Home خانه
لوګر کې د اوسپنې ويلې کولو سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې
لوګر کې د اوسپنې ويلې کولو سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې
د رحیم ګردیزي ګروپ له لوري د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ صنعتي ښارګوټي کې د اوسپنې ویلې کولو یوې سترې فابریکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد، ولایتي چارواکو او سوداګرو ګډون کړی و.
د رحیم ګردیزي ګروپ استازي الحاج محبوب الله ګردیزي وویل، دغه فابریکه به د اوسپنې ویلې کولو او تولید برخه کې په لوړ معیار فعالیت وکړي او شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو ته به مستقیم او لس زره نورو ته به غیر مستقیم کاري فرصتونه برابر کړي. نوموړي زیاته کړه، چې د فابریکې د جوړولو چارې به په راتلونکو څلورو کلونو کې بشپړې شي.
بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د یادې پروژې پیل د هېواد صنعتي ډګر کې مهم پرمختګ وباله او ویې ویل، چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته پانګوالو ته د فعالیت او پانګونې ښه فرصتونه برابر شوي دي.
د لوګر مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین هم دغه فابریکه د هېواد اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم ګام یاد کړ او له مسوولینو یې وغوښتل، چې د کار پر مهال ځايي ځوانانو ته لومړیتوب ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې دا مهال د محمدآغې صنعتي ښارګوټي کې لسګونه فابریکې د فعالیت او جوړېدو په حال کې دي.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























