Home خانه
د څرخ ولسوالۍ
پښتانه ېې څرخ اوپاړسي ژبي ېې چرخ بولي. داسیمه دلوګر په سویل کې دیوې پرتې ولسوالۍ نوم دی.له څرخ څخه کابل،غزني،ارګون اوګردیز ته لارې غزیدلي دي.داهغه زړه لار ده،چې دغزنویانوپه دوره کې به سلطان محمود سبکتګین دده پلار او تر ده وروسته سلطان تر اباسین پورې خواته چې تله،نوپردغه لار باندې به تله.پخوادغه لار د لویو قافلو او لښکر کښیو لار وه.(۸)څرخ دغزني له شمال څخه شاوخوا ۵۰کیلومتره واټن لري. دڅرخ دکلیمې لرغونتیا دافغانستان دعلومو اکادمۍ داریانا دایرتامعارف په لومړي ټوګ کې داسې ویل شوي چې نني چرخ ته په اوستا کې چخره caxra ویله . دڅرخ دکلیمې ذکر دابن بطوطه په سفر نامه کې شوې ده، چې هغه ته رحله ابن بطوطه وايي. ابن بطوطه په خپله افغانستان ته سفر کړی دی.
تر دې سفره شل کاله وروسته ېې داسفر نامه کښلې ده،چې دهغې دتالیف کال۷۶۵هجري کال دی.نوپر دې بنسټ دڅرخ دکلیمې ذکرپرکال ۷۶۵ هجري سپوږمیزکې راغلی دی. دافغانستان پیاوړی لیکوال مولانا یعقوب چرخي په اثارو کې هم دڅرخ ذکر راغلی دی،ځکه نوموړی ځان ته مولینا یعقوب بن عثمان غزنوی سرزي چرخي وایي.له دې څخه داسې مالومیږي، چې څرخ یو مهال د اداري ویش له مخې په غزني پورې اړوندو.(۹)سرازه دمولانا یعقوب چرخي خپل اصلي کلی دی، چې اوس یې تختک بولي .درشاد صیب په وینا: ځیني کتابونو کې سرازه شېرازه یا شیراز لوستل شوی دی،خو دا تیروتنه ده.سراز په څرخ کې پخوا دیوه کلي نوم و،چې دامهال دتختک په نامه یادیږي.دمولانا یعقوب چرخي قبر دتاجکستان د دوشنبې ښار په ختیځ کلخوز سیمه کې دی.ویل کیږي چې تر ده وروسته دده اولاده هم په دغه سیمه استوګن شول.همداراز دمولانا یعقوب چرخي نظرځای په څرخ ولسوالۍ کې شته ده،چې دمولاناصاحب زیارت په نامه مشهور دی او خلک ورته دم او دعا لپاره ځي راځي.دمولانا صیب دزوکړې اوشخصیت په اړه دهیوادستر عالم علامه عبدالشکور رشاد داسې څرکندونې کړي:دمولانا دمرګ په باب څه اختلاف موجود دی، زه چې ورغلی یم او دده قبر مې په دوشنبې کې لیدلی دی.نو هلته اته سوه پنځوس دده د مرګ تاریخ لیکلی دی او دځینو فرهنګونو او یا فرضآ دځینو فهرستونو په ذیل کې چې دده ذکر راغلی دی، هلته دوه نظره دي: یودادی،چې اته سوه اته دیرش دی او بل اته سوه پنځوس دی. دتاشکند دقلمي کتابونو په فهرست کې دده د وفات کال اته سوه پنځوس ظبط دی، مګر دریو په کتلاک کې بیا اته سوه دیرس ظبط دی.داسړی دافغانستان ډیر لوی او ډیر ښه کتابونه ېې لیکلي دي، چې په هغو کې ډیر مشهور ېې تفسیر مولانا یعقوب چرخي دی.(۱۰) په څرخ کې د هیواد په کچه سترې او وتلې څټې تیرې شوي دي.لکه دامیر عبدالرحمان خان په وخت کې سپهسالار غلام حیدر خان چرخي ددغې سیمې څخه و.غلام حیدرخان چرخي هغه څوک و،چې کافرستان ېې نورستان کړ او هغه خلک ېې مسلمانان کړل . دکابل څرخي پل هم دده په نامه یادیږي او دده په ویاړ جوړشوی دی.دغلام حیدر خان زوی نایب سالار غلام نبي خان چرخي هم ډیر توریالی او میړنی سړی و.چې دعلیحضرت نادرشاه په وخت کې ووژل شو.(۱۱)همدا ډول د څرخ په اوسني بازار کې یو مشهور زیارت شته ، چې دشاه محی الدین چرخي د زیارت په نامه یادیږي. په دغه زیارت کې دحضرت عثمان(رض) مهراب او منبر اوس هم شته،چې په لرګیو کې نقاشي شوي دي.همداراز په دغه زیارت کې دلرګیو ځیني نقاشي شوي تختې شته دي، چې ورباندې په کوفي ژبه دحضرت عثمان(رض) دوخت د ځینو جهادي شخصیتونو پیژندنه کښل شوې ده.پردې سربیره ځینو تختو کې دقول هوالله احد، الحمدالله او ایت الکرسي صورتونه په کوفی ژبه ژباړل شوي دي.(۱۲) همدا ډول څرخ دهیواد دپیاوړي پښتو ژبي او دري ژبي شاعر ارواښاد بهایی جان استوګن ځای هم اسیدلی دی. دپایلې په توګه ویلی شو،چې څرخ دلوګر یو له لرغونو او تاریخي سیمو څخه ده او په ټولیزه توګه زمونږ په تاریخ کې دپوهې او کولتوري ارزښتونو په ډګر کې لوړمقام لري،چې ورکې ښې پیاوړې نظامي، علمي او میړنۍ کورنۍ وخت پروخت راپنځیدلي دي.
سیر تاریخی ولسوالی چرخ ولایت لوگر
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
د څرخ د ولسوالی اداری پرسونل:
د څرخ د ولسوالی انځور:
د برکي برک ولسوالۍ
د برکي برک ولسوالی د افغانستان د لوګر ولایت یوه ولسوالی ده چې د همدغه ولایت د لویدیځ په لور کې پرته ده. نوموړې ولسوالی په لویدځ او شمال لویدیځ لوري کې د وردګ ولایت او د پل علم له ښاره سره ، په شمال او ختیځ کې له خروار او په سویل کې له څرخ سره ګډه پوله لري. د ۲۰۰۶کال د یوې سرشمیرنې له مخې د دې ولسوالی د وګړو شمیر 101,0000 تنو ته رسیده او د دې ولسوالې مرکز هم د برکي برک ښارګوټی دی. برکي اوبدلو ته وايي او په هزاره جاتو کې یو ډول اوبدل شوي شال ته هم وايي، چې په لاسونو او بدل شوی وي . برکي برک د لوګر یوه ولسوالۍ ده، چې د سجاوند تاریخي سیمه هم په کې پرته ده. ددې سیمې د نوم ایښودلو تاریخ داسې دی، چې په دغه سیمه کې دولس اورمړي کورنۍ میشته شوې او دغو کورنیو ددې سیمې له اصلي اوسیدونکو سره خپلوي پیل کړه او په خپلو کې ېې سره وادونه وکړل. په دې مانا چې دغه دولس اورمړي کورنۍ دلته و او بدلې شوې. ځکه نو دغې سیمې ته دبرکي برک نوم نسبت ورکړل شو.
اورمړیان په لوګر او پیښور کې استوګن دي. په پیښور کې اورمړو سټاپ په نامه اوس هم یوځای شته ده . (۲۱) برکی د برګیستان له بڼې څخه رغیدلې ده چې د اورمړ د قوم دویم نوم دی په افغانستان کې اته سیمې د برکي په نامه هم شته دي چې ټولې یې د اورمړي قوم زیږندځایونه دي دبیلګې په توګه په سرپل کې برکي په فاریاب کې برکي په پنجشیر کې برک برګیستان په غزني کې په لوګر کې برکی راجان او برکی برک د کابل په دهبوري او شهرآرا کې برکی په نامه ځایونه په کاڼي ګروم کې برګیستان یوه سیمه ده. دغه قوم د اریایي ژبو له ډلې څخه ځانته بیله ژبه درلوده، چې اورمړي ژبه بلل کیده. خو دا مهال دا ژبه ژوندۍ نه ده، مړه شوې ده. او ځای ېې پښتو ژبې نیولی.
برکي برک هغه لرغوني سیمه ده، چې هلته ابومسلم خراساني خښ دی. (۲۵-۳۵ه) د نوموړي زیارت په همدې سیمه کې ده. (۲۲) د ابومسلم خراسانی زیارت د برکي برک د پل غازی په سیمه کې دی، چې ورکې د ابو مسلم خراساني ژوند او پیژندنه په ډبره کې کښل شوی دی. په اټکل ګمان سره داسې ویل کیږي، چې ابو مسلم خراساني له لوګر څخه و. خو په دې اړه علمي څیړنې نه دي تر سره شوي.
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر
( 79 سال قبل از امروز )
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
جوی ها ، نهر ها و آسیاب های ولسوالی برکی برک ولایت لوگر
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
د برکی برک د ولسوالی اداری پرسونل:
د برکی برک د ولسوالی انځور:
د محمد آغې ولسوالی
دا سیمه د لوګر لومړنۍ ولسوالۍ ده،چې له پلازمینې کابل سره ۴۰کیلو متره واټن لري .ددې سیمې تسمیه په دې ډول ده،چې له غزني څخه دوه ورونه دمحمد اغا او جمال اغا په نامه لوګر ته راغلل.محمد اغا ېې په لوګر کې میشته شو او جمال اغا ېې په شمالي کې،چې اوس هم دشمالي په کاپیسا کې دجمال اغه په نامه دیوه ځای نوم دی.محمد اغه دهمدغه لومړني ورورنوم دی چې اوس دلوګر یوه لویه ولسوالی په ده پورې مربوطه ده. دلوګر دغه تاریخي سیمه او ولسوالۍ له کولتوري پلوه ډیره بډایه سیمه ده.لکه دسلطان صیب غر،زرغون ښار، شاهي کلا،مغل خیل،ګمران او داسې نور دفرهنګي ارزښتونو له پلوه ډیرې زیرمې لري.همداډول په دغه سیمه کې طبیعي معدنونه ډیر زیات دي.دبیلګې په توکه دعینکو مس،دسلیمان دغرونو لړلۍ چې په لوګر کې دغه غره ته تور غر وايي،ډیرې ارزښناکې ډبرې لري،چې ۶۰فیصده ورکې اوسپنه اوکرومیت ګډ دي.ددې ډبرو راایستنه اوس په ناقانونه توګه دوام لري.دغه سیمه دروسانو دیرغل پرمهال سخته ځپل شوې او خلک ېې تر دې مهاله له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.خو بیا هم له مدني او کولتوری ژوند څخه برخمن دي.
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
د محمد آغې د ولسوالی انځور:
د لوګر ولایت د محمد آغی د ولسوالی انکشافی پلان
ولسوالی محمد آغه ولایت لوگر pdf
پلان انكشافی ولسوالی ولسوالی محمد آغه ولايت لوگر:
تصاویری زیبا از ولسوالی محمدآغه:
زرغون شهر بستر رنگین ولایت لوگر
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
مناطق معروف ولسوالی محمدآغه عبارت اند از:
•زرغون شهر تصاویر زیبا از قریه زرغون شهر
• بُرگ تصاویر زیبا از قریه بُرگ
• سفید سنگ
• ده نو
• قریه آب پران
• قریه دشتک
• سرخ آب
• آبازک
• قریه برگ
• محمد آغه
• گماران
• زید آباد
• سید سلیم پادشاه
• قلعه کشتم
• مغل خیل
• قریه دره
• قلعه احمدزی
• سرخ آباد
• پل قندهاری
• بازار واغجان
پل علم مرکز ولایت لوگر
پل علم مرکز ولایت لوگر
نقشه پل علم مرکز ولایت لوگرpdf
تصاویری کلنگار و پل علم مرکز ولایت لوگر
پرسونل اداری ولایت:
نقشه ولسوالی های ولایت لوگر:
ولسوالی خروار pdf
مکاتب و مدارس:
کلنیک و شفاخانه:
پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت
سید قریب الله سادات "رئیس شورای ولایتی لوگر"
فاروقی صاحب شخصیت بی بدیل که هم عالم است وهم حلیم ،وزیرلایق، استاد ورزیده، مشاور باتجربه، مرد اجتماعی که هم دردوران جهاد با مردم افغانستان ازحقانیت مبارزین دفاع نموده وهم در پیروزی حکومت اسلامی نقش به سزای خویش را ادا نموده است و درمحافل ملی وبین المللی افتخارات بیشمار دارد .
جنرال محمد یحیی نوروز وفات شو
انا لله و انا الیه راجعون
مريم نورز ارسلا 06.05.2012 01:01
خانواده نوروز به اطلاع هموطنان در افغانستان و در سرتاسر دنیا میرسانند که جنرال محمد یحیی نوروز مسکونه قریه کلنګار ولایت لوگر رئیس نظامی تنظیم حرکت انقلاب اسلامی افغانستان تحت رهبری مولوی محمد نبی محمدی بوده ، خدمتگار صادق افغانستان به عمر هشتاد وپنجسالگی درولایت ویرجنیای امریکا جان به حق تسلیم کرد.
سوانح مختصر مرحوم الحاج تورن جنرال نصرالله خليل
مرحوم الحاج تورن جنرال نصر الله خليل فرزند عزيز در سال ١٣١١ ھجری شمسی دريک خانواده مسلمان و متدين درقريه زرغون شھر ولسوالی محمد آغه ولايت لوگر چشم به دنيا گشود .
موصوف تحصيلات ابتدايی اش را درقريه زرغون شھر ولسوالی محمد آغه ولايت لوگر درسال ١٣٢۴ ھجری شمسی تمام نمود .