Home خانه

په لوګرکې د والی او ښاروال پر وړاندې لاریون ترسره شول

شیرمحمد (ستانکزی) د لوګراونیزې مسؤل مدیر

demonstration logar 1 200د لوګر ولایت اوسیدونکو پرون دزمري په ۱۸ مه یوسوله ئیز لاریون دلوګروالي او ددې ولایت دښاروال پر وړاندې په لار واچول، د لاریون کوونکوشمیر سلګونوتنو ته رسیدل، لاریون کوونکي دلوګرپل علم ښار واټونوته رواوتلي او خپل شعارونه دوالي اوښاروال پروړاندې ورکول او دکابل ګردیز عمومي سړک يی دوه ساعته دترافیک پرمخ وتړل.

 

demonstration logar 1 380

لاریون کوونکو لوګروالي او ښاروال دشنوساحواومارکیټونو په پلورتورن کړل او له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه، چې دغه دواړه لوړپوړې چارواکې له  دندې څخه لیري اوګوښه  کړي. څوتنو لاریون کوونکو له رسنیو ته وویل: چې مونږ به ترهغه وخت خپل لاریون ته دوام ورکړو، ترڅوچې مرکزي حکومت دوالي او ښاروال په لرې کولوکې اقدام نه وي کړې. دوی وویل، لوګرښاروال  دلوګرشنې ساحې په نمرو بدلې کړي او مونږ د دوی محاکمه غواړو.

demonstration logar 2 380

لوګرښاروال انجنیراحمدخان الفت په دې اړه وویل: په لوګرولایت کې ځمکې اونمرې ندې پلورل شوي اوکوم مارکیټونه چې روغول شوي هغه ددې ولایت دماسترپلان له مخې پرې کار شویدی. ښاروال هغه تورونه رد کړل، چې ګواکې په لوګرکې شنې ساحې پلورل شوي او یاد اچې هغه په رهایشي نمروبدلې شویدي.لوګروالي الحاج نیازمحمدامیري د لاریون په اړه رسنیو ته وویل، لاریون دهرچامدني حق دی چې دقانون په رڼا کې ترسره شي. والي دغه لاریون دلوګرولس کارنه بلکې دلوګرولایت دخلکو استازې حاجي محمداکبرستانکزي شخصي کار وښودل، چې دخپل  شخصي ګټو په موخه يي پرلاراچولې دی.

demonstration logar 3 380

په ولسي جرګه کې دلوګرولایت استازې الحاج محمداکبرستانکزي، په دې اړه وویل، دغه لاریون دلوګرولس کار دي، چې دخپلو حقوقو څخه دفاع وکړي دغه لاریون کې ما ګډون ندی کړې، لوګرولس ترما پورې خپل غږ رارسولې دی اوهغوی له مانه وغوښتل چې مونږپرلاریون لاس پورې کوو، چې ما ورته وویل دا ستاسو مدني حق دی، چې دخپل حق نه دفاع وکړئ. محمداکبرستانکزي دلوګرښاروال او والي هغه تورونه رد کړل، چې دخپلو شخصي ګټو پرموخه لاریون ترسره کړې دی. هغه وویل: که چیرته پرما کوم دوی کوم اسناد او شواهد راویستل نو خلکواو رسنیوته دې وړاندې کړي. ستانکزي زیاته کړه: مونږ سره دوالي اوښاروال هغه کره اسناد اوشواهد شته دي، چې دشنوساحو او نمرو په پلورلوکې لاس لري.

یاده دنه وي، چې لاریون کوونکوپه پای کې  دلوګرښاروالۍ مخې او دولایت مقام پرسړک دتحصن خیمې و لګولې.

شیرمحمد (ستانکزی) د لوګراونیزې مسؤل مدیر