Home خانه

د لوګر د جباري په کلي کې یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو

د لوګر د جباري په کلي کې یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، شعبان المعظم ۲۱ مه ، کب ۱۳ مه

IMG 20240213 WA0004 400د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند جباري کلي کې د احرار په نوم د هلکانو او نجونو یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو.

دا ښوونځی د یادې سیمې اوسېدونکو د غوښتنې له مخې د پوهنې ریاست او د پل علم د پوهنې آمریت د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په پایله کې د پوهنې وزارت له منظورۍ وروسته تاسیس شوی دی.

دغه نوی ښوونځی به په راتلونکي ښوونیز کال کې د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شي، چې په پرانیستلو سره به یې د ۳ سیمو شاوخوا ۵۰۰ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

د یادونې وړده،چې تر دې مخکې هم د لوګر د پوهنې ریاست له خوا د مهاجرینو په ښارګوټي او آبچکان سیمه کې دوه نوي مکتبونه تاسیس شوي دي.