Home خانه
په لوګر ولایت کې د پولسیو سره په نښته کې دوه تنو وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته
په لوګر ولایت کې د پولسیو سره په نښته کې دوه تنو وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته
نیټه ۱۳۹۷/۳/۲۳
تیره ورځ د لوګر ولایت مرکز اړونده د طاهر کلا پّ سیمه کې د سیمیزو پولیسو پر امنیتي پوسته وسلوالو مخالفینو برید وکړ چې خوشبختانه د پولیسو د وسلوالو دغه برید په شاه وتنمبول شو په نتیحه کې یو تن وسلوال مخالف چې مسلم نومیږی شوې همدا راز یو تن بل یې چې فرید نومیږی ټپي شوې.
په یاده پيښه کې پولیسو ته کومه تلفات ندی اوښتی مالی او ځانی.
يو ځانمرګی بريدګر موخې ته تر رسېدو دمخه نيول شوی
يو ځانمرګی بريدګر موخې ته تر رسېدو دمخه نيول شوی
( نیټه ۱۳۹۷/۳/۲۳ )
نن له غرمې وروسته د محمداغې ولسوالۍ اړوند د کندهاريو د پله په سیمه کې يو ځانمرکی بريدګر د موخې ځي ته تر رسېدو دمخه ونيول شو.
ياد بريدګر چې په يو موټرسايکل کې يې چاودېدونکي توکي ځاي پر ځای کړي وو د پوليسو لخوا ونيول شو,ځانمرګی ژوندی نيول شوی او موټرسايکل ته يې تر نيولو وروسته چاودنه ورکړل شوه.
ــ د لوګر ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتې دفتر ــ
د برکي برک ولسوالۍ کې شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د برکي برک ولسوالۍ کې شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
( غبرګولي ــ ۱۶ ــ چهارشنبه )
تېره شپه په برکي برک ولسوالۍ کې د شپني عملیات په ترڅ کې شپږو طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تر سره شویو عملیاتو کې څلور تنه طالب وسله وال وژل شوي او دوه تنه ټپیان دي دغه عملیات د برکي برک ولسوالۍ ته اړوند د الیاس خان په کلی کې تېره شپه د ۰۱ ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
ــ د لوګر ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتې دفتر ــ
په لوګر ولايت کې د وروستيو شهيدو پوليسو فاتحه واخيستل شوه
په لوګر ولايت کې د وروستيو شهيدو پوليسو فاتحه واخيستل شوه
نیټه ۱۳۹۷/۳/۱۶
یاد مراسم چې د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ په مسجد کې نیول شوي وو, پکې د ولایت والي ښاغلي انورخان اسحاقزي، امنیه قوماندان الحاج سمونوال محمد ابدالي، د ملي امنيت رئيس، د څلورمې پلې لوا قومندان ، د ولایتی شورا رئيس حسیب الله ستانکزي او غړو، د امنیه قوماندانۍ منسوبینو، ګڼ شمیر دولتي چارواکو او د شهیدو شویو پوليسو کورنۍ غړو ګډون کړی وو.
لومړی د قران پاک ختم او بیا د شهیدانو فاتحه واخستل شوه او هم زخمیانو ته د عاجلې روغتیا دوعا وشو.
په لوګر ولایت کې د ۱۸ شهیدو او ټپيانو کورنیو له غړو سره مرسته وشوه
په لوګر ولایت کې د ۱۸ شهیدو او ټپيانو کورنیو له غړو سره مرسته وشوه
( غبرګولی ــ ۱۶ ــ چهارشنبه )
ياده مرسته ۲۴۸۰۱ کوډ له لارې په لوګر ولایت کې د ټپیانو او شهیدانو د کورنیو له غړو سره وشوه.
دغه مرسته د لوګر د والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي،اجرائیه ریاست سلاکار هدایت الله مصمم , د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي او د مستوفي پر لاسونو د یادو شهیدو او ټپیانو کورنیو ته ورکړل شوه.
په دغه مرسته کې سل زره د شهید او پنځوس زره د ټپیانو له کورنۍ سره وشوه, چې پکې څلور د شهیدې کورنۍ او ۱۴ د ټپیانو د کورنۍ غړي وو.
لوګر- ولایت- مطبوعاتي- دفتر
اونيزه امنيتي غونډه د والي په مشرۍ ترسره شوه
اونيزه امنيتي غونډه د والي په مشرۍ ترسره شوه
(غبرګولی 14 سه شنبه )
دغه غونډه چې مشري يې د ولايت والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي کوله, پکې د ولايت شورا رئيس حسيب الله ستانکزي ,امنيه قومندان سمونوال محمد ابدالي ,ملي امنيت رئيس مير فيض الله سادات, د څلورمې پلې لوا قومندان بريد جنرال رازق ساپي او د ټولو امنيتي مسئولينو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې په پيل کې امنيتي مسئولينو د تېرې اونۍ امنيتي راپور او لاسته راوړنې د ولايت والي سره شريکې کې کړې.
والي په وروستيو اونيو کې د افغان امنيتي ځواکونو سرښندنې او لاسته راوړنې وستايلې او په راتلونکي کې يې ورته د لا برياليتوبونو هيله وکړه.
مسجد چوب فروشي یا مسجد نورالاسلام
مسجد چوب فروشي یا مسجد نورالاسلام
نویسنده: استاد شاه محمود محمود
مسجد جامع نور الاسلام در شهرکابل بار اول در هنگام سلطنت زمانشاه درانی بنا یافت . هنگامیکه زمانشاه بعد از فوت پدر خویش به دست گرفت . از اقدامات اولیه او سنگ تهداب دو مسجد ؛ هر یک مسجد باغ لب دریا یا مسجد خوابگاه که امروز به نام مسجد پل خشتی مسما است و ثانیا" مسحد نورالاسلام را گذاشت . در حالیکه مسجد خوابگاه را قبلا" تیمورشاه مدنظر داشت اما واقعات و شورشهای در مشهد و نیشاپور مانع این وجیبه دینی گردید. زمانشاه عبدالکریم خان اسحق زایی ناظر خاصه سردار علم خان وکیل الدوله و نگرانی ملا احمد خان میر وعظ ( که بعدا" به همین لقب میرواعظ باقی ماند)در سال ۱۲۰۷ هـ ق توظیف نمود تا هر دو مسجد را اعمار نمایند . تا بالاخره در سال ۱۲۱۳ هـ ق به مرتبه تکمیل رسیدند.
له یوه ناروغ سړي سره د پیمان خیریه بنسټ مرسته وکړه
له یوه ناروغ سړي سره د پیمان خیریه بنسټ مرسته وکړه
کابل، د پیمان خیریه بنسټ مطبوعاتي دفتر، سه شنبې، غبرګولي ۱۵ مه
د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ د پیمان خیریه بنسټ دا ځل د کابل ښار له یوه فلج شوي سړي سره چی د ګن شمیرکوچنۍ ماشو مان پلار دی، د خوراکي توکو مرسته وکړه.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي له خوا شوې ده.
په دې مرسته کې یاد فلج شوي سړي ته یو بوجۍ اوړه، یو بوجۍ ورېجې، پنځه لیټره غوړي، یو کیلو شین چای، نیم بوره او دولس بستې مالګه ورکړل شول.
د خوراکي توکو دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د یوه تن کارکوونکي محمد شریف له لوري یاد ناروغ پلار ته ور وسپارل شول.
د پیمان خیریه بنسټ رئیس وستایل شو
د پیمان خیریه بنسټ رئیس وستایل شو
پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه، غبرګولي ۱۴ مه
د لوګر د مقام له خوا د پیمان خیریه بنسټ مشر ښاغلۍ محمد شاه پیمان د یوې لویې غونډې په ترڅکې په مننلیک وویاړل شو.
یاد مننلیک د والي محمد انور اسحاق زي د پیمان خیریه بنسټ یوه استازي ښاغلۍ محمد شریف یوسف زی ته د پوهنې بهیر د ملاتړ په غونډه کې ورکړ.
د پیمان خیریه بنسټ رئیس په خپل شخصي لګښت یو شمېر ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا په مټ د اوبو د راېستلو سیستمونه فعال کړي او یو هم یو شمېر نورې اړینې مرستې کړې دي.
لوګر کې د پوهنې بهیر په ملاتړ لویه غونډه جوړه شوه
لوګر کې د پوهنې بهیر په ملاتړ لویه غونډه جوړه شوه
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه، غبرګولي ۱۴ مه
په لوګر ولایت کې د پوهنې له بهیر سره د خلکو د مرستې او همکاریو د راجلبولو په موخه یوه لویه غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه د ولسمشر او پوهنې وزارت په لارښوونه جوړه شوې وه،چې پکې دولتي چارواکو،ملي سوداګرو،دیني عالمانو، قومي مشرانو،مدني فعالانو او د زده کوونکو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال یادې غونډې ته وویل، چې د نورو ولایتونو په څېر د پوهنې په برخه کې یو شمېر ستونزې لري، چې د دغو ستونزو د هوارولو لپاره د خلکو مرستو ته اړتیا شته.
د هغه په خبره، چې له دې غونډې څخه موخه یې داده، چې د پوهنې د بهیر په پیاوړتیا کې د خلکو ونډه زیاته کړي او په دې اهمیت یې پوه کړي، چې د پوهنې بهیر یوازې په دولت پورې نه، بلکې په پښو درول یې په خلکو پورې هم اړه لري.
دفتر نمایندگی بنیاد خیریه پیمان در شهر کابل مسدود گردیده و قابل اعتبار نمیباشد
دفتر نمایندگی بنیاد خیریه پیمان در شهر کابل مسدود گردیده و قابل اعتبار نمیباشد
پل علم ، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر
دفتر بنیاد خیریه پیمان در شهر کابل طبق فیصله مجلس اداری این بنیاد به مرکز ولایت لوگر منتقل گردیده و قابل اعتبار نمیباشد.
این دفتر در ساحه کارته نو شهر کابل فعالیت داشت که در حال حاضر دفتر متذکره به مرکز ولایت لوگر منتقل گردیده است.
تمام کاپی اسناد سابقه دفتر کابل هنوز هم به مسؤلین بنیاد خیریه پیمان سپرده نه شده و از اعتبار ساقط میباشد.
بنیاد خیریه پیمان در حال حاضر یک دفتر مرکزی در شهر پل علم مرکز ولایت لوگر داشته که این دفتر درداخل دارالعلوم محمدی فعالیت مینمایید.
د قرانکریم د ښه او ښکلي قرائت کولو سیالۍ ترسره شوې
د قرانکریم د ښه او ښکلي قرائت کولو سیالۍ ترسره شوې
( غبرګولې ــ ۱۳ ــ یکشنبه )
دغه سیالۍ چې د ولایت مقام په لارښونه، د ارشاد حج او اوقافو ریاست لخوا پر لاره اچول شوې وې،په ولایت مقام کې ترسره شوې.
ددغو سیالیو داوران د ارشاد حج او اوقافو له ریاست نه انتخاب شوي وو.چې د ښه قرائت کولو په پام کې نیولو سره به یې د سیالیو ګډون والو ته نمرې ورکولې،په دغو تر سره شویو سیالیو کې لاندې شپږ کسان د ښه قرائت کوونکي اعلان شول:
د هوايي بريد په ترڅ کې دوه طالب وسله وال وژل شوي
د هوايي بريد په ترڅ کې دوه طالب وسله وال وژل شوي
(نیټه ۱۳۹۷/۳/۱۲)
نن ماسپښين 2:00 بجی د لوګر ولايت مرکز ته اړوند د الوزیو په سيمه کې د هوايي عملياتو پر مهال دوه طالب وسله وال وژل شوي. دوه تنه وسلوال مخالفین چې غنی ولد صمد د لوګر د الوزی سیمی اوسیدونکی همدا شان راشید د لغمان ولایت اوسیدونکی ول په یاده سییمه کې مسلح ګرځیدل او د خپلو شومو موخو پر فعالیت بوخت ول چې تر هوايي بريد لاندې راغلل او دواړه پکې ووژل شو.
ــ د لوګر ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتې دفتر ــ
د پیمان خیریه بنسټ د پل شینه کمپ د یوې کونډې مور لاس نیوی وکړ
د پیمان خیریه بنسټ د پل شینه کمپ د یوې کونډې مور لاس نیوی وکړ
کابل، د پیمان خیریه بنسټ رسنیز دفتر، شنبه، غبرګولي ۱۲ مه
د پیمان خیریه بنسټ د کابل د بګرامیو ولسوالۍ د پل شینه په کمپ کې د یوې ډېرې بېوزلې کونډې مور لاس نیوی وکړ.
دغه مور شپږ ماشومان لري، خاوند یې شهید شوی، ډېره بېوزله ده، د خوراک او څښاک لپاره هېڅ څه نلري او اوس د پل شینه په کمپ کې د خټو په یوه خونه کې شپې ورځې سبا کوي.
یادې مور په ژړا غوني حالت د پیمان خیریه بنسټ ته وویل، چې بېوزلي ژوند مې سخت خراب کړی، د بېوزلۍ له لاسه مشر زوی ته مې رواني تکلیف پیدا شوی او آن اعصابو یې هم کار پریښی دی.
دغې مور له دېرې ژړا وروسته وویل، هره ورځ د خلکو په کورونو کې کالي مینځمه او له دې لارې د خپلو بچیانو نفقه پیدا کومه، څو ماشومان مې وږي پاتې نه شي.
د پیمان خیریه بنسټ د دغې بیوزلې مور د ژوند له څېړلو وروسته له دغې مور سره د یو بوجۍ اوړو، یو بوجۍ ورېجو، پنځه لیټره غوړیو، نیم من بورې، یو کیلو شین چای او د دولس بستو مالګې مرسته وکړه.
د پیمان خیریه بنسټ د پل شینه کمپ له یوې کونډې سره مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ د پل شینه کمپ له یوې کونډې سره مرسته وکړه
کابل، د پیمان خیریه بنسټ رسنیز دفتر، شنبه، غبرګولي ۱۲ مه
د پیمان خیریه بنسټ له خوا د کابل د بګرامیو ولسوالۍ د پل شینه کمپ له یوې بېوزلې کونډې مور سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده میرمنه څلور ماشومان لري، خاوند یې شهید شوی، د ننګرهار د خوګیانیو اوسیدونکې ده، خو دلته د نا امنیو له کبله را ګډه شوې او اوس له خپلو ماشومانو سره د خټو په یوه کوټه کې اوسیږي.
دغه میرمنه وایي، د دې لپاره چې ماشومان یې وږي، تږي پاتې نه شي، هره ورځ ښار ته ځي او هلته هکۍ او نور خوراکي مواد پلوري او له دې لارې د خپلو ماشومانو خوراک او څښاک برابروي.
د پیمان خیریه بنسټ دغې بېوزلې او کونډې میرمنې ته په خپله مرسته کې یو بوجۍ اوړه، یو بوجۍ ورېجې، پنځه لیټره غوړي، نیم من بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ورکړل.
له دې مور سره یاده مرسته د ښاغلي میرویس له خوا، چې دا مهال په سویډن کې اوسیږي د خدای ج د رضا او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت وشوه.
په لوګر ولایت کې د ګډو امنیتي ځواکونو هوائی او ځمکني عملیاتو په ترڅ کې لس تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دی
په لوګر ولایت کې د ګډو امنیتي ځواکونو هوائی او ځمکني عملیاتو په ترڅ کې لس تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دی
نیټه ۱۳۹۷/۳/۱۱
د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ اړونده د زرغون ښار، دهمنکه کې د تیرې شپې له یو لسو ۱۱:۰۰ بجو را پدیخوا د ګډو امنیتي ځواکونو لخوا هوائي او ځمکني عملیات پیل شوي وو چې اوس هم لا روان دي تر دې مهال پکې لس تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او ګڼ شمیر زیات یې ټپیان شوې دي په وژل شویو کې:
۱ غلام غوس ولد ګل اغا.
۲ رحیم الله ولد عتیق الله.
۳ امیر جان مشهور په تقی ولد محمد جان.
۴ روح الله ولد عبدالله مشهور په قلند.
۵ سیداغا ولد حبیب هم شامل دي د نور هویت تر اوسه ندی معلوم شوی دوی ټول د یادې ولسوالۍ د زرغون ښار د کلی اړوندو سیمو اوسیدنکي ول.
!د هوايي بريد په ترڅ کې پنځه طالب وسله وال وژل شوي
د هوايي بريد په ترڅ کې پنځه طالب وسله وال وژل شوي
(غبرګولی 11 جمعه)
نن ماسپښين مهال د لوګر ولايت مرکز ته اړوند د بابوس په شلک سيمه کې د هوايي عملياتو پر مهال پنځه طالب وسله وال وژل شوي.
د يادونې وړه ده چې پېښه داسې وخت رامينځ ته کېږي چې وسله وال په موټر کې سپاره وو او له سيمې نه د تېرېدو په حال کې ول,چې تر هوايي بريد لاندې راغلل او ټول پکې ووژل شول.
وژل شوي کسان د لوګر ولايت د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکي ول.
ــ د لوګر ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتې دفتر ــ
!پیمان خيریه بنسټ وپېژنئ
پیمان خيریه بنسټ وپېژنئ!
د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
دا خیریه بنست هېڅ ډول سیاسي، شخصي او غیر قانوني فعالیت نه ترسره کوي.
دا بنسټ د عدلیې وزارت سره په رسمي توګه ثبت او راجستر دی.
دهر زون مسوول یې د رسمي مکتبوب په واسطه د ولایتونو مقامونو او نورو اداراتو ته ور پېژندل کیږي...
د دې بسنټ له مقرراتو څخه یوهم دادئ چې مستحقې کورنۍ ته عاجلې مرستې رسوي...
ددې بنسټ کارکوونکي پرته له معاش څخه د الله ج د رضا لپاره کار کوي.
ددې بنسټ مرستې د پانګوالو او نورو شخصي مرستو پر اساس ولاړې دي.
نن د یو غریب نوی مهاجر شوی او ژړونکی پلار سره مرسته وشوه
نن د یو غریب نوی مهاجر شوی او ژړونکی پلار سره مرسته وشوه
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
څو ورځې وړاندې دغې بېوزلې کورنۍ سره د پیمان خیريه بنسټ لخوا مصاحبه شوې وه... نن یو ورور ښاغلی میرویس عابد له سویدن څخه نوموړي کورنۍ سره مرسته کړې، چې د پیمان خیریه بنسټ شرقي زون مسوول تمهید الله سیلاني لخوا ورته وسپارل شوه. د ښاغلي میرویس عابد څخه نړۍ مننه ! چې خپلو هېواد والو ته د مرستې لاس ورکوي. الله ج دې د میرویس ورور صدقه په خپل دربار قبوله کړي.
هېواد والو که تاسې هم غواړئ خپله صدقه، زکات او مرستې داسې بېوزله کورنیو ته ورسوئ! نو، پیمان خیریه بنسټ سره اړیکه ونیسئ.
دا زهير او ناروغ بابا د هلمند ولايت څخه دبهسودو ولسوالۍ، د پښتونستان سيمې ته را کډه شوی
دا زهير او ناروغ بابا د هلمند ولايت څخه دبهسودو ولسوالۍ، د پښتونستان سيمې ته را کډه شوی
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
دی په يوه نيمه چهار دويوالي شوي کور کې د يوې خيمې لاندې په داسې حالت کې ژوند کوي، چې نه برېښنا، نه خواړه او نه نور د ژوند امکانات لري..بابا خپل مشر زوی او مېرمن د هلمند په جګړو کې له لاسه وکړي. اوس ناروغه بابا د دوو وړو زامنو او دوه نجونو سرپرستي کوي. دی وايي: (( سهار ښار ته ځم، خير ټولوم. که چا مرسته را سره وکړه، ښه ده او کنه بېرته راځم او د خدای په هېله ورځې شپې سبا کوم.
د پیمان خیریه بنسټ له یو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ له یو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه
پل علم ، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتودفتر، چهارشنبې، غبرګولي ۹ مه
د پیمان خیریه بنسټ د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د سرخاب د سیمې له یو بېوزلو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د رئیس محمد شاه پیمان زوی همایون پیمان د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت کړې ده.
په دې مرسته کې دې کورنۍ ته یو بوجۍ اوړه، یو بوجۍ ورېجې، پنځه لېتره غوړي، نیم من بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ورکړل شول.
د پیمان خیریه بنسټ د نور کلونو په څېر بیاهم د روژې په مبارکه میاشت کې د اړمنو کورنیو لاس نیوی کړی او تر اوسه یې له شاوخوا ۷۰ کورنیو سره نغدي او د خوراکي موادو مرستې کړې دي.
د یادو مرستو موخه د روژې په مبارکه میاشت کې د هغو کورنیو لاسنیوی دی، چې د روژه ماتي لپاره په یوې مړۍ ډوډۍ پسې لالهانده ګرځي.