Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

آوریل 2026
دسچپجشی
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
27282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 84 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۴۰۴

مرحوم تورن جنرال الحاج نصرالله خلیل

janral nasrullah khalil A 200سوانح مختصر مرحوم الحاج تورن جنرال نصر خليل

پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت

مرحوم تورن جنرال یحیی نوروز

janral20yahya20nawrozمرحوم تورن جنرال یحیی نوروز مسکونه قریه کلنگار ولایت لوگر.

الحاج جنرال عبدالمجید خوشیوال

مرحوم الحاج كندك مشر سيدعلم خان خوشيوال

دست پخت غذاهای افغانی

معرفی داکتر صاحب فضل الله مجددی

لوی پاسوال غلام مجتبی پتنگ

شهید انجنیر محمد صابر مشهور به ټپک

سوانح مختصر داکترعزیزالله لودین

وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر

معرفی تیم فوتیال زرغونشهر

پلان انکشافی ولایت لوگر

افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر

ښاغلۍ تمهيد الله سيلاني

د لوګر د جریدي چاپ شوی ګڼي

ښاغلۍ شیرمحمد (ستانکزی) د لوګر اونیزې مسؤل مدیر

د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ

د لوګر د ځوانانو ټولنیزي او کلتوري ټولنه

د مرحوم انجنرسردار خان لنده پپيژندنه

حافظ قرآنکریم و انجینیر

تیم گل بابا قهرمان کرکت در لوگر شد

معدن طلاى حصارك ولايت لوگر

"خواجه یعقوب چرخی" كيست ؟

Statistik

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.3.29
MySQLi
10.11.14-MariaDB-log
زمان
18:45
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1450
نمایش تعداد مطالب
4240113

محمد نبی عیسی خیل

داكتر سید الف شاه غضنفر

پهلوان شاه محمد لوګرى پيژنئ ؟

محمد ابراهیم کمیدان

شهيد دگرجنرال پیلوت مصطفی قهرمان

شهید بسم الله خان ستانکزی

عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي

دکتورعبدالصبورستانکزی

کلپ های ویدیویی استاد دری لوگر

کلپ های ویدیویی سلام لوگری

خبر نگار تلویزیون طلوع در ولایت لوگر

Login Form

Home خانه

بايزيد روښان

بايزيد روښان

585408701 25227791443555594 7246822542825270608 nپه هغو نثرونوکې،چې دسليمان ماکو نثر وروسته زموږ لاس ته رسېدلی او همدا اوس يې بېلګه موجوده ده،دخيرالبيان نثر دی .

دخيرالبيان د کتاب مؤلف مياروښان يو له هغو مشهورو او مصروفو ليکوالو او متصرفينو څخه دی ،چې د پښتو ادب په تاريخ کې ډېر شهرت لري . بايزيد روښان سربېره پردې چې يوعالم سړی ؤ،يو توريالی عسکر هم ؤ او ډېره موده يې دمغلو په مقابل کې جکړې کړي دي او دپښتونولۍ نوم يې ساتلی دی. دپلار نوم يې شيخ عبدالله ؤ،چې پس له اوه پښته څخه شيخ سراج الدين انصاري ته رسيږي ،چې د مياروښان پلار په کاڼي ګرام وزيرستان کې ؤ،مياروښان علاوه پردې چې د بايزيدپه نوم يادېده په پېر روشن يا روښان هم يادشوی دی،مخاليفينويې په ((پير تاريک)) سره هم ياد کړی دی ، دبايزيد انصاري يا بايزيد مسکين په نوم هم ذکر شوی دی .

بايزيد روښان په سنه (932 ه ) کال زېږېدلی او په (994ه ) کال کې وفات شوی دی،دښاغلي خادم دليکنو له مخې پير روښان د ملاپاينده نومې سړي څخه چې دده د پلار له شاګردانو څخه ؤ درس ويلی دی او طريقت يې له خواجه اسماعيل څخه چې د رياضت خاوند ؤ او ډېر مُريدان او معتقدان يې لرل،اخيستی دی، بيا وروسته په خپله دطريقې په مخ بېولو کې لارښود او رهبر شو او د خاص مسلک او طريقت خاوند شو.

دخيرالبيان د نثر نمونه :

ادميان زما په هستۍ کې دي زما هستي ده په ادميانو لکه کبونه په اوبواو اوبه په کبونو کې لکه کبونه په اوبوژوندي دي په ماژوندي دي ادميان ، په قرآن کې ويلي دي سبحان کب چې په اوبو کې ګرزي مخ يې واوبو ته شي هسې هر لور وته چې جاروزي مخ يې وماته شي د ادميانو زه يم وېښته په پوست کې د ادميانو په وينو په غوښه د ادميانو په رګ په پله د ادميانو په هډو په ماغزه د ادميانو په هرڅه کې يم،چې څه شته دسړي په ځان تحقيق ده زما هستي له هره څيزه بهر لکه ده له ادميانو زه نږدې يم ادميانو ته له ځانه .

د خيرالبيان اصلي نسخه په لاس کې نه شته او دغه راز څونمونې مارګين سټرن ترېنه په خپله يوه مقاله کې رانقل کړي دي ،چې خپله نظريه يې پرې داسې څرګنده کړې ده :

دخيرالبيان په نثرکې د عربي ژبې رنګ او تأثير ښکاره دی،جمله بندي يې عيناً په عربي سبک تطبيقيږي .

دمقفی نثر لومړۍ نمونه په پښتو کې د خيرالبيان څخه لاس ته راځي، تر دې دمخه موږ د دغسې نثر نمونه په پښتو کې نه وينو .

په پښتو کې ديني او اخلاقي مسايل او د آياتونو او حديثونو ترجمې هم غالباً له خيرالبيان څخه شروع کيږ ي.

د خيرالبيان نثر د لسم هجري قرن نثر يوه نمونه ده او په دغه وخت کې فارسي نثر هم د عربي له تأثير لاندې ؤ .

خوشحال خټک

خوشحال خان د شهبازخان زوی د (1022 ّّه.ق) کال د ربيع الثاني په مياشت د خټکو د اکوړې په سرای کې زېږېدلی دی .

خوشحال خان په خپله يوه قصيده کې خپل ځان داسې راپيژندلی دی :

زه خوشحال د شهباز خان چې تورزن يم کان په کان

شــــهبازخان ديحی خان و چې بل نه و هـــسې ځوان

يـــــحــی خـــان د اکـوړي و چې په توره شــو سلطان

دهجرت زردوه ويشت سن و چـــې زه راغــلم په جهان

هــغه کال پوره پـنــځـوس و چې شهيد شو شهباز خان

دهـــغــــــه دور بادشـــــاه و قــــدر دان شــــــاه جهان

دپلارځای يې وماته راکړ پــه ولس شوم حکمران

دخوشحال خان ددې قصيدې د پورته بيتونو څخه د خوشحال د ژوند زمانه او دده دکورنۍ شجره ډېره ښه معلوميږي .

دکوچنيوالي څخه د خوشحال ژوند له ځينو حوادثو سره ملګری دی ، دمثال په ډول په (1029 ه . ق) کال د خوشحال دشپږو کالو ؤ،چې په لنډي سيند کې لاهوشو او نجات يې وموند. په (1030 هه.ق) کال دی د اتو کالو ؤ ،چې له څپرې نه کاڼی پرې راولوېد دا ځل له مرګ نه بچ شو .

خوشحال خان خټک نه يوازې د خپل وخت او زمان يو ټولنيز،سياسي شخصيت او بريالی سالار ؤ، بلکې دی دپښتو ژبې يو داسې شاعر او ليکوال ؤ ، که ووايو د پښتو ادب تاريخ دده له نامه او اثارو پرته نيمګړی دی ، نو دا به کومه د مبالغې خبره نه وي .

خوشحال خټک لکه چې يې ويلي دي ، پښتو ژبې او ادب ته په نظم او نثر کې هغه څه ورکړل،چې ترده دمخه او وروسته يې ښايي ساری موږ په ندرت سره بيامومو.

په تازه تازه مضمون دپښتو شعر

په مانا مې دشېراز او خجند کړ

په بل ځای کې بيا وايي :

که دنظم که دنثر که دخط دی په پښتو ژبه مې حق دی بې حسابه

خوشحال دمغلي واکمنو له خوا بندي شوی هم دی .

پس له بنده دی دا عزم د خوشحال د خاطر جزم

يانيولی مخ مـکـې تـــه يـا مـــغــــلــــو ســــــره رزم

تربند دمخه د خوشحال بابا آثار يوډول تمايلات لري او تربند وروسته يې شعر او هنر بل رنګ اخلي .

محققانو د خوشحال د آثارو شمېره ډېره زياته ښوولې ده ، خو هغه آثار،چې معلوم دي په لاندې ډول دي :

دخوشحال کليات،چې دبيتونو شمېر يې تر څلوېښت زرو ډېر ښودل شوی دی. فراقنامه،دستارنامه،بازنامه،فالنامه،فضل نامه،طب نامه،بياض، ځنځيرۍ ، سواتنامه، پارسي ديوان،اخلاقنامه د خوشحال آثار نه يوازې د کميت په لحاظ ديادونې او مننې وړدي، بلکې په کيفي لحاظ هم د خوشحال د آثارو کيفيت ډېر لوړ دی . خوشحال تر (1100 ه .ق) پورې ژوندی ؤ،دده په کليات کې قصيدې،غزلې،رباعي،قطعې،مخمس،مسدس،معشر،ترکيب بند، ترجيح بند، مثنوي،ذوالقافيتين او نور پيدا کولای شو .

دخوشحال د ښکلو غزلونو څخه ديوې غزلې څو بېته د بېلګې په توګه راوړو :

توره چې تېرېږي خوګوزار لره که نه

زلفې چې ول ول شي خوخپل يار لره که نه

ولې راته وايې چې په ښکلو نظر مه کړه

سترګې چې پيدا دي خو ديدار لره که نه

شېخ دې لمونځ روژه کا زه به ډکې پيالې اخلم

هرسړی پيدا دی خپل خپل کار لره که نه

می شته چنګ و نی شته د خپل يار سره خوشحاله

خپل بياض په لاس کې څه ګلزار لره که نه

رحمان بابا

رحمان بابا په بهادر کلي کې،چې له پېښور څخه درې ميله لرې جنوبي اړخ ته پروت دی . له عبدالستار مومند کره وزېږېده .

پټه خزانه د رحمان بابا د زېږېدو کال (1042 ه .ق) ښيي، لکه څنګه چې مشهوره ده رحمان بابا پيدا شوی خو په بهادر کلي کې ؤ، وروسته د ځينو وجوهاتو له کبله يې خپل کلی پرېښود او هزار خوانې ته راغی .

رحمان بابا له ملا محمد يوسف يوسفزي څخه زده کړه کړې او له هغه څخه يې فقه او تصوف زده کړل ، بيا کوهاټ ته ولاړ هلته يې سبقونه ولوستل او ښه عالم شو . رحمان بابا يو عالم او عابد سړی ؤ .

رحمان بابا د خپل وخت رواجي علوم لوستي وو، په پارسي او عربي ادب کې يې مطالعه درلوده، رحمان بابا دتصوف له رموزو هم خبر ؤ .

د رحمان بلبل تصوف سړی له خدای او دخدای له مخلوق سره د ناپايې مينې په اظهار کې خلاصه کولای شي . د استاد کامل په وينا : ((له خدای دهغه له مخلوق سره محبت دتصوف داسې اصول دي چې له مذهب سره د بشپړ مطابقت،پاکۍ او عظمت له پلوه ډېر منل شوي دي )). د رحمان بابا د شاعرۍ پيغام همدا محبت دی .

استاد روهي په خپله يوه ليکنه کې دا نظريه داسې تفسير کړې ده چې : ((رحمان بابا د يوه فقر ځپلي اولس زړه ته دخپل پيغام په وسيله لار پيدا کوي او ددغه پيغام اصلي جوهر مينه او محبت دی . عشق او محبت نه يوازې د انسان د نجات وسيله ده،بلکې د جهان دتکوين لومړنی محرک هم دی .

لکه رحمان بابا چې ويلي دي :

داجهان دی خدای له عشقه پيدا کړی دجملوو مخلوقاتو پلار دی دا

دپښتو دغه عظيم انسان دوست شاعر په (1128 هه.ق) کال له دنيا څخه سترګې پټې کړې او دپېښور د هزارخانې په هديره کې خاورته وسپارل شو .

له ده څخه په پښتو ژبه دشعر يوښکلی دېوان راپاتې دی،چې په دوو دفترونو کې تنظيم شوی دی. دا دېوان په پښتوکې مشهور او داحترام وړ دی او خلک فالونه پر باسي او خپل مرادونه ځنې غواړي . په دې دېوان کې ښکلې غزلې، قصيده ډوله اوږدې غزلې مخمس اومسبع پيداکيږي .

دده روان ساده او عام فهمه شعر د هر چا او هرې سويې د خاوند پر مزاج برابر دی ، دده شعر که آسان دی خو ژور انساني مفاهيم په کې رانغښتي دي .

درحمان بابا دشعر يوه بېلګه :

که په ګنج دشاهي فخرشهريارکا عاشقان يې ددلبروپه رخسارکا

خرقه پوشوپه خرقه کې دی موندلی هغه حظ چې په دنيايې دنيار دارکا

پتنګانولره خدای په اورکې ورکړ هغه عيش چې يې بلبلې په ګلزار کا

نيک ساعت په بدبدل د هيچامه شه په وصال کې غم دهجروردوڅارکا

دبېړۍپه ډوبېده چې خدای راضي شي يګانګي دزړونو کله هلته کار کا

هغه مخ چې مادر زادښايسته نه دی مشقت دمشاطې واړه مردار کا

باز دنار له خوبه پاڅي پسې ګرځي چې فلک دعاشقانو بخت بېدار کا

نيمه شپه يې يار ترسره پورې کښېني لکه شمع چې څوک بله په مزار کا

دمستۍ د هوښيارۍ يې يون څرګند دی په هرچاکې چې څه وي هسې رفتار کا

رحمان هسې بې وقوف سوداګر نه دی

چې ددين متاع بدله په دينار کا

عبدالحميد مومند

عبدالحميد مومندهم له بده مرغه د پښتود همهغويوڅو وتليو شاعرانو په لړ کې دی،چې د زده کړې او مړينې جوتې نېټې يې لاهم د څيړنې په تورو اوبو کې ډوبې دي خو بيا هم دحميدبابا دټاټوبي او زېږنځي په باب هم پښتانه پوهان او دپښتنو څېړونکي يوه خوله نه وو خو وروستيو پلټنو جوته کړه،چې حميدبابا دپېښور کوهاټ سړک او باړې رود پرښۍ غاړه پراته کلي ماشوګګړ ماشو کې زېږېدلی دی .

تر (1338) لمريز کال او (1959 زېږديز) کال پورې کورني څېړونکي او بهرني ختيځپوهان پښتو څېړونکي او ليکوال د راورټي د روايت له مخې په دې عقيده ؤ،چې ګڼې حميد مومند تر (1145 هه.ق) پورې ژوندی و او يا د بلومهارت Blumharat په وينا پر همدغه کال مړ دی .

خو د حميد بابا دشرعة الاسلام په پيداکېدو سره دغه عقيده واوښته او تر (1148 ه .ق) پورې د حميد ژوند يقيني ثابت شو .

دحميد بابا مزار د ماشو (ماشوګګړ) په لويه هديره کې دی ، دحميد دېوان چې د اټکل له مخې دده په ژوند ټول شوی دی په ادبي حلقو کې په دُر مرجان مشهور دی . دعبدالحميد مومند وروستی او تر ټولوچاپ شويو ديوانونو بشپړ ديوان همدا سرمحقق هېوادمل په زيار ديوان دی ،چې (290)غزلې او قصيده ډوله غزلې،قصيدې ، يومخمس، يو ترکيب بند او دوې څلوريزې لري، چې د ټولو بيتونو شمېر يې (2932) ته رسي د حميد مومند نور مشهور آثار دادي : نيرنګ عشق ، دعزيز او شاهد دمينې سوځنده داستان دی،چې پښتو ژباړه يې دحميد له برکته په ادبي حلقوکې هم د ډېر لوړ نامه خاونده شوې ده .

شاه او ګدا د حميد بابا دا منظومه داستاني ژباړه ده . دشاه ګدا د بيتونو شمېره (1788) بيته ده .

حميدبابا دغه کتاب په داسې ډول ترجمه کړی دی،چې دترجمې په فن کې يې ځانله يو ښکاره مقام پيدا کړی دی .

شرعة الاسلام : دا کتاب په پاړسو هم ترجمه شوی دی . چې د تذکرةالابرار و الاشرار په مأخذونو کې راوړل شوی دی .

پښتو منظومه ترجمه يې دحميد مومند په غښتلي قلم ليکل شوی ده،چې په پښتو تبليغي اثارو کې د ادبي نفاست له مخې هسکه درجه لري .

دا دخوږ ژبي شاعر حميد مومند د نظم نمونه :

نــــــــــه زمـاده نــه دســتــاده دادنـــيـــا پــاتــې شــوې لـه هــرچاده دادنيا

ديـــوه غــېـږ کـې پرته وبل ته خاندي څــه لــولۍ او بـې حياده دا دنيا

پـــه رڼـــايـــې دچــاکارنـه پوره کيږي دآسمان برق وبرېښناده داد دنيـا

که ظاهرښکلې زېباليده شي څـه شـو پــه بــاطــن تــوره بــلاده دا دنـيـا

مـــروت د آشــنـايـۍ پـه کـې نــه شـته کـــه اشـــنـا ده نا آشــناده دا دنيا

په يوځای يې ټيکاو هېچېرې نه شي لکه سيوری خوا وشا ده دا دنيا

تــل پـه ځـان پـورې دخـپــلـو طـالبانـو مسخــرې کـاپــه خـندا ده دا دنيا

په سودا يې سودمن شوي هېڅوک نه دی جـــوفــروش ګـنـدم نماده دا دنيا

چې حميدپه کې خندا کا رېشخندي کا

ځـــای د غـــــــم او د ژړا ده دا دنـــــيـــــــــا

دپښتو ادبياتو اوسنۍ دوره :

دپښتو دادبي تاريخ اوسنۍ دوره،دشلمې پيړۍ له دوهمې لسيزې څخه پيل کيږي . دا بايد ووايو،چې په (1839 زېږديز) کال د ډيورنډ د تحميلي کرښې په اثر د ادبي تحول اوسنۍ دوره په لره او بره پښتونخوا کې دسياسي جريانون د جلاوالي په سبب يو شانته انکشاف نه کوي خوپيلامه يې يوشانته ده .

د اوسنۍ ادبي دورې ادبيات دمنځنۍ دورې ادبياتو سره د محتوی، شکل،ژانرونو او قالبونو له پلوه څرګندتوپير لري او دادبي تحول نوې دوره بلل کېدای شي .

دمضمون او محتوا له پلوه د اوسنۍ دورې په ادبياتو کې نوي فکري او سياسي تمايلات،نوي هنري مېتودونه لکه (ريالېزم او نور) نوي ادبي ژانرونه لکه (ناول،لنډه کيسه،نوی شعر، ادبي ټوټه،طنز او نور) رامنځ ته شوي دي .

په ادبي قالبونو کې هم نوی شعر،منثور شعر په ايجادولو سره تنوع او نوښتونه منځ ته راځي . دپښتو دمعاصر ادب دپيلامې په اړوند دپوهانو اندونه يوډول نه دي. خو دپښتو ادبياتو تاريخ معاصره دوره کتاب مؤلف سرمحقق صديق روهي په عقيده دپښتو معاصر ادب په لره پښتونخوا کې د (1910 زېږديز) کال شا او خوا د (افغان) جريدې په خپرېدلو سره پيليږي. په دغه جريده کې دپښتو ادب نوي ژانرونه باب شول او د راحت زاخيلي،فضل محمودمخفي،عبدالاکبر خان اکبر غوندې ليکوالو او شاعرانو دمعاصر ادب زړي وکرل .

په افغانستان کې د سراج الاخبار د دوهم ځل (1911 زېږديز) کال په خپرېدو سره دپښتو معاصر ادب بنسټ کېښودل شو. د سراج الاخبار د جريدې په خپرېدلو سره دپښتوژبې او ادبياتو ته هم دانکشاف زمينه برابريږي. په همدې وخت کې په لره او بره پښتونخوا کې ډېر داسې ځوانان موجود وو،چې د نويوعلمونو او اروپايي ادب مطالعه يې کړې وه،نوي ادبي ژانرونه او فورمونه يې پيژندلي وو. دخپل خيال د اظهار لپاره يې نوې لارې په نښه کړې وې .او دپښتو د لرغوني ادب پر پاخه بنسټ يې دپښتو د ننني ادب ماڼۍ پيل کړه،په افغانستان کې د ((سراج الاخبار افغانستان)) جريده د مولوي عبدالرؤف کندهاري له خوا د (1906 زېږديز) کال د جنوري په يوولسمه نېټه له چاپه راووتله خو له همدغې لومړۍ ګڼې له خپرېدلو وروسته جريده بنده شوه او دوهم ځل لپاره د (سراج الاخبارافغانيه) په نامه په (1911 زېږديز) دمحمود طرزي په مديريت او مشرۍ خپره شوه .

محمود طرزي او عبدالرحمن لودين په (سراج الاخبار افغانيه) کې دپښتو نظمونو او مقالو خپرولو ته په اګاهانه توګه پاملرنه اړولې وه . دپښتو لومړی شعر چې په دې جريده کې خپور شودمولوي صالح محمدکندهاري شعر دی :

داڅـــه عــجب دوران دی

چې راغلی په افغان دی

رنـــګــــارنــــګــــه تـــــرقــــي ده

څه عجب محبوب عنوان دی

داله کومه سو په موږ کې

چې ظـــاهــــراونمايان دی

داخـــــوعــــصــــر دســـــــراج دی

چې افغان ټول پرې روښان دی

ته ســـــراج الاخــبـــار تــه ګــوره

چې دملک په تن کې ځان دی

اوس بــيا نــور علي نور سو

په پښتوچې دی ګويان دی

په دغه شعرکې دنوي دوران دپيلېدو زېری ورکړل شوی دی .

د اوسنۍ او معاصرې دورې د ځينو شاعرانو شعرونه او دکلام نمونې :

مولوي صالح محمد کندهاری : (1269 – 1339 هه.ش)

صالح محمدهوتک په کندهار کې زېږېدلی او دپنځلس کلنۍ په عمر کابل ته راغی . لومړنۍ زده کړه يې دکابل د حبيبې په مدرسه کې سرته ورسوله او بيا په هماغه مدرسه کې دښوونکي په توګه مقرر شو .

مولوي صالح محمد هوتک دپښتو ژبې درس ورکاوه او دپښتو درسي کتابونه يې ليکلي دي . دده آثار دادي :

خود آموز پښتو

لومړی کتاب

پښتوژبه لومړی ټوک،دوهم ټوک

دپښتوژبې لپاره تدريسي کتاب

پښتوصرف او نحو،له اردو څخه ژباړل شوی

دعزيزي تفسير ترجمه په پښتو ژبه

اطاعت اولوالامر په پښتو ژبه

پښتومقنوي

دمولوي صالح محمد ډېرۍ ليکنې تعليمي او تدريسي بڼه لري،ده دپښتو د معاصر ادب د سرلاري په توګه نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي. دده يو بل شعر چې دلومړۍ نړيوالې جګړې په وخت کې يې دعثماني ترکيې په ملاتړ ويلی او په سراج الاخبارکې چاپ شوی دی. دانګرېزانو د سخت غبرګون سره مخ شو . هغه شعر دادی :

ته کره د زمکې ګوره

نظر وکړه زما وروره

دنياده پــــرشور راغلې

تــــورېـــدلې،قهرېدلې

لري ډول چــــې پرې دنيا دی

پــــريــورپ که پر اېشيا دی

ټول په جنـګ سره اخته دي

پــــه ســـرو وينواغشته دي

جرمــن دی خدای ګمارلی

روس،انـګرېز ته شکارلی

انګرېزان په وير اخته دي

ډېر مغموم خورا خفه دی

هــــــمـــــت ګـــوره دتـــرکانو

درومــــيـــــانو،عــثمــانيانو

اې زمـــــــا بــــرادرانـــو

اې جمله مســــلـمانانو

ښه فرصت دی خدای راکړې

ښــــه مــوقـــع دی پـــيـداکړې

چې کفار سـره اخـــتـه دي

په سرو ويـنو اغشته د

ي

دغه مثنوي ټوله (70) بيته ده. داسې ښکاري چې انګرېزانو به امير حبيب الله خان ته سپارښتنه کړي وي،چې د مولوي صالح محمدکندهاري د آثارو د خپرېدو مخه ونيسي. تريوه کال پورې چابيا په سراج الاخبارکې دده اثر ونه ليد. ددې لپاره چې د خپلو اثارو د خپرېدو لپاره يې لار خلاصه کړې وي. په (1295 هه.ش) کې يې د (اطاعت اولوالامر) تر سرليک لاندې يو شعر له چاپه راووت .

د مولوي صالح محمد (دبلبل ژړا) يا (په قفس کې بلبل) په نامه شعر ډېر شهرت لري، دا دعبدالهادي داوي د شعر ژباړه ده .

غلام محی الدين افغان (1279 – 1339 هه.ق)

غلام محی الدين افغان د عبدالرشيد زوی،په کندهار کې زېږېدلی دی،د تبعيد په موده کې يې په هند کې عصري پوهنې زده کړي .

ويل کيږي چې دی په اردو،سنسګرېت،عربي ،انګريزي او فارسي ژبو پوهېده. دی،چې کله کابل ته راستون شود هېواد، د ځوانانود روزنې په منظور يې معارف ته مخه کړه او د دارالمعلمين مدير وټاکل شو .

د خپلواکۍ دبشپړتيا،دعصري پوهنو د تعميم ، پراختيا او د ملي احساس د وېښتيا په لار کې يې هلې ځلې وکړې. افغان دپښتو ژبې د سوچه کولو سره هم مينه درلوده. غلام محی الدين افغان په (1300 ه .ش) کال خپلې نغمې بس کړې او همېشني باغ ته يې سفر وکړ.

(دمړينې نېټه چهارشنبه، د زمري 11، 1300 هه.مطابق 28 ذيقعده 1339) .

دافغان دشعر يوه بېلګه :

زړه زمــــاډک دی لـــه مــيـــنــــې دوطــــن خپل وطن ماتـه عزيزدی ترخپل تن

هريوګل مې دوطن پرما ډېــر ګران دی تــــرکـشـميره،ترپـاريس و تر لـندن

شيرين ځان مې په شيرين وطن فدا دی زه خــودارنګه فــرهـاد يـمه کوهکن

ګـــلـســتــان مـې دوطـن لادرکــنـــار دی خـــارســـتان دی دوطـن راته ګلـشن

دوطــن پــه حــمــايـت کې ځان مباح دی پــه دامــيـنـه کې لازم دی سرباختن

چـې دچــاپـه ســرســودا د وطــن نـه وي ســـردده دی مـــســتــحـــق د بــريدن

چاپه زړه کې چې جنون د وطــن نه وي دهغه زړه خدای همېش لري غمجن

که څه ډېر دي په جهان کې عـزتـونـه

ډېر عزت دی په خدمت کې د وطن

ګل پاچا الفت (1288 – 1356 هه.ش)

ګل پاچا الفت د ميرسيد پاچا زوی دسيد فقير پاچا لمسی په خټه سيد پښتون په (1909) زېږديز کال،چې د (1288 هه.ش) سره سمون لري د لغمان ولايت د عزيز خان په کڅ کې زېږېدلی دی .

ګل پاچا الفت دپښتو د معاصرو ادبياتو هغه لوی اديب،شاعر او ليکوال دی،چې په ادبپوهنې،ژبپوهنې او لغتپوهنې کې دده ادبي او هنري خدمتونه او دده نه ستړې کېدونکې هڅې نه يوازې د هېرېدو نه دي، بلکې زموږ د اوسني او راتلونکي نسل لپاره ديو لوی ادبي او هنري مکتب حيثيت لري . ځکه چې دی، په نظم او نثر کې د ځانګړي سبک خاوند ليکوال دی .

الفت د زړه رنځور ؤ او د همدغې ناروغۍ له امله په (1977) زېږديز کال،چې د (1356 هه.ش) کال سره برابر دی د قوس مياشتې په (28) مه د (63) کالو په عمر له دې نړۍ نه دتل لپاره سترګې پټې کړې او په ډېر درنښت د لغمان د عزيز خان په کڅ کې د کابل جلال اباد، د لويې لارې په غاړه په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو .

دالفت چاپ شوي کتابونه او رسالې :

1- دپسرلي نغمه 2- ښه لمسون 3- عالي افکار 4- د آزادۍ پيغام

5- غوره اشعار 6- د زړه وينا 7 – د الفت خبرې. 8 – بله ډيوه

9 – نوی سبک او نوی ادب 10- غوره نثرونه 11- لغوي څېړنه

12-ليکوالي املاء او انشأ 13- څه ليکل يا ليک پوهه 14- ادبي بحثونه

15- پښتو سندرې 16- ملي قهرمان 17- منطق 18- اسلام او داسلام نقش دفرد او جامعې په جوړولو کې 19- اجتماعي نظريات

20ـ دټولنې علم 21 – لوړ خيالونه او ژور فکرونه 22- احمدشاه بابا افغان ....

دالفت دشعر بېلګه :

زما ګناه

نه مې دچامال خوړلی نه مې څوک وژلي دي

نه مې چاته ورک شه يا ګم شو کله ويلي دي

نـــــــــوره ګـــــنــاه نـه لرم په دې ګناه مې مه نيسه

زړه کې مې چې پـټ ظالم ته بدغوندې کتلي دي

وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وايمه

نه يمه منکر په مظلومانــــو مې ژړلي دي

داګناه دســــــتـــرګــو کـــه د زړه ده نـه پوهېږمه

بدمې چې ليدلي خدايږو بد مې هم ګڼلي دی

زه يې په ليدلو او ويلو ګناه ګـــار شــــومــه

نوريې په کولو او عمل باندې ښاغلي دي

نـــه يـــمـه خــــايـــن پــه خــيــانت د نورو پوه يمه

پوهه که ګناه وي خلق ټول اوس پــوهېدلي دي

داچې ډېر کاږه درته ولاړ دي ټـــيـــټ سـرونه هم

ستامخ کې چې سم نه شوه سم کله چليدلي دي

هيڅ اميد ترې مه کړه که څوک ځان دتاغلام ګڼي

مــــا غـــــلامــــــانـــــــه ذهــــنـــيــوتــونه پيژندلي دي

لوړ مقام ته رسي چې بوټونه پاکوي دبل

ډېر په دغه شغل رياست ته رسـېدلي دي

دګل پاچا الفت دنثريوه بېلګه :

ملي يووالی

هغه خلک چې په يوه وطن کې اوسيږي ګټه او زيان يې يو دی،ديوه واکمن امرته يې غاړه اېښې وي له يوه بېرغ لاندې راټوليږي اومشترک تاريخ لري يو ملت بلل کيږي .

افغانستان يو وطن دی، ددې وطن ټول اوسېدونکي يوملت دی،ددې ملت نوم افغان دی،لکه چې په افغانستان کې ساړه او تاوده ،وچ اولامده،هسک اوټيټ ځايونه شته،چې په ځينوکې يو راز غلې او يوې کيږي په ځينو کې بل راز. په ملت کې هم راز راز خلک شته،وطن هغه تنګ او کوچنی کور نه دی چې ديوه پلار او ديوې مور اولادونه به په کې استوګنه لري اونه هغه کلی دی، چې ټول اوسېدونکي به يې يوخېل يا قوم وي په دې اوسنۍ زمانه کې اوس ځينې داسې کورونه هم شته،چې يومسلمان پښتون له يوې روسي يا امريکايي مېرمنې سره په کې اوسيږي او دواړه ديوه اولاد مور او پلار وي .

هرکله چې په يوه کاله کې دا حال دی نوپه يوه لوی وطن کې به ولې هندو اومسلمان،شعيه او سني،پښتون او تاجک ديوه ملت په حيث نه اوسيږي.

زه ډېر داسې دوه وروڼه پيژنم چې يو پښتو وايي او بل پاړسي .

(دالفت نثري کليات 107 مخ )

عبدالحی حبيبي (1289 – 1363 ه .ش)

عبدالحی حبيبي د عبدالحق اخوندزاده زوی ،په قوم کاکړ اوپه (1289 ه ) کال د کندهار په ښار کې زېږېدلی دی .

څرنګه چې دی دکندهار دسترعالم مولوي حبيب الله (مشهورپه حبو اخونزاده) کورنۍ ته منسوب دی نو ځکه يې پرځان د حبيبي تخلص اېښی دی .

پوهاندعبدالحی حبيبي دپښتو ژبې،ادب او دپښتنو دتاريخ ترټولو ستر محقق دی او د همدې امله يې د (لوی استاد) لقب ګټلی دی .

لوی استاد په خپلو څېړنو کې دپښتو ادبياتو ډېر تياره ګوټونه روښانه کړي دي، ده په سلګونو آثار (کتابونه،رسالې او مقالې) ليکلي دي .

په فارسي ژبه دده ډېرۍ ليکنې دپښتو ادبياتو اود افغانستان تاريخ معرفي کولو ته وقف شوي دي.

پوهاند حبيبي د ادب او هنر په هر ادبي او هنري ژانر کې دپوره صلاحيت خاوند ؤ، هغه په هنري نثرکې لومړی سړی ؤ،چې په (1314 هه.ش) کال يې يو هنري نثر (اثر) د ((توريالۍ پښتنه)) په نوم وليکه او له هغه وروسته يې دپښتو ادبياتودتاريخ لپاره دومره کار کړی دی،چې تر اوسه هيڅ ليکوال او اديب په دې اندازه قلم نه دی چلولی. استاد نه يوازې پښتو ژبې او ادب ته خدمت کړی دی بلکې دري ژبې ته يې هم ډېر خدمتونه کړي دي .

دعبدالحی حبيبي دځينو اثارو نومونه دادي :

1- سپيڅلې پښتو 2- تاريخچه پشتو 3- دسليمان مالو تذکرة او دپټې خزانې ميندل 4- پښتو ادبياتوتاريخ لومړی ټوک او دوهم ټوک

5- پښتانه شعراء لومړی ټوک 6- پښتو لويکانو غزنه 7- پښتو او پښتونواله

8- مشاهير افغانستان 9- پسرلنۍ سندره 10ـ دډارمسټر دهار وبهار ژباړه 11- تاريخ مختصر افغانستان

دعبدالحی حبيبي د نثر نمونه :

دفداکارۍ صحنه

دننګيالوپښتنوکهول لاپرلارې وه،چې خدای سپېدې وچاودې،سهارسو پر يوه ناور ټولو اودسونه تازه کړه.ترلمانځه وروسته زمري خان بابا توره له تېکې راوکښه،په پښتني جوش يې وويل ((خدايه! داتوره ماستاد رضا او د پښتنوالي او ننګ او ناموس دساتنې دپاره راکښلې ده ، زه ځان او خپل ګران زوی او دسترګو توره تورپيکۍ او خپله پښتنه ملګرې زرغونه پرتاسپارم! )).

دايې وويل د لمر لومړيو وړانګو دده توره برېښوله،مخ پرنوې کلاراغلل. هرڅومې چې رانږدې کيږي،ګرز او غبار،د توپو ډزهار،دټوپکو ټکهار،د تيارو غړمبهار ډېرېږي او داسې ښکاري،چې دسپين بولدک پرکلا دمحشر ورځ ده . ننګياليو پښتنوچې دا حال وليد ځانونه يې چمتو کړه . دسپين ږيري بابا دپښتونوالي احساسات مشتعل سوه ناره يې کړه :

« دا کلا...دازمکه...داخاوره...داوطن...دازموږ دپلاراونيکه هديره...مګر خاوند نه لري ؟

خدايه پښتانه ژوندي دي که مړه ؟

بياپردې خاوره د غليم قدمونه اېښود کيږي؟

ها – دميوند زمرو ! ...څه سواست ؟

ها – داحمدشاه بابا او اکبر غازي اولاده ! ...چېرې ياست ؟

ها – پښتو او پښتنوالې ! ...

ها ! – د بارک او اڅک زامنو ! ...

د ننګ او ناموس وخت دی ...»

پرسپينه ږيره يې روڼې اوښکې بهيږي آخره پلا خپل ګران ګلالی زوی ريدي په بغل کې نيسي،پرتندي يې مچوي،وايي :

(( خدايه ! ...دا زوی خو خاص ددغې ورځې دپاره لوی کړی ،،دادی ستا رضا او دوطن دپاره يې قرباني کوم !...))

تردې وروسته تورپېکۍ هم پرسپين باړخو باندې مچوي ورته وايي :

((جنکۍ ! دسترګو تورې ! دپښتانه مېرمنې تل پرخپل ننګ و ناموس ترسر تېريږي. له خدايه غواړم چې ته هم يوه توريالۍ پښتنه سې او د وطن انتقام له غليم څخه واخلې .

ريدي خان،چې هم آخر وليد خپله ګرانه او دزړه سر محبوبه يې په بغل کې ونيوه،آخرنۍ وداع يې ورسره وکړه. دا منظره دومره دلچسپه وه تابه ويل يو اهل جنت له حورې سره مينه کوي ...

وروسته نو دواړو د زرغونې ادې لاسونه ورمچ کړه او حق پليت يې ځينې واخيست . تورې له تېکې څخه وبرېښېدلې. ټوله په ګډه دفداکارۍ ميدان ته راغلل.

( دتورپيکۍ کيسه په اوسني ليکوال کې بشپړه چاپ شوې ده،ودې کتل شي )

داستاد حبيبي دشعر بېلګه :

سپوږمۍ !

داســـمـــان ســـپــينې سپوږميه !

مخ دې روڼ،تندی دې ورين دی

شا او خوا دې پلوشې ځي

په رڼادې تور بڼ سپين دی

دويــــرجــــنــــــو خــــوالــه ګرې

راسه زړه مې ډېرغمګين دی

راسه زماګرانې پۍ مخې!

چې يودم د زړه خواله کړو

سره کښېنو لاس تر غـاړه

خواپه خوا سره پاله کړو

ښــــکـــلـې پېغلې مه شرمېږه

پــټ دې ولې ترغره مخ کی؟

ته يې زماد زړګي مــلګرې

تل به نوروپر موږ رخ کی

لـــه هـــــېواده لېرې ګرځم

زماپــه زړه پورې ملګرې!

د وطن بل څــوک خو نسته

دلـــــتــــه يـــم يـوازې لېرې

نه خواږه ياران خپلوان سـته

نــــه ددوی خـــــوږې خـــبـرې

يوه ته يې زما ملـګرې

راسره يې له هـــېـواده

هم هورې يې هم دلې يې

خدای دې تل ولره ښاده!

چې زه درومم ته هــــم درومــې

چې زه ناست يم،ناسته ته يـې

په ځغاســـته راسره ځغلې

چـــې بــېده يــم ته بېده يې

وفـــــاداره ښـــــکـــــلـــې پېغله

ته سپوږمۍ ،که پـښتنه يې؟

ســــتا وفا دپــــښــتنو ده

اسماني پېغلــې نجلۍ !

په ښوی ښکلې پښتنه يې

دغـــــمــــجـــن مـــيـن شهۍ

عبدالرؤف بېنوا (1293 – 1363 ه ،ش)

عبدالرؤف بېنوا د مفتي عبدالله زوی په (1293 ه ،ش) کال چې د (1913) زېږديز کال سره سمون خوري، په کندهار کې زېږېدلی دی، په خټه الېزی پښتون دی.

لومړنۍ زده کړې يې د خپلې کورنۍ د غړو او دکندهاري عالمانو څخه کړې ده، وروسته يې په خصوصي ډول زده کړې او مطالعې ته دوام ورکړ.

بېنوا ډېر اثار ليکلي دي،چې مشهور يې دادي :

پښتنې مېرمنې،مېرويس نيکه،ادبي فنون،هوتکي ها، پرېشانه افکار، ټاګور دکيتاانجلي ژباړه،اوسنی ليکوال (درې ټوکه)، پښتونستان،پښتو کلي ، پردېس،پښتو د شاهانو په دربار کې، خوشحال خان خټک څه وايي، چند آهنګ ملي ، د غنمو وږی ، د افغانستان تاريخي پېښې، د زړه خواله ،د افغانستان نوميالي (په درې ټوکه کې) او نور .

استاد بېنوا د پښتو د معاصر ادب ښه ليکوال او شاعر تېرشوی دی، په هنري نثرکې خصوصاً ډرامه کې لومړی ليکوال دی .

بېنوا په (1363 ه .ش) کال د سرطان دناروغۍ له پاره نيويارک ته ولاړ، هلته وفات شو او په نيو جرسي کې خاورو ته وسپارل شو .

خوا دبېنوا وصيت ترسرليک لاندې شعر کې بېنوا داسې غوښتنه کړې، کله چې وطن د سرو لښکرو نه ازاد شي نو زما هډونه به خپل وطن پاک افغانستان ته رسوﺉ. ددې وصيت وروستي درې بيته داسې دي :

زما هډونه به دروړﺉ وخپل وطن ته

مړبلبل به رسوﺉ وخپل ګلشن ته

ښخوﺉ به ماپه پاک افغانستان کې

دپروټو،ننګياليو په جهان کې

زماپه شنخته به ليکی ځلميو! دا

((دلته ښح دی پردېس شوی بېنوا))

دبېنوا دشعر بېلګه :

غلی شانته انقلاب

نسيم ووې دګـل غوږ کې،بدل شوديارانې رنګ

غلی شـــــــانته انقلاب دی،بدلوي دزمانې رنګ

ورسره نوي رنګونه رنګارنګ تحولونه

کړي سمسور به زاغ رغونه

نوی سـاز نوی آواز دی،هم شونوی دنغمې رنګ

غلی شــــــانته انقلاب دی، بدلوي دزمانې رنګ

نوی دام نوی صياد دی نوی چل نوی بېداد دی

نوی آه نوی فرياد دی

هوښياري صـيد لره بويه، بدل شوی د دانې رنګ

غلی شانـــــتـــه انـقلاب دی،بدلوي د زمانې رنګ

لري نوي محبسونه نه يو سرای نه يوه خونه

حبسوي لوی هېوادونه

چې بندي پرې نه پوهيږي،داسې شــو د زولانې رنګ

غلی شانته انــــقـــلاب دی ، بــــدلـــوي د زمانې رنګ

طلايي جام کې د دور شراب زهر دي په دور

نوشېدل يې غواړي غور

ای سرمست زلميه پام کـړه،بل راز شو دميخانې رنګ

غــــلی شانته انـــــقـــــلاب دی ، بدلـوي د زمانې رنګ

سره واوښتل قومونه ويښ خبرشول له ژوندونه

د ويدو شول وران کورونه

ګوره کله به شــي نوی دپښتون د کاشانې رنګ

غلی شانته انـــقلاب دی،بدلوي د زمانې رنګ

پوهاند عبدالشکور رشاد (1300 – 1383 ه .ش)

پوهاند اکاډيمېسن عبدالشکور رشاد، د عبدالغفور خان زوی د حاجي محمد آياز خان لمسی په خټه بابړ، په (1300 ه .ش) کال کې د کندهار ښار د بابړو په کوڅه کې زېږېدلی دی، پنځه کلن ؤ چې په ښوونځي کې داخل شو،ښوونځي ته تر تلو دمخ يې قرآن عظيم الشان ختم کړی،بوستان،ګلستان،پنج ګنج او نور مروج فارسي کتابونه يې لوستي او دفقې شريفې په زده کړه يې پيل کړی ؤ، د کندهار د ګنج په ښوونځي کې تر يوولس کلنۍ پورې زده کړه وکړه . په ښوونځي کې د هغه لياقت اوازه دومره خپره شوه چې کله امان الله خان کندهار ته تللی ؤ نو د ګنج په ښوونځي د کوچني عبدالشکور ټولګي ته ورغی او ورته يې وويل : ((بچيه زه ستا په خاطردې ټولګي ته راننوتم)) .

استاد اوه ويشت کلن ؤ چې د لوړو زده کړو د حاصلولو لپاره په خپل شخصي لګښت هند ته لاړ او هلته يې پوره اوه کاله د ژبو،ادبي فنونو او تاريخي مسايلو په باره کې مطالعات وکړل .

علامه رشاد له (1337 لمريز) کال څخه د کابل پوهنتون په ادب پوهنځی کې د استادۍ دنده په غاړه لرله، استاد په فارسي او اردو ژبو دومره لاس بری ؤ لکه په خپله مورنۍ ژبه باندې . په عربي،روسي،انګليسي او هندي ژبو مسلط ؤ.

دهېواد له دغه لوی عالم څخه (32) چاپ شوي او (65) ناچاپ کتابونه او دغه راز په سل ګونو علمي او ادبي مقالې راپاتې دي .

دغه لوی عالم نامتو او دقيق ليکوال او څيړونکی،چې په سيمه او نړۍ کې يې خپله ځانګړې پيژندګلوي درلوده له يو عمر وياړلي خدمت نه وروسته د (83) کالو په عمر د (1383 لمريز) کال د لېندۍ په يوولسمه نېټه له دغې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او خپل ټول ارادتمندان يې په خپلې مړينې د غم په ټغر کښېنول .

دپوهاند عبدالشکور رشاد د شعر يوه بېلګه :

حريت

دمـــجــنــون ژونــدون به څه وي چې ليلا مري

څـه په کار دی تش کالبوت چې زړه دچامري

زړه ډيـــوه ده دا دخــټـو پـــه کــالب کې

خدای ومه کـړه چې دا ډيـوه دچــامري

چـــې مــرغــه لاړشـــي قـفــس د ماتېـدو دی

که به زړه مري تش ګوګل دې لاپخوا مري

هــيـــڅ مــمــکن نــه دی پـــايــښــت دهـــغه پږي

زړه چې مري کالبوت مجبور دی خامخا مري

حــــريـــت دهــــرمـــلــت دبدن زړه دی

که دانه و،هم ملت مري هم بقا مري

پوهاند صديق الله رښتين

پوهاند صديق الله رښتين د مولوي تاج محمد زوی د (1298 ه .ش) کال شا اوخوا دمومندو په سره کمره کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې په خپله علمي کورنۍ کې کړې ده او بيايې خپل تحصيلات د ننګرهار د هډې په نجم المدارس او دکابل په عربي دارالعلوم کې سرته رسولي دي .

پوهاند صديق الله رښتين د خدمت ډېره موده په پښتو ټولنه کې او دکابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي کې داستاد په توګه تېره کړې ده .

پوهاند رښتين په ابتدا کې شعرونه هم ويل خو وروسته يې خپل وخت ژبپوهنې او ادبپوهنې ته وقف کړ.

رښتين دخپل وخت نوميالی ليکوال او قوي نثر ليکونکی دی،چې آثار يې په متفرق او مستقل ډول د هېواد په مطبوعاتو کې خپاره شوي دي .

پوهاند صديق الله رښتين په (1377 ه .ش) کال دليندۍ په شپږمه نېټه په پېښور کې وفات او دننګرهار په بهسودو کې خاورو ته وسپارل شو .

دپوهاند رښتين نامتو اثار دادي :

دپښتو ادب تاريخ، دپښتو اشتقاقونه او ترکيبونه، دپښتولوی ګرامر (په پارسي ژبه) پښتو قصې، د هندسفر، پښتو ژبښودنه،د ژوند سندره ، نوی ژوند، دمينې هنداره، دپښتو مصدرونو لارښود او نور ....

املاء او انشاء

املا د عربي کلمه ده په لغت کې مهلت ورکولو ت واېي .

په ادبي اصطلاح کې :خپلې خبرې په صحيح ډول ليکل دي که څوک له ځان نه څه نشي ليکلی ، مګر د بل ليک له مخې نقل کولای شي دغه نقل ته املاء‌ نشو ويلې .

املايي لارښوونې

داملاء خاوند بايد دا لاندې ټکي په نظر کي ونيسي:

۱ـ څه چې ليکي بايد د صحيح تلفظ له مخې يې وليکي او په غلط تلفظ پسې لاړنه شي په هره ژبه کې د عوامو تلفظ او صحيح تلفظ يو څه فرق لري.

ځينې الفاظ شته،چې په ويلو کې يو راز او په ليکلو کې بل راز دي.

لکه د پښتو په عامه محاوره کې (الک) ويل کيږي ، مګر په ليکلو کې (هلک) ليکل کيږي . همدارنګه په دري ژبه کې چې (او) ويل کيږي او (آب) ليکل کيږي .

۲ـ د ګرامر مراعات : په ليکلو کې بايد د صرف او نحوې مراعات وشې . ځينې جملې په وينا کې دومره لنډې شوې دي،چې په ليک کې نشته . لکه (څيکې)ويل کيږي او په پښتو ليک کې بيا همدا کلام (څه يې کوې؟) ليکل کيږي .

په دري ژبه کې هم (مچم) ويل کيږي او (من چه ميدانم)ليکل کيږي .

۳ـ دوه بيلې کليمې به يوله بله ليکلو کې نه نښلوو . يانې دا راز کلمات

(لوی کور)، (ټول سړي) بايد داسې ونه ليکو : (لويکور،ټولسړي).

۴ـ که له دووکلمو څخه يوه کلمه جوړه شوې وي ، لکه (ټوليمشر)،(ټولواک) بيايې په ليک کې بيلول ښه نه دي . همدا ډول د (بيلتانه )کلمه (بې لتانه ) غوندې ونه ليکو چې مانا يې تغيرپيدا کوي.

۵ـ د کلماتو په ليکلو کې دا مراعات هم ضرور دی،چې يوه کلمه د يوې بلې کلمې په شان ونه ليکو او څومره چې کيدی شي د التباس او اشتباه مخه ونيسو.

مثلاً (پوښتنه) د تپوس په مانا او (پښتنه ) د پښتون مؤنثه کلمه بايد په ليکلو کې فرق ولري .

همدارنګه (ګوډ) او (ګډ) بايد يو شان ونه ليکو او نه (پريښی) لکه (پرې ايښی) وليکو . (نوی) د جديد په مانا او (نه وي) د نباشد په مانا په ليکلو کې بايد فرق ولري .

۶ـ په پښتو کې دنفي توري او دنهي توري (نه ،مه ) له افعالو څخه جدا ليکل کيږي .لکه: (نه ځي، نه کوي ، نه ويني، مه وايه ، مه کوه ، مه ځه ، مه غواړه) مګر په (نشي ، نشته ، نګړي ، مشه ، مکړه ) کې يې ډېرۍ متصل ليکي .

۷ـ پښتو توری :

په پښتو ژبه کې ځينې خاص توري شته ، چې په فارسي او عربي کې نشته ، ددغو تورو ځای پيژندل او په خپل محل کې يې ليکل په پښتو املاء کې ډير اهميت لري . چې هغه دادي :

ښ : دا توری ځينې پښتانه لکه (خ) يا (خ) ته نژدې تلفظ کوي او ځينې پښتانه يې د (ش) غوندې ادا کوي . نو د غه دوه يا درې مختلف غږونه چې يو ځای او بل ځای د لهجې د اختلاف په وجه د ځينو لغاتو په تلفظ کې شته ، په ليک کې ددغه توري په ليکلو دغه اختلاف له منځه تللی اود ليک يو راز والی يې ساتلی دی .

داتوری په داسې لغاتو کې ليکل کيږي . لکه : ( ښه ، لو ښی ، اوښ) چې څوک يې يو راز او څوک يې بل راز تلفظ کوي .

کومه کلمه،چې يوازې د ( خ) يا يوازې د ( ش) اواز راغلی وي هلته دغه توري نه ليکل کيږي ، لکه (خټه ، خاوره ، شګه ، شولې ...) په دغه اساس بايد (خندل) چې د (خنديدن) په مانا دي په ( خ) ، او (شيندل) د پاشيدن په مانا په

( ش ) وليکو. او (ښندل)چې دقربانولو او سرورکولو په مانا سره په پښتو (ښ) وليکل شي،چې ددرې واړه کلمو مانا ګانې وساتو .

ږ:­- د پښتو داخاص تو ری هم ځينې پښتانه لکه (ژ) او ځينې يې لکه (ګ) اداکوي ، نو ځکه په هغو کلمو کې ليکل کيږي،چې د لهجو د اختلاف په وجه دغه دوه آوازونه ولري . لکه : (ږلۍ ، لږ ، کوږ) دغه توري هم په پښتو املاکې دلهجو د اختلاف مخه نيولې ده او دليک يو والی يې ساتلی دی .

کومې کلمې چې يوازې د(ګ) يا يوازې د (ژ) اواز لري هلته دا توری نه ليکل کيږي او هماغه (ګ) يا (ژ) ليکي . لکه : (مالګه ، ګوړه ، ژبه ، ژرنده ، ژوند ...)

ځ:ـ دا هم پښتو خاص توری دی له (ز) نه لږ غوندې دورند دی ،چې په ځينو پښتو کلمو کې يې ليکل ډير ضرور دی ، لکه : ځان ،ځنډ ، ځنګل ، او داسې نور ... .

په پښتو کې ځينې نشته لکه (ځه ) چې دتللو امر دی او په پښتو (ځ) ليکل کيږي که دا کلمه په (ز) وليکو نو (زه ) د مفرد متکلم ضمير ترينه جوړيږي .

همدغه شان (ځوړ) د (ښکته ) په مانا که په (ز) وليکل شي نو د (زوړ) سره مشبه کيږي.

دا توری د پښتو په پخواني رسم الخط کې ډير استعماليده ، اوس يې په ځينو لغاتو کې ځای (ز) نيولی دی . لکه : ( زما ، زغمل ، زوی ، ګرزيدل اوداسې نور ... دغه تغير او تحول ته چې ګورو دا اټکل کيدی شي،چې څه زمانه وروسته به دغه توری له منځه ولاړشي او خپل ځای به (ز) ته پريږدي ، ځکه چې ددې دواړو تورو ترمنځ په تلفظ کې دومره فرق نشته ،چې هر څوک پرې پوه شي او له يوه کُلي قانون لاندې راشي . دلته چې کومه قاعده يو څه تطبيق پيداکوي هغه داده چې : کوم کلمات،چې په دري کې په (ج) ويل کيږي او په پښتو کې هماغه کلمات په (ځ) نو هلته بايد همدغه پښتو (ځ) وليکو . لکه : ځوان ، ځان ، ځنګل اوداسې نور .

سربيره پردې په هغوکلمو کې يې هم ليکل ضرور دي،چې که په (ز) وليکل شي نو له يوه بل پښتو لغت سره القباس پيداکوي ، لکه ځړيدل ، زړيدل .

څ:ـ داهم پښتو توری دی چې په فارسي او عربي کې نشته ، تلفظ يې (س) ته نږدی دی او ځينې کسان يې په ځای د (س) توري استعمالوي . که ددغه توري په ځای (س) وليکل شي نو دځينو کلمو مانا بدليږي ، لکه : (څټ ، څوک ) چې (سټ ، سوک) ترې جوړيږي .

ډ،ړ،ټ :دا درې توري په پښتو املا کې ډيره زياته برخه لري چې ځای پيژندل يې ډير ضرور دي او صحيح تلفظ يې په کار دی ، که يو ليکوال په ليکو کې او ويونکی په وينا کې (ټ) په (ت) او (ړ) يا (ډ) په (د) بدل کړي ، دا املاء اودغه تلفظ صحيح نه ګڼل کيږي او په ځينو لغاتو کې دمانا د تغير مو جب ګرځي .

لکه : (وړ، ټول ، ډار) چې (ور ، تول ، دار) ترې جوړيږي .

ڼ:ـ داتوری له (ن) څخه دروند ادا کيږي ، لکه : ( مڼه ، بڼ ، تڼۍ ) ب کلمو کې . پخوا نو ليکوالو او اوس ځينو ليکوالو دا توری داسې (نړ) ليکلی دی چې دوه توري (ن+ړ) يې يو ځای کړي دي او د يو توري نو م يې پرې ايښی دی ، داتوری بايد په بسيط ډول (ڼ) وليکو ځکه چې په مرکب ډول يې ليکل په ځينو کلمو کې مشکلات پيښوي .لکه : (نړۍ ، خونړۍ ، کونړ، نړول ، نړيدل ) اوداسې نور .

په پښتو کې د (ی) ډولونه :

په پښتو املا کې (ی) په پنځه ډوله ليکل کيږي .

۱ـ ملنه يا معروفه (ی) : هغه ساکنه (ی) چې دمخه توری يې زور ولري او نرم ويل کيږي .لکه (سړی ، ليونی ، منګی ) .

۲ـ څرګنده يا نسبتي (ی) : چې دمخه توری يې خالص او ثقيل زبر ولري . لکه :(وير ، بياتي ، ښادي ،دوستي ) .

۳ـ مجهوله يا اوږده (ې) : چې دمخه توری يې خفيف زير ولري او اوږده ويل کيږي . لکه : (هېر ، تېر، شيدې ، مستې).

۴ـ لکۍداره يا تانيثي (ۍ) : چې دمخه توری يې زورکی لري يواځی د کليمې په پای کي راځي ،لکه : (څپلۍ ، نجلۍ ، شينکۍ) .

۵ـ فعلي يا همزه لرونکي (ﺉ) : دمخاطب افعالو په پای کې راځي ،لکه : خورﺉ ، وړﺉ) د امر په ډول (وخورﺉ ، مه ژاړﺉ ).

ددغويا ګانو په بدلون کله يو لغت په بل لغت بدليږي او په مانا کې يې تغير راځي .لکه : (مېنه ، مينه ، غړی ،غړۍ ، شړۍ ، مه خورﺉ ، ګورﺉ )

ديا ګانو برخه په پښتو ګرامر کې هم ډيره زياته ده ،يانې مفرد ،جمع ، مذکر او مؤنث فعل او اسم ،غايب او مخاطب د همدغو ياګانو په وجه معلوميږي.

که داياګانې په ليکلو کې فرق ونلري نو (وړۍ) د (پشم )په مانا او (وړﺉ) د وړلو به مانا به يو راز ليکو ، (راځی) چې دامر صيغه ده د (راځي) سره به په ليک کې يوډول وي .

دليکوالۍ فن يا انشاء

ليک د فکر او احساساتو دانتقال يوه وسيله ده ، چې په هغه کې ديو لړ منل شوو اشارو او علامو څخه کار اخستل کيږی،يا ليک هغه علامې او سمبولونه دي،چې داواز دثبتيدو لپاره وضع شوي وي .

د ليک پيدايښت د بشر ژوند ته نظم ور وبا ښه اود تاريخ اغاز ورسره وشو .

دليک پيدايښت دبشري تجربو دليږدولو وسيله شو اودبشر تجربو ته يې داسې تسلسل ورکړ،چې نسل په نسل پرمختيايې ګامونه واخلي .

دليک همدې ارزښت دسواد عاميدل او د لومړنيو زده کړو جبري کيدل رامنځ ته کړل اواوس دنړۍ په ډيرو وروسته پاتې هيوادونو او ټولنو کې هم هڅه کيږي،چې ماشومان ليک او لوست زده کړي او دعلم له نعمت نه برخمن شي .

نوپه دې بنا ليک لوست يو ضرورت دی خو تر هغه راوروسته ليکوالي بيا فن دی،چې خاصه زده کړه اوخاصې لارښوونې غواړي .

اوس چې موليک وپيژاند ، نو د انشاء يا ليکوالۍ فن به هم په لنډ ډول درو پيژنو :

انشاء يا ليکنه :

انشا‌‌‌ء د شروع «ايجاد» او وضع کولو مانا لري . خو په ادبياتو کې ددې کلمې متداوله مانا وضع کول او منځ ته راوړل دي . يانې ديو نوي شي پيداکولو ته انشا‌ء وايې .

په ادبي اصطلاح يو نوی فکر اونوی خيال په الفاظو کې څرګندول انشاء ده .

«ليکوالي په عامه مانا هغه فن اوليکنی هنر دی ،چې دهغه په وسيله کولی شو خپل افکار يا په بله وينا هغه مفاهيم ، مطالب اومعلومات،چې زموږ په ‌ذهن کې دي په ليکنې بڼه په ډيره اسانه او اغيزمنه توګه نوروته ورانتقال کړو.

دليکوالۍ د فن اومسلک لمن ډيره پراخه او ټولنيز ارزښت او اهميت يې ډېر دی.له عادي يادښتونو، شخصي او رسمي يا اداري ليکونو څخه نيولې بيا دلوړو تخليقي او تحقيقي ليکنو (انشاء) تر بيلا بيلو ډولونو پورې ددغه فن په پراخه لمن کې رانغښتي اوهر هغه څوک،چې خپل فکر ، پوهه او معلومات په ليکلې بڼه په سمه اومناسبه طريقه نوروته ور رسول يا ليږدول غواړي دغه فن ته اړتيالري.

دليکوالۍ پوهه او هنر تر ډيره حده دادبي اوعلمي اثارو په مطالعه او پرله پسې مشق او تمرين تر لاسه کيږي . ځکه چې ددغه فن بنسټ د زده کوونکي په فطري استعداد ،ذوق، تخيلي او بديعي ځواک ولاړ دی او داپه ليکوال پورې اړه لري،چې د خپل بديعي او تخيلي قوت په ملتيا دليکنې لپاره څه ډول مناسب الفاظ او د ليکنې کوم فورم او انداز وکاروي.

دليکوالۍ د فن په هکله څو عمومي لارښوونې او پاملرنې

په ښه او سمه توګه د ليکوالۍ د فن دزده کړې او پر هغې د پوهيدنې لپاره ډيرې آغيزمنې لارې چارې شته،چې ددغه هنر دپوهانو او څيړونکو له خوا په ګوته شوي دي . موږ دلته د هغو پاملرنو او لارښوونو له جملې څخه مهمو يادونه کوو :

۱ـ کوم ليکونکی،چې په يوه موضوع کې څه ليکي لو مړی بايد يو معين مقصد او هدف ولري او بيا خپل فکر او خيال په ښکلو خوږو الفاظو سره په ښه ترتيب او صورت داسې څرګند کړي،چې د ليکونکي مطلب په ښه ډول ښکاره شي او په لوستونکي ښه آغيزه او تاثير وکړي .

۲ـ ليکنه بايد ساده او عام فهمه وی . ليکوال بايد د مفهوم د افادې لپاره داسې کلمات انتخاب کړي،چې د خلکو ذهن ته ډير نژدې او عام فهمه وي. دليکنې جملې يې لنډې،عبارتونه يې بې تکلفه او له تصنع نه خلاص وی.

۳ـ بې ضرورته اوږده مقدمه ، ليکنه بې خونده کوي ، نو ښه داده چې اصلي مطلب په څرګندو الفاظوکې نورو ته وړاندې شي . هڅه دې وشي،چې د متن لمن له هر ډول ابهام څخه پاکه وي .

۴ـ دليکوال لپاره د ژبې پر ګرامري قاعدو پوهيدنه ضروري او اساسي شرط دی .

په ليکنه کې بايد دامکان تر بريده د هر ډول ګرامري غلطيو مخه ونيول شي او ټول کلمات د ګرامري اصولو سره سم استعمال شي .

۵ـ په ليکنه کې دې تر ډېرې کچې پورې دژبې معياري لهجه په پام کې ونيول شي.ترڅودهغې ژبې نورلوستونکي وګړي يې له ليکنې څخه مطلوبه ګټه واخلي .

۶ـ ليکوال دې بې ضرورته دنورو ژبو لغات نه استعمالوي ، تر ممکنې اندازې پورې دې هڅه وکړي،چې د خپلې ژبې لغات استعمال کړي .

۷ـ په ليکنه کې بايد د عطف اوربط توري ډير اوبې ضرورته استعمال نه شې ، ځکه چې د ليکنې لوستنه بې خونه کوي .

۸ـ ليکوال دې په ليکنه کې بايد دضعيفو ټکو او کمزورو استدلالونو څخه ډه ډه وکړي . هڅه دې وشي، چې ليکنه په پوخ استدلال او قوي منطق ولاړه وي.

۹ـ دمضمون او محتوا راښکون په ليکنه کې ډير اهميت لري . مانا په کلمو او جملو کې داسې ترتيب شي ،چې له پيل څخه تر پايه پورې لوستونکي په ځان پسې راوکاږي او د لوستونکي تخيلي او فکري قوه د پايه پورې بلې خواته پرې نه ږدي .

۱۰ـ ليکوال بايد په خپله ليکنه ټينګه عقيده ولري او په دې ډاډ من وي څه چې ليکي هغه يې د زړه او ضمير غږ دی ، په ليکنه کې بايد صداقت او صميميت موجود دي څو په لو ستونکو مطلوبه آغيزه وکړي.

۱۱ـ په ليکنه کې دنظم او ترتيب مراعات ډير ضروري دی ، ځکه چې په انشاء او ليکنه کې د الفاظو ،کلمو ،جملو او عبارتونو ګډوډي او بې ترتيبي ستر عيب ګڼل کيږي .

موضوع په داسې ډول بايد وڅيړل شي،چې مضمون له پيله تر پايه دمانا اومحتوا له مخې بې نظمه اوبې تر تيبه نه وي.

۱۲ـ دنوښت او ابتکار قوه په ليکنه کې ستر اهميت لري . د ليکوالۍ د هنر يوه ستره ځانګړنه داده، چې ليکوال له کتنو او اوريدنو څخه نو ي ، نوي مضامين پيداکوي او له عادي پيښونه نوي نتايج اخلي نو ابتکار د انشاء معنوي برخه ده او دانشاء ستر صفت دی .

د ليکوال د تخيلي ځواک څومره والی او څنګه والی دهغه په ليکنه جوته آغيزه لري . تخيلي ځواک دابتکار اونو ښت تو منه ده، څومره،چې دليکوال او شاعر تخيلي قوه پياوړې وي په هماغه پيمانه يې دابتکار او نوښت قوت ډېر وي .

۱۳ـ په ليکنه کي د ليکوال ټولنيز شخصيت او اخلاقي شجاعت ډيره آغيزه لري .

همدغه احساس هغه ته دا جرأت ورکوي،چې ټولنيز واقيعتونه ، حقايق او دردونه په صراحت سره بيان کړي .

۱۴ـ دمنل شويو عقيدوي ، کلتوري اوټولنيزو معيارونو په چوکاټ کې فکري ازادي د ليکوالۍ لپاره يو ه ضروري اولازمي ځانګړنه ده . څومره،چي ليکوال ازاد فکر کولای شي ليکنه يې په هماغه پيمانه ابتذال نه لرې ، تجدد اونوښت پکې زيات وي .

۱۵ـ ليکوال بايد دليکنې لپاره داسې موضوع انتخاب کړي، چې پکې پوره معلومات ولري . پر موضوع بشپړ حاکميت لرل د ښې ليکنې اساسي شرط دی .

۱۶ـ دليکنې دعنوان په ټاکنه کې بايد ډير ِغور اودقت څخه کار واخيستل شي ، داسې عنوان وټاکي،چې معنوي جامعيت ولري او لوستونکي ته تر ډيره حده دليکنې داساسي هدف دپس منظر مفهوم افاده کړي .

۱۷ـ تر ليکلو ورسته خپله ليکنه څوځله ولولي ، ستاسې هر ځل لوستنه به په ليکنه کې خامخا لفظي او معنوي اصلاح اوسمون راولي .

۱۸ـ که کيدلای شي خپله ليکنه تر ليکنې وروسته خپل خوا خوږي ته چې تر تاسې يې علميت ، پوهه او استعداد لوړ اودليکوالۍ په فن کې يې تجربه ډېره وي دکتنې لپاره ورکړﺉ ، کيدای شي د ليکنې د سمون او بشپړتيا په برخه کې په زړه پورې مشورې درکړي .

۱۹ـ په ليکنه کې دمعلوماتو منابع او مآخذ ښودنه اساسي شرط دی . دا چار ستاسې علمي اومعلوماتي کمزوري نه ده ، بلکې دليکنې ارزښت مو لاپسې زياتوي .

۲۰ـ په ليکنه کې دليک نښو استعمال لازمي او حتمي دی ، هر ليکو ال ته ددغو نښو نښانو زده کړه ، پرې پوهيدنه اودهغو داستعمال د ځای پيژندنه ضروري ده .

د مقالې ليکنې عمومي چوکات

د يوې بشپړې ،علمي، تحقيقي معياري مقالې په ليکني چوکاټ کې دا لاندې درې برخې شاملې دي :

۱ـ سريزه ۲ـ اصلي مطلب ۳ـ لنډيز او نتيجه

۱ـ سريزه:ـ سريزه (مقدمه ) دليکنۍ لومړۍ ،خو اساسي برخه ده . په سريزه کې ليکوال معمولاً هغه کلمات او عام ټکي راوړي،چې وروسته ورباندې په اصلي برخه کې خبرې کيږي .

سريزه د ليکنې دروح،محتوا او مانا د هندارې حيثيت لري . څومره چې لنډه خو جامع جذابه ،خوندوره اومنظمه وي هغومره پکې دهڅونې قوت ډېر وي .

په مقدمه کې ليکوال په عمومي توګه دايادونه کوي،چې ولې يې داموضوع انتخاب کړه،څه دلچسپې يې ورسره لرله،دليکنې هدف اواهميت يې څه دی؟.

۲ـ اصلي مطلب:

دادليکنې تر تولو مهمه برخه ده، چې ليکوال پکښې د ټاکل شوي عنوان تر مفهوم لاندې په اصلي اومرکزي موضوع بحث کوي . په دې برخه کې ټول اړوند مطالب په بيلوبيلو پراګرافونو کې او که لازمه وليدل شي په بيلوبيلوڅنګزنو (بغلي) عنوانونوکي يو په بل پسې تشريح او څيړله کيږي .

په اصلي برخه کي بايد ټول مسايل داصلي موضوع پرشاوخوا وڅرخيږي. په دې برخه کی تر ټولو مهم او ستر کار دواقيعتونو څيړنه اوسپړنه ده . ليکوال بايد هڅه وکړي،چې موضوع دحقايقو په رڼا کې لوستونکوته وړاندې کړي اود موضوع تياره اړخونه دپاخه استدلال اومنطق په رڼا کې روښانه کړي . دبرخو ترمنځ بايد منطقي ترتيب په پام کې ونيسي .

ليکوال په دې برخه کې معمولاً نظريات او شواهد را ټولوي او بيا پرې د خپل فکري او علمي قوت په وسيله يوه رايه قايموي .

۳ـ لنډيز او پايله:

دادليکنې وروستۍ برخه ده . په دغه برخه کې ليکوال لومړی د ځينو هغو مهمو مسايلو چې د اصلي موضوع دروښانتيا او ثبوت لپاره په بيلا بيلو پراګرافونو کې راغلي په ډير لنډيز سره يادونه کوي اوبيا په ځانګړي ليکني مهارت سره له ټول بحث اوليکنې نه يوه لنډه ،خو جامع پايله اخلي او لوستونکي ته يې وړاندې کوي .

دلنډيز او پايلې په برخه کې کله – کله ليکوال دهغو ټکو لنډه غوندې يادونه هم کوي،چې دموضوع په روښانتيا کې پوره آغيزه لري خوله ده څخه داصلي برخې دليکنې پروخت پاتې شوې او هير شوې وي .

يادونه : ديوې علمي، بشپړې او جامع ليکنې (مقالې) په چوکاټ کې د پورته ياد شويو درې واړو برخو شته والی اساسي شرط دی ، چې له هغو پرته ديوې مقالې جوړښت نيمګړی دی .

دکتاب ليکنې عمومي چوکاټ

ديو علمي او تحقيقي کتاب ليکنې په چوکاټ کې دا لاندې برخې شاملې دي :

۱ـ کتاب پيژندنه ۲ـ فهرست ۳ـ سريزه ۴ـ اصلي موضوع

۵ـ لنډيزاوپايله ۶ـ تعليقات ۷ـ نومليک ۸ـمآخذونه

۱ـ کتاب پيژندنه :

دکتاب پيژندنې په برخه کې معمولاً دکتاب نوم ، دمؤلف يا ژباړونکي نوم ، دخپرونکي موسسې ،ادارې يا شخص نوم ، دخپريدو نيټه ، دچاپ شمير او ... راځي.

۲ـ فهرست:

دادکتاب هغه برخه ده،چې معمولاً دکتاب تر دويم سرليک اوکتاب پيژندنې وروسته راځي.په فهرست کې ټول هغه سرليکونه،چې دکتاب په بيلا بيلو برخو کې راغلي په ماده وار لست کې د شميرنې اومخ ښودنې سره راځي.

۳ـ سريزه ياسريزې:

پرکتاب معمولاً دوه ډوله سريزې ليکل کيږي:

لومړی هغه،چې دنورو له خوا د ليکوال پر اثر ليکل شوې وي . په دغو ليکنوکې دسريزې ليکوال ،دکتاب محتوی، علمي او فني اړخونه په پوره غور ارزيابي او په ګوته کوي .

په کتاب کې دراغلو مطالبو علمي ، هنري اوادبي ښيګڼې ارزښت او اهميت لوستونکو ته ښيي.

دوهم هغه سريزه ده، چې پخپله دليکونکي يا ژباړونکي له خوا ليکل کيږي:

که په يو کتاب کې هر څومره سرېزې راغلې وي هر يوه يې په ځانګړو مخونوکې د خپلو ټاکلو سرليکونولاندې راځي . دکتاب ليکوال نورو ته ددرناوي لومړی دنورو اوبيا خپله سريزه راوړي.

هڅه دې وشي،چې دکتاب سريزه ډيره جامع ،منظمه اوجذابه وي تر څو په لوستونکي کې دلوستنې ذوق او هڅونه زياته کړي او هغه مجبور کړي چې په اثر کې شامل مطالب په پوره غور اومينه تر پايه پورې ولولي.

۴ـ اصلي موضوع:

په علمي او تحقيقي اثارو کې اصلي موضوع دکتاب هغه برخه تشکيلوي چې دکتاب اړوند مطلب د ټاکل شوي عنوان تر مفهوم لاندې په اصلي او مرکزي موضوع بحث کوي.

د کتاب په دی برخه کې ټول مطالب په منطقي توګه يوپه بل پسې څيړل کيږي.

ليکوال د موضوع د اهميت له مخې په پيل کې مطالب په بيلا بيلو څپرکو ويشي او بيا د هر مطلب په اړونده څپرکو کې تر لويو او څنګزنو (بغلي) سرليکونو لاندې معلومات وړاندې کوي.

ليکوال د ليکنې په دغه برخه کې د بيلا بيلومنابعو څخه مطلوب معلومات ،نظريات او شواهد راټولوي اودخپل علمي او فکري استدلالي قوت په ملتيا هغه تحليل ، توضيح او تشريح کوي په پای کې يوه جامع نتيجه ترې راوباسي

۵ـ لنډيز او پايله :

دادليکنې هغه برخه ده،چې تر اصلي موضوع وروسته راځې . دلنډيزاونتيجې کموالی ،زياتوالی دمتن داصلي برخې په حجم اود مطالبو په تنوع پورې اړه لري.

ځينې ليکوالان داصلي برخې دهرې موضوع او فصل لنډيز دهماغه فصل په پای کې راوړي او ځينې بيا دټولو فصلونو يو لنډ خو جامع جاج اخلي اودکتاب داصلي برخې تر پای ته رسيدو وروسته يې په يو يا څوځانګړو مخونو کې راوړي.

دلنډيز اونتيجې په برخه کې ليکوال هڅه کوي،چې دکتاب داساسي موضوع په رڼا کې دټولو مهمو ټکو اومسايلو لنډه او ځغلنده يادونه وکړي اوبيا ترې د خپل علم ،پوهې،فکر ،بصيرت اواستعداد په قوت په ډير دقت سره يوه لنډه او جامع نتيجه واخلي او لوستونکي ته يې وړاندې کړي .

۶ ـ تعليقات:

په تعليقاتوکې معمولاً په متن کې د شاملو مهمو لغاتو ، اصطلاحاتو ، پيښو ،مسايلو او داسې نورواجزاؤ مدللـه اومستنده شرحه راځي،چې زياتې تشريح او توضيح ته ضرورت لري.

خود کتاب د مخونو په لمن ليکونو کې نشې ځائيدای. پخوا به داکار د کتابونودمخونو په څنډو(حاشيو) کې ترسره کيده .

په کتابونو کې دتعليقاتو دبرخې شته والی ډير زيات علمي ارزښت لري له يوې خوا د اثر له لوستونکي سره دمتن د مشکلو برخو په تحليل او پوهيدنه کې بشپړه مرسته کوي او له بلې خوايې د معلوماتو پانګه ورزياتوي اودڅيړنې نوي موضوعات ورته رالوڅوي .

۷ـ نومليک:

په مردف ډول (دالفبا په ترتيب) په کتاب کې دشاملونومونو ،ځای نومونو،شخص نومونو....

اصطلاحات اوداسې نور لستونه ، چې د کتاب په پای کې داړوند مخونو دشمېر سره يو ځای معمولاً تر مأخذونو دمخه راځي .

دتعليقاتو سره دنومليک تو پير دادی،چې په تعليقاتو کې نومونه يا اصطلاحات په تفصيل سره شرحه او څيړل شوې وي، خو په نومليک کې يواځې دمتن هغه مخونه ورسره ښودل شوي وي،چې دغه نومونه او اصطلا حات پکښې راغلې وي .

۸ـ مآخذونه :

په دغه برخه کې هغه چاپ او ناچاپ شوي آثار او منابع په ګوته کيږي،چې د اثر ليکوال ور څخه دليکلو پروخت استفاده کړې وي .

په مآخذ ښودنه کې داثر دليکوال تخلص ، نوم، داثر نوم،د خپريدونکی موسسې ، ادارې يا شخص نوم ،دخپريدو ځای نوم، د خپريدونيټه ،شمير اود کتاب دمخونو شميره راځي.

ځينې ليکوالان مآخذونه داړوندې پاڼې په متن کې په عددونو سره په نښه کوي او په لمن ليک کې يې ديادوشويو مشخصاتو سره سم د مآخذ يادونه کوي . او ځينې ليکوالان دکتاب په متن کې هماغه برخه،چې دبل اثر نه يې په کښې مستقيمه يا غير مستقيمه استفاده کړې په عدد سره په نښه او دکتاب يا دهغه دهر فصل په پای کې په ترتيب سره په يو مشرح نوم لړ(لست) کې راوړي.

ځينې بيا داثر په اړوندو مخونوکې ځای نه په نخښه کوي خو په پای کې په عمومي توګه دهغو اثارو نومونه اخلي،چې په کتاب کې يې ور څخه لږه يا ډيره استفاده شوې ده .

د څيړنې د علمي ميتود له مخې غوره داده،چې دمتن په هره برخه کې،چې له نورو اثارو څخه په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه مطالب اومفاهيم راخستل کيږي بايد،چې په عدد په نښه شي او بيا يې په لمن ليک (پاورقي) او ياد کتاب په پای کې په ترتيب سره دمآخذ ښودنې له اصولو سره سمه يادونه وشي.

ليک نخښې ) (Punctuation

بې له تورو نه يو شمېر علامې ،ټکي او نښې شته،چې دليک په لوستلو کې دخل لري،او يوه جمله يا کلمه د اشتباه او ابهام څخه ژغوري . يانې ددغو نښو اوټکو په ليکلو سړی پوهيږي،چې په کوم ټکي بايد ودريږي اوکومه جمله يا کلمه په بلې پورې وتړي.

دتعجب ، نوا ، پوښتنې ، خطاب اونورو کيفياتو څرګندونه په همدغو نښو اوټکيو کيږي.چې په ليکو کې ډير اهميت لري.ددې لپاره، چې دلوستونکي سره دليکنې په برخه کې پوره مرسته شوي وي په لنډه توګه ځينې ليک نخښې اود هغو د استعمال ځايونه در پيژنو ، کوم چې په پښتو اودري ژبو کې يې استعمال او کارونه دود ده :

۱ـ ټکی (.)Full stop :

دانحښه په لاندې دوو صورتونوکې استعماليږي:

۱ـ د هرې بشپړې او مستقلې جملې په پای کې د پوره توقف ، سا اخيستنې اوودريدنې لپاره راځي. لکه : د حقې لارې لاروی ددين او وطن نه ددفاع په سنګر کې پراته دي.

۲ـ په ليکنه کې ترمخففاتو وروسته راځي اودغسې هر توری د خپل ځانګړې کلمې د مفهوم دافادې نمايندګي کوي .لکه : د م.م. سره منشي وويل چې بايد په منځني ختيځ کې دايمي سوله منځ ته راشي .

يادونه : (م.م) ملګري ملتونه مخفف شکل دی .

۲ـ ندايه (!) يا «Exclamation »:

دانښه په لاندينيو ځايونو کې استعماليږي:

۱ـ دافسوس ،ارمان او حيرانتيا په وخت کې .لکه :

چې زه هم در سره وای ! ـ ارمان چې تللی وای !

۲ـ د غږ او بلنې په وخت کې : احمده ! دلته راشه .

۳ـ د خطاب لپاره : ښاغلو ! درنو حاضرينو ! ورونو !

۴ـ دامر په وخت کې: ودريږه ! پاڅيږه ! لاړشه !

۵ـ د هيلې اوخواهش د څرګندونې په وخت : کاشکې احمد مې ليدلای وای!

۶ـ د تحسين او آفرين پروخت: آفرين ! ستا په همت .شاباس ! ښه کار دې وکړ

۷ـ د استهزا او تمسخر په توګه کوم ناپوهه شخص ته ووايې : نابغه ! دادې څه کار وکړ. دې عقلمند! ته ګوره !

۳ـ چپه پيښ (،) يا «Comma »

په ډېريو لويديځو هيوادو کې کامه د (و) په بڼه ليکل کيږي ، مګر په پښتو او دري کې ددې لپاره،چې (واو ) ونه لوستل شي سرچپه يې ليکي . په ليک نښو کې کامه ډيره زياته استعماليږي او په مختلفو ځايونو کې ترينه کار اخستل کیږي .(دې نښې ته بيلوونې هم وايي) په َعمومي توګه يې داستعمال ځايونه دادي :

۱ـ دبيلولو دپاره :

الف :ـ اوږدې جملې،چې د څوساده جملو څخه جوړې شوې وي د کامې په واسطه بيليږي. لکه : دالاندې مثالونه:

ـ توريالي زماليک ته تر اوسه ځواب نه دی ورکړی ، داګمان مې هم نه شې ، چې له دې وروسته به څواب ورکړي.

ـ ده زيار ويوست ، چې سنک له ځانه سره ملګری کړي ، مګر سنک هيڅ کله دانه شو منلای ، چې بې سببه د چا دښمنې ته ملاوتړي .

ـ څه دې چې راکړه ، بيرته مې درکړه .

ب:ـ يوه مقدماتي فقره داصلې جملي نه جلا کوي .لکه :

ـ ددې تړون پر اساس ، غړي هيوادونه تعهد کوي ، چې په ښوونه اوروزنه کې له تبعيض نه کار نه اخلي .

ج:ـ معترضه جمله يا فقره ددوو کامو ترمنځ نيول کيږي .لکه : زه به دخالي په ورځ ، که خيروي ، ستاسې کره در شم .

د:ـ ديولړ مختلفو کلمو دجلا کولو لپاره .لکه : ده خپل کتابونه ،قلمونه ، بکس، اونور تدريسي لوازم له ځان سره واخستل .

ه:ـ ددې لپاره چې جمله يا شعر غلط ونه لوستل شې . لکه دا لاندې مثالونه :

ما ،ماما ته يو کتاب راوړ .

ماما ، ماته يو کتاب راوړ .

د رحمان بابا دالاندې بيت وګورﺉ، چې لومړی شکل يې سم او دوهم شکل يې نا سم دی:

۱- ډير عزيز دي موم دلان تر سنګدلانو

ته يو څاڅکی شه داوښکو ، ګوهر مشه

۲- ډير عزيز دي موم دلان تر سنګدلانو

ته يو څاڅکی شه ، د اوښکو ګوهر مشه

و:ـ دزرګونو اوميليونونود بيلولو دپاره لکه :

نوموړي شرکت په تير کال کې پنځه ديرش ميلونه (۳۵۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ خالصه ګټه کړې ده .

يادونه : دتيليفون شمېره ، دکوڅې شمېره او تاريخي کلونه کامه نه غواړي .

ـ دتړلو او بندولود پاره :

الف :ـ په معترضه فقرو اوالفاظو پسې بايد کامه راوړل شي .لکه : زما په عقيده ، که ته موافقه کوې يايې نه کوې ، دشکسپير سره په ډرامه ليکلوکې څوک سيالي نه شي کولی.

ب:ـ له منادی نه وروسته کامه راځي .لکه : زلميه ، اجازه ده،چې له تانه پوښتنه وکړم ؟

چې کرې ، هغه به ريبې ـ مه کوه په چا ، چې ونه شي په تا

۴ـ دپوښتنې نخښه : (؟) يا «Question mark »

دا نښه دسوال اوپوښتنې علامه ده . د هرې جملې په اخير کې چې دغه نښه وي هغه جمله داستفهام مانا لري.

دپوښتنې نښه په لاندې ځايونوکې استعماليږي :

۱ـ دمخامخ پوښتنې په پای کې : ستا نوم څه دی ؟ ته څه وخت هرات ته ځې؟

۲ـ د شک او ترديد دپاره : که دکوم چاد زيږيدنې يا مړينې او يا دکومې تاريخي واقعې د پيښېدنې په کال کې شک موجود وي تر شکمنې نيټې وروسته دپوښتنې علامه په قوسونوکې راځي .

لکه : درحمان بابا دمړينې کال ۱۱۲۸ه،ق (؟) دی.

يا : دی د خپلو همکارانوسره همدردي (؟) لري.

۳ـ کله چې په يوه جمله کې دننه کومه پوښتنه راغلې وي ، لکه : دولس کاله پخوادې په ياد دي ؟ روسان له افغانستان نه په ماتې ووتل

۵ـ ممزه (ځنډ نخښه ) (؛) يا «Semicolon »

دا نښه نه دټکي (.) په شان د بشپړ تو قف لپاره اونه د کامې (،) د لږ څنډ او ساه اخستلو لپاره استعماليږي بلکې دداړوترمنځ ځانګړی حد او له دواړو نخښو سره توپير لري .

په لاندې ځايونوکې استعماليږي:

۱ـ که چيرې دوې جملې چې تقريباً يوه له بلې سره مساوي وزن او اهميت ولري څنګ په څنګ راشي دهغو ترمنځ ميمزه (؛) استعمالولي شو .لکه : لاندې مثالونه په تير کال کې حکومت د قاچاق مخه ونيوله ؛ بډې خور ته يې سزا ورکړه ؛ اختلاس کوونکي يې محاکمه کړل؛ او اجتماعي عدالت دتآمينولو په برخه کې يې په هر اړخيزو اقداماتو لاس پورې کړ .

يا :موږ دوی ته دليلونه وويل ؛ ډير عذرونه اوزارۍ مو ورته وکړې؛ له فشار او تهديد نه مو کار واخيست ؛ خو دوی له موږ سره ملګر تيا ونه کړه او خبره يې راسره ونه منله .

۶ـ دندايې او سواليې مرکب

کاپي

You have no rights to post comments

جغرافیایی تاریخی لوگر

Logar Hitori.png 200نویسنده:
پوهندوی استاد شاه محمود محمود

شهید قومندان نصرالله حسین خیل

43 دعا از قرآن و 79 دعا از سنت

مرحوم الحاج مولوی عبدالله فیض الباری

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی

sepasalar ghulam haider khan charkhi as

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی


خلص سوانح غازی سپه سالار غلام حیدر خان

نایب سالار(جنرال)غوث الدین خان لوگری

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

abdul malek khan abdurahzai s

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

معرفی عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

شهید پوهاند استاد محمد جان احمدزی

غلام نبی خان چرخی

شهید داکتر محمد ولی ناصری

مرحوم الحاج دگروال عبدالجلیل میرباز

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

Ziakhel Madrassa 1 200

بنیاد خیریه پیمان

الحاج محمد اکبر ستانکزی نماینده لوگر

Mohammad Akbar Stanekzai 200الحاج محمد اکبر ستانکزی
نماینده منتخب لوگر

بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی

شهید الحاج داکتر اسدالله همتیار

بیوگرافی مختصر مرحوم پوهاند دوکتورعبدالواسع سلطانی

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

د لوګرد پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

logar pohani reasat 200aد لوګر د پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

داكتر محمداشرف غنی احمدزَی

زيار مدني ټولنې په لوګر کې

zeyaar s

د لوګر مدنی ټولنه / جامعه مدنی لوگر

آموزش حج وعمره همراه با عکس

آثار بودايي پيش از اسلام در ولايت لوگر

د زرغون ښار د هلکانو لیسه

زرغون شهر بستررنگین ولایت لوگر

معرفی قریه زرغون شهر ولایت لوگر

بند آب سرخاب ولایت لوگر

وب سایت حقیقت

مرکز اسلامی افغانها در سویدن

کمپیوتر سرویس

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 Part 1 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

لوګر له باب الجهاده تر باب الفساده

هشت ثور روز پیروزی ملت مجاهد افغانستان

هفت ثور 1357؛ از سیاه ترین و دردناکترین روزها در تاریخ افغانستان

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.logar.nu ولایت لوگر

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.logar.nu All Rights Reserved.