Home خانه

د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د کتب خېلو لېسه ورغول شوه

د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د کتب خېلو لېسه ورغول شوه

پل علم
د نشراتو مدیریت
چهارشنبه،۲۹/۱/۱۴۰۳ – ۰۰:۰۳

IMG 20240417 WA0007 400د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د کتب خېلو د هلکانو لېسه له بیا رغونې وروسته رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې ریاست د ښوونکو د روزنې او عمومي زده کړو آمر حاجي ابراهیم حمدي، د پوهنې آمر مولوي عبدالله محمدي، د لېسې آمر عبدالولي لودین ، د سیمې دیني عالمانو ، تعلیم پالو شخصیتونو، قومي مشرانو ، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.

IMG 20240417 WA0008 400د دغې لېسې ودانۍ او نور ټول اړین ملحقات د سیمې ۲۵ تنو تعلیم پالو شخصیتونو په خپل شخصي لګښت د یوې میاشتې په موده کې ترمیم کړې دي ، چې شاوخوا ۱۲۰ زره افغانۍ پرې لګول شوې دي.IMG 20240417 WA0009 400

IMG 20240417 WA0010 400IMG 20240417 WA0012 400په دې بیا رغونه کې د لېسې درې ودانۍ، کړکۍ، دروازې ، احاطوي دېوال او نور ټول اړین ملحقات رنګ او بیا رغول شوي دي چې په دې کارسره نږدې ۱۰۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شو.IMG 20240417 WA0011 400

IMG 20240417 WA0013 400د لوګر د پوهنې ریاست د ښوونکو د روزنې او عمومي زده کړو آمر حاجي ابراهیم حمدي په دې لېسه کې د تعلیم پالو شخصیتونو ترسره شوي خدمتونه او انکشافي کارونه وستایل اوهغوی یې په مننلیکونو تقدیر کړل.IMG 20240417 WA0014 400

IMG 20240417 WA0015 400IMG 20240417 WA0016 400IMG 20240417 WA0017 400د یادونې وړ ده،چې تر دې مخکې هم یادې لېسې ته د سیمې تعلیم پالو شخصیتونو په شخصي لګښت زده کوونکو ته مفت ژمني ښوونیز کورسونه جوړ شوي، د لمریزې برېښنا سیستم فعال شوی، ادارې ته یې د کمپیوټر ، پرېڼټر او د دفتري وسایلو اسانتیاوې برابرې شوي ، د اوبو اېستلو سولري سیستم ورته جوړ شوی او هم یې په انګړ کې نیالګي کېنول شوي دي.