Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست یوې همکارې مؤسسې د سیمه ییزو ټولګیو له زده کوونکو سره د درسي موادو مرسته وکړه

د لوګر د پوهنې ریاست یوې همکارې مؤسسې د سیمه ییزو ټولګیو له زده کوونکو سره د درسي موادو مرسته وکړه

پل علم
د نشراتو مدیریت
دوشنبه، غویي ۳ مه

IMG 20240422 WA0006 400د لوګر ولایت د پوهنې ریاست اړوند یوې همکارې مؤسسې د ۳۶۲ سیمه ییزو ټولګیو له ۷۴۰۰ زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وکړه.

دا مواد چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونیسف" له خوا برابره شوې وه د ماپو په نوم د پوهنې یوې همکارې مؤسسې له خوا زده کوونکو ته وېشل شوي دي.

IMG 20240422 WA0003 400IMG 20240422 WA0005 400په وېشل شویو موادو کې شپږ قلمه درسي توکي شامل دي چې هر زده کوونکي ته ته د کتابونو یو بیک ، ۱۰ کتابچې، ۱۰ قلمونه، ۵ پنسلونه، یو قلم تراش او یو پنسل پاک ورکړل شوي دي.IMG 20240422 WA0004 400