Home خانه
محترم لعل بهادر سینګ د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت له وزیر سره مهمه لیدنه وکړه
محترم لعل بهادر سینګ د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت له وزیر سره مهمه لیدنه وکړه
نن په هندوستان کې، د افغان هندوانو او سیکانو په استازیتوب زموږ مشر ملکری او همکار محترم لعل بهادر سینګ د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت له وزیر سره مهمه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان هندوانو او سیکانو د حقونو، اقتصادي مشارکت، او له افغانستان سره د تاریخي اړیکو پر دوامدار ملاتړ خبرې وکړې د یادونې وړ ده چې د افغانستان د بېلابېلو قومونو تر منځ دا ډول اړیکې د یووالي، اعتماد او ګډ پرمختګ سمبول ګڼل کېږي.
لعل بهادر ډاډ ورکړ چې افغان هندوان او سیکان به د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره خپل نقش ادا کوي او له حکومت سره به په بیلابیلو برخو کې همکاري جاري وساتي همداراز، د دې لیدنې په ترڅ کې، ښاغلي لعل بهادر سینګ ته چې د افغان هندوانو له وتلو مشرانو څخه ګڼل کېږي، .دغه لیدنه د افغان ټولنې د تنوع، یووالي او د ګډ راتلونکي لپاره د همکارۍ یو مثبت پیغام و.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























