Home خانه

د لوګر د پوهنې نوي رئیس په کار پیل وکړ

د لوګر د پوهنې نوي رئیس په کار پیل وکړ

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
دوشنبه، رمضان المبارک ۱۵ مه ، حمل ۶ مه

IMG 20240325 WA0000 400د لوګر ولایت د پوهنې نوي رئیس ښاغلي الحاج مولوي عبدالرحمن حمیدي نن دوشنبې د خپل کار په دفترکې په کار پیل وکړ.

هغه د خپل کار لومړۍ ورځ له خپلو کارکوونکو ، د دیني مدرسو او ښوونځیو له مسوولانو او مراجعینو سره پر لیدنې کتنې ، غوښتنو او ستونزو اورېدلو پیل کړی دی.

IMG 20240325 WA0001 400د پوهنې رئیس په یادو لیدنو او کتنو کې خپلو ټولو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې خپلې چارې منظمې پرمخ یوسي او لوګریانو ته د ښه خدمت کولو جوګه وګرځي.