Home خانه
اعلان فوتی مرحوم الحاج دگروال عبدالجلیل میرباز
بی بی حاجی شهناز خانم، داکتر میرویس سینا، یحی میرباز، جاوید میرباز، مصطفی میرباز و یما میرباز پسران. نسرین نوری، لیلما میرباز، ویدا فیاض، سحرشکیبا بارکزی، فهیمه هودا، یلدا میرباز و زُهره میرباز دختران. یوسف نوری نواسه. مهر داد مهتسدی، اکرم فیاض، کبیر بارکزی و کامرول هودا دامادان. داکتر محبوبه مرجانوا سینا، بِله میرباز و فرشته احمدزی عروسان.
د لوګر د والی د خواشینۍ او ډاډ ګیرنې پیغام
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو، چې د لوګر ولایت د څلورمې پلې لواء د ګارنیزیون قومندان ډګروال محمداجان همت نن په یو ناځوانمردانه پيښه، د دښمن له لورې په ايښودل شوي ماین کې خپل ژوند له لاسه ورکړ .
لوګر والي محمد حلیم فدایي پدې غمجنې پیښه باندې خپله خواشیني څرګندوي او مرحوم ته دجنت فردوس غوښتنه کوي او کورنۍ سره په دغه دردناکه پیښه کې ځان شریک ګڼي.
پیام تسلیت داکتر فضل الله مجددی نسبت شهادت دگروال محمد آجان قوماندان گارنیزیون لوگر
داکتر فضل الله مجددی
با تأسف و اندوه فراوان اطلاع یافتم که دگروال محمد آجان قوماندان گارنیزیون لوگر شام امروز یکشنبه هنگام اجرای عملیات تصفیوی در اثر ماین کار گذاری شده توسط مخالفین مسلح دولت در منطقه ده منکه (ده میانه) زرغون شهر جام شهادت بسر کشید، انا لله و انا الیه راجعون. شهید دگروال محمد آجان از همسنگران نزدیک ما بود که در سه دورۀ جهاد، مقاومت و دفاع از حاکمیت ملی، تأمین نظم و امنیت جمهوری اسلامی افغانستان ادای مسولیت کرده و در ولایات لغمان، ننگرهار، کنر، نورستان، کابل، پکتیا و لوگر ایفای وظیفه نموده است، شهادت مرحومی ضایعۀ بزرگ و جبران نا پذیر است.
پیام تسلیت نسبت شهادت دگروال محمدجان ««همت»» قوماندان گارنیزون لوای چهارم پیاده قول اردوی ۲۰۳ تندر
جامعه مدنی لوگر
باتاسف و تاثرعمیق خبرشهادت دگروال محمدجان ««همت»» قوماندان گارنیزون لوای چهارم پیاده قول اردوی ۲۰۳ تندرراشنیدیم که از این خبراندوه بار تکان خوردیم .
ایشان ازجمله شخصیت های دلیر، شجاع و وطندوست ولایت لوگر بودند که شهادت شان ضایعه بزرگی برای کشور، ولایت لوگ و نیروهای ملی مان محسوب میگردد.
انالله وانااله راجعون
مرحوم الحاج جنرال عبدالمجید خان خوشیوال
مرحوم الحاج جنرال عبدالمجید خان خوشیوال که مدتی بحیث رئیس نظامی در تنظیم حرکت انقلاب اسلامی افغانستان تحت رهبری مرحوم مولوی محمد نبی محمدی در پیشاور پاکستان ایفای وظیفه می نمود. مرحوم الحاج جنرال عبدالمجید خان خوشیوال در عمر ۹۱ سالگی در سال ۲۰۱۲ از دنیا فانی به دنیا حقیقی رحلت نمود خداوند به بزرگی کمال خود روحش را شاد داشته باشد.
قتل مرموز یک قواندان محبوس مربوط جمیعت اسلامی در زندان بگرام
قوماندان بسم الله فرزند غلام محمد مسکونه قریه زرغون شهر ولایت لوگر و یکی از قوماندانان حزب جمیعت اسلامی بعد از سپری نمودن مدتها در زندان بگرام به شکل مرموزی بقتل رسیده است. قرار اطلاع زمانیکه بازماندگان و فامیل موصوف به بگرام غرض تسلیمی مئيت شان مراجعه میکنند مسؤلین زندان بگرام الی روشن شدن قضیه مرگ موصوف از بازدید و تسلیمی مییت به فامیل اش انکار کرده .
اعلان مفقودی پادشاه میر ولد میرزمان
شخص بنام پادشاه میر ولد میزمان متولد قریه ماله خیل زرغون شهر ولسوالی محمد آغه ولایت لوگر فعلا باشنده سرک سه کارته نو کابل از تاریخ ۱۳۹۴/۶/۳ ساعت ۲/۳۰ روز نسبت خلل دماغی مفقود گردیده. یابنده و یا شخصیکه در باره اش معلومات دارد، لطف نموده با شماره های ذیل تماس بگیرید:
۰۷۰۰۲۵۵۵۸۷ و یا ۰۷۰۰۲۰۲۷۱۱
از همکاریتان جهان سپاس.
لطفاً این پیام را با دوستان تان شریک سازید!
د حاجي صاحب عبدالباقي د جنازی اعلان
په ډيرې خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ چی حاجي صاحب عبدالباقي خان د زرغون ښار د شش قلعه او د محمد آغی د ولسوالی او د لوګر ولایت اوسیدونکی، نن د جمعي په مبارکه ورځ د ورپيښي ناروغي له امله له دي فاني نړي سره د تل لپاره مخه ښه وکړه .
د خداي بښلي د جنازي لمونځ سبا پر 8:00 بجو د عيدګاه په جامع جومات کې ترسره کيږي دوستان دي خبر وي.
انا الله و انا اليه راجعون
د خروار ولسوالۍ
خروار دلوګر یو له تاریخي سیمو څخه ده او په اداری حساب اوسمهال یوه ولسوالۍ ګنل کیږي،چې له غزني سره ګډه پوله لري.پر کال ۴۲۲هجري سپوږمیز کې امیر مسعود دښکار په تکل خروار او خارمرغ سیمې ته تللی و. داستاد علامه حبیبي په وینا:دادوه سیمې (خروار اوخارمرغ) غزني ته نږدې یانې اوسني لوګرپه خروار ولسوالۍ کې چې هغه مهال دغزني په مربوطاتو پورې اړوندې وې ښکارځایونه وو.
نوموړی دلیل دا راوړي،چې امیر معسود دروژې په ۱۳مه نیټه له غزني څخه لاړ او په ۲۳مه ورځ بیرته راستون شو.په دې مانا چې امیر مسعود لس ورځې په همدغه سیمه(خروار) کې په ښکارکولو تیرې کړې وې.(۱۶)دا خروار اوس هم دیوې ولسوالۍ په جوله دلوګر په لودیځ کې پروت دی،چې ورکې آِکاخیل، احمدزي،ککوزي او ځینې نور قومونه میشته دي.خروار یو د اوبو بند هم لري، چې دخروار د اوبو بند په نامه یادیږي.پاتې شوه د خارمرغ کلیمه چې پورته مو يادونه وکړه.دخار وروستۍ کلیمه(مرغ)دسمسور او زرغون په مانا دی او په افغانستان کې دمرغ او مرغې په نامه سیمې شته دي.په اوستاکې هم ددې کلیمې آرمریغهMaregha شته ده،چې دچمن په ماناراغلې ده.(۱۷)
خو دحبیبي صیب د(خارمرغ) کلیمه چې ده ېې ذکر کړی دی. اوس ېې کومه نښه نه تر سترګو کیږي او دلوګر په اړوندو سیمو کې تر دې نامه لاندې کومه سیمه نه شته،خو کیدای شي،چې دغه سیمه دغزني په مربوطاتو کې دکومې سیمې نوم وي او یا هم داسیمه اوس په بله بڼه یا نامه اوښتی وي.خروار بیا کټ مټ دپخوا په څیر ژوندی دی.حبیبي صیب په خپلو څیړنو کې ویلي دي،چې دا دوه سیمې یو دبل څنګ ته پرتې دي،چې داسې نه ده .لومړنۍ سیمه(خروار) سمه ده او په لوګر کې پرته ده خوددویمې سیمې په اړند کومه سیمه په لوګر کې منسوبه نه ده.
دخروار لرغونې سیمه په خپل زړه کې یوه بله کولتوري سیمه ساتلې ده،چې لرغونتیا ېې سلګونه کلونه وړاندې زمانو ته رسیږي او داسیمه کافرکوټ نومیږي.کافر کوټ په خروار کې یوه سیمه ده،چې ورکې یو لرغونی ښار میندل شوی او له دغه زاړه ښار څخه دسروزرو،سپینوزرو او ګچو څخه جوړې شوې مجسمې او لوښي ترلاسه شوي.دلرغونپیژندونکو په وینا قدامت ېې دبودایانو(۲۶۰ز) او کوشانیانو( ۱۶۵ز)زمانو ته رسیږي،چې څه دپاسه اتلس سوه کلن لرغونتوب لري.په دې توګه په خروار کې کافرکوټ دزرګونو کالونو کولتوري، تاریخي او مذهبي سیمه او مینه اوسیدلې ده.
ولسوالی خروار سرزمین فراموش شده
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
بند آب ولسوالی خروار ولایت لوگر
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
د خروار د ولسوالی نقشه pdf
د خروار د ولسوالی اداری پرسونل:
د خروار د ولسوالی انځور:
د څرخ ولسوالۍ
پښتانه ېې څرخ اوپاړسي ژبي ېې چرخ بولي. داسیمه دلوګر په سویل کې دیوې پرتې ولسوالۍ نوم دی.له څرخ څخه کابل،غزني،ارګون اوګردیز ته لارې غزیدلي دي.داهغه زړه لار ده،چې دغزنویانوپه دوره کې به سلطان محمود سبکتګین دده پلار او تر ده وروسته سلطان تر اباسین پورې خواته چې تله،نوپردغه لار باندې به تله.پخوادغه لار د لویو قافلو او لښکر کښیو لار وه.(۸)څرخ دغزني له شمال څخه شاوخوا ۵۰کیلومتره واټن لري. دڅرخ دکلیمې لرغونتیا دافغانستان دعلومو اکادمۍ داریانا دایرتامعارف په لومړي ټوګ کې داسې ویل شوي چې نني چرخ ته په اوستا کې چخره caxra ویله . دڅرخ دکلیمې ذکر دابن بطوطه په سفر نامه کې شوې ده، چې هغه ته رحله ابن بطوطه وايي. ابن بطوطه په خپله افغانستان ته سفر کړی دی.
تر دې سفره شل کاله وروسته ېې داسفر نامه کښلې ده،چې دهغې دتالیف کال۷۶۵هجري کال دی.نوپر دې بنسټ دڅرخ دکلیمې ذکرپرکال ۷۶۵ هجري سپوږمیزکې راغلی دی. دافغانستان پیاوړی لیکوال مولانا یعقوب چرخي په اثارو کې هم دڅرخ ذکر راغلی دی،ځکه نوموړی ځان ته مولینا یعقوب بن عثمان غزنوی سرزي چرخي وایي.له دې څخه داسې مالومیږي، چې څرخ یو مهال د اداري ویش له مخې په غزني پورې اړوندو.(۹)سرازه دمولانا یعقوب چرخي خپل اصلي کلی دی، چې اوس یې تختک بولي .درشاد صیب په وینا: ځیني کتابونو کې سرازه شېرازه یا شیراز لوستل شوی دی،خو دا تیروتنه ده.سراز په څرخ کې پخوا دیوه کلي نوم و،چې دامهال دتختک په نامه یادیږي.دمولانا یعقوب چرخي قبر دتاجکستان د دوشنبې ښار په ختیځ کلخوز سیمه کې دی.ویل کیږي چې تر ده وروسته دده اولاده هم په دغه سیمه استوګن شول.همداراز دمولانا یعقوب چرخي نظرځای په څرخ ولسوالۍ کې شته ده،چې دمولاناصاحب زیارت په نامه مشهور دی او خلک ورته دم او دعا لپاره ځي راځي.دمولانا صیب دزوکړې اوشخصیت په اړه دهیوادستر عالم علامه عبدالشکور رشاد داسې څرکندونې کړي:دمولانا دمرګ په باب څه اختلاف موجود دی، زه چې ورغلی یم او دده قبر مې په دوشنبې کې لیدلی دی.نو هلته اته سوه پنځوس دده د مرګ تاریخ لیکلی دی او دځینو فرهنګونو او یا فرضآ دځینو فهرستونو په ذیل کې چې دده ذکر راغلی دی، هلته دوه نظره دي: یودادی،چې اته سوه اته دیرش دی او بل اته سوه پنځوس دی. دتاشکند دقلمي کتابونو په فهرست کې دده د وفات کال اته سوه پنځوس ظبط دی، مګر دریو په کتلاک کې بیا اته سوه دیرس ظبط دی.داسړی دافغانستان ډیر لوی او ډیر ښه کتابونه ېې لیکلي دي، چې په هغو کې ډیر مشهور ېې تفسیر مولانا یعقوب چرخي دی.(۱۰) په څرخ کې د هیواد په کچه سترې او وتلې څټې تیرې شوي دي.لکه دامیر عبدالرحمان خان په وخت کې سپهسالار غلام حیدر خان چرخي ددغې سیمې څخه و.غلام حیدرخان چرخي هغه څوک و،چې کافرستان ېې نورستان کړ او هغه خلک ېې مسلمانان کړل . دکابل څرخي پل هم دده په نامه یادیږي او دده په ویاړ جوړشوی دی.دغلام حیدر خان زوی نایب سالار غلام نبي خان چرخي هم ډیر توریالی او میړنی سړی و.چې دعلیحضرت نادرشاه په وخت کې ووژل شو.(۱۱)همدا ډول د څرخ په اوسني بازار کې یو مشهور زیارت شته ، چې دشاه محی الدین چرخي د زیارت په نامه یادیږي. په دغه زیارت کې دحضرت عثمان(رض) مهراب او منبر اوس هم شته،چې په لرګیو کې نقاشي شوي دي.همداراز په دغه زیارت کې دلرګیو ځیني نقاشي شوي تختې شته دي، چې ورباندې په کوفي ژبه دحضرت عثمان(رض) دوخت د ځینو جهادي شخصیتونو پیژندنه کښل شوې ده.پردې سربیره ځینو تختو کې دقول هوالله احد، الحمدالله او ایت الکرسي صورتونه په کوفی ژبه ژباړل شوي دي.(۱۲) همدا ډول څرخ دهیواد دپیاوړي پښتو ژبي او دري ژبي شاعر ارواښاد بهایی جان استوګن ځای هم اسیدلی دی. دپایلې په توګه ویلی شو،چې څرخ دلوګر یو له لرغونو او تاریخي سیمو څخه ده او په ټولیزه توګه زمونږ په تاریخ کې دپوهې او کولتوري ارزښتونو په ډګر کې لوړمقام لري،چې ورکې ښې پیاوړې نظامي، علمي او میړنۍ کورنۍ وخت پروخت راپنځیدلي دي.
سیر تاریخی ولسوالی چرخ ولایت لوگر
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
د څرخ د ولسوالی اداری پرسونل:
د څرخ د ولسوالی انځور:
د برکي برک ولسوالۍ
د برکي برک ولسوالی د افغانستان د لوګر ولایت یوه ولسوالی ده چې د همدغه ولایت د لویدیځ په لور کې پرته ده. نوموړې ولسوالی په لویدځ او شمال لویدیځ لوري کې د وردګ ولایت او د پل علم له ښاره سره ، په شمال او ختیځ کې له خروار او په سویل کې له څرخ سره ګډه پوله لري. د ۲۰۰۶کال د یوې سرشمیرنې له مخې د دې ولسوالی د وګړو شمیر 101,0000 تنو ته رسیده او د دې ولسوالې مرکز هم د برکي برک ښارګوټی دی. برکي اوبدلو ته وايي او په هزاره جاتو کې یو ډول اوبدل شوي شال ته هم وايي، چې په لاسونو او بدل شوی وي . برکي برک د لوګر یوه ولسوالۍ ده، چې د سجاوند تاریخي سیمه هم په کې پرته ده. ددې سیمې د نوم ایښودلو تاریخ داسې دی، چې په دغه سیمه کې دولس اورمړي کورنۍ میشته شوې او دغو کورنیو ددې سیمې له اصلي اوسیدونکو سره خپلوي پیل کړه او په خپلو کې ېې سره وادونه وکړل. په دې مانا چې دغه دولس اورمړي کورنۍ دلته و او بدلې شوې. ځکه نو دغې سیمې ته دبرکي برک نوم نسبت ورکړل شو.
اورمړیان په لوګر او پیښور کې استوګن دي. په پیښور کې اورمړو سټاپ په نامه اوس هم یوځای شته ده . (۲۱) برکی د برګیستان له بڼې څخه رغیدلې ده چې د اورمړ د قوم دویم نوم دی په افغانستان کې اته سیمې د برکي په نامه هم شته دي چې ټولې یې د اورمړي قوم زیږندځایونه دي دبیلګې په توګه په سرپل کې برکي په فاریاب کې برکي په پنجشیر کې برک برګیستان په غزني کې په لوګر کې برکی راجان او برکی برک د کابل په دهبوري او شهرآرا کې برکی په نامه ځایونه په کاڼي ګروم کې برګیستان یوه سیمه ده. دغه قوم د اریایي ژبو له ډلې څخه ځانته بیله ژبه درلوده، چې اورمړي ژبه بلل کیده. خو دا مهال دا ژبه ژوندۍ نه ده، مړه شوې ده. او ځای ېې پښتو ژبې نیولی.
برکي برک هغه لرغوني سیمه ده، چې هلته ابومسلم خراساني خښ دی. (۲۵-۳۵ه) د نوموړي زیارت په همدې سیمه کې ده. (۲۲) د ابومسلم خراسانی زیارت د برکي برک د پل غازی په سیمه کې دی، چې ورکې د ابو مسلم خراساني ژوند او پیژندنه په ډبره کې کښل شوی دی. په اټکل ګمان سره داسې ویل کیږي، چې ابو مسلم خراساني له لوګر څخه و. خو په دې اړه علمي څیړنې نه دي تر سره شوي.
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر
( 79 سال قبل از امروز )
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
جوی ها ، نهر ها و آسیاب های ولسوالی برکی برک ولایت لوگر
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
د برکی برک د ولسوالی اداری پرسونل:
د برکی برک د ولسوالی انځور:
د محمد آغې ولسوالی
دا سیمه د لوګر لومړنۍ ولسوالۍ ده،چې له پلازمینې کابل سره ۴۰کیلو متره واټن لري .ددې سیمې تسمیه په دې ډول ده،چې له غزني څخه دوه ورونه دمحمد اغا او جمال اغا په نامه لوګر ته راغلل.محمد اغا ېې په لوګر کې میشته شو او جمال اغا ېې په شمالي کې،چې اوس هم دشمالي په کاپیسا کې دجمال اغه په نامه دیوه ځای نوم دی.محمد اغه دهمدغه لومړني ورورنوم دی چې اوس دلوګر یوه لویه ولسوالی په ده پورې مربوطه ده. دلوګر دغه تاریخي سیمه او ولسوالۍ له کولتوري پلوه ډیره بډایه سیمه ده.لکه دسلطان صیب غر،زرغون ښار، شاهي کلا،مغل خیل،ګمران او داسې نور دفرهنګي ارزښتونو له پلوه ډیرې زیرمې لري.همداډول په دغه سیمه کې طبیعي معدنونه ډیر زیات دي.دبیلګې په توکه دعینکو مس،دسلیمان دغرونو لړلۍ چې په لوګر کې دغه غره ته تور غر وايي،ډیرې ارزښناکې ډبرې لري،چې ۶۰فیصده ورکې اوسپنه اوکرومیت ګډ دي.ددې ډبرو راایستنه اوس په ناقانونه توګه دوام لري.دغه سیمه دروسانو دیرغل پرمهال سخته ځپل شوې او خلک ېې تر دې مهاله له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.خو بیا هم له مدني او کولتوری ژوند څخه برخمن دي.
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
د محمد آغې د ولسوالی انځور:
د لوګر ولایت د محمد آغی د ولسوالی انکشافی پلان
ولسوالی محمد آغه ولایت لوگر pdf
پلان انكشافی ولسوالی ولسوالی محمد آغه ولايت لوگر:
تصاویری زیبا از ولسوالی محمدآغه:
زرغون شهر بستر رنگین ولایت لوگر
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
مناطق معروف ولسوالی محمدآغه عبارت اند از:
•زرغون شهر تصاویر زیبا از قریه زرغون شهر
• بُرگ تصاویر زیبا از قریه بُرگ
• سفید سنگ
• ده نو
• قریه آب پران
• قریه دشتک
• سرخ آب
• آبازک
• قریه برگ
• محمد آغه
• گماران
• زید آباد
• سید سلیم پادشاه
• قلعه کشتم
• مغل خیل
• قریه دره
• قلعه احمدزی
• سرخ آباد
• پل قندهاری
• بازار واغجان
پل علم مرکز ولایت لوگر
پل علم مرکز ولایت لوگر
نقشه پل علم مرکز ولایت لوگرpdf
تصاویری کلنگار و پل علم مرکز ولایت لوگر
پرسونل اداری ولایت:
نقشه ولسوالی های ولایت لوگر:
ولسوالی خروار pdf
مکاتب و مدارس:
کلنیک و شفاخانه:
پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت
سید قریب الله سادات "رئیس شورای ولایتی لوگر"
فاروقی صاحب شخصیت بی بدیل که هم عالم است وهم حلیم ،وزیرلایق، استاد ورزیده، مشاور باتجربه، مرد اجتماعی که هم دردوران جهاد با مردم افغانستان ازحقانیت مبارزین دفاع نموده وهم در پیروزی حکومت اسلامی نقش به سزای خویش را ادا نموده است و درمحافل ملی وبین المللی افتخارات بیشمار دارد .
جنرال محمد یحیی نوروز وفات شو
انا لله و انا الیه راجعون
مريم نورز ارسلا 06.05.2012 01:01
خانواده نوروز به اطلاع هموطنان در افغانستان و در سرتاسر دنیا میرسانند که جنرال محمد یحیی نوروز مسکونه قریه کلنګار ولایت لوگر رئیس نظامی تنظیم حرکت انقلاب اسلامی افغانستان تحت رهبری مولوی محمد نبی محمدی بوده ، خدمتگار صادق افغانستان به عمر هشتاد وپنجسالگی درولایت ویرجنیای امریکا جان به حق تسلیم کرد.
سوانح مختصر مرحوم الحاج تورن جنرال نصرالله خليل
مرحوم الحاج تورن جنرال نصر الله خليل فرزند عزيز در سال ١٣١١ ھجری شمسی دريک خانواده مسلمان و متدين درقريه زرغون شھر ولسوالی محمد آغه ولايت لوگر چشم به دنيا گشود .
موصوف تحصيلات ابتدايی اش را درقريه زرغون شھر ولسوالی محمد آغه ولايت لوگر درسال ١٣٢۴ ھجری شمسی تمام نمود .