Home خانه
!په روژې کې دخرڅلاو توکو بیې مه لوړوئ؛ دبېوزلو لاسنیوی وکړئ
په روژې کې دخرڅلاو توکو بیې مه لوړوئ؛ دبېوزلو لاسنیوی وکړئ!
روژه نه یوازې په نه خوړلو، نه څښلواو په عبادتونو باندې بسنه وشي؛ بلکې له خلکو سره نیکي کول، خیراتونه ورکول، په خلکو باندې سوداګریز توکي په ټاکلې اندازې پلورل، بېوزلو کسانو سره مرستې ورکولو ته وردانګل او په انصاف چلیدل داهغه څه دي، چې په یادې مبارکې میاشتې کې باید ترسره شي .
ولې داچې په هیواد کې ډیري سوداګري د روژې په میاشتې کې ترسره کیږي او هټیوال هم د وخت په استفادې دخپل سوداګري توکو دنرخونو بیې دوه برابره لوړه وي .
نو دوی په دې فکر کې نه دي، چې په روژې کې خلکو ته دخیر لاسونه ورکړل شي، بیوزلو او مسکينانو سره مرسته وشي او توکو دبیو په ګرانښت کې له انصاف کار واخیستل شي.
هټیوال دخپلې ګټې لپاره روژه دسوداګرۍ میاشت فکر کوي، چې دا په اسلام کې نشته او باید ټول سره په یوه خوله دبې انصافه هټیوالوسوداګرو دغو ناروا کړنې هغه ادارې ته وړاندې کړي، چې پکې دڅار او کتنې مسوولیت لري اویاده اداره ورته رسېدنه وکړي او ټول هټیوال د انصاف له مخې خلکو باندې خپل د خرڅلاو توکې وپلوري.
روژه څنګه ونېسو او څه پکې ترسره کړو!؟
روژه څنګه ونېسو او څه پکې ترسره کړو!؟
روژه درحمتونو، مغفرتونو او د دوزخ داورڅخه دخلاصون میاشت ده، چې دغه میاشت په کال کې یوځل په مسلمانانوفرض شوې ده.
ددې برکتې میاشتې په وړاندې ټول مسلمانان مکلف دي، چې دخدای (ج) عبادتونه له نورو میاشتو زیات ترسره کړي او په دې میاشت کې یوه نیکۍ په لسو نیکیو حسابیږي، نو دلوی څښتن تعالی عبادت ترسره کول له نورو میاشتو څو برابره ثوابونه يې زیات دي .
روژه مسلمانانو لپاره یوه عظیمه او له برکتونو ډکه میاشت ده، چې د بنده ګانو دعاګانې پکې قبلیږي، مؤمنو مسلمانانو ته دجنت دروازې خلاصې او لوی لوی شیطانان په یاده میاشت کې تړل شوي وي .
دغه مبارکه میاشت څومره دمسلمانانو لپاره یوه چانسي میاشت ده، چې دالهي او نبوي ارشاداتو له مخې مسلمانان وکړای شي روژه له ټولو اسلامي اصولو سره سم ونیسي او ترڅنګ يې دالله تعالی لپاره ډیر عبادتونه ترسره، دبیوزلو او بې وسو له حال او احوال نه ځان خبر کړي .
روژه دېته نشو ویلای، چې کله پشلیمی وکړو، بیا تر ماښامه پورې هېڅ څه ونه خورو او ونه څکو؛ بلکې روژه دېته وايي، چې د مسلمان دبدن هر غړی يې روژه وي، هغه دا چې مسلمان باید په پوره ډول په خپلې ژبې واکمن وواسي له ناوړو او ناروا خبرو، درواغ او غیبت نه ځان وساتي .
بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی
بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی
پوهاند دوکتور نذیر احمد شهیدی فرزند الحاج غوث الدین خان درسال 1325 ه.ش درقریه پادخواب شانه ولایت لوگر به دنیا امد پوهاندشهیدی به سن هفت سالگی روان مکتب ابتدایه پادخواب شانه شد تعلیمات ابتدایی رابه همان مکتب فرا گرفت و دوره لیسه را درلیسه ابن سینای کابل درسال 1340به پایان رساند سپس درسال 1341به دارالمعلمین کابل شامل شد و درسال 1343سند فراغت بدست اورد. علاقه مندی استاد به علم و دانش او را وادداشت تا به فراگیری دانش ادامه دهد تااینکه درسال 1344موفق شد شامل پوهنځی اقتصاد پوهنتون کابل شود وی پس از فراغت درسال 1347 دوباره درهمین پوهنځی به حیث اسیستانت انتخاب گردید بعد از چهارسال تدریس به کشور المان رفت پوهاند شهیدی موفق گردید که ماستری ودوکتورای خویش را در پوهنتون بُن آلمان موفقانه به پایان برساند. پس از فراغت در سال 1360دوباره به کشورش عزیمت ورزید و در پوهنځی اقتصاد پوهنتون کابل به ادامه تدریس پرداخت.
پیام تسلیت بنیاد به مناسبت مرگ آصف جلالی
پیام تسلیت بنیاد به مناسبت مرگ آصف جلالی
به نام خدا آمرزنده و مهربان
بازگشت همه به سوی اوست
امروز در سوگ هنرمندی نشسته ایم که با رفتنش خنده به عزا نشسته و شادی از خانه های ما رخت سفر بسته و دلتنگی ها همسایه ما گشته است. این مرد بزرگ که امروز زندگی را بدرود گفت، آصف جلالی نام داشت، کسی که در اوج احترام و محبوبیتی که برازنده و شایسته شخصیت مردم دوست، بلندنظر و فرهیخته اش بود. یادش برای همیشه به نیکنامی در این سرزمین باقی خواهد ماند. قابل یاد آوری می دانم که آصف جلالی فرزند باشی نورعظیم اصالتاً تاجک تبار و زاده ۱۳۴۵ خورشیدی در روستای دهنو، از توابع ولسوالی محمد آغه ولایت لوگر بود .
ولسوال محمدآغۀ ولایت لوگر به اتهام اخذ رشوت ۱۸ میلیون افغانی، به ده سال و شش ماه حبس محکوم شد
ولسوال محمدآغۀ ولایت لوگر به اتهام اخذ رشوت ۱۸ میلیون افغانی، به ده سال و شش ماه حبس محکوم شد
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۴:۴۴
نورمحمد عبیدی فرزند طلامحمد، ولسوال محمدآغۀ ولایت لوگر، امروز چهارشنبه چهارم جدی سال ۱۳۹۸ خورشیدی، در مرکز عدلی و قضایی مبارزه با جرایم سنگین فساد اداری، مورد محاکمۀ ابتدایی قرار گرفت.
عاملان این قضیه از سوی ارگانهای کشفی به تاریخ ۱۵ سرطان سال ۱۳۹۸ خورشیدی، حین تسلیم دهی پول در سرای شهزاده ناحیۀ اول شهر کابل، بالفعل دستگیر و برای تحقیقات، جهت تأمین عدالت به لوی څارنوالی محول گردیده بود.
بربنیاد صورت دعوای څارنوال مؤظف، ولسوال محمدآغه در بدل اخذ یک هزار و ۸۰۰ جریب زمین و سپردن آن برای دولت خان فرزند حسین خان مسکونۀ ولسوالی محمدآغۀ ولایت لوگر که گفته شده است این املاک موروثی وی میباشد، برای فی جریب زمین از نزد وی ده هزار افغانی رشوت که ۱۸ میلیون افغانی میشود مطالبه شده است.
چگونه کلیـــه (گرده) خویش را سم زدایی کنیم؟
چگونه کلیـــه (گرده) خویش را سم زدایی کنیم؟
اگر یک بار این را برای دیگران هم بفرستید، شما به نجات جان یک نفر کمک کرده اید.
سال ها پشت سر هم می گذرد و کلیه های ما خونی که سرشار از نمک، سموم و دیگر مواد ناخواسته در درون آن است، را تصفیه می کنند. با گذشت زمان نمک در کلیه تجمع می یابد و نیاز به تمیز کردن با درمان بیشتری را پیدا می کنند.
با در نظر گرفتن سلامت کلیه ها ما چگونه می توانیم بر این مشکل غلبه کنیم. بسیار آسان است:
ابتدا یک بسته گشنیز را شسته و سپس خُرد کنید و در یک ظرف ریخته و با مقداری آب به مدت 10 دقیقه بجوشانید و سپس بگذارید سرد شود و سپس آن را در ظرفی ریخته و در یخچال بگذارید.
د کابل ـ لوګر سړک د دویم لين او دویم لاټ کارونه ۵۸ فيصده بشپړ شوي
د کابل ـ لوګر سړک د دویم لين او دویم لاټ کارونه ۵۸ فيصده بشپړ شوي
دغه سړک د محمد اغې ولسوالۍ څخه پيل او تر پل علم پورې غځيدلى دى، چې ۲۴.۱۵ کيلومتره اوږدوالى، ۷ متره پلنوالى، يو ۱۰ متره پل او ۹۰ پلچکونه لري، د ۷۸۲،۵۶۵،۹۱۵ افغانيو په ارزښت د افغانستان حکومت لخوا تمويليږي تر دې مهاله يې ۵۸ فيصده کارونه بشپړ شوي دي.
ياد سړک به ترافيکي ستونزې راکمې کړي او د خوست ولايت به په اقتصادي زون بدل کړي، په کرنه او مالدارۍ، د معادنونو په کيندنو، سوداګريزو ښارونو ته د هيوادوالو د تګ راتګ اسانتيا، د جلغوزيو او لرګيو په وړلو کې مهم رول لري.
په لوګر او کابل ښار کې له ۳۷ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو نغدي مرسته وشوه
په لوګر او کابل ښار کې له ۳۷ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو نغدي مرسته وشوه
لوگر، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، جمعه، غبرګولی ۳ مه ۱۳۹۸
د پیمان خیریه بنسټ په لوګر کې له ۳۷ کونډو، یتیمانو، معیوبینو، معلولینو او بېوزلو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وکړه.
یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د الله (ج) د رضا او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په هدف وکړه، چې ۱۲۸۰۲۰ افغانۍ ارزښت لري.
د خوراکي توکو په مرسته ۳۷ کورنیو ته، په هرې کورنۍ د ۳۴۶۰ افغانیو په ارزښت پنځوس کیلو اوړه، ۲۴ کیلو ورېجې، پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلو بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ووېشل شول.
دغه راز په نغدي مرسته کې ۸ کورنیو ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
هغه دولتي چارواکي او یا شتمن هېوادوال، چې غواړي له یاد ناروغ سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 او یا 0093700045950 شمېرې اړېکه ونیسي.
زمونږ د عزیزی بانک شمیری دادی: 001701101098852 افغانی حساب او یا 001701201098745 دالری حساب.
ددې کورنۍ په هکله بشپړ راپور په ویدیوکې وګورئ!
د نور انځور د لیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!
د لوګر د پوهنې ریاست تدریسي مرستیالې دوو ښوونځیو درسي بهیر وکوت
د لوګر د پوهنې ریاست تدریسي مرستیالې دوو ښوونځیو درسي بهیر وکوت
پل علم ، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر، یکشنبې، غبرګولي ۲۶ مه
د لوګر د پوهنې ریاست تدریسي مرستیالې مینې سادات د نجونو او هلکانو د دوو لېسو درسي بهیر له نږدې وکوت.
نوموړې نن له غرمې وروسته د حضرت عمر فاروق (رض) د هلکانو او د بي بي آمنې د نجونو لېسو ته تللې وه څو د دغو دواړو ښوونځیو درسي بهیر له نږدې وګوري.
هغې په دې لیدنه کې د یادو لېسو زده کوونکي وهڅول، چې په خپلو درسونو کې کوښښ وکړي او هم یې له زده کوونکو غوښتنه وکړه، چې غیر حاضر ونه کړي او هره ورځ خپلو درسونو ته حاضر شي.
له بل لوري د نوموړو دواړو لېسو مدیرانو، سر ښوونکو او ښوونکو هغه آوازې بې ځایه وبللې، چې ګواکې په مرکز پل علم پورې اړوند ښوونکو درسي اعتصاب کړی.
له لوګره تر قطره؛
له لوګره تر قطره؛
د شېرمحمد عباس ستانکزي د لوړو ژورو مزل:
د لوګر د بره کيبرک ولسوالي په عباس کلا کې د پاچاخان زوی شېرمحمد عباس ستانکزی پخوا په شېرمحمد لوګري پېژندل کېده. لوګری په ۱۹۶۳مېلادي کال کې زېږېدلی اوله لويه سره د لوګر دبره کي برک اوسېدونکی دی.
شېرمحمد چې اوس شېرمحمد عباس ستانکزی دی او د طالبانو د سولې په مذاکرتي ټيم کې د افغانستان د راتلونکي په هکله تېزه ژبه کاروي، د کمونيسټي رژيم په وخت کې د خلق او ډيموکراټيک ګوند غړی و.
عباس ستانکزی په کابل کې زېږېدلی، ښوونځی يې لوستی او تر فراغت وروسته يې لوړې زدهکړې هم کړې دي. د غزني پخوانی والي موسی خان اکبرزاده او ليکوال او سياسي شنونکی فريد بهمن يې ټولګيوال دي. موسی خان اکبرزاده سيحون خبري اژانس ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ويل کېږي ستانکزی د پاکستان استخباراتي ادارې يا ISI ته ډېر نږدې کس بلل شوی، وويل، "هغه وخت ټول جهادي تنظيمونه همدغسې وو، دا د سولې په پروسه کې دين محمد چې دی، دی هم دغسې و، زه پخپله هم همدغسې وم."
جمهوررئیس غني د مرحوم ډاکټرعبدالولي وکیل جنازې ته درناوی وکړ
جمهوررئیس غني د مرحوم ډاکټرعبدالولي وکیل جنازې ته درناوی وکړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لوګر د ولایتي شورا مرستیال مرحوم ډاکټرعبدالولي وکیل جنازې ته درناوی وکړ.
جمهور رئیس غني په شهید محمد داوودخان روغتون کې د مرحوم ډاکټرعبدالولي وکیل اروا ته د دعا پرمهال وویل، ډاکټرعبدالولي وکیل هېواد او خلکو ته د خدمت او صداقت ژمنه لرله. هغه د اخلاقو نمونه و او هیچا هم تونده خبره ترې وانه ورېده.
جمهور رئیس د هغه پر وفات د خواشینۍ څرګندولو پرمهال د مرحوم ډاکټر عبدالولي وکیل کورنۍ ، د لوګر ولسونو، د ولایتي شورا استازو او د افغانستان خلکو ته تسلیت ووایه.
په لوګر کې نړیوال هوايي ډګر جوړېږي
په لوګر کې نړیوال هوايي ډګر جوړېږي
د کابل په سویل ۴۰ کیلومټري لوګر کې د یوه لوی نړیوال هوايي ډګر د کارپیلېدو تیاری پیل شوی دی چې د پلان له مخې به پرې اته سوه میلیونه ډالره لګښت وشي. د محمد اغې ولسوالي د دولت کلا په دښته کې دغه نوی جوړېدونکی هوايي ډګر به د ولسمشر محمد اشرف غني د پلرني کلي په شمال لوېدیځه څنډه کې جوړ شي چې پلان یې په لومړي ځل له ننه ۴۴ کاله وړاندې د سردار محمد داود خان په واکمني کې رامخې ته او یوه نیمه لسیزه وړاندې یې پخواني حکومت د جوړولو لپاره لومړنۍ طرحه جوړه کړه چې د۳۰۰ میلیون ډالرو لومړنی لګښت ورته په پام کې ونیول شو چې د یولړ ستونزو لپاره یې عملې کېدل تر اوسه ځنډېدلي دي.
پیام تبریکی کار مندان حقیقت به مناسبت فرارسیدن جشن باستانی نوروز و حلول سال نو خورشیدی
پیام تبریکی کار مندان حقیقت به مناسبت فرارسیدن جشن باستانی نوروز و حلول سال نو خورشیدی
بسم الله الرحمن الرحیم
با درود بر روان پاک شهدای راه جهاد مقدس ملت مسلمان و آزاده افغانستان!
حلول سال ۱۳۹۸هجری شمسی سال نو و بهار پرطراوت را که نشانه قدرت لایزال الهی و تجدید حیات طبیعت می باشد را به کافه ملت مسلمان، مجاهد ، سرفراز و غیور افغانستان، به خصوص به جلالتمآب رییس جمهور کشور، معاونان ریاست جمهوری، رییس و اعضای ستره محکمه، روسای ولسی جرگه و مشرانو جرگه، اعضای کابینه، اعضای شورای ملی و منسوبان نهادهای امنیتی کشور تبریک و تهنیت می گوییم. و سالی سرشار از برکت و معنویت را ازدرگاه خداوند متعال و سبحان برای شماعزیزان مسئلت مینماییم.
د لوګر والي او ورسره پلاوي د محمدآغې ولسوالۍ، د زرغون ښار سیمې ته سفر وکړ
د لوګر والي او ورسره پلاوي د محمدآغې ولسوالۍ، د زرغون ښار سیمې ته سفر وکړ
کب ــ ۱۹ ــ یکشنبه
په دغه سفر کې د لوګر د والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي سربېره د څلورمې پلې لوا قوماندان تورن جنرال عبدالرازق صافی، ملي امنیت رئیس برید جنرال امیر جان ناصري، امنیه قوماندان سمونوال رحم خدا مخلص ،د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزی غړي محب الله صالح ،د یادې ولسوالۍ ولسوال نور محمد عبیدي او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون درلود.
د سفر په لومړیو کې د یادې سیمې قومي مشرانو د لوګر والي او نور مسئولینو ته د خپلې سیمې په سطحه هغه ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل چې دوی ورسره لاس او ګریوان ول.
د سیمې اوسېدونکو ته د لوګر والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي په خبرو کې وویل ستاسې ستونزې اورېدل او هغو ته د حل لاره موندل زمونږ دنده او مسئولیت دی،هغه له قومي مشرانو غوښتنه وکړه تر څو خپل قومي جوړښت وساتي او ددغه جوړښت د لا قوي کېدو هڅه وکړي،اسحاقزي زیاته کړه ستاسو نه مو هیله ده چې په خپله سیمه کې د ملي پروژو په پلي کولو کې له دولت سره همکار ووسئ.
مشرانو جرګې د پیمان خیریه بنسټ کړنې وستایلې
مشرانو جرګې د پیمان خیریه بنسټ کړنې وستایلې
پل علم ، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، سه شنبه، کب ۷ مه ۱۳۹۷
مشرانو جرګې د پیمان خیریه بنسټ فعالیتونه وستایل او د دغه بنسټ رئیس، مرستیالانو او کارکوونکو ته یې ستاینلیکونه ورکړل.
په ستایل شویو کې د پیمان خیریه بنسټ رئیس ښاغلۍ الحاج محمد شاه (پیمان) ، مسلکی مرستیال ښاغلۍ انجنیر محمد کبیر، اداري مرستیال ښاغلۍ محمد شاه پور (عرب) ، اجرایی مرستیال او د ختیځو ولایتونو او کابل ښار مسوول ښاغلۍ استاد تمهیدالله (سیلاني) او دوه تنه نور کارکوونکي ښاغلۍ صفي الله (یوسفزی) اوښاغلۍ محمد شریف (یوسفزی) شامل دي.
د مشرانو جرګې دویم مرستیال ښاغلۍ داکتر محمد آصف (صدیقي) د پیمان خیریه بنسټ د مشر او کارکوونکو د ستاینې پر مهال د دغه خیریه بنسټ فعالیتونه وستایل او دغه خیریه بنسټ یې یو فعال او تر ټولو مخکښ خیریه بنسټ یاد کړ.
هغه له دولتي ادارو، مرسته کوونکو موسسو او شمتنو هېوادوالو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلې مرستې د پیمان خیریه بنسټ له لارې تر یتیمانو، ګونډو او بېوزلو کورنیو ورسوي.
د پیمان خیریه بنسټ رئیس ښاغلۍ الحاج محمد شاه (پیمان) د مشرانو جرګې د ستاینې له امله مننه او قدر داني کوي او ژمنه کوي، چې له اړمنو هېواد والو سره به خپلې مرستې د پخوا په څېر جاري ساتي.
لوګر کې یو ځانمرګی بریدگر موخه ته تر رسېدو دمخه نیول شوی
لوګر کې یو ځانمرګی بریدگر موخه ته تر رسېدو دمخه نیول شوی
سلواغه ــ ۲۱ ــ یکشنبه
تېره شپه خوا او شا يوولس بجې د لوګر ملي پولیسو د محمد آغې ولسوالۍ اړوند د تنګي واغجان په سیمه کې یو ځانمرګی برید ګر چې په یو کرولا ډوله موټر کې یې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو موخه ته تر رسېدو دمخه نیولی دی.
د لوګر د امنیه قوماندان محمد ابدالي په خبره چې ددغه بریدګر موخه د کابل ــ لوګر پر لویه لاره نظامي او ملکي کاروانونه وو چې له نېکمرغه موخې ته تر رسېدو دمخه یې افغان پولیسو مخه ونیوله.
مولوى محمد نبي محمدي
مولوى محمد نبي محمدي
لیکوال: مفتی محمدګل سعید
مولوي محمد نبى محمدي دعباس کلاپه اخونزاده مشهور د مولوي عبد الوهاب زوى دملاتوره باز لمسى د خپل وخت له لويو عالمانو، مشهورو سياست پوهانو او مشرانو څخه ؤ، چى په خټه اندړ، لکڼ خېل ١٣٠٠ لمريز کال دوري دمياشتې په (۲۰) مه د لوګر ولايت د برکى برک ولسوالۍ د شيخي خېلو( عباس کلا )،په يوه فاضله او عالمه کورنۍ کې زېږېدلى ؤ، دى له آده د غزني ولايت د اندړو و لسوالۍ د ګنډه اير کلي ؤ، چې نيکه يې د هغه ځايه ډېر پخوا را نقل شوى او په عباس کلا کې يې سکونت غوره کړى دى. مورنى تعلق يې له رستم خېلوسره ؤو والده يې دمشهور شخصيت حاجي فتح محمدرستم خېل خور وه.
مقاله څنګه وليکو؟
مقاله څنګه وليکو؟
ليكنه يا مقاله د بشر د ژوندانه په بېلابېلو اړخو نو ليكل كېږي، لكه: سياسي، بشري، اقتصادي، ادبي ... ليكنه معمولاً پر هغو مسئلو كېږي ،چې د ټولنې په وګړو منفي يا مثتبه اغېزه ولري، لكه خبر او خبر د ليكنې ستره سرچينه ده . مقاله ليکل يوازې ليکوال په دې بسنه ونه کړي، چې ګوندې ديوې مقالې په ليکلو ځان خلکو اوټولنې ته ور وپېژني. که چېرته فکر وشي دغه ډول مقالې د لوستونکو له پامه غورځي او داچې په خپله ليکوال وخت ضايع کوي، دنورو هم يوڅه وخت بې ځايه نيسي او دلوستونکو تنده پرې نه شي ماتېدلى، ځکه دوى هم له زياتو تکراري ليکلو ستړي شوي او موضوع خوند نه ورکوي، خو اصلي موخه دلته ده، چې مقاله ليکل دڅه لپاره او بايد کوم ډول چې دخلکو غوښتنو ته ځواب وويل شي، په هماغه ډول خلکو ته وليکل او په کې د نوښت او تازه والي اثرات نغښتي وي.
موږ دهغه څه په لټه کې یو؛ خوموندلای يې نشو!؟
موږ دهغه څه په لټه کې یو؛ خوموندلای يې نشو!؟
افغانان څه دپاسه څلویښت کاله دهغه څه په لټه کې دي، چې ترنن ورځې دموندلودرک يې پیدانه کړل، ځانونه يي ستړي کړل، نارې يې ووهلې او لايې هم وهي، خو نه يې چا غږ واوریده اونه څوک شته چې ددې مظلوم ملت په غم کې واوسي .
افغان غیرتي ولس او میشت قومونه په دې ۴۰ کالونو کې په دغه اور، چې دوی يې تل ربړولي او ځورولي دي، ددې لامل پیدا نشو کړای، چې څنګه له دغو بدمرغیو نه دخلاصون لاره پیداکړي؛ څو افغان ځوریدلي ولس ته خوشحالي ورپه برخه او یوبل سره په خلاصه غیږه او دورورګلوي په فضاکې ژوند وکړي .
دلته دسولې اوجګړې له هغو دوو متضادو کلموڅخه یادونه کوو، چې افغان ولس ددغو دو کلیمو سره دومره زیاته آشنايي لري، چې هره ګړۍ پخپله اویا دنورو خلکو له خولې اورو.
لوګر ولس خپل ولايت ته د چارواکو پاملرنه غواړي
لوګر ولس خپل ولايت ته د چارواکو پاملرنه غواړي
لوګر دافغانستان له مرکزي ولایتونو څخه یوستراتیژیک اومهم ولایت دی، چې په لوړه کچه دکانونو سترکان پکې شتون لري، که دکرنې له پلوه ورته نظر وکړو،نو دکابل کندو يې هم بللی شواو که دجهاد اوفرهنګ له ډګره يې ونیسو؛ نو دباب الجهاد او دفرهنګي ستورو ولایت هم بلل کیږي .
خوداچې لوګر ولایت ته حکومتي چارواکي ځانګړي پاملرنه نده کړې او یا يې نه کوي، ستونزه دلته ده، چې دغه ولایت به نورهم دشاه تګ په لوري مخه کړي .
لوګر ولایت دسیاست له ډګره هم بې برخې ندی پاتې شوې، په هرنظام کې ډیري سیاسیون او حکومتي لوړپوړي چارواکي لرلي دي او اوس هم په شته نظام کې په لوړو څوکیو دندې مخته وړي.
ولې داچې دوی دسیاست په بیړۍ کې ناست دي؛ باید لوګر او دنوموړي ولایت ولسونو لوري ته يې پام واوړي او دخپل دردیدلي ولسونو په ټپونو دملهم پټۍ کیږدي، څو ددې خوار ولس لپاره څنګه چې لیدل کیږي، په هماغه اندازه د دردونولپاره يې درمل وګرځي.