Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست په ټولو تعلیمي بنسټونو کې د نوي ښوونیز کال پیل ته پوره تیاری نیول شوی

د لوګر د پوهنې ریاست په ټولو تعلیمي بنسټونو کې د نوي ښوونیز کال پیل ته پوره تیاری نیول شوی

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
شنبه، رمضان المبارک ۶ مه، کب ۲۶ مه

IMG 20240316 WA0000 400د لوګر ولایت مرکز پل علم او ولسوالیو په ټولو تعلیمي بنسټونو کې د نوي ښوونیز کال پیل ته بشپړ چمتوالی نیول شوی دی.

یاد بشپړ چمتوالی د پوهنې ریاست د هدایت له مخې د اړوندو تعلیمي بنسټونو ښوونکو او اداري کارکوونکو نیولی دی.

د ژمي رخصتیو له تېرولو وروسته ښوونکي بېرته خپلو دندو ته حاضر شوي او هم له زده کوونکو غوښتنه شوې ده،چې د نوي تعلیمي کال په لومړی ورځ خپلو درسونو ته حاضر شي.

ټاکل شوې ده چې په لوګر او سړو ولایتونو کې راتلونکی ۱۴۰۳ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د هدایت له مخې د را روانې حمل میاشتې په لومړی نېټه رسماً پیل شي.