Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

آوریل 2024
دسچپجشی
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 184 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

Bilexperten i Tyresö AB

bilxeperten AB 2019 200A

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۳۹۹

مرحوم تورن جنرال الحاج نصرالله خلیل

janral nasrullah khalil A 200سوانح مختصر مرحوم الحاج تورن جنرال نصر خليل

پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت

مرحوم تورن جنرال یحیی نوروز

janral20yahya20nawrozمرحوم تورن جنرال یحیی نوروز مسکونه قریه کلنگار ولایت لوگر.

الحاج جنرال عبدالمجید خوشیوال

مرحوم الحاج كندك مشر سيدعلم خان خوشيوال

دست پخت غذاهای افغانی

معرفی داکتر صاحب فضل الله مجددی

لوی پاسوال غلام مجتبی پتنگ

شهید انجنیر محمد صابر مشهور به ټپک

سوانح مختصر داکترعزیزالله لودین

وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر

معرفی تیم فوتیال زرغونشهر

پلان انکشافی ولایت لوگر

افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر

ښاغلۍ تمهيد الله سيلاني

د لوګر د جریدي چاپ شوی ګڼي

ښاغلۍ شیرمحمد (ستانکزی) د لوګر اونیزې مسؤل مدیر

د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ

د لوګر د ځوانانو ټولنیزي او کلتوري ټولنه

د مرحوم انجنرسردار خان لنده پپيژندنه

حافظ قرآنکریم و انجینیر

تیم گل بابا قهرمان کرکت در لوگر شد

معدن طلاى حصارك ولايت لوگر

"خواجه یعقوب چرخی" كيست ؟

Statistik

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.1.28
MySQLi
10.6.16-MariaDB-log
زمان
20:46
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
936
نمایش تعداد مطالب
3106640

محمد نبی عیسی خیل

داكتر سید الف شاه غضنفر

پهلوان شاه محمد لوګرى پيژنئ ؟

محمد ابراهیم کمیدان

شهيد دگرجنرال پیلوت مصطفی قهرمان

شهید بسم الله خان ستانکزی

عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي

دکتورعبدالصبورستانکزی

کلپ های ویدیویی استاد دری لوگر

کلپ های ویدیویی سلام لوگری

خبر نگار تلویزیون طلوع در ولایت لوگر

Login Form

Home خانه

! د لوګر والي - سپینه کوتره

محمدظاهر ستانکزی، لوګر:

wali logar 200د لوګر والي د ځان د سپیناوي لپاره له ډیرې غوره لارې ګټه پورته کړه، هدف مې د لوګر د والي هغه د مداري په څیر خبرې دي چې تیره ورځ یعنې د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې د رسنیو په مرکز کې د خبریالانو او ټلویزیونو د کمرو په مخ کې وکړې، افرین شه دده پر هغه سلاکار چې له دې لارې د ګټې اخیستو مشوره یې ورکړې، دا چې دا مشوره چا ورکړې دا به ښاغلي والي صاحب نیاز محمد امیري ته تر ټول ښه معلوم وي او ډیره مننه به یې هم ترې کړې وي.

 

خو دا ټولو ته معلومه او څرګنده ده چې غوا توره پۍ (شیدې) یې سپینې دي، دا چې په دې ورځ رخصت وم او په کور کې وم نو له کورنۍ سره یوځای مو په ټلویزیون کې خبرونه کتل چې په منځ کې د لوګر د نا امنۍ، کرومیټ ډبرو د قاچاق، او عینک د مسو کان د کار د ټکنیتوب په اړه خبر راغی، تر نورو وختونو یې ښه والی راته په دې کې ښکاره شو چې د لوګر والي زړه ډیر غټ کړی وو آن تر دې چې له لوګر څخه یې د کابل د رسنیو مرکز ته ددې لپاره تشریف راوړی وو چې دوي د ولایت د مقام په توګه د رسنیو یو مرکز او یا هم مطبوعاتي دفتر نه لري، نو مجبوره وو چې د ځان د سپیناوي لپاره د لوګر د رسنیو په نشتون کې د پلازمینې رسنۍ چې هدف مې د پلازمینې خبریالان دي په ځان راټول کړي او د یو مکار او مداري په څیر په ځان ټول لګیدلي تورنه رد او ځان د سپینې کوترې په څیر ترې راوباسي، له محدود شمیر خبریالانو چې د لوګر د ستونزو او ریښتینې وضعیت په تړاو یې سم معلومات درلودل نورو خبریالانو ته د پوښتنې لپاره څه نه وو پاتې خو کومو هغو چې په دې تړاو هر اړخیز معلومات درلودل د هغوي له پوښتنو یې په یوه او بله خوا ځان تیر ایست او د یادو خبریالانو د مکررو پوښتنو په ځواب کې یې ځينې مسایل تایید کړل خو پر ځینو نور هغو یې داسې خاورې ور انبار کړې چې د خبر په لیدو سره د هر افغان وګړي زړه ډیر خوشحاله کیده چې دادی د خداي فضل ده لوګر تر نورو ټولو ولایتونو په ښه وضعیت کې قرار لري او دا خلک یې چې لاریونونه کوي یاهم د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره خیمې وهي دا هر څه د والي په خبره درواغ دي او دده د دښمنانو کار دی، ریښتیا یوه مهمه خبره چې هیره مه نه شي د جناب والي ویاند، امنیه قوماندان، د امنیت امر او مرستیال والي هم په دې غونډه کې ورسره ګډون درلود، او د خبري کنفرانس له پیل مخکې د ټولو د پیژندنې وړې لوحې چې نومونه او مقام یې ورباندې لیکل شوی وو شتون درلود، خو د تعجب خبره داده چې د کنفرانس له پیلیدو سره هم مهال له والي پرته د ټولو د نومونو کوچنۍ ایښودل شوې لوحې ټولې شوې او یوازې والي د رسنیو مخې  ته ځان راڅرګند کړ، زه نه پوهیږم چې والي په خپل دې کار سره د ځان له سپیناوي پرته نور څه غوښتل؟ او په دې کار سره یې څو پوښتنې راته مخې ته ودریدې، آیا والي خو به له دې نه ویریده که چیرې دا خبره وکړي چې د لوګر د کرومیټو پر سره د ولایت د مقام او امنیتي مسوولینو ترمنځ اختلاف شته او پر امنیتي مسوولینو دا تور ولګوي چې هغوي د کرومیټو په قاچاق کې لاس لري خو ده جناب یې څو ځله مخنیوی کړی؟ حتما له همدې ویریده چې امنیتي مسوولین به د والي ټولې پټې کړنې او ناغیړۍ د رسنیو په مخ کې ووايي او دده سپین مخ به ور تور کړي، که داسې څه نه وو نو ولي د لوګر نورو چارواکو ته په دغه کنفرانس کې د ګډون کولو وخت ورنکړل شو چې هغوي هم د والي پر نظر او څرګندونو خپل نظرونه شریک کړي وايي؟ ایا دې جنابانو خو به د کوم جوړجاړي له مخې د لوګر پر ریښتیني وضعیت پرده نه وي اچولي او هر څه یې په سپینو سترګو پټ کړل چې غواړم په دې ځای کې د والي نیاز محمد امیري پر څو څرګندونو تمرکز وکړم، والي رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې له پلازمېنې کابل څخه د دغه ولایت د بې ثباتۍ هڅې کیږي او د لوګر د امنیتي وضعیت په تړاو یې خپاره شوي راپورونه بې بنسټه وبلل او ددې ټولو ترڅنګ یې په پوره سپین سترګۍ سره دا هم وویل چې د ځمکو د غصب په تړاو شوې ادعاوې سیاسي بڼه لري، او په خپلو خبرو کې یې زیاته کړه چې د مسو کان په استخراج کې د ځنډ لامل امنیتي ستونزې نه بلکې په سیمه کې د لرغونو اثارو موجودیت دی، نو زه دلته اوس د لوګر له ټول وضعیت څخه د یو خبر وګړي په توګه له والي صاحب څخه څو پوښتنې لرم، لومړی دا چې تاسو ادعا کوي چې د لوګر بې ثباتۍ ته له پلازمینې کابل څخه لمن وهل کیږي تاسو د یو مسوول په توګه ولي دا کس نه ښيي او ولي یې مخنیوی نه شي کولاي که کوم شخصي غرض او ستونزه نه لري نو څنګه دا ادعا کوي چې په لوګر کې د بې ثباتۍ هڅه له پلازمینې کابل څخه کیږي ایا ستاسو هدف په کابل کې میشتې ادارې او که نور اشخاص دي؟ دویم تاسو وویل چې په لوګر کې هیڅ ډول امنیتي ستونزې نشته دا خبره د کوم دلیل او کوم حقیقت له مخې کوي که دلیل ورته لرې نو راته ووایه چې د ولایت، ولسوالیو او ولسوالیو د امنیه قوماندانیو له ودانیو بهر تاسو پر اوضاع بشپړه واکمني لري؟ که یې لري نو ولي هره ورځ په یو او بل نوم خلک وژل کیږي او ریښتیا به وايي چې په مرکز پل علم کې په امینه قوماندانۍ په یوه شپه او ورځ کې څو توغندوي بریدونه کیږي او ددې ترڅنګ په ازره، خروار، محمداغې ولسوالیو کې څومره ډاډ لرې چې امنیت خوندي دي او هیڅ ډول امنیتي ګواښ نشته، یوه بیلګه یې د محمداغې ولسوالۍ د زرغون ښار او سرخاب کلي در ته مخې ته ږدم ایا ستا امنیتي ځواکونو او تا په خپله په دې سیمه کې د ارامه ورځ او خلکو د امنیت په تړاو څه اوریدلي؟ که ځان دې کوڼ کړي او په هر څه خاورې ور اړوې او له حقایقو د سترګو په پټولو سره ځان مرکزي حکومت ته سپینه کوتره معرفي کوې؟ دریم د ځمکو د غصب مسله تاسو وویل چې دغه مسله سیاسي بڼه لري دا څنګه سیاسي بڼه ده چې غواړې له غله ښاروال سره په ګډه د لوګر شنې ځمکې لاندې او مارکیټونه پکې جوړ او د نومرو په ډول یې وویشې او په دې تړاو کوم کسان چې خپل غږ پورته کوی اعتراض کوي نو ستا له مقام څخه کسان راوځي او ورباندې ډزې کوې او خیمې یې په موټرونو ورته چپه کوې ایا همدې ته د ځمکو د غصب سیاسي بڼه وايي؟ څلورم تاسو د عینک د مسو کان د استخراج ټکنیتوب ته اشاره وکړه سمه ده دا به درسره ومنم چې هلته لرغوني اثار شته او د هغو د موجودیت له امله چارې په ټکنۍ توګه پرمخ ځي خو دا به هم ښه واي چې ویلې مو وايي چې ددې ټولو ترڅنګ فساد او درغلي هم شته که نشته نو بیا ولې وخت ناوخته ددې سیمې پر امنیتي پوستو او امنیتي ساتونکو باندې بریدونه کیږي؟ پنځمه او وروستۍ پوښتنه مې داده چې تاسو په محمداغې ولسوالۍ کې د کرومیټ د قاچاق په تړاو کړې ډیر درنه خوښ شوم چې ومو ویل چې په دغو کرومیټو د ولایت د مقاوم او امنیتي مسوولینو ترمنځ اختلاف شته او څو ځله مو ددغو ډبرو د قاچاق کوونکو موټر او کسان نیولي خو دا دې چې هم ویلي وایي چې له جوړجاړي وروسته مې په ډير قدر او عزت سره خوشې کړي او اوس د خپل حق په اخیستو لاهم دغه قاچاق دوام لري که وايي چې زه په کې نه یم نو څنګه ستاسو په شتون او موجودیت کې هره شپه موټر باریږي او په ډاډه زړه قاچاق کیږي او دا هم باید ووایم که دې کان ته ستا له شریکانو پرته بل څوک ورنږدې شي نو حتا وژل کیږي هم او بیا رسنیو ته هم ښودل کیږي چې دا یو قاچاق وړونکی وو ډیر د افسوس ځای نه ده؟ چې په دومره حقایقو پرده اچوې؟ والي صاحب د خداي لپاره سر درته سرتوروم نور ددې ولس وینې مه زبېښه او پریږده چې د ډيرو بدمرغیو او ناخوالو له لیدو وروسته لږ تر لږه د ارام ساه واخلي، او هیله کوم نور چې د رسنیو مخې ته راتلې هغه څه ورته وایه چې حق وي او لږ ځان خپل وجدان ته ملامت ګڼه که نه زما په فکر ستا دا کړنې به د ټول لوګر لپاره داسې ناوړه پایلې ولري چې بیا به یې جبرانول ډير سخت او له وخته تیر کار وي.

منبع: وب سایت لوی غر

You have no rights to post comments

جغرافیایی تاریخی لوگر

Logar Hitori.png 200نویسنده:
پوهندوی استاد شاه محمود محمود

شهید قومندان نصرالله حسین خیل

43 دعا از قرآن و 79 دعا از سنت

مرحوم الحاج مولوی عبدالله فیض الباری

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی

sepasalar ghulam haider khan charkhi as

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی


خلص سوانح غازی سپه سالار غلام حیدر خان

ډګر جنرال فیض محمد خان لوګری دخوست د ښار بنسټګر

نایب سالار(جنرال)غوث الدین خان لوگری

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

abdul malek khan abdurahzai s

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

معرفی عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

شهید پوهاند استاد محمد جان احمدزی

غلام نبی خان چرخی

شهید داکتر محمد ولی ناصری

مرحوم الحاج دگروال عبدالجلیل میرباز

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

Ziakhel Madrassa 1 200

بنیاد خیریه پیمان

الحاج محمد اکبر ستانکزی نماینده لوگر

Mohammad Akbar Stanekzai 200الحاج محمد اکبر ستانکزی
نماینده منتخب لوگر

بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی

شهید الحاج داکتر اسدالله همتیار

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

د لوګرد پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

logar pohani reasat 200aد لوګر د پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

داكتر محمداشرف غنی احمدزَی

زيار مدني ټولنې په لوګر کې

zeyaar s

د لوګر مدنی ټولنه / جامعه مدنی لوگر

آموزش حج وعمره همراه با عکس

آثار بودايي پيش از اسلام در ولايت لوگر

د زرغون ښار د هلکانو لیسه

زرغون شهر بستررنگین ولایت لوگر

معرفی قریه زرغون شهر ولایت لوگر

بند آب سرخاب ولایت لوگر

وب سایت حقیقت

مرکز اسلامی افغانها در سویدن

کمپیوتر سرویس

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 Part 1 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

لوګر له باب الجهاده تر باب الفساده

هشت ثور روز پیروزی ملت مجاهد افغانستان

هفت ثور 1357؛ از سیاه ترین و دردناکترین روزها در تاریخ افغانستان

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.logar.nu ولایت لوگر

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.logar.nu All Rights Reserved.