Home خانه
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر یو ځل بیا د دغه هېواد پر حکومت نیوکه وکړه
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر یو ځل بیا د دغه هېواد پر حکومت نیوکه وکړه
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر یو ځل بیا د دغه هېواد پر حکومت نیوکه وکړه چې د افغانستان په هکله د جګړې پالیسي لري.
مولانا فضل رحمان په یوه غونډه کې وايي چې د پاکستان له جوړېدو راهیسې دغه هېواد تر اوسه افغانستان خپل ملګری هېواد جوړ نه کړ.
مولانا فضل رحمان د خپلو ملاتړو یوه غونډه کې زیاتوي، چې د افغانستان په هکله د پاکستان ټول سوچ او فکر، پالیسی او تدبیر د جنګ دی. همدا وجه ده چې دا ستونزه لا هم حل نه ده.
نوموړی وايي چې نه د دواړو هېوادونو ترمنځ او نه هم د پاکستان د ننه جګړه په کار ده.
مولانا فضل رحمان څه مهال مخکې هم د پښتونخوا له سوداګرو سره په یوه ناسته کې ویلي و چې پاکستان له ظاهرشاه نیولې د طالبانو تر اوسني حکومت پورې یو هم خپل ملګری نه کړ.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























