Home خانه

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت پخوانی مرستیال سفیر زردشت شمس د ډیورنډ په اړه وایي

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت پخوانی مرستیال سفیر زردشت شمس د ډیورنډ په اړه وایي:

686392831 122133482463208856 8754967629978737416 nپاکستان پر ډیورنډ کرښه اغزن تار په یو اړخیز او بې‌همغږۍ ډول تېر کړی، او د افغانستان هېڅ حکومت دا کرښه رسمي پوله نه ده منلې.

هغه ټینګار کوي چې همدا اختلاف لامل شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دې موضوع هېڅ رسمي مذاکره ونه شي، ځکه هر ډول خبرې به دې کرښې ته مشروعیت ورکړي.

د ښاغلي شمس په وینا، پاکستان به د جمهوریت پر مهال له افغان لوري غوښتل چې خپل حدود مشخص کړي، خو افغان حکومت دا کار نه کاوه.

شمس زیاتوي چې په ساحه کې تر ممکنه حده مقاومت کېده، چې په جنوبي زون کې یې مشري د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق کوله، چې وروسته د ط..البانو په یوه برید کې ووژل شو.

نوموړی وايي، که څه هم ځینې سیمې په عملي ډول د پاکستان تر کنټرول لاندې دي او آن د ۱۸۹۳ کال له ټاکل شوو حدودو هم سرغړونې شوې، خو بیا هم د ده په باور، هر ډول مذاکره به د افغانستان په زیان وي او پاکستان به یې د سند په توګه وکاروي.

دغه پخوانی افغان ډیپلومات په پای کې وایي چې د حل یوازینۍ لار، که څه هم اوس ستونزمنه ښکاري، د دې کرښې عملي له منځه وړل دي.

Irfan Ullah

ډيورينډ تراوسه پاکستان څه ترلاسه نه ډي کړي ځکه دومره وارخطا دي

خو چه اينده څوک غدار پيدانه شي چه دا کرښه رسمي کړي يو منتخب جمهور ايس چه نړيوالو لخوا په رسميت پيژندل شوي وي کوالاي شی دا کرښه رسمي لاس ليک کړي

پخوا پاکستان ډيري هڅي وکړي چه نجيب مجددي ملا رباني څخه دا لاس ليک واخلي خو ناکام شو

داهم ويل کيږي چه پاکستان افغانستان باندي حملی امريکا ته داشرط ايښي وو چه زه بو اډي زمکي لاري درکړم خو ډيورينډ کرښي په هکله بو معامله نه کوي ځکه يو وخت کابل کي دامريکا سفير وويل چه دوي پاکستان افغانستان ترمينځ کرښه رسمي سرحد په توګه پيژني متاسفانه جمهوريت په وخت ښه چانس وو چه دا کرښه دامريکا ناټو په زور له پاکستان واخستل شي خو اشرف غني پر ځاي دادي چه ډيورينډ خبره پورته کړي جنرال باجوه ته اجازه ورکړه چه په ډيورينډ اغزن تار ولګوي تر څو دوي په اصتلاح ډهشتکردو اوښتو راوښتو مخه ونيسي چه پاکستان مطالب کرښه معلومول وو خو چړونکو بایاي په خوږو لکه ماشوم غلط کړو 🤔🫢🤔

    • Svara

Mohammed Mohammed

ښآغلی زردشت شمس صاحب له تاسوو څخه یوه نړۍ مننه! دغه ډېر أړین خنډ مخې ته پروت وو ، أو پروت ده ؟ زما په خپل پآم سره ، که چېرته پخواني باچا غوښتی ډېره په أسانۍ داخنډ حوار ؤ ، ځکه هغه وخت سي اشغالګر له ختیځې پښتونخواه په تېښته کي سؤل ، لمړی: د وزیرستان زړورو خلکو په مرچلو کابوسؤل ، اوله باچایې مرسته وغوښتله؟ ټپوس باچا ځآن کوڼ واچو؟ دویم : که له نیمې کرغېړنې پېړۍ راهسې کورنۍ جګړې نه وای هم داخنډ حوارؤ . دریم أوس یوڅه وخت نورهم پکار ده ترڅو دختیځي پښتونخواه دوګړو زړونه په لاس راوړل ؟ أوداسې نورې خبرې ؟ په درنښت ! 🇦🇫❤️