Home خانه
له پابجي تر انجنیري
له پابجي تر انجنیري
لیکنه: شېرمحمدامیني ستانکزی
یوه ورځ د سفر پر مهال یو ځوان موټر ته راسره پورته شو. د موټر شاته څوکۍ له مسافرو ډکه وه. ما ورته وویل: راشه، ته دلته کېنه، زما پښه درد کوي. ځوان وویل:نه زه یو څه ناروغ یم، غواړم هندارې ته نږدې کېنم، ما ورسره ومنله.
موټر روان شو، زه له موټروان سره په خبرو بوخت وم، خو دا ځوان چوپه خوله و، په غوږونو کې یې د موبایل غوږۍ ایښې وې، نه پوهېدم، چې سندرې یې آورېدې که ترانې. مازدیګر ناوخته و، موټروان ته مې وویل، چې لمونځونه قضا کېږي. ده وویل، فکر مې شته، داسې جومات ته به ورشو، چې هلته د اوداسه کولو او اوبو ځای هم وي.
کله،چې مو لمونځ وکړ او بېرته موټر ته پورته شوو، هغه ځوان دا ځل زما پخوانی ځای راته پرېښود او ویې ویل: اوس مې ګولۍ وخوړله، روغ یم ته زما ځای کې کېنه.
ورپسې مو خبرې پیل کړې. له ما یې د دندې او زدهکړو په اړه وپوښتل. ما ټول معلومات ورکړل، روغبړ مو ښه ونیوه. ما هم وپوښتل، چې ته څه کار وبار کوې؟ ویې ویل:د کندهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي محصل یم. ما ورته په حیرانتیا وویل: ماشاءالله، آفرین! دا انتخاب دې په کانکور کې څووم ردیف کې و؟ ویې ویل:دریېم.
ما وپوښتل: اول او دویم ردیف دې کوم انتخابونه وو؟ویې ویل: د انګلیسي ژبې ادبیات.
ما له تعجب سره وپوښتل: نو انجنیري دې څنګه انتخاب کړې وه؟ په خندا یې وویل: دا خو مې ددې لپاره انتخاب کړې وه، چې که لومړی او دویم انتخاب مې ونه منل شي، نو درېیم کې دې ناکام شم.
بیا یې خپله کیسه له پیله بیان کړه: په ښوونځي کې ریاضي مضمون کې ډېر ضعیف وم. یو نوی استاد راغی، اول ځل یې زه تختې ته جګ کړم، راته ویې ویل: نقطه تعریف کړه؟ نه مې شوای تعریفولای. بله ورځ بیا راغی، بیا یې زه جګ کړم، خط تعریف کړه؟ بیا مې نه و زده. هر ځل به یې زه تختې ته جګولم او که به مې ځواب نه شو ورکولای، نو سخت به یې وهلم.
هماغه وخت مې له ځانه سره وویل، نور به دا حال نه وي، یا به ښوونځی بدلوم یا به له درس څخه لاس اخلم. له هغه ښوونځي ووتم. له دوو کلونو وروسته چې وروستی کال راغی، بېرته هماغه ښوونځي ته لاړم. هغه استاد لا له وړاندې تبدیل شوی و او تر دې دمه د څارندویانو مشر دی.
خو د کانکور لپاره مې زړه نه و، ځکه ریاضي کې سخت ضعیف وم. درې کاله تېر شول، خو یو ورځ یو دوست راته زنګ وواهه او ویې ویل: راځه د کانکور آزموینه ورکړه. ما وویل: نه غواړم، خو هغه خپله زما لپاره نوملیکنه کړې وه او کارت یې راته جوړ کړی و. ما دوه کاله یواځې پابجي ګیم لوباوه. یعنې د شپې له ۹ بجو تر ۳ بجو او د ورځې له لسو تر پنځو بجو پورې په دې ګیم کې بوخت وم، ټول درسونه مې پرېښي وو.
بیا یې وویل، د کانکور آزموینې ورځ راغله. ما موبایلونه خاموش کړي وو، چې څوک راته زنګ ونه وهي. خو د سهار اته بجې زما ملګري مې دروازه وټکوله او زه یې په زور امتحان ته بوتلم. امتحان مې ورکړ، ریاضي کې مې سپینې خانې یواځې تورې کړې. د نتیجو اعلان وشو، ملګري مې زنګ راووهه او ویې ویل: مبارک شه! انجنیري پوهنځي ته بریالی شوی یې!
ما وویل: پر ما غریب تاسو اوس ملنډې وهئ؟
ده قسمونه راکول، چې رښتیا وایم. لاړم یو انټرنیټ کلب ته، خپل آی ډي نمبر مې هم نه و یاد، هماغه ملګري مې راته راولیږه. ګورم، چې رښتیا هم کامیاب شوی یم. کورنۍ مې مبارکي راکړه، ورور مې چې ایران کې کار کاوه، زنګ راووهه او ویې ویل: پوهنتون په ښه توګه ووایه، هر څه دې، چې اړتیا وي، زه به یې درته برابر کړم.
پوهنتون ته لاړم، خو درسونه ډېر سخت وو. ریاضي کې مې یواځې څلورګونې عملیې زده وې. یو سمستر په سختۍ تېر شو. دویم سمستر چې راغی، له ځان سره مې وویل: زه نه غواړم له دې وروسته چانسونه وخورم، نور باید ښه درس ووایم. ورور ته مې زنګ وواهه او د پیسو غوښتنه مې ځنې وکړه، ویې ویل: ښه! پیسې درلیږم، خصوصي ښوونکی درته ونیسه او درسونه ورڅخه ووایه.
هماغسې مې وکړل. د دویم سمستر پایلې راغلې، ما کدري نمرې ترلاسه کړې وې! له هغه وروسته مې پر ځان باور پیدا شو، چې که څوک همت وکړي، نو لوړو هدفونو ته رسېدلای شي.
اوس اراده لرم، چې نه یوازې خپل درسونه په پوره جدیت ووایم؛ بلکې نور ځوانان هم هڅوم، ترڅو خپلو هیلو ته ورسېږي.