Home خانه

دا د وخت د یوه ملا امام عکس دی…

دا د وخت د یوه ملا امام عکس دی…

626406292 2959343280933966 488945101004530649 nهغه ملا امام چې لاسونه او لمنه یې د لسګونو زرو بې‌ګناه کابلیانو په وینو رنګ وه.

د واک او قدرت د تندې لپاره به یې هره ورځ له څلوراسیابه پر کابل ړندې، مرګونې راکټي حملې کولې 😡🇦🇫

هغه راکټونه هدف نه پېژندل،

نه ښځه، نه سړی، نه ماشوم…

یوازې مرګ و، وینه وه، او د میندو چیغې.

کورونه وران شول، ماشومتوبونه خاورې شول،

او کابل د سیاست د لوبو قرباني شو.

دین، جهاد او شعارونه هغه شېبه خپل ارزښت له لاسه ورکوي

چې د بې‌ګناه انسان وینه تویېږي.

تاریخ هېر نه کوي،

ځمکه د شهیدانو غږ ساتي،

او حساب که نن نه وي، سبا خامخا وي.

پوښتنه دا ده:

ایا د دې زرګونو بې‌ګناه خلکو وینه به همداسې بې‌پوښتنې پاتې شي، که به یو وخت عدالت خبرې کوي؟

✍️ رضا خان پاینده