Home خانه
د لوګر یوه زده کوونکي په ریاضي کې نوی فورمول کشف کړی
د لوګر یوه زده کوونکي په ریاضي کې نوی فورمول کشف کړی
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
دوشنبه، شعبان المعظم ۱۵ مه ، کب ۷ مه
د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د دهنو د هلکانو لېسې یو تن زده کوونکی د ریاضي یو نوی فورمول کشف کړی دی .
دا زده کوونکی احمد سمیر نومېږي ، د یادې لېسې د لسم ټولګي زده کوونکی دی او په خپل کوښښ او زیار سره یې د مطابقت یو فورمول کشف کړی دى.
د لوګر د پوهنې ریاست د سواد زده کړې کارکوونکو او ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو
د لوګر د پوهنې ریاست د سواد زده کړې کارکوونکو او ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، شعبان المعظم ۱۴ مه ، کب ۶ مه
د لوګر د پوهنې ریاست د سواد زده کړې د ۳ کارکوونکو او ۵۴ ښوونکو د ظرفیت لوړاوي په موخه لس ورځنی روزنیز ورکشاپ شو.
دا روزنیز ورکشاپ د پوهنې یوې همکارې مؤسسې (HHOA) له خوا په لاره اچول شوی چې موخه یې د سواد زده کړې کارکوونکو او ښوونکو کاري ظرفیت لوړول دي.
د لوګر د پوهنې ریاست خپلو کلیوالي دیني مدرسو ته د نوېو درسي کتابونو د وېش بهیر پیل کړ
د لوګر د پوهنې ریاست خپلو کلیوالي دیني مدرسو ته د نوېو درسي کتابونو د وېش بهیر پیل کړ
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، شعبان المعظم ۱۴ مه ، کب ۶ مه
د لوګر د پوهنې ریاست خپلو ۵۴ کلیوالي دیني مدرسو ته د ۲۲۴۶۸ ټوکه نوېو چاپ شوېو درسي کتابونو د وېش بهیر پیل کړ.
یاد کتابونه چې شاوخوا ۲۵۰ زره افغانۍ ارزښت لري څه موده مخکې د پوهنې وزارت له خوا نوي چاپ او دغه ریاست ته رالېږل شوي وو.
د لوګر د آبچکان په سیمه کې یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو
د لوګر د آبچکان په سیمه کې یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، شعبان المعظم ۱۴ مه ، کب ۶ مه
د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د آبچکان په کلي کې د آبچکان مرکزي په نوم د هلکانو او نجونو یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو.
یاد ښوونځی د پوهنې ریاست او د پل علم د پوهنې آمریت د ستړي کېدونکو هلو ځلو په پایله کې د پوهنې وزارت له منظورۍ وروسته تاسیس شوی دی.
لوګر کې ۱۵۰ تنه ښوونکي له روزنیز ورکشاپ څخه فارغ شول
لوګر کې ۱۵۰ تنه ښوونکي له روزنیز ورکشاپ څخه فارغ شول
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
شنبه، شعبان المعظم ۱۳ مه ، کب ۵ مه
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د ۲۵ منځنیو ښوونځیو او لېسو ۱۵۰ تنه نارینه او ښځینه ښوونکي د علمي او مسلکي وړتیا لوړونې له روزنیز ورکشاپ څخه فارغ شول.
د یادو ښوونکو د فراغت په مناسبت د محمدآغې د هلکانو په عالي لېسه کې مراسم جوړ شوي وو چې په کې د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو او د ښوونکو د روزنې آمر حاجي ابراهیم حمدي، د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ آمر قاري محمد یعقوب اورمړ، د پوهنې آمر مولوي عبدالله محمدي، محمدآغې لېسې آمر عبیدالله جهاني او روزل شویو ښوونکو ګډون کړی وو.
د لوګر د پوهنې ریاست ته د یوې ژورې څاه د کېندلو کار پیل شو
د لوګر د پوهنې ریاست ته د یوې ژورې څاه د کېندلو کار پیل شو
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
پنجشنبه، شعبان المعظم ۱۱ مه ، کب ۳ مه
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ته د څښاک د پاکو اوبو ستونزې لرې کولو په موخه د یوې ژورې څاه د کېندلو کار پیل شو .
دغه څاه د پوهنې ریاست په وړاندیز د پوهنې وزارت پر بودجې د ۱۶۰ مترو په ژوروالي کېندل کېږي، چې لګښت یې ۲۶۲ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د لوګر د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو او د ښوونکو د روزنې آمر د محمدآغې ولسوالۍ د ښوونکو له روزنیز ورکشاپ څخه لیدنه وکړه
د لوګر د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو او د ښوونکو د روزنې آمر د محمدآغې ولسوالۍ د ښوونکو له روزنیز ورکشاپ څخه لیدنه وکړه
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
چهارشنبه، شعبان المعظم ۱۰ مه ،کب ۲ مه
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو او د ښوونکو د روزنې آمر حاجي ابراهیم حمدي د محمدآغې ولسوالۍ د ښوونکو له روزنیز ورکشاپ څخه لیدنه وکړه.
هغه د دې لیدنې پر مهال د نوموړي روزنیز پروګرام له ګډون کوونکو ښوونکو څخه وغوښتل،چې له دغه روزنیز پروګرام څخه پوره ګټه واخلي او له دې لارې خپلې علمي او مسلکي وړتیاوې لاپسې لوړې کړي.
د لوګر د پوهنې ریاست په راتلونکي لمریز کال کې ۱۲ ښوونځي جوړوي
د لوګر د پوهنې ریاست په راتلونکي لمریز کال کې ۱۲ ښوونځي جوړوي
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
دوشنبه، شعبان المعظم ۸ مه ، سلواغې ۳۰ مه
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست په راتلونکي ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ۱۲ ودانۍ نه لرونکو ښوونځیو لپاره معیاري ودانۍ جوړوي.
یاد ښوونځي د دغه ریاست د مسوولینو له پرله پسې غوښتنو،وړاندیزونو او هلو ځلو وروسته د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)په مالي لګښت جوړېږي.
د لوګر د پوهنې ریاست د خپل عملیاتي پلان په مټ د ترسره شویو کارونو ارزونه وکړه
د لوګر د پوهنې ریاست د خپل عملیاتي پلان په مټ د ترسره شویو کارونو ارزونه وکړه
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
دوشنبه، شعبان المعظم ۸ مه ، سلواغې ۳۰ مه
د لوګر د پوهنې ریاست د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې د خپل عملیاتي پلان له لارې د ترسره شویو کارونو د ارزونې په موخه غونډه جوړه کړه.
دا غونډه چې د پوهنې رئیس ښاغلي مولوي جنت ګل عزیز په مشرۍ د تضمین کیفیت آمریت له خوا جوړه شوې وه پکې د دغه ریاست مرستیالانو او عمومي مدیرانو برخه اخیستې وه.
د لوګر د مهاجرینو په ښارګوټي کې یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو
د لوګر د مهاجرینو په ښارګوټي کې یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
چهارشنبه، شعبان المعظم ۳ مه ، سلواغې ۲۵ مه
د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د مهاجرینو په ښارګوټي کې د صلاح الدین ایوبي په نوم یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو.
یاد ښوونځی د پوهنې ریاست او د پل علم د پوهنې آمریت د هلو ځلو په ترڅ کې د پوهنې وزارت له منظورۍ وروسته تاسیس شوی دی.
دغه ښوونځی به په راتلونکي نوي تعلیمي کال کې د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شي، چې په پرانیستلو سره به یې شاوخوا ۵۰۰ ګډوالو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ سلګونو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ سلګونو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
چهارشنبه، شعبان المعظم ۳ مه ، سلواغې ۲۵ مه
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د ۲۵ لېسو او منځنیو ښوونځیو د ۱۵۰ تنو نارینه او ښځینه ښوونکو د مسلکي او علمي کچې لوړولو په موخه اته ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
د یاد ورکشاپ د پیل په مراسمو کې د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو او د ښوونکو د روزنې آمر حاجي ابراهیم حمدي، د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیر قاري محمد یعقوب اورمړ، د پوهنې آمر مولوي عبدالله محمدي او د ورکشاپ ګډون والو برخه درلوده.
د پل علم د پوهنې آمریت ودانۍ ورغول شوه
د پل علم د پوهنې آمریت ودانۍ ورغول شوه
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
سې شنبه، شعبان المعظم ۲ مه ، سلواغې ۲۴ مه
د لوګر ولایت مرکز پل علم د پوهنې آمریت ودانۍ تر بیا رغول کېدو وروسته ګټې اخیستنې ته چمتو شوه.
یاده ودانۍ چې د کوچیانو په لېسه کې موقعیت لري د پوهنې ریاست په هلو ځلو د پوهنې وزارت پر بودجې بیا رغول شوې ده.
لوګر کې ۱۳۷۰ کسانو ته د سواد زده کړې ورکړل شوې
لوګر کې ۱۳۷۰ کسانو ته د سواد زده کړې ورکړل شوې
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، رجب المرجب ۳۰ مه ، سلواغې ۲۲ مه
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې پروګرام له لارې ۱۳۷۰ تنه نارینه او ښځینه د سواد له نعمت څخه برخمن شول.
یادو کسانو ته د نهو میاشتو په موده کې د سواد زده کړې په جوړ شویو ۷۴ کورسونو کې د سواد زده کړې ورکول شوې دي چې په کې ۷۱۴ تنه نارینه او ۶۵۶ تنه ښځینه شامل دي.
د لوګر د پوهنې ریاست کارکوونکو ته ورکړل شوي دیني درسونه ډېر اغیزناک تمام شوي
د لوګر د پوهنې ریاست کارکوونکو ته ورکړل شوي دیني درسونه ډېر اغیزناک تمام شوي
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، رجب المرجب ۳۰ مه ، سلواغې ۲۲ مه
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد څانګې له لوري ورکړل شوي دیني درسونه خورا مؤثر تمام شوي دي.
دا دیني درسونه د تېرو دوو کلونو راپدېخوا د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د هدایت له مخې د کارکوونکو د دیني پوهې لوړولو په موخه پیل شوي دي.
دغه درسونه په اوونۍ کې دوه ځلې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې د ښاغلي مفتي سید ضیاء احمد صارم احمدآغا له خوا چې د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر او هم د دعوت او ارشاد څانګې مسوول دی د دیرشو دقیقو لپاره ورکول کېږي.
په لوګر کې له زرو زیات کسان د سواد له نعمت څخه برخمن شول
په لوګر کې له زرو زیات کسان د سواد له نعمت څخه برخمن شول
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
سې شنبه، رجب المرجب ۲۵ مه ، سلواغې ۱۷ مه
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې د ۷۰ کورسونو له لارې ۱۰۲۴ تنه فارغ او د علم له ستر نعمت څخه برخمن شول.
د سواد زده کړې دا کورسونه د دغه ریاست د سواد زده کړې مدیریت په چوکاټ کې د (يونسکو) په مالي مرسته د ( HHOA) موسسې له لارې جوړ شوي وو.
د لوګر د پوهنې ریاست خپلو اړوندو ښوونځیو ته د درسي کتابونو او درسي توکو انتقال پیل کړ
د لوګرد پوهنې ریاست خپلواړوندو ښوونځیو ته د درسي کتابونو او درسي توکوانتقال پیل کړ
پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
سې شنبه، رجب المرجب ۲۵ مه ، سلواغې ۱۷ مه
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست خپلو ۲۷۶ ښوونځیو ته د درسي کتابونو او درسي موادو د انتقال او وېش بهیر پیل کړ.
یاد درسي کتابونه او درسي مواد څه موده مخکې د پوهنې ریاست له لوري د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په ترانسپورتي مالي ملاتړ د مرکز او ټولو ولسوالیو د پوهنې آمریتونو ته انتقال شوي چې په دوو اوونیو کې به ټولو ښوونځي ته ورسول شي.
د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو کمپیوټر ترمیم شو
د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو کمپیوټر ترمیم شو.
محمد شاه پور عرب
د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو او اطلاع
رسونې مسؤل
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر د تېرو شلو کلونو د آرشیف کمپیوټر ترمیم شو.
نوموړی کمپیوټر د پوهنې ریاست په غوښتنه د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي الحاج محمد شاه پیمان د ۸۸۰۰ افغانیو په شخصي لګښت په اساسي ډول ترمیم شوی دی.
د یاد کمپیوټر د سکرین(ښېښې) په ګډون شپږ برخې د برېښنا شارټۍ له امله څه مخکې سوځول شوې وې، چې ترمیمولو ته یې کلکه اړتیا لرله.
د لوګر څوارلسو لېسو ته د لابرتوار وسایل ورکړل شول
د لوګر څوارلسو لېسو ته د لابرتوار وسایل ورکړل شول.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
یکشنبې، ذوالقعدې ۱۴ مه، جوزا ۱۵ مه
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست له خوا څوارلسو لېسو ته د فزیک او ریاضي مضمونونو د لابراتوار وسایل ووېشل شول.
یاد وسایل د ساینس ، ښوونیزې ټیکنالوجۍ او د لابراتوارونو مرکز له خوا برابر شوي وو، چې په ټوله کې شاوخوا ۲۷۰ زره افغانۍ ارزښت لري.
لوګر ته د ښوونیز نصاب ۹۸ زره ټوکه کتابونه راورسېدل
لوګر ته د ښوونیز نصاب ۹۸ زره ټوکه کتابونه راورسېدل.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، ذوالقعدې ۱۴ مه، جوزا ۱۳ مه
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ته د ښوونځیو د ښوونیز نصاب ۹۸ زره نوي چاپ شوي درسي کتابونه په خیر را ورسېدل.
یاد کتابونه د پوهنې ریاست د مسوولینو د هڅو او غوښتنو په پایله کې د پوهنې وزارت رالېږلي، چې له لومړي تر دوولسم ټولګي د ښوونیز نصاب د ۵۴ مضمونونو کتابونه په کې شامل دي او ډېر ژر به پر زدهكوونكو ووېشل شي.
د لوګر د دوو ښوونځیو زده کوونکو ځانونو ته د ښوونځي ځانګړي کالي ګنډلي
د لوګر د دوو ښوونځیو زده کوونکو ځانونو ته د ښوونځي ځانګړي کالي ګنډلي.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، ذوالقعدې ۱۴ مه، جوزا ۱۳ مه
د لوګر د ازرې ولسوالۍ د رضا خیلو د هلکانو او محمد خیلو د نجونو ښوونځیو زده کوونکو د خپلو ځانونو لپاره د ښوونځي ځانګړي کالي ګنډلي دي.
د نوموړو ښوونځیو زده کوونکو یاد کار د پوهنې آمریت له لارښوونې وروسته ، ښوونځیو ته په رنګارنګ جامو د زده کوونکو د راتلو د مخنیوي په موخه کړی دی.
لوګر کې د برېښنا شارټۍ له امله یو کور سوځېدلی
لوګر کې د برېښنا شارټۍ له امله یو کور سوځېدلی.
د لوګر ولایت په مرکز پل علم د هوني سفلی د وزیر کلا په کلي کې د برېښنا شارټي یو کور په بشپړ ډول سوځولی دی.
د سوځول شوي کور څښتن حاجي ملا عبدالودود ملي پیوند راډیو ته وویل، چې په کور کې یې د جمعې په سهار شاوخوا ۸ بجې د برېښنا شارټي ېښه رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې په دې پېښه کې یې کور او د کور ټول توکي په بشپړ سوځېدلي او هېڅ شی ورته پاتې نه دي.