی اړ شو چې بېرته ایران ته پناه یوسي او هلته د یو فرصت په تمه کښېني چې بیا وروسته د زمان شاه دُراني لخوا د سردار پاینده محمد خان بارکزي اعدامولو شاه محمود دُراني ته د واکمنېدو لار پرانیستله.

لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه چې د تیمور شاه دُراني رحمه الله تر وفات وروسته زمان شاه دُراني د سردار پاینده محمد خان بارکزي په مرسته وکوالای شول چې د واکمنۍ پر ګدۍ کښېني او له خپلو دوو مشرانو وروڼو لکه همایون دُراني او شاه محمود دُراني پرته نور خپل ټول دیرش وروڼه ونیسي او بیعت ورڅخه واخلي نو همداسي د سردار پاینده محمد خان بارکزي په ملاتړ زمان شاه دُراني د کندهار د والي همایون دُراني بغاوت هم وځپی، کله چې همایون دُراني د زمان شاه دُراني د بیعت بلنلیک ته د نا ځواب ورکړ او بغاوت یې وکړ او زمان شاه دُراني کندهار د همایون دُراني څخه خپلوی نو هغه مهال د زمان شاه دُراني د ملي ځواکونو د جګړې مشر سردار پاینده محمد خان بارکزی وو.

زمان شاه دُراني له څه مودې وروسته د سردار پاینده محمد خان بارکزي چوپړونه پر هیڅ وشمېرل او د نوموړي پر ځای يې رحمت الله خان ته د وفادار خان په لقب ورکولو سره رحمت الله خان خپل لمړی وزیر وټاکی.

سردار پاینده محمد خان بارکزی د ځان پر ځای د رحمت الله خان له ګمارنې ناخوښه وو او د زمان شاه دُراني څخه ناهیلی او خوابدی شو.

سردار پاینده محمد خان بارکزي د هغو مشرانو سره د حکومت په پټه د میا غلام محمد په کور کښې یوه ټولنه رامنځته کړه چې دده په څېر له زمان شاه دُراني څخه د رحمت الله خان له امله خوابدي شوي وو، سردار پاینده محمد خان بارکزي او ملګرو یې پرېکړه کړې وه چې رحمت الله خان به وژني او د زمان شاه دُراني پر ځای به شاه شجاع المک دُرانی واکمن کوي.

وړاندي له دې چې سردار پاینده محمد خان او ملګري یې خپلې موخې ته ورسیږي د دوي د ملګرو له منځ څخه منشي محمدشریف رحمت الله خان ته راپور ورکړ، رحمت الله خان زمان شاه دُراني ته د سردار پاینده محمد خان بارکزي او دهغه د ملګرو له خوا د کودتا کولو په اړه وویل.

زمان شاه دُراني رحمت الله خان ته امر وکړ چې ټول د کودتا پلویان دي ونیول شي.

رحمت الله خان د کودتا ټولو موخه لرونکو ته ډالۍ چمتو کړې ترڅو هغوي پوه نشي او ښه په هوسا توګه یې ونیسي، رحمت الله خان د مشورو کولو په نوم ټول د کودتا موخه لرونکي را وغوښتل، سردار پاینده محمد خان بارکزی او ملګري پدې توګه ونیول شول او د ارګ بندخونې ته واچول شول، زمان شاه دُراني امر وکړ چې بندیان دي ماته راوړل شي، کله چې بندیان زمان شاه دُراني ته راوړل شول نو نوموړي له بندیانو څخه وپوښتل چې ولي مو زما په وړاندي د کودتا پرېکړه کړې وه؟ بندیانو وویل چې مونږ سوګند کړی وو که ته رحمت الله خان د وزارت له دندې څخه ګوښه نه کړې نو تا به له واک څخه لیري کوو خو ستا د وژلو پرېکړه مو نه وه کړې او زمونږ موخه یواځي د رحمت الله خان لیري کول وو او رحمت الله خان هغه څوک دی چې ټول واک په لاس کښې اخیستل غواړي او ستا او د ملت ترمنځ لیريوالی راولي.

زمان شاه دُراني امر وکړ چې دغه ټول بندیان لکه سردار پاینده محمد خان بارکزی، محمد عظیم خان الکوزی، امیر ارسلان خان، جعفر خان جوان شیر، زمان خان رکاب باشی... ووژنئ او د عبرت لپاره یې دري ورځي په داسي ځای کښې وځړوئ چې اولس یې وويني ترڅو بل څوک بیا دداسي دوسې جوړولو هڅه ونکړي.

د سردار پائنده محمد خان بارکزي تر اعدام وروسته د نوموړي زامن چې پنځوویشت تنه ول او مشر یې فتح علي خان (وزیر فتح خان بارکزی) وو د خپلو خپلوانو او پلویانو په مشوره ایران ته وتښتېدل او هلته یې د خپلې ترور د زوی او پلار د خوریي شاه محمود دُراني ملاتړ وکړ ترڅو شاه محمود دُراني ته واکمنې ترلاسه کړي او له زمان شاه دُراني څخه د خپل پلار د اعدام غچ واخلي.

شاه محمود دُرانی له ایران څخه د وزیر فتح خان بارکزي په ملتیا د واکمنۍ نیولو په موخه مخ پر افغانستان را وخوځېدی او لمړی سیستان ته ولاړی، په سیستان کښې یې د سیستان د حاکم بهرام خان له لور سره واده وکړ او تر واده وروسته یې پر کندهار برید وکړ، په کندهار کښې یې تر 42 ورځو جګړې کولو وروسته د کندهار والي شاه پسند خان ته ماتې ورکړه او کندهار یې ونیوی، د کندهار تر سقوط وروسته کابل هم سقوط شو، او زمان شاه دُرانی له کابل څخه پېښور ته د تګ په موخه ووتی.

شاه محمود دُرانی او وزیر فتح خان بارکزی د 1801 زېږدیز کال په ژمی کښې د جولای میاشتې په 25 نېټه بریالي شول چې د شاه زمان دُراني واکمنۍ ته د پای ټکی کښېږدي.

شاه محمود دُراني د تاج پر سرکولو وروسته سردار پاینده محمد خان بارکزي زوی فتح خان بارکزی خپل لمړی وزیر وټاکی او د شاهدوست لقب یې ورکړ او هغه بیت المال او ملي خزانه یې ټوله ولوټله او پر خپلو پلویانو سردارانو یې وویشله چې احمدشاه ابدالي بابا رحمه الله، تیمور شاه دُراني رحمه الله او زمان شاه دُراني راټوله کړې وه.

پر زمان شاه دُراني له کابل څخه پېښور ته په تګ کښې شپه راغله او د خپل وزیر رحمت الله خان په مشوره یې په ننګرهار کښې د ملا عاشق الله شینواري په کلا کښې شپه تيرول غوره کړل، ملا عاشق الله شینواري د نوي واکمن شاه محمود دُراني سره د اړيکو موندلو او او اړیکو رغولو په موخه د چاپړوسۍ په ډَوَل زمان شاه دُرانی او ملګري یې ونیول او شاه محمود دُراني ته یې خبر ورکړ، شاه محمود دُراني د وزیر فتح خان بارکزي ورور نواب اسدالله خان بارکزي ته لارښودنه وکړه چې په ننګرهار کښې د ملا عاشق الله شینواري کلا ته ورشي او هلته زمان شاه دُرانی او ملګري یې کابل ته راولي، کله چې زمان شاه دُرانی کابل ته راوړل شو نو د شاه محمود دُراني په امر په غبرګو سترګو ړوند او د کابل په بالاحصار کښې بندي شو.

شاه شجاع الملک چې د زمان شاه دُراني ثکه ورور وو او د خپل میرني ورور شاه محمود دُراني په امر د زمان شاه دُراني په نسکورولو او ړوند کولو خبر شو نو لس زره لښکر یې چمتو کړ ترڅو د شاه محمود دُراني څخه واکمنې او د خپل ثکه ورور غچ واخلي، شاه شجاع الملک پر کابل برید وکړ خو وزیر فتح خان بارکزي او شهزاده کامران په دریو زرو لښکرو ماتې ورکړه، هغه ځکه چې شاه شجاع الملک لښکر د جګړې کولو پر ځای په چور او تالان لاس پوري کړ.

شاه شجاع الملک په 1802 زېږدیز کال کښې د دویم ځل لپاره پر پېښور برید وکړ خو بیایې ماتې وخوړه.

کله چې وزیر فتح خان بارکزی په پېښور کښې د شاه شجاع الملک سره په جګړه بوخت وو نو په غزني کښې عبدالرحیم خان تاج پر سر کړ او د شاه محمود دُراني په وړاندي یې د پاچاهۍ اعلان یې وکړ، عبدالرحیم خان غزني او لوګر ونیول او پر کابل یې بريد وکړ، شاه محمود دُراني د خپلو درباریانو په مشرۍ لښکر د عبدالرحیم خان په وړاندي ولیږی چې تر خونړۍ جګړې وروسته عبدالرحیم خان او لښکر یې ماتې وخوړه.

د عبدالرحیم خان پلویانو له دې وروسته پر کندهار برید وکړ خو په دغه برید کښې هم له ماتې سره مخ شول.

په همدغه 1802 زېږدیز کال کښې عبدالرحیم خان د شهاب الدین خان په ملاتړ دریم پاڅون وکړ خو دا ځل د وزیر فتح خان بارکزي منګولو ته ولوېدی او د دوو زامنو او شهاب الدین خان سره توپ ته وتړل شو او په توپ والوزول شو.

په همدغه کال ازبکانو هم پر افغانستان برید وکړ او له امو سیند څخه راوا وښتل خو وزیر فتح خان بارکزي له ماتې سره مخ کړل او وتښتېدل.

څه موده وروسته د شاه محمود دُراني پلویانو په کابل کښې خپلسرۍ پیل کړې او د هرچا مال او ناموس ته یې لاس آچوی، شاه محمود دُراني ته څو ځلي پرلپسې کابلیانو د حکومتي چارواکو له ناسم چلند څخه وویل خو ده هیڅ پاملرنه نه ورته وکړه چې پایله دا شوه چې کابلیانو پاڅون وکړ او شاه محمود دُرانی یې د کابل په بالاحصار کښې محاصره کړ، د شاه محمود دُراني د محاصرې پر مهال شاه شجاع الملک کابل ته ننوتی او په 1803 زېږدیز کال کښې د واک پر ګدۍ کښېناست.

شاه شجاع الملک خپل ثکه ورور ړوند شوی زمان شاه دُرانی له بندخونې څخه بهر کړ او پرېکړه یې وکړه چې شاه محمود دُرانی به ړوند کوي خو زمان شاه دُراني ورته وویل چې مه یې ړوند کوه او د بالاحصار په سیاهچال کښې یې بندي کړه؟ شاه شجاع الملک د زمان شاه دُراني ومنله.

شاه شجاع الملک وزیر فتح خان بارکزی وباخښه او وزیر فتح خان بارکزی هم له شاه شجاع الملک سره یو ځای شو.

څو کلونه وروسته وزیر فتح خان بارکزی چې د شاه شجاع الملک په واکمنۍ کښې یې د شاه محمود دُراني د واکمنۍ په څېر واک نه درلود او هغه غوښتنه یې شاه شجاع الملک و نه منله چې دده د وروڼو [سردار پاینده محمد خان بارکزي د ټولو زامنو] ترمنځ دي د ولایتونو واک وویشل شي او ټول وروڼه دې والیان او د والیانو مرستیالان وټاکل شي نو د شاه شجاع الملک څخه یې لار بېله او ځان لیري کړ او کندهار ته ولاړ او له کندهار څخه یې خپل ورور سردار شیردل خان کابل ته ولیږی چې له بندخونې څخه د شاه محمود دُراني د تېښتي لار ولټوي؟ سردار شېردل خان کابل ته ولاړی او تر څه مودې وروسته یې وکوالای شول چې د قزلباشانو په ملاتړ شاه محمود دُرانی له بندخونې څخه وتښتوي.

په کندهار کښې د کندهار والي او د زمان شاه دُراني زوی شهزاده قیصر وزیر فتح خان بارکزی ونیوی او بندخونې ته یې واچوی او پرېکړه یې کړې وه چې د خپل پلار د ړوند کولو غچ به ورڅخه اخلي، ځکه چې شاه محمود دُراني د وزیر فتح خان بارکزي په مشوره زمان شاه دُرانی ړوند کړی وو.

شاه محمود دُراني له کابل څخه په را وتلو د سردار شيردل خان او دوست محمد خان په ملتیا په باجګیرۍ او د کاروان سرایونو په لوټلو چور او تالان لاس پوري کړ او خپل پلویان یې چمتو کړل ترڅو کندهار ونیسي او خپل وزیر فتح خان بارکزی دخپل وراره شهزاده قیصر څخه وژغوري.

شاه محمود دُراني کندهار محاصر کړ او نوموړې محاصرې درې میاشتي مهال ونیوی، شاه شجاع الملک د شهزاده قیصر د ملاتړ لپاره هیڅ مرسته و نه لیږله نو ځکه شهزاده قیصر اړ شو ترڅو د شاه محمود دُراني سره روغه وکړي، وزیر فتح خان بارکزی خوشي کړي او کندهار وروسپاري.

د کندهار تر نیولو وروسته شاه محمود دُراني او وزیر فتح خان بارکزي پر کابل برید وکړ او تر خونړیو جګړو وروسته په 1809 زېږدیز کال کښې يې د شاه شجاع الملک څخه بېرته کابل ونیوی او شاه محمود دُرانی دویم ځل پاچا شو.

شاه محمود دُراني په دویم ځل واکمنېدو سره وزیر فتح خان بارکزی بېرته خپل لمړی وزیر کړ او دا ځل یې د حکومت په ټول ملکي او نظامي ځواک کښې بشپړه واک ورکړ.

وزیر فتح خان بارکزي دا ځل خپل ټول سیاسي او نظامي سیالان د شاه محمود دُراني د حکومت پر مټ وټکول او په هر سیاسي ډګر او په نظامي او ملکي ادارو کښې یې د ځان او خپلې کورنۍ مخالفین په بېلابيلو ډَولونو حذف کړل، وزیر فتح خان بارکزي د ځان په ګډون خپل ټول وروڼه چې د اته میندو اولاده وه د حکومت پر کلیدي سیاسي نظامي او ملکي څوکیو وګومارل، پردل خان او دهغه ثکه دري وروڼه یې د کندهار زابل غزني او بامیان والیان کړل او یو ورور یې د دباندینیو چارو وزیر کړ، خپل ثکه وروڼه یې چې مشرې یې محمد عظیم خان کوله د پېښور او شاوخوا سیمو حکمرانان وټاکل.

د شاه محمود دُراني د دویم ځل واکمنۍ پر مهال سیکانو د رنجیت سینګ په مشرۍ کشمیر ونیوی او د آټک دېخوا نیولو هڅي یې کولې، وزیر فتح خان بارکزي له سیکانو سره جګړه وکړه خو بریالی نشو، ځکه چې په کابل کښې د شاه محمود دُراني ورور عباس میرزا دُراني د خواجه خنجي، سید عطأ الله او سید اشرف په ملتیا کودتا وکړه او ارګ او ټول کابل ښار یې ونیوی او شاه محمود دُرانی او وزیر فتح خان بارکزی اړ شول چې د سیکانو سره د جګړې کولو پر ځای پېښور ته او بیا کابل ته ولاړ شي تر څو د عباس میرزا سره جګړه وکړي او کابل بېرته ونیسي.

شاه محمود دُرانی د وزیر فتح خان بارکزي په ملتیا کابل ته ورسېدی او تر خونړیو نښتو وروسته یې عباس میرزا دُراني ته ماتې ورکړه او د ملګرو سره یې ژوندی ونیوی، شاه محمود دُراني د عباس میرزا دُراني او دهغه د ملګرو د اعدامولو حکم ورکړ خو پدې منځ کښې خواجه خنجی وتښتېدی او کوهستان ته ولاړی، د وزیر فتح خان بارکزي ورور دوست محمد خان بارکزی د خواجه خنجي د نیولو په موخه کوهستان ته ولېږل شو، دوست محمد خان بارکزي کوهستان ته له رسېدو سره سم د خواجه خنجي او دهغه د ملګرو سره په جګړه اخته شو، د خواجه خنجي د کلک مقاومت له امله دوست محمد خان بارکزی اړ شو ترڅو له هغه سره اوربند او بیا د روغې خبري وکړي، دوست محمد خان بارکزي د خواجه خنجي سره په قرآن لُوړَه وکړه چې نه دي وژنم او د پاچا سره دي روغه درکوم خو راته تسلیم شه، د خواجه خنجي له تسلیمېدلو وروسته دوست محمد خان بارکزي د خواجه خنجي او دهغه د ملګرو سرونه غوڅ کړل او منار یې ورڅخه جوړ کړ، دوست محمد خان بارکزي د کوهستان فصلونو او کورونو ته اورونه واچول او بېرته کابل ته ستون شو.

د خواجه خنجي تر وژلو وروسته وزیر فتح خان بارکزی د خپل ورور دوست محمد خان بارکزي [چې بیا وروسته امیر دوست محمد خان شو] په ملتیا هرات ته ولاړی ترڅو د هرات مشرې د شهزاده فیروز څخه واخلي او شهزاده کامران ته یې وسپاري.

وزیر فتح خان بارکزی د هرات له ښار څخه دباندي تم شو او د ښار د نیولو لپاره یې خپل ورور دوست محمد خان ورمخکي کړ.

دوست محمد خان په ښار ننوتی او ارګ یې محاصره کړ، تر خونړۍ جګړې وروسته یې د هرات ښار ارګ ونیوی، دوست محمد خان د ارګ تر نیولو وروسته په چور او تالان لاس پوري کړ او آن تر دې چې د ارګ د ښځو جامې یې لا لوټ کړې او د شاه محمود دُراني پر پېغله لور يې تېری وکړ، دوست محمد خان له دې ناوړه چلند ترسره کولو وروسته کشمیر ته وتښتېدی.

وزیر فتح خان بارکزي د هرات تر نیولو وروسته یو لوی لښکر چمتو کړ تر څو پر ایران برید وکړي، وزیر فتح خان بارکزی له هرات څخه مخ پر ایران وخوځېدی ترڅو له افغانستان څخه له لاسه وتلي سیمي بېرته ونیسي، د ایران دولت هم د وزیر فتح خان بارکزي مقابلې ته لښکر را ولېږی او د دواړو لښکرونو ترمنځ جګړه پیل شوه چې په پایله کښې یې وزیر فتح خان بارکزی په خوله کښې وویشتل شو او جګړه بې پایلې پایته ورسېده.

د ایران او وزیر فتح خان بارکزي تر جګړې وروسته شهزاده کامران شاه محمود دُرانی د شاه محمود دُراني له لور سره د دوست محمد خان له ناوړه چلند کولو څخه خبر کړ او شاه محمود دُراني پرېکړه وکړه چې ددې کړنې سزا به وزیر فتح خان بارکزي ته خامخا ورکوي.

شهزاده کامران د منصور خان په نوم خپل باوري سړی د خراسان حکمران "شجاع السلطنه، حسن علي میرزا" ته له دغه پیغام سره ولیږی چې:«د ایران او افغانستان ترمنځ جګړه د شاه محمود دُراني په ناخبرتیا کښې وزیر فتح خان بارکزي پخپل سر کړې ده او اوس شاه محمود دُرانی د نوموړې جګړې د جبرانولو په هڅه کښې دی او چمتو دی چې د ایران له دولت څخه بخښنه وغواړي».

د خراسان حکمران د شهزاده کامران لیک په مشهد کښې قاجاري پاچا ته وړاندي کړ، قاجاري پاچا د لیک په ځواب کښې ولیکل چې:«د دوو دولتونو د دښمنۍ د له منځه وړلو لپاره دي د دوو هیوادونو ترمنځ د جګړې لامل وزیر فتح خان بارکزی ایران ته وسپال شي او یادې افغان دولت پخپله ړوند کړي».

وزیر فتح خان بارکزی له ایرانیانو سره تر جګړې کولو وروسته د دوست محمد خان د ناوړه چلند کولو له امله ونیول شو او د شاه محمود دُراني په امر د عطامحمد خان بامیزي په لاس په دواړو سترګو ړوند کړل شو، له ړندېدو وروسته لمړی پزه غوږونه شونډي لاسونه پښې د بدن نور غړي او بیا سر ورڅخه غوڅ شول.

ویل کیږي چې وزیر فتح خان بارکزی دومره غښتلی وو چې د سترګو له ګښلو څخه له بدن څخه تر سر غوڅولو او ساه وتلو پورې په هیڅ زورونه او خوږ يې یو آه هم له خولې څخه و نه وتی.

وزیر فتح خان بارکزی له ټوټې ټوټې کېدلو وروسته په یو جوال کښې واچول شو او په غزني کښې وغورځول شو چې بیا یې هلته پلویانو په سعید آباد کښې خاورو ته وسپاری.

د وزیر فتح خان بارکزي وروڼه چې په ټوله سترواکۍ کښې په پراخه کچه د حکمرانانو په توګه سره وېشل شوي وو، کله چې یې د دې پېښې په اړه واورېدل نو پاڅونونه یې وکړل او په افغانستان کښې د شاه محمود دُراني د واک د پایته رسولو هوډ يې وکړ، دا مهال د بارکزیو د ټبر مشري د وزیر فتح خان بارکزي ورور محمد عظیم خان بارکزي ته وسپارل شوه.

محمد عظیم خان بارکزی ددې لپاره چې د شاه محمود دُراني په وړاندي ملاتړ ترلاسه کړي او د شاه محمود ځایناستی شي نو هڅه یې وکړه چې له شاه شجاع الملک دُراني څخه مرسته وغواړي خو پخواني پاچا شاه شجاع الملک دُراني ډېرې غوښتنې لرلې نو محمد عظیم خان بارکزی د تیمور شاه دُراني رحمه الله د بل زوی ایوب شاه دراني په لټه کښې شو او ایوب شاه دُراني هم د محمد عظیم خان بارکزي ملتیا پدې شرط ومنله چې:«ما پاچا کړه او اجازه راکړه چې زما په نوم کرنسۍ جوړې شي او د سلطنت ټول ځواک او سرچینې به ستا په واک کښې وي».

پدې منځ کښې د محمد عظیم خان بارکزي له سیکانو سره په کشمیر کښې جګړه پیل شوه او خپل ورور دوست محمد خان بارکزی يې د شاه محمود دُراني د ګوښه کولو لپاره کابل ته ولېږی.

شاه محمود دُرانی چې دا مهال په کندهار کښې وو او وپوهېدی چې دوست محمد کابل ته راځي نو له کندهاره ووت ترڅو له بارکزیو څخه د خپلې پلازمېنې دفاع وکړي خو کله چې غزني ته ورسېدی خبر ورغی چې کندهار د شیردل خان لاس ته ورغلی.

شاه محمود دُرانی چې خپل ځان یې ورو ورو په کلابندۍ کښې لیدی نو په غزني کې پاتې شو او د شهزاده کامران زوی جهانګیر میرزا يې له عطا محمد خان بامیزي سره یو ځای کابل ته واستاوه.

عطا محمد خان بامیزي دوست محمد خان ته وړاندیز وکړ چې زه خپل لوری بدلوم خو د سردار پاینده محمد خان بارکزي ټول زامن به په قرآن لوړه راسره کوي چې د وزیر فتح خان د ړندولو په خاطر به ماته د مرګ سزا نه راکوي؟ دوست محمد خان ورته قسم وخوړ او عطا محمد خان ورسته تسلیم شو.

تر قسم خوړلو وروسته دوست محمد خان خپل ملګري سردار پېر محمد خان پېښوري ته امر وکړ چې ما لوړه کړې او ته د عطا محمد خان بامیزي دواړې سترګي په خنجر وباسه ځکه چې تا لوړه نه ده کړې.

جهانګیر میرزا بېرته غزني ته وتښتېدی.

شاه محمود دُرانی له خپلو ساتونکو او کورنۍ سره یې د هزاره جاتو له لارې هرات ته وتښتېدی او له دې سره د شاه محمود دُراني دویم او وروستی ځل واکمنې په 1818 زېږدیز کال کښې پایته ورسېده خو هرات ولایت یې لا تر 1829 زېږدیز کال او د ژوند تر پای پوري په لاس کښې وو.

په هرات کښې بیا د هرات د مشرۍ پر سر د شاه محمود دُراني او دده د زوی شهزاده کامران ترمنځ کړکیچ روان وو چې په پایله کښې د شهزاده کامران لخوا په مرموز ډَوَل ووژل شو او د هرات په ګازرګاه کښې خاورو ته وسپارل شو.

زړګی کن

دهاری

You have no rights to post comments

جغرافیایی تاریخی لوگر

Logar Hitori.png 200نویسنده:
پوهندوی استاد شاه محمود محمود

شهید قومندان نصرالله حسین خیل

43 دعا از قرآن و 79 دعا از سنت

مرحوم الحاج مولوی عبدالله فیض الباری

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی

sepasalar ghulam haider khan charkhi as

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی


خلص سوانح غازی سپه سالار غلام حیدر خان

نایب سالار(جنرال)غوث الدین خان لوگری

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

abdul malek khan abdurahzai s

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

معرفی عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

شهید پوهاند استاد محمد جان احمدزی

غلام نبی خان چرخی

شهید داکتر محمد ولی ناصری

مرحوم الحاج دگروال عبدالجلیل میرباز

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

Ziakhel Madrassa 1 200

بنیاد خیریه پیمان

الحاج محمد اکبر ستانکزی نماینده لوگر

Mohammad Akbar Stanekzai 200الحاج محمد اکبر ستانکزی
نماینده منتخب لوگر

بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی

شهید الحاج داکتر اسدالله همتیار

بیوگرافی مختصر مرحوم پوهاند دوکتورعبدالواسع سلطانی

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

د لوګرد پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

logar pohani reasat 200aد لوګر د پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

داكتر محمداشرف غنی احمدزَی

زيار مدني ټولنې په لوګر کې

zeyaar s

د لوګر مدنی ټولنه / جامعه مدنی لوگر

آموزش حج وعمره همراه با عکس

آثار بودايي پيش از اسلام در ولايت لوگر

د زرغون ښار د هلکانو لیسه

زرغون شهر بستررنگین ولایت لوگر

معرفی قریه زرغون شهر ولایت لوگر

بند آب سرخاب ولایت لوگر

وب سایت حقیقت

مرکز اسلامی افغانها در سویدن

کمپیوتر سرویس

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 Part 1 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

لوګر له باب الجهاده تر باب الفساده

هشت ثور روز پیروزی ملت مجاهد افغانستان

هفت ثور 1357؛ از سیاه ترین و دردناکترین روزها در تاریخ افغانستان

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.logar.nu ولایت لوگر

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.logar.nu All Rights Reserved.