Home خانه
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی غواړي له عمران خان سره لیدنه وکړي
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی غواړي له عمران خان سره لیدنه وکړي
پاکستانۍ رسنیو خبر خپور کړی چې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سهیل افریدي ویلي دي چې غواړي د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر عمران خان سره لیدنه وکړي، څو د هغه د روغتیا په اړه معلومات تر لاسه کړي.
د وزیر اعلی په وینا، دا لیدنه د هغه د شخصي وضعیت د معلومولو لپاره په پام کې نیول شوې ده، او هڅه کېږي چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې په ښه فضا کې ترسره شي.
افریدي دا بیانیه په داسې حال کې خپره کړې چې په ورستیو کې د عمران خان د مرګ خبر خپور شو تر اوسه معلومه نه ده چې عمران خان مړ دی که ژوندی یواځې پاکستاني چارواکو ویل چې هغه ژوندی دی او ښه دی خو عمران خان لا تر اوسه چا نه دی لیدلی او نه ورسره د چا لیدل شوي.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























