Home خانه
لوګر کې نوی (۱۴۰۳) ښوونیز کال رسماً پیل شو
لوګر کې نوی (۱۴۰۳) ښوونیز کال رسماً پیل شو
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
چهارشنبه، رمضان المبارک ۱۰ مه ، حمل لومړی نېټه
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست نوی ( ۱۴۰۳ ) ښوونیز کال د ښوونځي زنګ په کړنګولو سره رسماً پیل کړ.
د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې چې د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو پکې مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور، د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز، د جهادي مدرسې مهتمم شیخ الحدیث و القرآن عبدالمالک حامد ، د پوهنې ریاست مرستیالانو ، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرانو ، دیني عالمانو ، قومي مشرانو ، د ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو برخه اخیستې وه.
په پیل کې د جهادي مدرسې مهتمم شیخ الحدیث و القرآن عبدالمالک حامد د علم فضیلت په هکله مفصلې او ارزښتناکې خبرې وکړې او د دیني او عصري علومو زده کول یې د هېواد یوه مهمه او لویه اړتیا وبلله.
وروسته مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور په خپلو خبرو کې له ټولو ښوونکو او مدیرانو څخه غوښتنه وکړه، چې د هېواد بچیانو تعلیم ته سمه پاملرنه وکړي او خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره کړي.
ورپسې د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز له خوا د غونډې ګډون والو ته د ۱۴۰۳ ښوونیز کال د پیل په مناسبت هکله د پوهنې وزارت رالېږل شوی پیغام ولوستل شو.
په دې غونډه کې د کلنګار جهادي لېسې د ترانې ټیم زده کوونکو د ښوونځي زنګ کړنګولو او د پوهنې دوه په زړه پورې ترانې هم وویلې .
د یادو مراسمو په پای کې د مرستیال والي، د پوهنې رئیس او د جهادي مدرسې مهتمم له خوا د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره نوى ۱۴۰۳ ښوونيز کال رسماً پيل شو.