Home خانه

لوګر کې نوی (۱۴۰۳) ښوونیز کال رسماً پیل شو

لوګر کې نوی (۱۴۰۳) ښوونیز کال رسماً پیل شو

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
چهارشنبه، رمضان المبارک ۱۰ مه ، حمل لومړی نېټه

IMG 20240320 WA0006 400د لوګر ولایت د پوهنې ریاست نوی ( ۱۴۰۳ ) ښوونیز کال د ښوونځي زنګ په کړنګولو سره رسماً پیل کړ.

د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې چې د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو پکې مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور، د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز، د جهادي مدرسې مهتمم شیخ الحدیث و القرآن عبدالمالک حامد ، د پوهنې ریاست مرستیالانو ، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرانو ، دیني عالمانو ، قومي مشرانو ، د ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو برخه اخیستې وه.

IMG 20240320 WA0010 400په پیل کې د جهادي مدرسې مهتمم شیخ الحدیث و القرآن عبدالمالک حامد د علم فضیلت په هکله مفصلې او ارزښتناکې خبرې وکړې او د دیني او عصري علومو زده کول یې د هېواد یوه مهمه او لویه اړتیا وبلله.IMG 20240320 WA0009 400IMG 20240320 WA0012 400

وروسته مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور په خپلو خبرو کې له ټولو ښوونکو او مدیرانو څخه غوښتنه وکړه، چې د هېواد بچیانو تعلیم ته سمه پاملرنه وکړي او خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره کړي.IMG 20240320 WA0005 400IMG 20240320 WA0013 400IMG 20240320 WA0014 400

ورپسې د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز له خوا د غونډې ګډون والو ته د ۱۴۰۳ ښوونیز کال د پیل په مناسبت هکله د پوهنې وزارت رالېږل شوی پیغام ولوستل شو.IMG 20240320 WA0018 400IMG 20240320 WA0017 400

په دې غونډه کې د کلنګار جهادي لېسې د ترانې ټیم زده کوونکو د ښوونځي زنګ کړنګولو او د پوهنې دوه په زړه پورې ترانې هم وویلې .IMG 20240320 WA0016 400

د یادو مراسمو په پای کې د مرستیال والي، د پوهنې رئیس او د جهادي مدرسې مهتمم له خوا د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره نوى ۱۴۰۳ ښوونيز کال رسماً پيل شو.IMG 20240320 WA0008 400IMG 20240320 WA0007 400