Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست د سواد زده کړې کارکوونکو او ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

د لوګر د پوهنې ریاست د سواد زده کړې کارکوونکو او ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، شعبان المعظم ۱۴ مه ، کب ۶ مه

IMG 20240225 WA0007 400د لوګر د پوهنې ریاست د سواد زده کړې د ۳ کارکوونکو او ۵۴ ښوونکو د ظرفیت لوړاوي په موخه لس ورځنی روزنیز ورکشاپ شو.

دا روزنیز ورکشاپ د پوهنې یوې همکارې مؤسسې (HHOA) له خوا په لاره اچول شوی چې موخه یې د سواد زده کړې کارکوونکو او ښوونکو کاري ظرفیت لوړول دي.

د دې روزنیزې دورې ګډون والو ته د سواد زده کړې نصاب او درسي توکو پېژندنې، د لوست ورکولو نوېو لارو چارو او نالوستو کسانو ته د سواد زده کړې زمینې برابرولو په هکله روزنه ور کول کیږي.IMG 20240225 WA0006 400

تر یادې روزنې وروسته به د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې نالوستو کسانو ته د سواد زده کړې ۸۴ بابه نهه میاشتني کورسونه جوړ شي، چې ۱۲۶۰ نالوستو کسانو ته به د سواد زده کړې زمینه برابره شي.