Home خانه

لوګر کې ۱۵۰ تنه ښوونکي له روزنیز ورکشاپ څخه فارغ شول

لوګر کې ۱۵۰ تنه ښوونکي له روزنیز ورکشاپ څخه فارغ شول

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
شنبه، شعبان المعظم ۱۳ مه ، کب ۵ مه

IMG 20240224 WA0001 400د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د ۲۵ منځنیو ښوونځیو او لېسو ۱۵۰ تنه نارینه او ښځینه ښوونکي د علمي او مسلکي وړتیا لوړونې له روزنیز ورکشاپ څخه فارغ شول.

د یادو ښوونکو د فراغت په مناسبت د محمدآغې د هلکانو په عالي لېسه کې مراسم جوړ شوي وو چې په کې د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو او د ښوونکو د روزنې آمر حاجي ابراهیم حمدي، د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ آمر قاري محمد یعقوب اورمړ، د پوهنې آمر مولوي عبدالله محمدي، محمدآغې لېسې آمر عبیدالله جهاني او روزل شویو ښوونکو ګډون کړی وو.

IMG 20240224 WA0002 400یاد اته ورځنی روزنیز ورکشاپ د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیریت له خوا د ښوونکو د علمي او مسلکي سویې لوړولو په موخه جوړ شوی و.

IMG 20240224 WA0003 400

IMG 20240224 WA0004 400

IMG 20240224 WA0005 400

IMG 20240224 WA0006 400IMG 20240224 WA0007 400IMG 20240224 WA0008 400

د دغه ورکشاپ له لارې د ۲۵ منځنیو ښوونځیو او لېسو ۹۰ نارینه ښوونکو او ۶۰ ښځینه ښوونکو ته د کیمیا، بیولوژي، فزیک، ساینس او ریاضي مضمونونو د تدریس او تجربو اړوند عملي او نظري روزنه ورکړل شوې ده.

IMG 20240224 WA0009 400IMG 20240224 WA0010 400د یادونې وړده،چې تر دې وړاندې هم د لوګر د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیریت د برکي برک ولسوالۍ د ساینسي او یاضي مضمونونو ۱۸۰ تنه نارینه ښوونکي له ورته روزنې دورې څخه فارغ کړي او په روانه اوونۍ کې به د پل علم ښوونکو ته هم ورته روزنیز پروګرام جوړ شي.