Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

آوریل 2026
دسچپجشی
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
27282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 60 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۴۰۴

مرحوم تورن جنرال الحاج نصرالله خلیل

janral nasrullah khalil A 200سوانح مختصر مرحوم الحاج تورن جنرال نصر خليل

پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت

مرحوم تورن جنرال یحیی نوروز

janral20yahya20nawrozمرحوم تورن جنرال یحیی نوروز مسکونه قریه کلنگار ولایت لوگر.

الحاج جنرال عبدالمجید خوشیوال

مرحوم الحاج كندك مشر سيدعلم خان خوشيوال

دست پخت غذاهای افغانی

معرفی داکتر صاحب فضل الله مجددی

لوی پاسوال غلام مجتبی پتنگ

شهید انجنیر محمد صابر مشهور به ټپک

سوانح مختصر داکترعزیزالله لودین

وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر

معرفی تیم فوتیال زرغونشهر

پلان انکشافی ولایت لوگر

افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر

ښاغلۍ تمهيد الله سيلاني

د لوګر د جریدي چاپ شوی ګڼي

ښاغلۍ شیرمحمد (ستانکزی) د لوګر اونیزې مسؤل مدیر

د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ

د لوګر د ځوانانو ټولنیزي او کلتوري ټولنه

د مرحوم انجنرسردار خان لنده پپيژندنه

حافظ قرآنکریم و انجینیر

تیم گل بابا قهرمان کرکت در لوگر شد

معدن طلاى حصارك ولايت لوگر

"خواجه یعقوب چرخی" كيست ؟

Statistik

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.3.29
MySQLi
10.11.14-MariaDB-log
زمان
16:55
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1450
نمایش تعداد مطالب
4239435

محمد نبی عیسی خیل

داكتر سید الف شاه غضنفر

پهلوان شاه محمد لوګرى پيژنئ ؟

محمد ابراهیم کمیدان

شهيد دگرجنرال پیلوت مصطفی قهرمان

شهید بسم الله خان ستانکزی

عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي

دکتورعبدالصبورستانکزی

کلپ های ویدیویی استاد دری لوگر

کلپ های ویدیویی سلام لوگری

خبر نگار تلویزیون طلوع در ولایت لوگر

Login Form

Home خانه

حبیب الله کلکانی د سقاو زوی (بچه سقاو)

حبیب الله کلکانی د سقاو زوی (بچه سقاو)

588965924 836886995796359 7696270313869529460 nحبیب الله کلکانی د کابل ولایت په کلکان اولسوالۍ کښې په 1890 زېږدیز کال کښې زېږېدلی وو چې په 1929 زېږدیز کال کښې یې د امیر عنایت الله خان څخه د انګرېزانو په پټ سیاسي او مالي ملاتړ کابل ونیوی او ځان یې د افغانستان امیر او "خادم دین رسول الله" اعلان کړ.

نوموړی لمړی د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان د حکومت پر مهال په پلي ځواکونو کښې سرتېری وو او بیا یاغي او ورپسې نوموتی غل شو، کلکانی هغه مهال یاغي شو چې د حکومت دري سرتیري یې د دريو ټوپکونو د لاسته راوړلو لپاره شهیدان کړل او حکومت یې د نیولو امر وکړ، کلکاني د دریو ټوپکونو په لاسته راوړلو سره نور غله هم د ځان ملګري کړل او د خلګو و کورونو ته د لوېدلو ترڅنګ یې لویي لاري هم نیولې او کاروانونه یې لوټل.

کله چې په اوسني افغانستان کښې د هغه مهال د حکومت له لاسه د کلکاني د شپه تېر ځای ورک شو او نژدې وو چې حکومت یې ونیسي نو محکوم افغانستان پېښور ته چې د انګرېزانو چې د افغان حکومت دښمنان ول تر واک لاندي سیمه وه وتښتېدی او هلته یې څه موده د چای په پلورنځی یا سماوار کښې مزدورې پیل کړه او ددې ترڅنګ نائیتوب یې هم کاوه، د کلکاني او هغو څو ملګرو یې چې دده سره تښتېدلي ول په سماوار او نائیتوب ګذاره نه کېدله نو هلته یې هم په غلاوو لاس پوري کړ.

حبیب الله کلکانی وروسته د هغه څخه چې د ډيورنډ کرښې سره څېرمه په پاړه چنار کښې پر غلا ونیول شو نو د يولسو میاشتو په بند محکوم شو، خو له څو ورځو تېرولو څخه وروسته انګریزانو وپېژندی او په مرموزه توګه یې بېرته خوشې کړ او د اوسني افغانستان شمال شرقي سیمو د پروان او کاپيسا ولایتونو ته يې ولېږی، په کاپيسا او پروان کښې ېې بېرته د خپلو غلو ملګرو او کوڅه ډبو په ملتیا غلاوي ډاکي او انسان تښتوني پيل کړې.

د حبیب الله کلکاني پلار يو عادي نالوستی سړی او سقاوې والا وو چې د پلار د همدغه کسب له امله وګړو، بچه سقاو، او یاهم، د سقاو زوي، په نوم نومولی وو، پلرنی ټاټوبی ېې د ترکمنستان خوا سیمه بلل شوې خو وروسته بیا د افغانستان د کابل ولایت په کلکان سیمه کښې مېشت شوي ول، بچه سقاو به د شپې کورونه لوټل او غلاوي به ېې کولې، د ورځې به بیا په غرونو کښې پټ وو، همدا راز چا به چې ورسره مقاومت وکړ نو د خپلو غلو ملګرو سره يوځای به ېې سر ورغوڅ کړ او ایسته به ېې نورو ته د ډار په تکل وروښود.

پنجابي تاريخپوهان بچه سقاو د پېښور د سيمې د انګرېزانو يو ملازم يا کارکونکی ګڼړي او وایي چې نوموړي په پېښور کښې د سقاوې يا د نايي (سلمانۍ) په کارځای کښې دنده ترسره کوله.

همدا رنګه ځني نوري سرچینې د سقاو د زوی ترشا دهغه مهال د مجددي کورنۍ چې په منځنۍ اسیا کښې د انګرېز استعمار ستره اجنټه کورنۍ وه د غړو لاسونه ګڼړي چې ددې ډلې څخه يو یې د کلکان ملک محسن کلکانی يادېږي چې په خفا کښې به ېې بچه سقاو ته لارښودني کولې او پټنځايونه به ېې ورته ښودل چې د پولیسانو له منګولو څخه به وساتل شو، همداسې ورو ورو د بچه سقاو ډله ډېرېده او د شمال ډېر اولسونه ېې په عذاب کړي ول او پر وګړو ېې دومره ډار ايښی وو چې کله به د کوم چا کورته د شپې مهال ورواوښت نو د کور څښتن به ورته ډوډۍ او هرڅه ورکړل او د هغه مهال پولیس او مقامات ېې نشوای خبروالای.

کله چې د شینوارو ترمنځ پاڅون رامنځته شو نو اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان د ختيځ زون ته ډېر پام واړاوی، په همدې مهال کښې د مهال څخه په ګټه اخیستنې د سقاو زوی د انګریزانو د استازو په ځانګړې توګه د مجددي د کورنۍ په مشوره د شمالي او د کابل تر منځ د لارو د بندولو کوښښ پیل کړ.

د سقاو دزوی حبیب الله کلکاني په اړه په افغانستان کښې او د افغانستان څخه دباندي لیکل شوي ټول تاریخونه په یوه خوله دي او د سقاو زوی حبیب الله کلکانی د یوه غل، داړه مار، قطاع الطریق او جاهل انسان په توګه پېژني، په دغو معتبرو کتابونو کښې یو هم (افغانستان درمسیر تاریخ) دی چې میر غلام محمد غبار په دری ژبه لیکلی دی، غبار د سقاو د زوی په اړه داسې لیکي:« د سقاو زوی او دده ډله یوه جاهله، وږې او نادیده ډله وه چې تر امان الله خان وروسته یې حکومت لاسته ورغی، دوي دپیسو د موندلو حرص او لالچ درلود او هرچیري به یې چې ښه مځکه، بڼ او کومه ښایسته ماڼۍ ولیدل نوپر هغو به یې خیټه واچوله، دوي دولتي ماڼۍ په خپلو شخصي ماڼيو واړولې، په دوي کښې علم، پوهه او عقل شتون نه درلود، دوي د علم او فضیلت دښمنان ول او په هرځای کښې به یې چې کوم پوه او عالم سړی ولید نو سر به یې ترې غوڅاوه».

همدا لامل شو چې په ټول افغانستان کښې دده او دده د حکومت پر خلاف پاڅونونه پیل شول، لکه په ننګرهار، وردګو، کندهار، پکتیا، غزني، هزاره جاتو او دافغانستان په شمالي ولایتونو کښې، ده ډیر هغه نومیالي وګړي چې ورڅخه ډارېدی اعدام کړل چې په هغو کښې ځني یې لکه: حبیب الله خان، عبدالرسول خان، قاري القرآن دوست محمد خان، عبدالمجید خان توخی، د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان وروڼه لکه سردار عبدالمجید خان او سردار حیات الله خان، سردار محمد عثمان خان، د تمیز د محکمې قاضي محمد اکبرخان، د حربیې د وزارت مرستیال حبیب الله خان...

په لمړۍ ورځ د سقاو د زوی فرمانونه خپلو ملګرو ته!

1 د هر هغه چا سر غوڅ کړی چې دریشې یې اغوستې وه او قلم یې په لاس کښې وو.

2 د هر هغه چا لاسونه غوڅ کړی چې ږېره نلري، غاښونه مینځي او حمام ته ځي.

3 د افغانستان ملي ځواکونه له منځه یوسئ، او هغه پیسې چې په ملي ځواکونو لګول کېدلې، هغه ملایانو ته ورکړی چې دین ته چوپړ شي.

4 د اورګاډې پټلۍ له منځه یوسئ، ځکه دا هغه ښامار دی چې اور خوري، له دغو اوسپنو څخه خپلو کورونو او غوجلو ته ورونه ورغوئ.

5 د ښځو دنده خوشايي ټولول او خوشايي وچول ده، د ښځو ښوونځیان وتړئ ترڅو خپلې کره دندې ته وګرځي او پاملرنه ورته وکړي.

6 د اولسمشرۍ ماڼۍ ټوله وني له رېښو وباسئ او پر ځای يې سابه او ترکارې وکرئ، ځکه زه غواړم چې له دې لارې د افغانستان اقتصاد پیاوړی کړم.

7 زما توپدانۍ د اولسمشرۍ ماڼۍ په دفتر کښې کښېږدی ترڅو زه د نسوار په توپ کولو کښې هوسا واوسم.

8 د طرزي کورنۍ له افغانستان څخه وباسئ، ځکه چې کافران دي، که دا کورنۍ له افغانستان څخه و نه باسئ نو ددوي د کفري کړنو له امله زه اړ یم ترڅو ټول وځړوم.

9 د اماني پېر ټول (سیاسي اجتماعي او کلتوري) ځایونه وسېزئ ترڅو دهغه کفري پېر نخښي پاتي نه شي.😁

د هغه مهال د کابليانو له خولې چي کله سقاو او ملګري یې د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان د ناستې ماڼۍ (اولسمشرۍ ماڼۍ، یا ارګ) ته ننوتل، نو ټول حکومتي موټران سقاو پر خپل خپلوانو ووېشل، کله چي څو ورځي وروسته ددغو موټرو تېل خلاص شول او يا يې نوري تخنيکي ستونزي وموندلې نو دوي به همداسي خلاصي ښيښې پرېښودل چي وروسته به د واورو ډک شول او ماشومانو به لوبې پکښې کولې.

سقاو د خپل حکومت پر مهال هم په کابل کښې غلاوي کولې او هم يې ځان، خادم دين رسول الله، ګڼی.

بچه سقاو د حکومت د نه تجربې او په حکومت کښې د نالوستو او اوباشانو وګړو په راوستلو وګړي ټکول، بنديانول او ربړول پيل کړل او له څو مياشتو وروسته په 1929 زېږدیز کال کښې د افغانستان اولسونو او په ځانګړې توګه د لويې پکتیا ټبرونو او پرګنو د محمد ظاهر شاه پلار (اعلیحضرت غازي محمد نادر شاه) هیواد ته راوغوښت او د کلکاني په اعدام سره یې د اوسني افغانستان د شاهي کورنۍ بنسټ کښېښود

زړګی کندهاری

You have no rights to post comments

جغرافیایی تاریخی لوگر

Logar Hitori.png 200نویسنده:
پوهندوی استاد شاه محمود محمود

شهید قومندان نصرالله حسین خیل

43 دعا از قرآن و 79 دعا از سنت

مرحوم الحاج مولوی عبدالله فیض الباری

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی

sepasalar ghulam haider khan charkhi as

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی


خلص سوانح غازی سپه سالار غلام حیدر خان

نایب سالار(جنرال)غوث الدین خان لوگری

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

abdul malek khan abdurahzai s

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

معرفی عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

شهید پوهاند استاد محمد جان احمدزی

غلام نبی خان چرخی

شهید داکتر محمد ولی ناصری

مرحوم الحاج دگروال عبدالجلیل میرباز

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

Ziakhel Madrassa 1 200

بنیاد خیریه پیمان

الحاج محمد اکبر ستانکزی نماینده لوگر

Mohammad Akbar Stanekzai 200الحاج محمد اکبر ستانکزی
نماینده منتخب لوگر

بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی

شهید الحاج داکتر اسدالله همتیار

بیوگرافی مختصر مرحوم پوهاند دوکتورعبدالواسع سلطانی

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

د لوګرد پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

logar pohani reasat 200aد لوګر د پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

داكتر محمداشرف غنی احمدزَی

زيار مدني ټولنې په لوګر کې

zeyaar s

د لوګر مدنی ټولنه / جامعه مدنی لوگر

آموزش حج وعمره همراه با عکس

آثار بودايي پيش از اسلام در ولايت لوگر

د زرغون ښار د هلکانو لیسه

زرغون شهر بستررنگین ولایت لوگر

معرفی قریه زرغون شهر ولایت لوگر

بند آب سرخاب ولایت لوگر

وب سایت حقیقت

مرکز اسلامی افغانها در سویدن

کمپیوتر سرویس

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 Part 1 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

لوګر له باب الجهاده تر باب الفساده

هشت ثور روز پیروزی ملت مجاهد افغانستان

هفت ثور 1357؛ از سیاه ترین و دردناکترین روزها در تاریخ افغانستان

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.logar.nu ولایت لوگر

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.logar.nu All Rights Reserved.