Home خانه
دا د وخت د یوه ملا امام عکس دی…
دا د وخت د یوه ملا امام عکس دی…
هغه ملا امام چې لاسونه او لمنه یې د لسګونو زرو بېګناه کابلیانو په وینو رنګ وه.
د واک او قدرت د تندې لپاره به یې هره ورځ له څلوراسیابه پر کابل ړندې، مرګونې راکټي حملې کولې ![]()
![]()
هغه راکټونه هدف نه پېژندل،
نه ښځه، نه سړی، نه ماشوم…
یوازې مرګ و، وینه وه، او د میندو چیغې.
کورونه وران شول، ماشومتوبونه خاورې شول،
او کابل د سیاست د لوبو قرباني شو.
دین، جهاد او شعارونه هغه شېبه خپل ارزښت له لاسه ورکوي
چې د بېګناه انسان وینه تویېږي.
تاریخ هېر نه کوي،
ځمکه د شهیدانو غږ ساتي،
او حساب که نن نه وي، سبا خامخا وي.
پوښتنه دا ده:
ایا د دې زرګونو بېګناه خلکو وینه به همداسې بېپوښتنې پاتې شي، که به یو وخت عدالت خبرې کوي؟
رضا خان پاینده






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























