Home خانه
په نظام او ټولنه کې د ځوانانو ونډه
په نظام او ټولنه کې د ځوانانو ونډه
شېرمحمدامیني ستانکزی
ځوانان هغه قشر دی، چې د نظام په پایښت او د هېواد په جوړولو کې له ټولو اغېزمن او ارزښتمن رول لوبولی شي، ځکه چې ځوان کهول له فزیکي او فکري انرژۍ څخه برخمن وي او همدا ځانګړنه ده، چې نظامونه او ټولنې ورته ځانګړې پاملرنه کوي او ترې لوړې هیلې لري.
په اوسني عصر کې د اسلامي نظام د ټینګښت او پرمختګ لپاره د ځوانانو رول خورا مهم بلل کېږي. دلته پوښتنه پیدا کېږي، چې ځوانان څنګه کولای شي خپل مسئولیتونه په اغېزمنه توګه ترسره کړي؟ زما په اند، ځوانان باید یوازې په خبرو بسنه ونه کړي؛ بلکې په عملي ډګر کې فعال حضور ولري، له نظام سره اوږه په اوږه کار وکړي او خپله هېوادنۍ مینه په عمل کې وښيي، تر څو خپل هېواد د پرمختګ او سیالۍ لوړو پوړیو ته ورسوي.
زموږ په ګران هېواد کې ګڼ شمېر کدري، مسلکي او د پوهې لرونکي ځوانان شته. که دغو ځوانانو ته مناسب فرصتونه او زمینه برابره شي، نو دوی کولای شي د نظام بنسټونه لا پیاوړي کړي او ولس ته ګټور او رغنده خدمتونه وړاندې کړي. له همدې امله د نظام مسئولیت دی، چې د دې قشر له وړتیاوو څخه اعظمي ګټه پورته کړي او هغوی د کار، زده کړو او پرمختګ پر لور وهڅوي.
افغانستان له مادي او معنوي پلوه یو بډای هېواد دی، که له شته امکاناتو څخه سمه استفاده وشي، نو نه یوازې نظام پیاوړی کېدای شي؛ بلکې د ولس ژوند هم د هوساینې او پرمختګ پر لور حرکت کولای شي. د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده، چې حکومت او ولس په ګډه همغږي رامنځته کړي او ځوانانو ته د کار او فعالیت مناسب فرصتونه برابر کړي.
هغه ځوانان چې لوړې زده کړې لري، باید په دولتي او خصوصي ادارو کې جذب شي او هغه کسان چې له رسمي زده کړو بې برخې دي، باید په تولیدي برخو کې بوخت شي، تر څو خپل ژوند برابر کړي او هم د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.
د یو هېواد اقتصادي پرمختګ له تعلیم او پوهې سره مستقیم تړاو لري. له همدې امله اړینه ده، چې د پوهنې سیستم ته لا زیاته پاملرنه وشي او د عصري ټکنالوژۍ په وسیله سمبال کړای شي، تر څو ځوانان د معاصرې نړۍ له غوښتنو سره سم وروزل شي.
که څه هم افغانان د اوږدو جګړو له امله له اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ سره مخ دي، خو اوس د ثبات او فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه تر ډېره بریده برابره شوې ده. که دغه فرصتونه په سمه توګه مدیریت شي، تمه ده چې هېواد به مو په نږدې راتلونکې کې د پرمختګ پر لور لا چټک ګامونه واخلي.
په پایله کې ویلای شو، چې ځوانان باید خپل مسئولیت درک کړي، له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي او د هېواد د پرمختګ لپاره په اخلاص او ژمنتیا کار وکړي. همدارنګه اړینه ده د ځوانانو لپاره داسې سالم او مناسب چاپېریال رامنځته شي، چې هغوی وکولای شي خپل استعدادونه د خپل ګران هېواد او ولس د خدمت لپاره وکاروي او د ټولنې په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























