Home خانه
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت پخوانی مرستیال سفیر زردشت شمس د ډیورنډ په اړه وایي
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت پخوانی مرستیال سفیر زردشت شمس د ډیورنډ په اړه وایي:
پاکستان پر ډیورنډ کرښه اغزن تار په یو اړخیز او بېهمغږۍ ډول تېر کړی، او د افغانستان هېڅ حکومت دا کرښه رسمي پوله نه ده منلې.
هغه ټینګار کوي چې همدا اختلاف لامل شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دې موضوع هېڅ رسمي مذاکره ونه شي، ځکه هر ډول خبرې به دې کرښې ته مشروعیت ورکړي.
د ښاغلي شمس په وینا، پاکستان به د جمهوریت پر مهال له افغان لوري غوښتل چې خپل حدود مشخص کړي، خو افغان حکومت دا کار نه کاوه.
شمس زیاتوي چې په ساحه کې تر ممکنه حده مقاومت کېده، چې په جنوبي زون کې یې مشري د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق کوله، چې وروسته د ط..البانو په یوه برید کې ووژل شو.
نوموړی وايي، که څه هم ځینې سیمې په عملي ډول د پاکستان تر کنټرول لاندې دي او آن د ۱۸۹۳ کال له ټاکل شوو حدودو هم سرغړونې شوې، خو بیا هم د ده په باور، هر ډول مذاکره به د افغانستان په زیان وي او پاکستان به یې د سند په توګه وکاروي.
دغه پخوانی افغان ډیپلومات په پای کې وایي چې د حل یوازینۍ لار، که څه هم اوس ستونزمنه ښکاري، د دې کرښې عملي له منځه وړل دي.
ډيورينډ تراوسه پاکستان څه ترلاسه نه ډي کړي ځکه دومره وارخطا دي
خو چه اينده څوک غدار پيدانه شي چه دا کرښه رسمي کړي يو منتخب جمهور ايس چه نړيوالو لخوا په رسميت پيژندل شوي وي کوالاي شی دا کرښه رسمي لاس ليک کړي
پخوا پاکستان ډيري هڅي وکړي چه نجيب مجددي ملا رباني څخه دا لاس ليک واخلي خو ناکام شو
داهم ويل کيږي چه پاکستان افغانستان باندي حملی امريکا ته داشرط ايښي وو چه زه بو اډي زمکي لاري درکړم خو ډيورينډ کرښي په هکله بو معامله نه کوي ځکه يو وخت کابل کي دامريکا سفير وويل چه دوي پاکستان افغانستان ترمينځ کرښه رسمي سرحد په توګه پيژني متاسفانه جمهوريت په وخت ښه چانس وو چه دا کرښه دامريکا ناټو په زور له پاکستان واخستل شي خو اشرف غني پر ځاي دادي چه ډيورينډ خبره پورته کړي جنرال باجوه ته اجازه ورکړه چه په ډيورينډ اغزن تار ولګوي تر څو دوي په اصتلاح ډهشتکردو اوښتو راوښتو مخه ونيسي چه پاکستان مطالب کرښه معلومول وو خو چړونکو بایاي په خوږو لکه ماشوم غلط کړو ![]()
![]()
![]()
-
- Svara
ښآغلی زردشت شمس صاحب له تاسوو څخه یوه نړۍ مننه! دغه ډېر أړین خنډ مخې ته پروت وو ، أو پروت ده ؟ زما په خپل پآم سره ، که چېرته پخواني باچا غوښتی ډېره په أسانۍ داخنډ حوار ؤ ، ځکه هغه وخت سي اشغالګر له ختیځې پښتونخواه په تېښته کي سؤل ، لمړی: د وزیرستان زړورو خلکو په مرچلو کابوسؤل ، اوله باچایې مرسته وغوښتله؟ ټپوس باچا ځآن کوڼ واچو؟ دویم : که له نیمې کرغېړنې پېړۍ راهسې کورنۍ جګړې نه وای هم داخنډ حوارؤ . دریم أوس یوڅه وخت نورهم پکار ده ترڅو دختیځي پښتونخواه دوګړو زړونه په لاس راوړل ؟ أوداسې نورې خبرې ؟ په درنښت ! ![]()
![]()






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























