Home خانه
حبيب الله کلکانی (بچه سقاؤ)
حبيب الله کلکانی (بچه سقاؤ)
کله چي شاه امان الله غازي هېواد پرېښوولو ته اړه کړل سو، سمدستي د سکاؤ زوی حبیب الله کلکاني د پاچاهۍ اعلان وکړ؛ په هېواد کي ټول چاپي ورځپاڼي بندي او یوازي د (حبیب الاسلام) ورځپاڼي خپل نشریات پیل کړه.
دا ورځپاڼه چي د سقاؤ زوی، حبیب الله کلکاني نامه ته منسوبه وه، پخپل لومړیو نشراتو کي د هغه وخت لومړۍ فرمانونه چاپ کړه چي پښتو ژباړه یې په لاندي ډول ده.
1- د رخچینی( خولۍ) په کښته کولو سره نور سلام کول منع دی.
2- د رخچینی( خولۍ) پر ځای به لنګوټې (بګړۍ) پر سر کړئ.
3- شرعي پوښاک( کالي، خولې، او...) چي مخکي بند وه، تر دې وروسته ایله او د کفارو سره مشابهت بند دی.
4- د ښځو مخ لڅی بند او د ستر کولو حکم ورکوم.
5- ښځي او انجوني دي مکتب ته نه ځي، او تر دې وروسته د ښځو مکاتب بند اعلانوم.
6- د ږري او برېتو خرئیل منع دی.
7- انګرېزي، فرانسوي، او جرمني مکتبونه نور بند دي.
8- هغه نجوني چي نورو هیوادونو ته په درسونو پسي تللي وې، بېناموسي وه، نور دا پروسه بنده ده.
9- هغه څوک چي ددې فاني دنیا د دوو ورځو د پرمختګ په خاطر دین ته زیان رسوي، منع دي.
10- هر هغه څوک چي د علم او ملایانو سپکاوي کوي، دوئ باید د هغوی احترام وکړی، ځکه علماؤ احترام واجب دی.
11- هغه نفاق چي پر مټ یې خلګ د مذهب او اسلام څخه وتل ختم او خپله تګلاره مي د حنیفي مذهب څخه و ټاکل.
12- حساب، هندسه اوانګریزي ژبه تر دې وروسته بند دي.
13- قمري سنه چي په لمریزه سنه اوښتې وه، بیرته دي پخواني حالت ته واړول سي.
14- د جمعې ورځ چي پنجشنبې ته اوښتې وه، بیرته پر خپل ځای تعین ده.
15- د مسجد د ملا، مؤذن او امام د پاره باید د بیت المال څخه معاش حوال کړل سي.
16- امر بالمعروف و نهی عن المنکر چي مخکي بند ؤ، باید بیرته فعاله سي.
17- د شور بازار مجددیان چي مخکي بندیان وه اوس آزاد دي چي هر څه یې زړه غواړي، کوي دې.
18- مخکي چي شراب خوړل عام ول، مطلق بند دي.
19- ملا عبد الله خان مشهور په ګوډ ملا چي مخکي قتل سوی ؤ، قبر دي پیدا او ورغول سي.
20- د ملکانو او خانانو ماليې دي معاف کړل سي






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























