Home خانه

‏د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر یو ځل بیا د دغه هېواد پر حکومت نیوکه وکړه

‏د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر یو ځل بیا د دغه هېواد پر حکومت نیوکه وکړه

592870547 122111484063076274 3851146873516430880 n‏د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر یو ځل بیا د دغه هېواد پر حکومت نیوکه وکړه چې د افغانستان په هکله د جګړې پالیسي لري.

مولانا فضل رحمان په یوه غونډه کې وايي چې د پاکستان له جوړېدو راهیسې دغه هېواد تر اوسه افغانستان خپل ملګری هېواد جوړ نه کړ.

مولانا فضل رحمان د خپلو ملاتړو یوه غونډه کې زیاتوي، چې د افغانستان په هکله د پاکستان ټول سوچ او فکر، پالیسی او تدبیر د جنګ دی. همدا وجه ده چې دا ستونزه لا هم حل نه ده.

نوموړی وايي چې نه د دواړو هېوادونو ترمنځ او نه هم د پاکستان د ننه جګړه په کار ده.

مولانا فضل رحمان څه مهال مخکې هم د پښتونخوا له سوداګرو سره په یوه ناسته کې ویلي و چې پاکستان له ظاهرشاه نیولې د طالبانو تر اوسني حکومت پورې یو هم خپل ملګری نه کړ.