Home خانه
د لوګر د پوهنې رئیس د کوچیانو له عالي لېسې څخه لیدنه وکړه
د لوګر د پوهنې رئیس د کوچیانو له عالي لېسې څخه لیدنه وکړه
پل علم
د نشراتو مدیریت
سه شنبه، غویي ۴ مه
د لوګر ولایت د پوهنې رئیس ښاغلي الحاج مولوي عبدالرحمن حمیدي د کوچیانو له عالي لېسې څخه لیدنه وکړه.
هغه دا لیدنه نن له غرمې مخکې د یادې لېسې د اداري او تدریسي چارو د وضعیت څېړلو او هم د زده کوونکو د تعلیمي غوښتنو او ستونزو اورېدلو په موخه کړې ده.
نوموړي په دې لیدنه کې د دغې لېسې اداري او تدریسي چارې وڅېړلي او هم یې د زده کوونکو تعلیمي ستونزې او غوښتنې واورېدې.
د پوهنې رئیس زده کوونکي تعلیم او زده کړو ته وهڅول او له دوی څخه یې وغوښتل چې په خپلو درسونو کې بې غوري ونه کړي او ورته جدي پاملرنه وکړي.
د یادونې وړده ،چې د کوچیانو عالي لېسه د لوګر د پوهنې ریاست تر چتر لاندې په پل علم ښار کې فعالیت لري او شاوخوا ۳۰۰ زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه

































