Home خانه
د عامه پوهاوي خبرتیا!
د عامه پوهاوي خبرتیا!
د لوګر ولایت ټولو مؤمنو، مجاهدو او شهیدپالو ولسونو ته خبر ورکول کېږي چې له نېکه مرغه د لوګر ولایت عمومي جامع پلان «ماسټر پلان» د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا له ترتیب وروسته، د ا.ا.ا د ریاست الوزراء د عالي مقام له لوري منظور شوی دی.
د دغه پلان پلي کېدل به په لوګر ولایت کې د منظمې پراختیا، ابادۍ او د ولسونو د هوساینې لامل شي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین «حفظهالله» د ۷. ۱۱. ۱۴۴۷ هـ ق نېټې د «۲۰» ګڼې فرمان له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې په هغو سیمو کې چې ماسټر پلان پرې پلی کېږي، له هر ډول خپلسرو رغنیزو چارو او فعالیتونو څخه په کلکه ډډه وکړي او خپلې چارې د یاد پلان مطابق ترسره کړي.
د کور او ښار جوړولو ریاست به په نږدې راتلونکي کې د هغو سیمو نومونه او نقشې «چې له ګوګل مپ او جي.آی.ایس (GIS) څخه اخیستل شوې» خپرې کړي چې حلقوي سړکونه ترې تېرېږي. د دغو سړکونو سور «عرض» «۱۰۰، ۵۰ او ۳۰» متره دی.
له درنو هېوادوالو هیله کېږي چې په یادو ساحو کې له هر ډول ساختماني چارو لاس واخلي، ترڅو په راتلونکي کې له قانوني ستونزو او مالي زیانونو سره مخ نه شي.
د لوګر ولایت مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مديریت






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























