Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

آوریل 2026
دسچپجشی
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
27282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 84 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۴۰۴

مرحوم تورن جنرال الحاج نصرالله خلیل

janral nasrullah khalil A 200سوانح مختصر مرحوم الحاج تورن جنرال نصر خليل

پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت

مرحوم تورن جنرال یحیی نوروز

janral20yahya20nawrozمرحوم تورن جنرال یحیی نوروز مسکونه قریه کلنگار ولایت لوگر.

الحاج جنرال عبدالمجید خوشیوال

مرحوم الحاج كندك مشر سيدعلم خان خوشيوال

دست پخت غذاهای افغانی

معرفی داکتر صاحب فضل الله مجددی

لوی پاسوال غلام مجتبی پتنگ

شهید انجنیر محمد صابر مشهور به ټپک

سوانح مختصر داکترعزیزالله لودین

وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر

معرفی تیم فوتیال زرغونشهر

پلان انکشافی ولایت لوگر

افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر

ښاغلۍ تمهيد الله سيلاني

د لوګر د جریدي چاپ شوی ګڼي

ښاغلۍ شیرمحمد (ستانکزی) د لوګر اونیزې مسؤل مدیر

د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ

د لوګر د ځوانانو ټولنیزي او کلتوري ټولنه

د مرحوم انجنرسردار خان لنده پپيژندنه

حافظ قرآنکریم و انجینیر

تیم گل بابا قهرمان کرکت در لوگر شد

معدن طلاى حصارك ولايت لوگر

"خواجه یعقوب چرخی" كيست ؟

Statistik

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.3.29
MySQLi
10.11.14-MariaDB-log
زمان
18:45
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1450
نمایش تعداد مطالب
4240113

محمد نبی عیسی خیل

داكتر سید الف شاه غضنفر

پهلوان شاه محمد لوګرى پيژنئ ؟

محمد ابراهیم کمیدان

شهيد دگرجنرال پیلوت مصطفی قهرمان

شهید بسم الله خان ستانکزی

عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي

دکتورعبدالصبورستانکزی

کلپ های ویدیویی استاد دری لوگر

کلپ های ویدیویی سلام لوگری

خبر نگار تلویزیون طلوع در ولایت لوگر

Login Form

Home خانه

مراد چې بامراد نه شو

مراد چې بامراد نه شو

580767358 691210554058007 62929391472803018 nد خپل پلار ستر حمزه بابا فکر و نظر سره اختلاف لرونکے مراد شنوارے پخپله د پښتو ادب يو ستره حواله ده خو هغسې نه شي يادولے څنګه يې چې حق جوړيږي- نه په خپل ژوند کښې چرته قبليدو او نه د وفات نه پس- د څيړنکار په حيث يې د خيبر ادب په ۱۹۵۸ کښې چاپ کول د مترجم په حيث د شيکسپيير د ډرامو ترجمې کول د ډرامه ليکونکي په حيث پخپله هم ريډيو له يو شمير ډرامې ليکل د افسانه نګار په حيث يوه ټولګه افسانې ليکل د منتظم په حيث د اولسي ادبي جرګې لواړګي سکتر او روداد ليکونکی د ريډيو سکرپټ ليکونکی لايبريرين پاتې کيدل او د نورو ډيرو اړخونو او صلاحيتونو سره سره د شاعر په حيث بې بدله نظمونه ليکل بيا په شخصياتو کښې په کامل صاحب خاطر مولانا عبدالقادر او په ځانګړې توګه په رحمان بابا هغه نظم چې:

يو ملنګ به اوسيدلو

تا ته ياد دي پيښوره

دا هر څه د مراد شنواري په کريډټ دي خو دې هر څه نه زيات جوت اړخ يې د پښتو د فلمي شاعرۍ دے چې د پښتو په فلمي نړۍ کښې ئې د فلم سازۍ، هدايتکارۍ، قيصه ليکونکي او طرز جوړونکي وظيفه هم تر سره کړې ده خو اصلي مېدان ئې د فلمي شاعرۍ دے. د معيار په حواله مراد شنواري هغه ځانګړے نوم دے چې په فلمي شاعرۍ کښې خپل مثال پخپله دے. د فلمي شاعرۍ د مزاج او ماحول د خيال ساتلو باوجود ئې پښتو فلمونو دپاره د ډېر اوچت معيار سندرې ليکلې دي چې يو شمېر سندرې پکښې دپښتني شان، غېرت، ځوانمردۍ او تاريخي شعور ترجماني کوي او ګڼ شمېر سندرې ئې د فلم د ماحول مطابق رومانوي او کلتوري رنګونه هم لري. د پښتو فلمونو کښې د پښتنو په اتل او جنګيالي مجاهد ملتان خان يو فلم د "ملتانے" په نوم جوړ شوے دے چې د قيصې ليکوال ئې هم مراد شنوارے دے.د موسيقۍ په تړون کښې ئې هم د موسيقار کمال احمد سره برخه لرلې ده او د دغه فلم سندرې هم مراد شنواري ليکلې دي. په دې فلم کښې څو سندرې په اردو ژبه کښې هم شاملې کړے شوي دي چې د اردو شاعر سعيد ګيلاني ليکلې دي او د ناهيد اختر او غلام عباس په اوازونو کښې وئيلے شوي دي. هسې خو دا غونډ فلم د پښتو سره سره په اردو ژبه کښې هم نندارې ته پېش شوے ؤ خو دلته مونږ د دغه فلم په پښتو شاعرۍ خبره کوو چې شاعر ئې مراد شنوارے دے. د دغه فلم ټولې سندرې يادګارې، زړۀ راښکونکې او مقبولې دي چې يوه پکښې د خيال محمد په اواز دا مقبوله سندره هم شامله ده.

مۀ خېژه سپوږمۍ

زما سپوږمۍ --- په خوب اوده ده

خوب ئې د ځوانۍ دے

د ځوانۍ په خوب نشه ده

مه خېژه سپوږمۍ

د دغه فلم نورې سندرې هم ډېرې خوږې او خوندورې دي چې د موسيقۍ د تړون سره سره د مراد شنواري د شاعرانه مهارت نخښې هم ښائي. څو نمونې ئې وګورئ.

لاس په تندي مې درته ايښے دي سلام واخله

د مينې جام واخله د مينې جام واخله

د کشور سلطان په اواز

يارانو نورې خوشې د دنيا واړه قيصې دي

نشې يا تماشې دي

(دهدايت الله او خيال محمد په اواز د چرسيانو سندره)

يم بغدادۍ کونتره

تاوېږم لر و بره

په سترګو سترګو کښې هر چاته زۀ ستونه کوم

نخرې نازونه کوم

(د ګلنار بېګم په اواز)

دغه شان د اوربل فلم سندرې هم د کلاسک درجه لري چې مراد شنواري ليکلې دي "مينه او وينه" دپښتو يو بل داسې فلم دے چې د خپلې ژوندۍ شاعرۍ او موسيقۍ په وجه ئې شهرت او مقبوليت تر لاسه کړے ؤ. د دې فلم موسيقار رفيق شنواري او شاعر مراد شنواري دے. دې فلم کښې مراد صېب د پښتنو د ننګ او مړانې سندرې هم شاملې کړې وې او روماني سندرې هم. د هدايت الله په اواز دا سندره ئې دپښتنې ننګ ترجماني کوي:

اے د شاه زلمو وطنه

اے د ننګيالو وطنه

تا کښې خو پراتۀ زمونږ د تورې داستانونه دي

خاورو کښې دا ستا پرته زمونږ د غېرت وينه ده

ستا هره ذره زمونږ په سرو وينو رنګينه ده

ستا د پاره زړونو کښې زمونږ لېونۍ مينه ده

ښۀ ولاړ په فخر درته هسکه غړۍ غرونه دي

د نويته خان په اواز دا سندره ئې هم د رومانوي فضا تخليق کوي:

زما د مينې په اور سوي لېوني پراتۀ دي

په دې کوڅه کښې داسې داسې لېوني پراتۀ دي

فلم "وينه او مينه" کښې د نورو ګڼو سندرو سره سره د مراد صېب ليکلې يوه بدله هم شامله ده چې د قمرو جان په اواز وئيلے شوې ده او فلم کښې د ياسمين خان په خلۀ وئيلے شوې ده. د دغه بدلې ابتدا داسې ده:

خطا نۀ شې د دنيا په سود او زيان

وفا نۀ کوي د چا سره دوران

اخر وبه خورې په مخ د مرګ څپېړه

کۀ ډېر اوګرځې ژوندے په دې جهان

د دغو سندرو نه علاوه چې د مراد شنواري په فلمي شاعرۍ کښې کومو سندرو د شاهکار درجه ترلاسه کړې ده هغه سندرو کښې د فلم "جرم او سزا" دا سندره وګورئ:

اواز په ټول جهان زمونږ د ننګ دے

هر خوا ته د پښتون د تورې شرنګ تلے دے

د فلم "ټوپک زما قانون" دا سندره!

وطن درنه د وينې قرباني غواړي غازيانو

په شمع د ننګ وسېزي ځانونه پتنګانو

د فلم "عجب خان" دا سندره چې :

د ننګ پښتو په دې جامه څومره درنه شومه

خدائيګو پښتنه شومه !

د "اجرتي قاتل" دا سندره د ګلنار بېګم په اواز ريکارډ شوې ده

خط مې راغلے د جانان دے

څۀ ئې درته ليکلي دي

خورې شرمېږم چا ته نۀ وايم حالونه

دې کښې چل دے

او بيا د کورس په شکل نورې ملګرې وائي:

څۀ ئې درته ليکلي خورې

څۀ ئې درته ليکلي:

همدغه شان د کورس په شکل د ګلنار بېګم او ملګرو په اواز د مراد شنواري دا سندره هم د قبول عام درجې ته رسېدلې ده چې:

نن مې يو خبره په خپل کور کښې اورېدلې ده

تاسو ته همزولو --- او وايم که نۀ وايم

د فلم "اوربل" سندرې خو ټولې د قبول عام درجه لري چې وړاندې ئې يادؤنه هم شوې ده خو يوه سندره ئې دلته پېش کول غواړم : دخيال محمد اونويته خان په اوازونو دا برغيزه سندره وګورئ.

هيره مې نۀ کړې زۀ منت درته کوومه

قربان شم

ياره مسافره قربان شم

څۀ وائې ګلې څنګه تا به هېرومه

قربان شم -- تا به يادومه قربان شم

او بيا د فلم ګناهګار دا شاهکار سندره هم وګورئ:

تر څو پورې به سوزمه دغم په سرو لمبو کښې

دا څۀ رنګه ژوندون دے

وهم به تيندکونه لا تر کومه په تېرؤ کښې

دا څۀ رنګه ژوندون دے

د خيال محمد په اواز د فلم لمبې دا سندره ئې هم په زړونو نقش ده چې:

نن په څنګ کښې د خوبونو شهزادګۍ چې راسره ده

دغه شپه دې نۀ تيريږي -- څومره ښکلې غوندې شپه ده

د مراد شنواري د فلمي شاعرۍ د معيار او مقام دغه قيصه ډېره اوږده ده ځکه مونږ وئيلے شو چې د پښتو په فلمي شاعرانو کښې که امير غلام صادق د سند او اعتبار نامه ده نو مراد شنوارے هم د وقار او معيار نامه ده.----- خو ورسره مراد د علمي ادبي ميدان د شهسوار نامه هم ده--

You have no rights to post comments

جغرافیایی تاریخی لوگر

Logar Hitori.png 200نویسنده:
پوهندوی استاد شاه محمود محمود

شهید قومندان نصرالله حسین خیل

43 دعا از قرآن و 79 دعا از سنت

مرحوم الحاج مولوی عبدالله فیض الباری

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی

sepasalar ghulam haider khan charkhi as

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی


خلص سوانح غازی سپه سالار غلام حیدر خان

نایب سالار(جنرال)غوث الدین خان لوگری

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

abdul malek khan abdurahzai s

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

معرفی عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

شهید پوهاند استاد محمد جان احمدزی

غلام نبی خان چرخی

شهید داکتر محمد ولی ناصری

مرحوم الحاج دگروال عبدالجلیل میرباز

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

Ziakhel Madrassa 1 200

بنیاد خیریه پیمان

الحاج محمد اکبر ستانکزی نماینده لوگر

Mohammad Akbar Stanekzai 200الحاج محمد اکبر ستانکزی
نماینده منتخب لوگر

بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی

شهید الحاج داکتر اسدالله همتیار

بیوگرافی مختصر مرحوم پوهاند دوکتورعبدالواسع سلطانی

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

د لوګرد پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

logar pohani reasat 200aد لوګر د پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

داكتر محمداشرف غنی احمدزَی

زيار مدني ټولنې په لوګر کې

zeyaar s

د لوګر مدنی ټولنه / جامعه مدنی لوگر

آموزش حج وعمره همراه با عکس

آثار بودايي پيش از اسلام در ولايت لوگر

د زرغون ښار د هلکانو لیسه

زرغون شهر بستررنگین ولایت لوگر

معرفی قریه زرغون شهر ولایت لوگر

بند آب سرخاب ولایت لوگر

وب سایت حقیقت

مرکز اسلامی افغانها در سویدن

کمپیوتر سرویس

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 Part 1 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

لوګر له باب الجهاده تر باب الفساده

هشت ثور روز پیروزی ملت مجاهد افغانستان

هفت ثور 1357؛ از سیاه ترین و دردناکترین روزها در تاریخ افغانستان

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.logar.nu ولایت لوگر

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.logar.nu All Rights Reserved.