Home خانه
د مرغومي شپږمه؛ په هېواد کې د بدمرغیو پیلامه
د مرغومي شپږمه؛ په هېواد کې د بدمرغیو پیلامه
د مرغومي شپږمه؛ هغه نه هیریدونکي ورځ چې افغانستان باندې سرو پوځي لښکرو دځمکې او هوا له لارې یرغل راوړل. دا ورځ په تاریخ کې هغه ورځ ده، چې پیلامه يې دهیواد په ټولوسیمو کې دبدبخیتو، ویجاړیو او وژنو سرچینه ګڼل کیږي .
دمرغومي یا جدي شپږمه د۱۳۵۸ هجري لمریزکال روسي یرغلګرو په درندونظامي تجهیزاتوباندې سمبال افغانستان ته راننوتل او د لسو کلونو په اوږدو کې دمجاهدینو د جهاد سره مخ شول. روسي یرغلګرو دهیواد دویجاړیو، دميلیونونوافغانانودشهادت، معلولیت اوبهرنیوهیوادونوته دافغانانو کډه کیدل دا هغه څه ؤ، چې روسانو خپل مردارو موخو ته ورسیدل، خودبریا پایله دافغانانو په برخه او شوروي یرغلګرله کلکې ماتې سره مخ شول.
دمرغومي شپږمه؛ دافغانستان پرخاوره دشوروي سرو پوځ ستره تیروتنه په مادي اوهم په معنوي توګه وه، خو دواړه هیوادونه يې وځپل اوګڼې ستونزې اوناخوالې یې رامنځته کړې.
د مرغومي شپږمه په هیواد کې دسترې غمیزې پیل
د مرغومي شپږمه په هیواد کې دسترې غمیزې پیل
شوروي اتحاد په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال دمرغومي په شپږمه دسمبالو درندو نظامي تجهزاتو سره پرافغانستان یرغل راوړل . داچې شوروي استعمارګر زموږ په خاوره نظامي یرغل وکړ، ددوی نه یواځې دیرغل وړلو لومړۍ پیلامه وه، بلکې له دې مخکې هم په نولسمه او شلمه پیړۍ کې څومهمې سیمې لکه تاتارستان، مرکزي آسیا، منګولیا او ختیځه اروپا اشغال کړې وه .
روسانو غوښتل چې دافغانستان خاورې تر ولکې وروسته ځانونه دهند تودو اوبوته ورسي، خو دغه آرمان يې له ځان سره یوړل او دافغانانو د سترو مبارزو سره مخ شول.
په افغانستان دروسانو یرغل وړونکو عسکرو شمیر ټولټال دمسکو رسمي سرچینو له مخې؛ له یولک تر یولکو شل زره پورې ښودلي، ولې دیوې بلې سرچینې له مخې دغه شمیر یو نیم لک عسکر ښودلي شوی ؤ، خو کله چې روسانو دخپلو لاسپوڅو په مرسته دافغانانو دسرښندنو او میړانو سرمخ شول، دروسانو پوځونه ورځې تربلې زیاتیدل او شمیريې آن تر دونیم لکو پوځونو ته ورسیدل.
دشته بدمرغیو خلاصون، په ملي یووالي رامنځته کیدای شي
دشته بدمرغیو خلاصون، په ملي یووالي رامنځته کیدای شي
موږ ولې دومره بدبخته یو، چې هم پخپلو کې سره وهو او هم پردي هیوادونه موږ ته لاس یو کړې او ګوته په ماشه کمین کې راته ناست دي.
کله په یو نوم او کله په بل نوم موږ وژني، نو بیا خپلو کې هم دقام او ژبې خبرې کوو، هغه پښتون ده، دغه هزاره ده او هاغه تاجک ولې؟
خو پردي هیوادونه موږ ته ترهګر، دهشتګر، قاچاقبر او په سلو نورو نومونو موږ یادوي او په دې سره وژل کیږو او دا لړۍ لا روانه ده.
ښه پوهیږو او بیا دغه پړه ديو هیواد دسیسه ګڼو؛ لامل یې په خپلو کې دباورنشتون، اتحاد نه درلودل او په ژبه دافغان په نوم ویاړ کوو عمل کې بیا هغه څه کوو، چې نه وي موکړي.
زړونه مو نه دي پاک، یو بل ته کوهي کیندو، دیوبل خبره پرځان نه منو، ځان ته من وایو، نیتونه مو په یو بل بد دي، یو چې پرمختګ وکړي، دهغه لپاره دسیسه جوړ ؤ، څو نور مخته ولاړ نشي.
په لوګر کې له یو شمېر بېوزلو کورنیو سره د سوند لرګی مرسته وشوه
په لوګر کې له یو شمېر بېوزلو کورنیو سره د سوند لرګی مرسته وشوه
پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، جمعه، کب ۲۹ قوس
د پیمان خیریه بنسټ د رئیس ښاغلۍ الحاج محمد شاه (پيمان) له خوا په لوګر ولایت کې له پنځو بېوزلو کورنیو سره د سوند وچ لرګی مرسته وشوه.
د یادو مرستو د وېشلو په مراسمو کې، چې د واغجان بازار کې جوړه شوې وه د پیمان خیریه بنسټ مسؤل، د یوه خروار وچ لرګۍ په بېوزلو کورنیو باندی وویشل.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ موسس او رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان له خپله شخصی لګښت کړیدی، چې ټول ټال ۳۵۰۰۰ افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته د ۶۲۰۰ افغانیو په ارزښت اتیا کیلو ( یو خروار) وچ او تیار مات شوی لرګی ور کړل شول.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د لوګر دغو کورننیو له پیمان خیریه بنسټ څخه مننه وکړه، چې له دی بېوزولو کورنیو سره یې یاده مرسته وکړه.
د یوې بیوزلی کورنۍ غړی، چې یادې مرستې تر لاسه کړي وه، د ورسره شویو مرستو له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته کړه، هر چا چې دا مرستې کړې دي، خدای دې خیر ور کړي، چې زما په څېر د بې وسو او نادارو کورنیو په فکر کې دي.
دژمي په سړه هوا کې بیوزلوسره مرسته او له طبیعي پیښو سره مبارزه پکار ده
دژمي په سړه هوا کې بیوزلوسره مرسته او له طبیعي پیښو سره مبارزه پکار ده
ژمی دکال یخ اوسوړ موسم دی، چې ګڼ شمیر وګړي ورسره په تکلیف وي، ځکه زموږ دهیوادوالو اقتصادي وضعیت دومره پیاوړې نده،چې دغه موسم ته هیوادوال خوښ او لیوال واوسي، بلکې د دوی اقتصادي وضعیت هم ګواښي. خو څنګه کولي شو، خپلې چارې دژمې په موسم کې مهار کړو، ترڅو اقتصادي ګواښ سره مخ نشو.
ددې لپاره باید کوښښ وشي، چې دولت دبیوزلو هیوادوالو چې دژوند اقتصاد يې چندانې ښه نه دی، په منظم ډول سروې ترسره کړي، ترڅو مرستندویي موسسې د بیوزلو لوري ته راجلب او نیستمنو هیوادوالو سره دخوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وکړي.
دپښتو ژبې نامتو شاعراو صوفي سيد بهاوالدين بهايي چې په بهایی جان سره یې شهرت درلود
دپښتو ژبې نامتو شاعراو صوفي سيد بهاوالدين بهايي چې په بهایی جان سره یې شهرت درلود
نوموړی یو صوفی شاعر و چې اصلي نوم یې بهاء الدین او تخلص یې بهایی و. دی دارواښاد سید محمد یارآتش نفس زوی و او په ۱۲۷۲ لمریزکال دزابل ولایت دشینکۍ په ولسوالۍ کې یې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې وې . دی دپښتو اودري ژبو دواړو شاعرو.دی او دده پلار دنقشبندیه دطریقې پیروان وواو د ی په خټه سیدو.
سيد بهايي جان په شپږ کلنۍ کي دزابل ولايت دشینکۍ ولسوالۍ دغنډانو په خانقا کي په زده کړو پيل وکړاو دسیمې له مشهور عالم حاجي ملاعبدالحميد نه يې ليک لوست زده کړل ، دفارسي مروج کتابونه فقه او صرف يې ولوستل او تر اتلس کلنۍ پوري يې فقه ، صرف نحو، ميراث اصول ، عقايد اونور فنون دخپلو مشرانو وروڼو سيدمحمد موسىٰ او د طريقت له لارښود شيخ مولانا ميانورمحمد آغوجاني صاحب نه زده کړل او له اتلس کلنۍنه وروسته کندهارته لاړاو هلته يې دتفسير او قرائت علوم له مولوی شرف الدين او د سيد محمد عمرجان کندهاري نه ، چي دده نسبي ورورهم وتر لاسه کړل .
فکرجوان درراستای تعلیم وورزش
فکرجوان درراستای تعلیم وورزش
نویسنده: محمد زاهد ( سلطانی )
هرکشورنیازبه نیروی متحرک وپرکاردارد تا آینده درخشان را درصفحات زندگی اش با فکرجوان رقم زند،این نیروی متحرک نسل جوان شمرده میشود. یگانه راه ارزنده ترقی وشگوفایی یک کشور سرمایه گزاری روی نسل جوان میباشد،جوانان با قوت ونیروی فعال متحرک که دارند میتوانند جایگاه خاصی درپیشرفت یک جامعه داشته باشند ونیز مسئولیت های سنگینی را دربرابراجتماع وکشوربدوش می کشند، اگرجوانان متوجه این مسئولیت ها نگردند، درحقیقت جفای بزرگی را به حق خود ومردم شان نموده اند.
تعلیم وتربیه ازدیدگاه دساتیردین مبین اسلام برمبنی ارشادات آیات قرآنی وسخنانان گهربارپیامبراسلام حضرت محمدمصطفی ص کسب آن برای هرانسانی ضروری پنداشته میشود، علم و ایمان هر کدام جایگاه متفاوت در سازندگی آینده انسان دارند. نقش علم این است که راه ساختن را به انسان پیشکش مینماید و انسان را توانا می کند. خداوند(ج) در قرآن کریم درآیه 9 سوره الزمر می فرماید: بگو آیا کسانیکه میدانند با کسانیکه نمیدانند برابراند (ترجمه)
صلح نیازاساسی مردم است
صلح نیازاساسی مردم است
نویسنده: محمد زاهد ( سلطانی )
خداوند ج ازصلح حدیبه به عنوان فتح آشکار ومبین بیان کرده است درحالی که چندین غزوات وجنگ ها که درآن دامنه اسلام گسترش یافت وفتوحات زیادی نصیب مسلمانان گردید، نیزصورت گرفت اما ازآن ها به عنوان فتح نمایان یاد نه گردیده است بلکه ازصلح حدیبه به عنوان فتح آشکار یاد شده است، بناءً این هویدا میگردد که برکت درصلح است.
نقش مهم صلح حدیبیه، در پیروزى هاى شگرف بعدى پیامبر(ص) و مسلمانان (إنّا فتحنا لک فتحًا مبینًا)
ترجمه: ما تو را پيروزى بخشيديم، پيروزى درخشانى. با توجه به این که صلح حدیبیه در ظاهر فتح به شمار نمى آمد ممکن است اطلاق «فتح مبین» بر آن از آن جهت باشد که این صلح، سرآغاز فتح مکه و یا دیگر پیروزى هاى مهم پس از آن بوده است.
اهمیت راه لاجورد درعرصه تجارت
اهمیت راه لاجورد درعرصه تجارت
نویسنده: محمد زاهد ( سلطانی )
افغانستان یک کشوراست که اکثراً درعرصه تجارت بیشترکالاها را ازکشورهای خارجی وارد مینماید، این کشورمحاط به خشکه است که همواره برای رسیدن به بازارهای جهانی درعرصه تجارت با چالش های جدی روبرو بوده است وکشورهای همسایه با داد وگرفت های سیاسی و اقتصادی بین خود شان با هوشیاری، افغانستان را با وارد کردن فشارهای شان به مشکل روبروکرده است ونتیجه آن افغانستان با جمعیت درحدود سی میلیون نفوس به عنوان مارکیت کالاهای بی کیفیت کشورهای همسایه تبدیل شده است اما دراین روزها با تمرکز وتلاش های بیشترحکومت وحدت ملی درکنارراه های ترانزیتی قبلی برای توسعه تجارت راه ترانزیتی لاجورد را افتتاح نمود که ازطریق آن تجارت درکشوررشدچشمگیری خواهد کرد.
لوګر کې د ولسی جرګې د نوماندانو پر کاروان بريد کې پنځه تنه ټپيان شول
لوګر کې د ولسی جرګې د نوماندانو پر کاروان بريد کې پنځه تنه ټپيان شول
پل علم ٢٠ ليندۍ ٩٧
د لوګر مسوولين وايي، په محمد اغې ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د نوماندانو د موټرو پر کاروان وسله وال بريد او د ماين چاودنه شوې چې د دوو نوماندانو په ګډون په کې پنځه تنه ټپيان شوي دي.
د محمد اغې ولسوال نورمحمد عبيدي، وويل چې د څو تنو نوماندانو د موټر کاروان له پل علم څخه کابل ته روان وو چې مازيګر ناوخته په تنګي واغجان سيمه کې وسله والو طالبانو پرې بريد کړى او د سړک غاړې ماين پرې چاودلى دى. ده زياته کړه، په پېښه کې د ولسي جرګې نوماند محمد رحيم امين او يو بل نوماند ټپيان شوي او د هغوى دوه موټره زيانمن شوي دي.
ولسي جرګې ته د لوګري نوماندانو لومړنۍ پایلې اعلان شوې
ولسي جرګې ته د لوګري نوماندانو لومړنۍ پایلې اعلان شوې
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون نن ماښام د لوګر په ګډون د پنځو ولایتونو د ولسي جرګې نوماندانو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
د یاد کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد د یوه خبري کنفرانس له لارې، محمد اسماعیل صدیقي، وفي الله افتخار، محمد آصف نبي زی او هُما احمدي له لوګر څخه مخکښ نوماندان یاد کړل چې د هغه په خبره تر نورو یې ډېرې رایې ترلاسه کړي دي.
په ورته وخت کې د لوګر د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مشر رحمت الله حقمل د یاد خبر پخلی کړی، خو ویلي یې دي چې شونې ده یادې پایلې بدلون ومومي او له وروستي نوملړ څخه زینې نوماندان ووځي.
!ځوانان دې له پامه ونه غورځول شي
ځوانان دې له پامه ونه غورځول شي !
دامنیت ټینګښت په هېواد کې پرمختیایي اواقتصادي پروژو لپاره لاره هواروي، چې له دې کبله هغو ځوانانو ته دکار زمینه برابریږي، کوم چې له بېکارۍ څخه سر ټکوي.
دځوانانو لپاره کار او دنده؛ د دوی په اقتصادي او فکري ځواکمنتیا کې مهم رول لوبولای شي او د ناوړه کړنو مخنیوی او دهیواد دآبادۍ او پرمختګ لپاره لارې پرانیزي .
خو له بده مرغه ویلی شو، چې له بې وزګارو ځوانانو سره بهرنیو هېوادونو ته د تګ فکر او سوچ ډیر دی، خو دوی به ګرم هم نه بولو، ځکه په افغانستان کې دکارنشتون او اقتصادي کمزورتیا هغه څه دي، چې هېوادوال يې له بیوزلۍ سره مخ او دیوې مړۍ ډوډۍ دپیداکولو لپاره بهرنیو هېوادنو ته غیر قانوني تګ کوي .
دماشومانو په روزنه کې څو مهم او اړين ټکي
دماشومانو په روزنه کې څو مهم او اړين ټکي
دويمه برخه:
دماشومتوب دوره ډیره شوخه وي، چې په ټولو تیره شوېده، نو ماشومان دساتیريو په مهال شوخي هم کوي، نباید چې خپل ماشومان مو له ساتیريو څخه راوګرځوو، یا ورته لښته په لاس کړو او ویې ډار کړو. نه پریږدئ، چې هغوی شوخي هم وکړي، خو داسې شوخي نه چې په زیان يې وي. که چیرته له حده زیاته شوخي وکړي، باید ورته سپارښتنه وکړو، چې له شوخۍ لاس واخلي داسې ورته ووایو، چې بچی جانه! ډیره شوخي کولو باندې د ډیرو کسانو پښې اویا لاسونه مات شوي، یا ژوندی مثال ورکړو، چې پلانکي په کوچنیتوب کې ډیره شوخي کوله نوهغه ده، پښه يې ماته شوې، نو خدای مه کړه چې لاس یا پښه دې مات نه شي، بیا به ګوډ واوسې. نوبیا ماشومان خامخا په دې فکر کې کیږي، چې رښتیا هم زما پښه او یا لاس مات نشي او له ډیرې شوخۍ نه لاس اخلي.
محمد (صلی الله علیه وسلم ) دنیکمرغه میلاد په ویاړ؛
محمد (صلی الله علیه وسلم ) دنیکمرغه میلاد په ویاړ؛
د ربيع الاول دولسمه د اسلام د سترلارښود حضرت محمد (ص) د زوکړې له ورځې سره برابره ده.
دغه نیکمرغه ورځ هر کال په ټوله اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان کې د ختمونو په ترسره کولو سره لمانځل کيږي .
دبشریت ژغورنکي او داسلام سترلارښودحضرت محمد(ص) په ۵۷۱ زيږديز کال د دوشنبې په ورځ د عبدالله بن عبدالمطلب په کور کې وزیږیدل.
حضرت محمد مصطفی (ص) ته څښتن تعالی له بدمرغیو، د ناپوهیو له تیارو د انسان د ژغورلو؛ د اجتماعي عدالت او د انسان د روحي آرامتیا د تامین او د بشر د اخلاقي روزنې ستر رسالت ورسپارلی ؤ .
آنحضرت (ص) دارسالت په کامل امانت او بري سرته ورساوه؛ د دې رسالت د پوره کیدو په لار کې يې هر راز کړاونه او ستونزې په خورا حوصله مندۍ او زغم سره وګالل او بشریت يې د اسلام د مقدس دین په انوارو منورکړ.
په افغاني ټولنه کې ناوړه دودونه ورځ تربلې زوراخلي
په افغاني ټولنه کې ناوړه دودونه ورځ تربلې زوراخلي
په افغاني ټولنه کې ناوړه او غیر اسلامي دودونه دومره زوراخیستي، چې بیوزله کورنۍ هم دیو نوي دود په رامنځته کېدوکې برخه اخلي، دغه ناوړه دودونه اوسمهال دافغانستان لرو پرتو سیمو ته هم رسېدلي دي.
ډېری وګړي دخوښیو په محفلونو کې یاد دودونه ترسره کوي، پدې هم پوهېږي، چې داسلام له نظره ناوړه کړنې ناروا او د ډېرو بې ځایه لګښتونو لګول اسراف بلل شوي، خو بیا هم دځینو ناسمو رقابتونو،تربګنیو او د نوم دلوړولو په موخه دغه کړنې ترسره کوي.
اسلام، چې په آسماني ادیانو کې جامع او کامل دین دی، هغه دودونه، یې چې د انساني ټولني بقا پکې نغښتې وي او په ګټه یې وي، تایید کړي دي او پر عملي کولو یې ټینګار کړې. د بېلګې په توګه واده کول د ټولو انسانانو لپاره يو نېک تړون بلل کېږي او د انسانانو د ژوند د نېکمرغۍ يو لامل دی، چې انساني ژوند ته بقا ورکوي. خو په هغه صورت کې چې د اسلامي قوانینو پر بڼست باید پلي شي.
د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالي غوچي سیمه کې بیګاه شپه هوایي ځواکونو عملیات کړي، چې پینځه تنه وسله وال طالبان یې وژلي دي او یو تن ټپي شوی
د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالي غوچي سیمه کې بیګاه شپه هوایي ځواکونو عملیات کړي، چې پینځه تنه وسله وال طالبان یې وژلي دي او یو تن ټپي شوی
تیره شپه د لوګر ولایت اړونده برکې برک ولسوالۍ په غوچۍ سیمه کې د هوائی ځواک لخوا عملیات ترسره شو چې په نتیجه کې قاری برهان په نوم یو تن سخت ټپي شوی احمد مشهور په "حکیمی" ولد نور آغا، خالد مشهور په "عمري" عثمان ، ملا مرتضی او نور دوه اشخاص چې تر اوسه یې هویت ندی مالوم وژل شوي دي.
ـــ د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې دفتر ـــ
بیایند! کردار وسیرت پیامبر (صلی الله علیه وسلم ) را سرمشق زندگی خویش قرار دهیم
بیایند! کردار وسیرت پیامبر (صلی الله علیه وسلم ) را سرمشق زندگی خویش قرار دهیم
میلاد با سعادت ناجی بشریت، رحمت اللعالمین، سردار دوجهان حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم به همه مسلمین جهان مبارکباد. رفتار،کردار،اخلاق، سیرت، دوران زندگی وخدمات ارزنده پیامبر اسلام حضرت محمدصلی الله علیه وسلم همواره پشتوانه اصلی واساسی است برای نسلهای که میراث دار رسالت ومشعلداران راه ایمان اند. هرآن کسیکه با جد وتعمق درتاریخ حیات پیامبرصلی الله علیه وسلم اندیشه وتحقیق کرده باشد، تاریخ شگفت انگیز را به نظاره میبیند که درآن پیامبرصلی الله علیه وسلم وگروه از مومنان راستین، برعناصر مادی وخواسته های شیطانی فایق آمده وانسانیت را به مراتب که درطول حیاتش درنیافته بود، اعتلاء می بخشند.
د بیلا بیلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه وسله وال مخالفین وژل شوې او ګڼ شمیر اسلحی د امنیتي ځواکونو لاس ته راغلی
د بیلا بیلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه وسله وال مخالفین وژل شوې او ګڼ شمیر اسلحی د امنیتي ځواکونو لاس ته راغلی
نیټه ۱۳۹۷/۸/۲۷
تیره شپه د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ اړونده سیمو کې د یاد ولایت ملی پولیس او ملی امنیت لخوا ګډ شپني عملیات تر سره شو په نتیجه کې
ــ یو میل دهشکه
ــ دری میله راکټ
ــ ډول ډول مهمات
ــ دری بوجی چاودیدونکی توکی
ــ یو بوجی فیلته ثانیه سوز
ــ او کړۍ ماین د بوشکی د امنیتي ځواکونو لاس ته راغلی.
د یو بل راپور له مخی تیره شپه وسله والو مخالفینو د برکی برک ولسوالۍ پر سنګ مرمر او د خروار ولسوالۍ پر ځینو پوستو برید ګړۍ و چې یاد برید د ملی پولیسو لخوا په شاه وتنمبول شو او دښمن ته په کښي درنه مرګ ژوبله واوښته دوه تنه خروار کې او څلور په برکی برک ولسوالۍ ووژل شو.
ـــ د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې دفتر ـــ
چطورمیتوانیم یک انسان موفق باشیم
چطورمیتوانیم یک انسان موفق باشیم
اکثرمردم فکرمیکنند که برای موفقیت درزندگی به مواردمثل پول،امکانات،واسطه... نیاز اساسی دارند،اما دراصل این طرزدید تاحدی اشتباه است که خودرا منحصربه آن نماییم. انسان های موفق فقط راز و رمزهای موفقیت را درک کردهاند و در زندگی ازآن استفاده کرده اند، زمانی میتوانیم یک انسان موفق باشیم که هدف خلقت را بشناسیم وازخود بپرسیم که مه کی هستم؟ ازکجا آمده ام؟ وبه کجا میروم؟
خداوندج درقرآن عظیم الشان می فرماید: ترجمه(و من جنّ و انس را نیافریدم مگر برای اینکه مرا به یکتایی پرستش کنند) آیه 56 سوره ذاریات. ذات اقدس الهی هدف خلقت انسان را بکلی درکلام پاک اش بیان نموده است واگرهرانسان دردایره اسلام مطابق رهنمودهای احکام قرآنی وسنت نبوی(ص) عمل کنند، بعید نخواهد بود که هیچگاه در انحراف، پریشانی وخسران دنیوی واخروی مبتلانخواهد شد، بدیهی است که دین مبین اسلام انسان هارا اشرف مخلوقات خلق کرده است وبرای موفقیت های آنها درزندگی رهنمودهای جامع وکامل را ارایه نموده است.
اعلان فاتحه
اعلان فاتحه
«انالله و انا الیه راجعون»
نسبت شهادت الحاج فريد بختور ريس شوراي ولايتي فراه و ريس شوراي هماهنگي شوراهاي ولايتي أفغانستان جنازه قبلا در ولايت فرآه به خاك سپرده شده است، به اطلاع دوستان ارجمند رسانیده میشود که فاتحه روز چهارشنبه ( ٢٣ عقرب ) از ساعت یک الي سه و نيم بعد از ظهر در مسجد شير شاه سوري واقع کارته چهار براي یک روز برگزار میگردد: دوستان عزیز مطلع باشند.
په هیوادکې دښوونکو ورځ
په هیوادکې دښوونکو ورځ
ښوونکی هغه څوک ده، چې نړۍ خلکوته ورپیژني او دنړۍ په مخ تورې تیارې له منځه وړي، ښوونکی ده چې دنن ورځې پرمختللي او عصري ټکنالوژي زیږنده د دوی دپوهې له برکت رامنځته شوي .
که دښوونکي په اړه څه ولیکو؛ نو لیکل يې وختونه، میاشتې او آن تر کلونو پورې رسیږي. خدای (ج) حضرت محمد (ص) دبشریت لپاره ستر لارښود رالیږلي ؤ، چې حضرت محمد (ص) په دې ګواهي ورکوي او ویلي دي، چې په تحقیق سره زه دې نړۍ ته معلم رالیږل شوی یم.
نو کله چې ددې نړۍ سترلارښود حضرت محمد (ص) دښوونکي په نوم ویاړ کړې، موږ مسلمانان باید دخپل خوږ پیغمبرحضرت محمد (ص) لارښوونې په رښتینې ډول په ځان تطبیق کړو او په عملي ډول دټولنې داصلاح او سمون لپاره ولس ته دخیر رسولو په لار کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې او مبارزې وکړو.