Home خانه
د سقاوي اړودوړ څخه د خلاصون په لاره کي د نادرخان او کورنۍ سرښندني
د سقاوي اړودوړ څخه د خلاصون په لاره کي د نادرخان او کورنۍ سرښندني
پر ارګ وروستی برید
(( زمونږ تکل د هېواد ژغورل دي، د کورنۍ په کیسه کي مه کېږئ! ارګ وولئ، او هېواد له خطره وژغورئ!)
ژباړن: داود افغان
په بېړني ډول ګامونه پورته شوه. د تلې په ۱۵ مه د شپې پر ۱۰ بجو د وزیرو ډول وهوونکو له زنبورک تخت څخه زما په اشاره خپل ډول وډنګاوه، د زنبورک د ډول ډنګېدو سره جوخت له اسمایې او شېر د روازې څخه ټول ډولونه هم په درنګوولو راغلل. زمونږ لښکرې د سېلابونو په څېر له غرونو را توی شوې. ټول ښار تیارې نیولی و، او ما ټوله شپه د حالاتو څارنه کول. درې څېزونو زمازړه ډېر بوخت کړی و.
لومړی: د کابل ښار د خلګو حال چې په دې نه میاشتو کې ډېره ربړوونه او ځوروونه لیدلې او اوس د یوه روښانه سهار په تمه دي، هیله مند یم چې باید ډېر ژر امنیت ټینګ او دا ځورېدلي خلګ به د سکون احساس وکړي.
دوهم : دا چې د کوهدامن او کوهستان خلګ د حبیب الله په خبرو وه نه غولیږي. له وژونو او وینې تویولو لاس واخلي، ځکه دوی هم د هېواد بچیان او زمونږ وروڼه دي. خو د څو تنو ورانکارو او شر اچوونکو لخوا په چل او فرېب د یادو کړنو عاملین شوې دي. د هغوی وژنو او لوټماریو زه د زړه له کومې اغېزمن کړی وم.
دریم: د خپلو بچیانو او کورنۍ حال اندېښمن کړی وم، خدای خبر چې د جګړې په دومره تېزۍ کې به د علي خان سرای په زندان کې پر هغوی څه تېریږي. او د څه ډول کړاوونو، ربړوونو او اندېښنو به لاندې وي. سهار نږدې شو او مونږ ښار ته نږدې کېدو. تکل مي وکړ چې ځان ډېر ژر خلګو ته ورسوم. او هڅه وکړم چې د خلګو مالونه او ځانونه له تېري وساتم. تر اوسه لا په لاره کې وم، چې قربان د خدای بخښلې سردار محمد سلیمان خان ملازم ماته راغی، او یو بد خبر یې راکړ چې؛ د شپې پر یوه بجه ستاسو کورنۍ د علي خان سرای له زندان څخه وه ارګ ته بېول شوې ده. د خرابات کوڅې له لارې وه شور بازار او د مېلمستون بڼ ته چې تر اوسه لا د ولایت د ادارې ځای و روان شوم. دښمن د ښار همدا برخه تازه پرې ايښې وه. د کابل ښاریانو په ډېر شور او ږوږ زمونږ تود هرکلی وکړ. د هغوی په سترګو کې د هیلو رڼا او په څېرو کې د ستړیا نښې ښکارېدې. شوربازار ته سردار شېر احمد خان، سردار فیض محمد خان او ټوله دوستان هم زما هرکلي ته راغلي وه. هر ځای به خلګ زما له اس څخه چاپېره کېدل او ماته به يې مبارکي راکوله.
ارګ لا تر اوسه کلابند و، حبیب الله په بې پروایی جګړه کول. د ولایت په ماڼۍ کې چې ارګ ته نږدې او د ښار په زړه کې پرته ده تم شوم. سردار محمد عمر خان د ضیاالملة والدین زوی او د ښار نور مشران چې ژوندي پاتې شوې وه، همدلته به زما لیدو ته راتلل. دوه تنکي بچیان (احمد ولي، اوعبدالولي ) چې زما وفادارو ملازمانو ژغورلې او ساتلې وه؛ هم ماته راویستل.
زما لومړی کار د ښار امنیت ټينګول و، نو سملاسي مې د بهرنیانو ساتلو ته ساتونکي وګمارل. او یو شمېر وسله وال مې د ښار په اړینو برخو کې ووېشل. د ښار ځینو مخورو کسانو چې وېره لرل هغوی ته مې هم ساتونکي ولېږل.
وکیل محمد ولي خان د پښې د درد له امله رانه غی، خو پيغام یې راولېږه. څرنګه چې خلګو هغه هم د حبیب الله پلوی باله او وېرېده، نو هغه ته مې هم ساتونکی ور ولېږه. څرنګه چې په ښار کې پولیس نه وه، د هودخیلو او نور اطرافیان ښار ته ننوتلې وه. نو اړشوم چې د ښار او ولایت بڼ د امنیت لپاره هم یو شمېر کسان وګمارم.
د غلام نبي خان ځاني هستوګنځي ته چې د شاه دوشمشېره علیه الرحمه زیارت ته نږدې و راغلم. تر څو ټولو چارو ښه رسېدنه وکولای شم. د خدای (ج) په فضل امنیت ډېر ژر ټینګ شو. په دا سهار سردار شاه محمود خان غازي د ځاځیو له لښکر سره کابل ته راغی، ارګ لا تر اوسه کلابند دی. په دوهمه ورځ حبیب الله د ارګ لوېدېځ ور وکيښ، څو په جګړه کې له کابل څخه وتښتي.
اکرم پغمانی چې زمونږ په پلوۍ جنګېده، په همدې ورځ خپله د حبب الله په لاس ووژل شو. په درېیمه ورځ خبر راورسېد چې پردل له خپلو ځواکونو سره راغلی، او غواړې چې د باغ بالا له لارې پر کابل برید وکړي. ما او سردار شاه محمود خان په بېړني ډول د جنوبي خلګ چې د ښار په بېلابیلو برخو کې وه، سره راغونډ او یوه ځواکمنه ډله مو ترې جوړه کړه، او د جکړې لپاره مو شهرارا ته ولېږل. د باغ بالا او شهرارا ترمنځ سخته نښته وشوه. د سختې نښتې وروسته د پردل ځواکونو ماتې وخوړه، او نوموړی ووژل شو. د پردل مړی د عام ولس د خبرولو لپاره څو ساعته د کابل په چوک لارې کې را وځړول شو. په دې ترڅ کې پرله پسې خبرونه رارسېدل چې سید حسن له ډېر ځواک سره له مزارې د کابل پر لور راروان شوی، او همدارنګه د جلال اباد څخه هم کابل ته ځواکونه را روان دي. هر ګړی ګواښونه زیاتېدل، ستونزه په دې ځای کې وه چې مونږ د سپه سالار له امره پرته ارګ نه شو بمبارولای، ځکه زمونږ ټوله کورنۍ هم هلته وه. پرېکړه مو وکړه چې څومره ژر له سپه سالاره لارښونه ترلاسه شي. لیک مو د موټر په وسیله سپه سالار ته وړاندې کړ، او ټوله د امر په تمه شو. ډېر بد ګړي تېرېدل، د دښمن تازه دمه ځواکونه کابل ته پر رارسېدو او زمونږ مهمات د تمامېدو په حال کې وه، د کابل اوسېدونکو په افسوس سره روانې پېښې څارلې، او د یو ستر خطر وړاندوینه يې کول. دوې ورځي په تمه کې تیرې شوې، د دریمې ورځې په ماښام خبر راورسېد، په اندېښنو مې لیک ولوست، ځکه ټول پرېکړې ته په تمه وو. چې یا زمونږ د بېګناه کورنۍ وژل کېدل، یا د وطن ژغورنه . مګر سپه سالار د هېواد ژغورنې ته د خپلې کورنۍ پر وژل کېدو لومړيتوب ورکړې و. هغه لیکلي وه چې (( زمونږ تکل د هېواد ژغورل دي، ارګ وولئ، او هېواد له خطره وژغورئ!)
د امر د لوستلو سره سم مو چمتووالی ونیاوه. چې دوه ستر توپونه به شېر دروازې او اسمایي غرونو ته یوړل شي. او درې لوی توپونه دې د کابل د سیند پر غاړه په چهار باغ کې ، د کوټوالۍ ګنبدې ته نږدې د ملي بانک د اوسنۍ ودانۍ مخامخ ځای پر ځای شي. زه او سردارشاه محمود خان په چهار باغ کې توپونو ته نژدې ولاړ وو.
د کابل اوسېدونکو او قومي لښکرو دا زړه بوږنوونکې ننداره په خپلو سترګو لیدل. د دښمن ماشیندارو او توپکو مونږ له ارګ نه تر اور لاندې نیولې وو. په فرانسه کې روزل شوې توپچې؛ محمد یعقوب خان ته مي امر ورکړ چې په لوی فرانسوی توپ د ارګ سهیلي دروازې مخامخ تر اور لاندې ونیسي. څرګنده نه ده چې دا توپ به د دوستانو پر سینه او که د دښمن پر زړه ولګیږي. دوهم پیر ما خپله وکړ. له خلګو چیغې پورته شوې، مطلق زمونږ د توپ له ږغ سره د کوټوالۍ د ګنبدې، شېر دروزې او اسمایي توپونه هم په غړمبېدو
شول. ناببره دارګ څخه وېرونکي او ډاروونکې ږغونه پورته شول، څو کلنه اور اخیستونکې زېرمو څخه لمبې پورته شوې او ارګ د اور په بټۍ بدل شو. د اور لمبو او د لوګيو څلیو ټوله فضا ونیول. د دښمن ډزې ودرېدې. او د اور بند امر مې ورکړ. د لمر وروستیو وړانګو کابل د دود او اور ترمنځ پرېښود.
شپه راورسېده، څرګنده نه ده چې زمونږ د کورنۍ برخلیک به څه ډول شوی وي. د شپې په تیارو کې هم د اور لمبو د ارګ فضا ته یوه وېروونکې څېره ورکړې وه.
د مارشال شاه ولي خاطرې
ژباړن: داود افغان






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























