Home خانه
د لوګر په دوو ښوونځیو کې د اوبو را ایستلو سیسټم فعال شو
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه زمري ۲۵ مه
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د مغل خیلو او کمالخیلو د نجونو په ښوونځیو کې د لمریزې بریښنا له لارې د اوبو را ایستلو سیسټم فعال شو.
د یاد شویو ښوونځیو په آرامه محیط کې د اوبو شرهار یوه زړه راښکونکونکې فضا جوړه کړې،چې د سهار لمر په راختو سولر کار پیلوي او ټوله ورځ اوبه را باسي.
د لوګرد پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل، چې د دغه سیسټم پر فعالولو ۹۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې په سویډن کې میشت د ښاغلي الحاج سلیم عابد پیمان له خوا ورکړل شوي دي.
عرب زیاته کړه، چې د یاد سیسټم د فعالولو لپاره هر ښوونځي ته یو دانه د اوبو آببازک، ۳ تختې د لمریزې انرژي سولر، د اوبو پیپ او یو شمیر نور وسایل اخیستل شوي دي.
د نوموړو ښوونځیو مدیران پر دغه کار خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې دوی اوس مهال د دې سیسټم په مټ ونو، ګلانو او نورو کرل شویو فصلونو او بوټو ته اوبه ورکوي.
د مغلوخیلو د نجونو لېسې یوتن چپړاسي وایي، چې په دې کار سره له ډیزلي ماشین څخه بي غمه شولو. په هغه باندې ډیرمصرف راتلو. نو اوس چې د لمریزې بریښنا سیسټم فعال شو، خدای شته چې سهولت لري، اوبه پرې راباسو او د ښوونځي انګړ پرې اوبه کوو.
د لوګر د پوهنې ریاست په سویډن کې میشت له ښاغلي الحاج سلیم عابد پیمان څخه غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې له نورو ښوونځیو سره خپلې مرستې جاري وساتي.
ښاغلۍ الحاج سلیم عابد پيمان ته د لوګر د والی لخوا ستاینلیک هم ورکړشو.
محمد شاهپورعرب
دلوګرد پوهنې ریاست ویاند